کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

ليكوال : اياز قادري
ژباړه : عصمت الله زهير، جنوبي پښتونخوا- پښين

زه يو انسان يم

هېڅوك نه پوهېده چې د هغه نوم څه دى؟ د كوم مذهب او په خټه څوك دى؟ دلته څنګه او له كومې خوا راغلى دى؟ خو بيا هم ټول خلك ورسره بلد وو. له څو كلونو راهيسې سهار او ماښام ليده كېده. هر وخت به په ژورو فكرونو كې ډوب و. كله چې به يې د مندر د زنګونو ږغونه تر غوږ سول، نو په زغرده به د مندر په دروازه كې كښېناست. كله چې به يې د مندر د زنګونو ږغونه او د عبادت كوونكو مقدس سرودونه واورېدل، نو پر مستۍ به راغى، جلالي به سو او كله چې به يې عبادت كوونكي ديوتا پر سجده پراته وليدل، بيا به پټه خوله سو. د فلسفيانو په څېر به داسې په خيالونو كې ډوب سو، تا به ويل چې د كومې مهمې او جدي پېښې حل لټوي. له مندر څخه د راوتونكو سړيو او ښځو چې به سترګې باندې ولګېدې، په خپلو كې به سره ګډ سول: د خداى په مينه مست دى، په همدې مينه پايي.
سهار مهال چې به د مسجدونو له لوړو منارو څخه د الله اكبر نارې پورته سوې، دى به راغى پټه خوله به د مسجد په دروازه كې لاس تر زنه كښېناست، اودس كوونكي به يې په ځير- ځير څارل او څه مهال چې به ملا صاحب د قران ايتونه لوستل، دې زړه وړونكي ږغ به داسې مخموره كړ، تا به ويل زړه ته يې كوم ورك سوى تسكين رسېږي. خو چې څه مهال به يې لمونځ كوونكي پر سجده پراته وليدل، داسې به په ژورو فكرونو كې ډوب سو، لكه كومه معما چې راسپړي.
له مسجد څخه راوتونكو خلكو چې به وليد، نو په خپلو كې به يې ويل: دا خوار لېونى دى. نر او ښځو، كوچنيانو، غټانو، هندوانو او مسلمانانو ټولو هغه ته ملنګ بابا ويل. نه يې كور او نه يې اور درلود، مځكه يې نالي او شينكى اسمان يې د محل بام و، چې د ستورو او سپوږمۍ څراغونه پر ځلېدل. هغه به كله ناكله د مندر په دروازه او يا د مسجد په زينو كې بيده سو. خو اكثره شپې به په ښار كې داسې ناارامه تاوېده- راتاوېده، لكه ناارمه او لالهانده اروا چې يې د تسكين په لټه كې وي.
د شپې چې به د ښار سپيانو هغه وليد، ټول به ورته په غپا سول، خو وروسته چې به يې وپېژانده، سرونه به يې وځړول. سپي به داسې پټه خوله سول، تا به ويل ټول په يوه اوږده خوب بيده سول. څوكيدار به له ليرې ورباندې ږغ كړه: څوك يې، څه غواړې، څه كوې؟... چې ورنژدې به سو، بېرته به ځنې رهي سو او له ځان سره به وبوڼېده: ملنګ بابا! نيمه شپه ده، لږ استراحت وكړه! خو ملنګ بابا به له ځان سره وخندل او مخ په وړاندې به وخوځېد. د هغه وېښتان د ملنګانو په څېر خيرن، پيرن او سره پېچلي وو. د ږيرې وېښتان يې هم د سر د وېښتانو په څېر اړ- پړ او خيرو پوڼېيلي وو. ټول ټال د يوې ګودړۍ څښتن و. نه پر چا ګرځېده او نه يې له چا څخه څه غوښتل. د ډوډۍ غم به يې كله كوم مهربانه هندو او يا زړه سوانده مسلمان كاوه. نور وخت به په وږي نس ګرځېده، له ډوډۍ او خوړو يې انكار نه كاوه، خو چې كله به كوم چا پيسې ورته ونيولې، نو خورا به په قار او غضب سو، پيسې وركوونكي ته به يې دا ډول په ځير- ځير وكتل، لكه چې ورته وايي: همدا د پيسو مينه ده چې انسان په كې انسان ته پاته نه سو، ولې چې انسان د خپل رښتيني څښتن پرته د دنيا په مينه كې ښكېل پاته سو.
