کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

بشير يوسفزوى، ننګرهار
په كابل پوهنتون كې اوس هم وژنې ترسره كېږي

د روان كال د لړم پر 13مه نېټه د حبيب الله حيدري په نوم د ژبو او ادبياتو پوهنځي يو تن محصل په رڼا ورځ په كابل پوهنتون كې په برچو ووژل شو او له دې امله يوه بله افغانه مور وكړېدله، يوه افغانه كورنۍ د خپل نازولي د وير پر ټغر كېناسته، د يو معصوم افغان، ځوانې هيلې د يو ناوړه انسان د غيرانساني عمل له كبله لولپه شوې او په دې توګه كابل پوهنتون په وازه كومه د يوې بلې خونړۍ پېښې شاهد پاتې شو. ځكه چې وړم كال هم د روژې په مباركې مياشت كې د كابل پوهنتون څو تنه محصلين د خپلو حقوقو د غوښتلو پر مهال د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ كې د تاج محمد وردګ د امنيتي پوليسو له خوا په مخامخ ډزو كې ووژل شول، ټپيان د درملنې پر ځاى د پوليسو له خوا تر وهلو لاندې ونيول شول او د روغتون پر ځاى زندانونو ته يووړل شول. د حبيب الله حيدري د وژنې بريد هم سږ كال د روژې په مباركه مياشت كې ترسره شو.
دلته زه پر دې نه غږېږم چې د وړم كال پېښه څه وړ پېښه شوه؟ څومره قربانيان يې لرل؟ او نه هم د سږنۍ پېښې د قاتل او مقتول پر ملامتيا او سلامتيا غږېږم، ځكه چې د دغه وړ پېښو د مخنيوي او څرنګوالي د معلومولو لپاره په لسګونو امنيتي پوليس له دولت څخه مياشتنۍ تنخواه اخلي، چې په دې اړه څېړنې د هغوى دنده ده. بل دا چې د ملامت او سلامت معلومول، كومه عملي ګټه نه لري، ځكه دا لومړى ځل نه دى چې په دې هېواد كې بېګناه وژنې كېږي، بلكې دلته له درېيو لسيزو راهيسې دغه ډول وژنو عادي بڼه غوره كړې ده. محصلين خو څه، چې د كابينې غړي او برحال وزيران، چې هم يې وسلې لرلې او هم وسيلې، ووژل شول. چا يې نه پاڼه واړوله او نه يې وژونكي د خپل عمل په سزا ورسول او لا تر اوسه سرې سترګې ګرځي. كله چې د يو وزير د وژونكو پلټنه او څارنه نه كېږي، نو د يو بې وسه او بې كسه محصل وژونكي ته به څوك ووايي چې ولې كاكا؟
لكه دمخه مې چې وويل له بده مرغه وژنو په دې هېواد كې د ژوند د نورو او ځينو عادي پېښو په څېر دوديزه بڼه غوره كړې، ولې د كابل پوهنتون د سږ كال او وړم كال د وژنو پېښې، له نورو وژنو سره يو جوت توپير لري، نه يوازې توپير، بلكې يو ډول هېښوونكې او حيرانوونكې هم دي. حيرانوونكې او د اندېښنې وړ په دې دي، چې د توقع برخلاف په يو علمي او اكاډميك مركز كې دغه وړ پېښې رامنځته شوې، هغه هم په داسې يو اكاډميك مركز كې، چې يو مهال يې نه يوازې د هېواد او سيمې د هېوادونو په كچه له علمي او پوهنيز پلوه شهرت درلود، بلكې د ټولې اسيا په كچه د اميد سترګې وراوښتې. بله د حيرانۍ وړ خو يې لا دا ده چې د وړم كال د ناوړې پېښې عاملين امنيتي پوليس او د سږني كال د وژونكې پېښې عامل د همدغه اكاډميك مركز محصل دى. كه په كوم بهرني هېواد كې څوك چا ته كيسه وكړي، چې په كابل پوهنتون كې څو تنه محصلين د امنيتي پوليسو (؟) په مخامخ ډزو كې ووژل شول او يا دا چې يو محصل راولاړ شو او بل محصل يې په برچو وواژه، نو ښايي چې نوموړى به يې نه يوازې درسره ونه مني، بلكې كېداى شي هغه داسې وانګېري، چې ته ورباندې ملنډې وهې او له دې امله كېداى شي دومره درپورې وخاندي، چې څومره يې زړه وي. ځكه چې د امنيتي پوليسو او يا محصل په لاس، د محصل وژنه بيخي ناشونې، غيرمنطقي او نه اټكلېدونكې ده.
د حيرانۍ خبره خو لا دا ده چې دغه دواړې نادرې پېښې داسې مهال په كابل پوهنتون كې پېښېږي، چې د كورنيو امنيتي چارواكو په ګډون د لسګونو بهرنيو هېوادونو په بېلابېلو وسلو سنبال وسله وال ځواكونه هره ورځ او هره ګړۍ د امنيت، ناامنيو، ګډوډيو، د خلكو د ځورولو او په ځانګړې توګه د دغه ډول پېښو د مخنيوي په موخه هلې ځلې او د كابل په لويو لارو كې ګزمې كوي.