د ملنګ بابا اوږد كميس چې به كوم مهال بېخي تراټي- تراټي سو، نو كوم هندو، يا مسلمان به نوى كميس په غاړه كې ورواچاوه. ملنګ بابا به د تشكر په ډكو سترګو ورته وكتل. د چا چې به ډېر زړه ورباندې وسوځېده، نو به يې ولمباوه، كنه ډېر وختونه به همداسې خيرن ګرځېده، شپه او ورځ يې دواړه په پټه خوله تېرول. كله ناكله چې به پر موج راغى، دوه، درې، څلور ټكي به يې وويل.
ناببره په ټول هېواد كې خواشيني وغوړېده، ودان ښارونه په كنډوالو بدل سول، هرې خوا ته د اور د لمبو اتڼونه ولوېدل، هندوان په يوه او مسلمان په بل اړخ كې سره غونډېدل. هندوان، د مسلمانانو او مسلمانان د هندوانو له سيمو څخه كډه كېدل، چې له خپلو مذهبي وروڼو سره يو ځاى سي او په دې ډول خپل ځان او مال وژغوري. دواړو خواوو ته ګړندي ترتيبات روان وو، هېڅوك نه پوهېدل، چې چپاول به څه مهال پيل سي؟ شتمني به يې څه مهال لوټ او كوم ساعت به ژوند له لاسه وركړي؟
د چپاول او ژوند له لاسه وركولو خطر ګړى په ګړى نور پسې ګړندى كېده، ځكه چې په ټول ښار كې هرې خوا ته د برباديو اتڼونه لوېدلي وو، په ټول ښار بلا ګډه سوې وه، د ښار خلك يې ټول تر ستوني نيولي وو. د چوهدري په محل كې د اطرافو ټول پهلوانان سره راټول سوي وو. چوهدري له چيلم څخه د كلك كش اخيستو پر مهال وويل: اوس نو د دين و منكرانو ته سبق وركول په كار دي، ټول ژوند يې پوڼېيلي يو، دا د خپلواكۍ، پاكستان ګټلو او د اسلام د سرلوړۍ لپاره مقدس جهاد دى. دا څرګندول په كار دي چې مسلمانان اتلان او زمريان دي، چې دې لنګ وهلو ته خپل (بهګوان) ورپه ياد سي.
وروسته ټولو دا پرېكړه وكړه، چې د شلو تنو ځوانانو يوه داسې ډله دې تشكيل سي، چې له يوې خوا د باندنيو راغلو ځوانانو له ډلې څخه وي او له بلې خوا جهاد ته چمتو وي. ځكه چې همدا نن شپه د سېټهـ پر سراى چپاول وروړو.
د وطن زامنو! ايا د وطن وېش مو قبول دى، كنه؟
سېټ د هرمداس له ليرو سيمو څخه راغلي او راټول سوي زلمي هندوان داسې مخاطب كړل:
د بهارت ماتا د وجود ټوټې- ټوټې كول به تاسې ورسره ومنئ؟ دا مسلمانان، چې موږ هر وخت كړوي، استعماروي مو، د دوى له لاسه هر وخت په عذاب يو، نن شپه په كار ده، چې د خوند څرك ورښكاره كړو. خوږو ملګرو! د بهارت ماتا د زړه ارمان همدا دى، چې نن شپه مسلمانانو ته داسې درس وركړو، چې د مور شيدې ورپه ياد سي.
تر دې وروسته له پرېكړې سره سم څو تنه ځوانان وټاكل سول، چې نن شپه د چوهدري دين محمد پر ګودام چپاو وروړي.
سهار، مازيګر ته رالنډ سو، لمر پر لوېدو و، هرې خوا ته چوپتيا غځېدله، خو بيا هم تر اوس مهاله په كوڅو كې يو نيم سړى لا په بېړنيو ګامونو تر سترګو كېدل. ټولو خلكو د خپلو كورونو دروازې كلكې تړلې وې. د شپې تيارې سوكه- سوكه غوړېدلې.