په نوره نړۍ كې بيا داسې دود نه دى؛ د دغو او دې ته ورته پېښو د مخنيوي لپاره مخكې تر مخكې رښتيني او ګټور تدابير نيول كېږي. خو توپير يې دا دى چې هغوى د پېښې له رامنځته كېدو دمخه د هغې د مخنيوي چاره كوي، خو موږ د پېښې تر پېښېدو وروسته د هغې د لاملونو د پيدا كولو هڅه كوو، هغه هم يوه تېرايستونكې، بوختوونكې، بې ګټې او ناكامه هڅه. كه داسې نه وي، نو په كابل پوهنتون كې ولې په لږه موده كې دوې داسې وژونكې پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې څو كورنۍ غمجنې او وېرجنې شوې؟ ولې يې لاملونه په ډاګه نه شول؟ او ولې يې مخكې له مخكې او يا هم د لومړۍ پېښې تر پېښېدو وروسته د دويمې پېښې د مخنيوي چاره ونه شوه؟...
دا هغه پوښتنې دي، چې د لوړو زده كړو په وزارت كې ناست ښاغلي: ډاكټر شريف فايض د هغه مهال د كورنيو چارو وزير، تاج محمد خان وردګ او ښاغلى حامد كرزى يې بايد ځواب ووايي، ځكه چې د دغو پېښو د مخنيوي چاره په پيل كې په ښاغلي فايض، بيا په تاج محمد خان او تر هغه وروسته په ښاغلي كرزي پورې اړه لري.
هغه د پښتو متل دى چې وايي: چې ورانه ده، له ځانه، ځكه كله چې څه دپاسه درې كاله وړاندې په بن كې د افغان ولس د سياسي برخليك د ټاكلو په موخه د بهرنيو ښاغلو (!) په غوښتنه او بلنه څو تنه ملي، غيرملي، سياسي، ګوندي، جهادي، كمونيسټي، جنګي، ډيموكراټ او ځينې نور مخور او بې مخه شخصيتونه وروبلل شول او په پايله كې يې د اړتيا او وړتيا پر ځاى د ائتلاف او مصلحت له مخې ځينې داسې كسان د حكومت په مهمو پوسټونو وګومارل، چې د هغوى په موجوديت كې هره ګړۍ د دغه وړ پېښو او ناورين د رامنځته كېدو توقع كېداى شوه، ځكه چې د بن په دغه، په ظاهره انتقالي، خو په عمل كې د ائتلافي حكومت تر ټولو غوښنه برخه په هېواد كې واكمنو او وسله والو جنګسالارانو، د هغوى ملاتړو او خواخوږو ته وركړه شوه، چې د دغه ائتلاف او انتقالي حكومت له لوړپوړو چارواكو څخه يو هم ښاغلى ډاكټر شريف فايض دى، چې په كابل پوهنتون كې دغه دواړې پېښې د همدغه ښاغلي په شتون كې رامنځته شوې. نه يوازې دغه دوې پېښې، بلكې د لوړو زده كړو په وزارت او كابل پوهنتون كې ځينې نورې داسې ناوړه او ملي ضد چارې او هڅې ترسره شوې، چې له امله يې همدغه ښاغلى پړ ګڼل كېداى شي. د بېلګې په توګه د ښاغلي فايض د واكمنۍ په لومړيو ورځو او شپو كې په لوړو زده كړو وزارت او كابل پوهنتون كې يو شمېر پښتانه مامورين او استادان، د يو شمېر ستميانو او هغو كسانو له خوا، چې د حزبي او كمونيسټي وفادارۍ له خوا دغه پوهنتون او وزارت ته راغلي، د سيمه ييزې، قومي او ژبنۍ تربګنۍ له امله له دندو ګوښه شول او د ځينو پښتنو استادانو د علمي رتبو وركړه، چې د دوى قانوني حق دى، د دغو ناوړو كسانو له خوا وځنډول شوه. سره له دې چې دغو استادانو د لوړو زده كړو د وزارت مقام د دغو كسانو له ناوړو هڅو او كړنو خبر كړ، خو هغوى داسې ځانونه كاڼه واچول، چې ته به وايې يا خو دوى له سره خبر نه دي او يا دا چې د دوى مسووليت نه دى. ان تر دې چې د وزارت او پوهنتون د رياست ځواب به دا و چې تاسې دغه ستونزه د خپلو پوهنځيو له رئيسانو سره اواره كړئ، ځكه چې دا د پوهنتون په رياست او يا لوړو زده كړو وزارت پورې هم اړه نه لري.
نو اوس تاسې پرېكړه وكړئ چې په دې اړه د ښاغلي فايض او يا د ښاغلي اكبر پوپل (د هغه وخت رئيس) دغه ځواب څومره منطقي او پر ځاى دى؟ او يا كه چېرې ښاغلى فايض د پښتنو استادانو په ګوښه كولو او يا د هغوى د علمي رتبو د وركولو په ځنډولو كې لاس ونه لري، نو د پوهنځي متعصب او ستمي رئيسان يا استادان به دا واك يا جرئت ولري، چې په دغه ډول ناوړه كار لاس پورې كړي؟ همدارنګه په تېرو دوو كلونو كې د لوړو زده كړو وزارت د كابل او هېواد له نورو پوهنتونونو څخه په لسګونو تنه ښوونكي او محصلين د لوړو او مسلكي زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږلي، چې اكثريت يې د يوې سيمې اوسېدونكي او د يوې ژبې ويونكي دي. كه داسې نه وي، نو ښاغلى فايض دې مهرباني وكړي، داسې يو راپور دې خپور كړي، چې بهر ته د استول شويو ښوونكو او محصلينو بشپړه پېژندګلوي په ډاګه كړي، چې واقعيت به څرګند او د خلكو شكونه به يا په باور بدل شي او يا به له منځه ولاړ شي.
د دې تر څنګ د كابل په پوهنتون كې د ښاغلي شريف فايض د واكمنۍ پر مهال د افغاني ټرمينالوژۍ د بدلولو او پر ځاى يې د ايرانۍ ټرمينالوژۍ د دودولو ځينې هڅې ترسره شوې، لكه پوهنتون په دانشګاه، پوهنځى په دانشكده او محصل په دانشجو واړول شو، همدغه راز پښتو لوحې راښكته او پر ځاى يې د دري ژبې لوحې راوځړول شوې، چې دا هم د ښاغلي شريف د قومي او ژبنۍ تربګنۍ يوه څرګنده بېلګه ګڼل كېداى شي.
بل دا چې تېر كال د لوړو زده كړو د وزارت له خوا د كانكور د ازموينې د پوښتنو پاڼې مخكې له مخكې پر ځينو كسانو، د زياتو پيسو په بدل كې وپلورل شوې، څرنګه چې خبره رسوايۍ ته ورسېدله، نو په دې تور يې ځينې كسان د تېرايستلو لپاره ونيول او د ازموينې تر اخيستلو وروسته يې نوموړي كسان بېرته خوشې كړل. كه چېرې ښاغلى فايض په دغه سوداګرۍ او بډې اخيستلو كې لاس نه لري، نو د وزارت ټول كاركوونكي، د ازموينې د پاڼو مسوولين او هغه كسان، چې په دې تور نيول شوي وو، ولې محاكمه نه شول؟ ښاغلي فايض ولې په دې اړه څه ونه كړل؟ او كه يې كړي وي، نو ولې پايلې نه په ډاګه كوي؟...
د كانكور د ازموينې په اړه دا هم ويل كېږي چې هر كال ځينې استادان مخكې له مخكې له ځينو زده كوونكو څخه پيسې ترلاسه كوي او په بدل كې يې له هغوى سره د هغوى د خپلې خوښې پوهنځۍ ته د بريالي كولو ژمنې كوي. كه ښاغلى فايض له دې كار سره موافق نه وي، نو ولې يې مخنيوى نه كوي، ايا دا د نوموړي بې كفايتي او بې پروايي نه په ډاګه كوي؟
ځينې كسان بيا د وتلو واكمنو، جنګسالارانو او ټوپكيانو له خوا د كانكور له ازموينې پرته د خپلې خوښې پوهنځيو ته ورپېژندل كېږي. كه چېرې داسې نه وي، نو څه فكر كوئ، چې د جيحون په څېر قاتل محصلين به د دې وړتيا ولري، چې د كانكور له ازموينې پرته بريالي راووځي؟ معلومه خبره ده چې نه شي راوتلاى، ځكه هغه څوك چې دغه ډول ناوړه فكر او تكل ولري، هېڅ وخت د كانكور له ازموينې څخه د بريالي راوتلو وړتيا نه شي درلودلاى.
نو كه چېرې ښاغلي شريف فايض د دغو ټولو درغليو، چې ځينې يې پورته يادې شوې، په رښتيا سره مخه نيولې او په دې اړه يې غوڅ ګام پورته كړى واى، نو څه فكر كوئ، چې زده كوونكي به د ورپېښو ستونزو له امله په لاريون لاس پورې كړى واى؟ او يا به دغه ناورين د زده كوونكو د وژنې په ناورين بدل شوى واى؟ ايا د پوهنتون يو محصل به د بل محصل په لاس وژل شوى واى؟ او ايا د كانكور د ازموينې د پوښتنو د خرڅلاو له امله به د هېواد د لوړو زده كړو وزارت ته زيان اوښتى واى؟...
په پاى كې د يوه هېوادوال او خواخوږي په توګه ولسمشر كرزي ته زما او ټولو هېوادوالو وړانديز دا دى، چې د خداى او د دغه جنګ ځپلي او ځورېدلي ولس په خاطر دې نور دغه وړ مصلحتي، تنظيمي او بې كفايته وزيران له خپلې كابينې څخه ليرې او داسې څوك دې د ځان ملګري كړي، چې له خپل ولس، هېواد او هېوادوالو سره رښتينې خواخوږي ولري او كه داسې ونه كړي، نو داسې به وبولو چې د تېرو درېيو كلونو په څېر به ډېرى وزيران او د هېواد تنكي محصلين له لاسه وركړو.