د نيمې شپې په چوپتيا كې د چا د پښو كښهارى (ښكاله) سوه، د ښار سپيان ټول په غپا سول. خو چې وروسته يې ملنګ بابا وليد، نو ټول پټه خوله سول. د ښار په تيارو- كږو لارو كې ملنګ بابا په فكرونو كې ډوب تاوېده او راتاوېده. دى به پر دغه مهال داسې ايسېده، تا به ويل كوم سيوري اتڼ اچولى دى. په ونو كې كښكى سو:
پټه خوله سئ چې يو څوك راروان دى!
ناببره يوه زړه كښونكې چوپتيا وغوړېده:
هغه ګوره، يو سړى راروان دى! په ونو كې پټ څو ځوانان راووتل او ناڅاپه يې نارې كړې: اخ، دا ملنګ بابا! قوماندان يې ورباندې ږغ كړه: هلئ بېړه وكړئ چې ناوخته نه سي، وخت زښته لږ دى. داسې نه وي چې وروسته به لاسونه مروړو او څه به لاسته نه راځي.
له دې خبرې سره ټول په قوماندان پسې رهي سول. ښه ساعت وروسته چې ملنګ بابا پر هوښ راغى، نو يو وار يې د اسمان خوا ته وكتل او بيا يې سترګې په داسې ډول د مندر خوا ته واړولې، لكه د مندر د زنګونو ږغونه او د عبادت كوونكو مقدس سرودونه چې اوري، داسې ورته ايسېدله، لكه چې ټول عبادت كوونكي د بګهوان په عبادت اخته دي.
اوس ملنګ بابا كرار- كرار راجګ سو، څو ګامه يې وړاندې واخيستل او بېرته پر خوله ولوېد.
په ټول ښار غوغا ګډه سوه، د ښځو ساندې، د كوچنيانو ژړا...
ځنې ومې ژغورئ، خلكو ومې وژغورئ!...
د مرميو ږغونو د دوړو باران غوښتونكو خودسريو، د چړو او نېزو پړقهار، د لوټمارو وحشي هڅو او نارو مځكه او اسمان پر سر اخيستي وو. د ښار له سوځېدلو كورونو څخه د اورونو لمبې د قهرېدلو مارانو په څېر د اسمان ښكلولو ته غاړې غځولې.
دا سور كافر راچپه كړئ...!
ګورئ چې درڅخه ولاړ نه سي، دا مسلمان دى، راچپه يې كړئ...!
ناڅاپه شپېلكي ووهل سول، نظامي او عسكري ګاډۍ په منډو سوې، نظاميانو هرې خوا ته منډې پيل كړې، د سره صليب په موټرونو كې ټپيان او مړي ځاى پر ځاى كېدل.
_ ته څوك يې؟ نوم دې څه دى؟
ډاكټر ته د ځواب ويلو پر ځاى كرار وموسېده.
_ په كوم مذهب يې؟
ژوبل سوي سړي داسې په پړق- پړق وخندل، چې نژدې ولاړ ډاكټران او نرسان يې د ونو د پاڼو په څېر ورېږدول. نرس وويل: زما په اند دا خوار لېونى دى!
_ ډاكټر صاحب! زه هندو... نه، نه! مسلمان... نه، نه! ډاكټر صاحب! زه يو انسان يم او انسانيت مې مذهب دى. زه هندوانو او مسلمانانو په ګډه ژوبل كړى يم، زما ژور زخمونه د روغ انسانيت زخمونه دي، زما مرګ د ټول انسانيت مرګ دى. ډاكټر صاحب! زما مړى هندوانو او مسلمانانو دواړو ته وركړئ چې دواړه خپلې رښتينې بڼې په كښې وويني. همدا ډول به بهګوان ته سر ټيټول او په مسجد كې پر سجده پرېوتل ورپه ياد سي.
له دې سره سم د ژوبل سوي سړي پر شونډو د ابد لپاره يوه موسكا وغوړېده او ويې ويل: زه يو انسان يم...
له يو ليرې مندر څخه د زنګولې ږغ واورېدل سو. عبادت كوونكو سرودونه وبولل، لمونځ كوونكو الله اكبر ووايه، هندوان بهګوان ته سرځوړندي سول او مسلمانان پر سجده پرېوتل...