کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

صفيه حليم
د سمندر اوبه ولې مالګينې دي؟

په يوه كلي كې دوه وروڼه اوسېدل، چې يو په كې ډېر شتمن او بل يې ډېر غريب او بېوزله و. يوه ورځ د غريب ورور په كور كې د خوړو لپاره هېڅ پاتې نه شول، نو د خپل شتمن ورور كور ته ولاړ او مرسته يې ترې وغوښته. شتمن ورور ورته وويل چې زه ستا له حاله خبر يم، دا د يوې ورځې خبره نه ده، سبا به بيا راروان يې او سوال به رانه كوې. غريب ورور ورته وويل: ته بس همدا نن راسره يو څه لاس وكړه، بيا به دې نه په عذابوم! شتمن ورور ورته وويل: سمه ده، زه نن تا ته ډېرې غوښې دركوم، دا واخله او د قاطۍ (قحطۍ) ښار ته ورشه. خو بيا راته خپل سپېره مخ ښكاره نه كړې!. غريب ورور يې ډېر ساده و، له غوښو نه يې يو پنډ جوړ كړ او د قحطۍ د ښار په لټه كې شو. ټوله ورځ يې مزل وكړ. په لاره كې به يې له هر چا نه پوښتنه كوله چې د قحطۍ ښار په كوم ځاى كې دى؟ ځينو به ورته لاره سمه كړه، خو ځينې نور خبر نه وو.
د شپې له يوه ځنګله نه تېرېده، چې ليرې يې رڼا وليده. ده اندازه لګوله چې دا به د قحطۍ ښار وي، كنه. په دې وخت كې يې يو بوډا سړى وليد چې ونې ته يې تبر نيولى و. له هغه يې وپوښتل. بوډا ورته وويل چې همدا د قحطۍ ښار دى، خو ته ولې هلته تلل غواړې؟ غريب ورته خپله ټوله كيسه تېره كړه. بوډا وويل: كه ته له دې غوښو سره د قحطۍ ښار ته ځې، نو هر څوك به درنه په ښو ډېرو پيسو دا غوښې غواړي، خو ته ورته وايه چې د غوښو په بدل كې مېچنه راكړئ!.
غريب د ښار لوري ته روان شو. هلته له رسېدو سره يې يوه تن ته د غوښو غوټه ښكاره كړه. هغه ورته غوښه بيه كړه، بيا ورته بل كس راوړاندې شو، چې د هغه بيه له لومړي نه ډېره لوړه وه. ورو- ورو د غوښو بيه ډېره لوړه شوه. هر چا پيسې راايستلې وې او يو شور ماشور جوړ شو. غريب خپل لاس اوچت كړ او ټولو ته يې وويل: زه دا غوښې د يو شي په بدل كې خرڅوم. ټول غلي شول. غريب سړي وويل: له تاسې سره د لاس يوه مېچنه ده، هر څوك كه هغه راكړي، غوښې د هغه دي. يوه تن په كې وويل: په دې ښار كې هم دغه يوه مېچنه ده، كه دا تا ته دركړو، نو موږ به څه كوو؟.... خو غريب سړى پر دې ټينګ شو چې مېچنه راكړئ او غوښې واخلئ. خلكو په خپلو منځو كې بحث كاوه، اخر په دې رضا شول. يو سړى په منډه ولاړ او د يوې زړې زمانې يوه وړه مېچنه يې راوړه، چې په هغې كې به يې كافي (قهوه) ميده كوله. غريب چې دا مېچنه وليده، نو سخت خپه شو، ده فكر كړى و چې مېچنه به د سرو زرو وي. خو اوس يې ژبه كړې وه، ټولې غوښې يې خلكو ته وركړې. مېچنه يې ترې واخيسته او بېرته د ځنګله پر لوري روان شو. هلته يې بيا هغه بوډا سړى وليد، په ډېر ګيله من غږ يې ورته وويل: بابا! تا راسره ښه ټوكه وكړه، د پيسو پر ځاى مې دا زړه مېچنه واخيسته، په دې به زه څه كوم؟ بوډا ورته وويل: غوږ رانژدې كړه، چې د دې مېچنې كمال درته وښايم!.
غريب سړى ډېر ناوخته خپل كور ته ورسېد، نو ښځه يې ډېره په قار ورته راپاڅېده، هغې ورته ټوله ورځ انتظار كاوه او نه پوهېده چې سړى يې چېرته ورك شوى دى، په كور كې د خوړو لپاره هېڅ نه وو. سړي، چې زړه مېچنه پر مېز كېښوده، نو ښځه يې نوره هم راوپارېده، په كور كې د څښلو لپاره كافي هم نه وه. خو سړي ورته وويل: دا ډېره د كار مېچنه ده. د مېچنې لاستى يې ونيو او بيا يې وويل: مېچنې ګرړه ګرړه... ډوډۍ راوباسه په ترړه...! د سړي له دې منتر سره د مېچنې لاستى وخوځېد او ګرمې- ګرمې ډوډۍ ترې راووتلې. سړي بيا مېچنې ته امر وكړ: مېچنې ګرړه ګرړه... پنېر راوباسه په ترړه...! اوس نو له مېچنې تازه پنېر راووتل. ښځه او سړى دواړه هم حيران او هم خوشاله وو، ژر- ژر يې ډوډۍ وخوړه، مېچنه يې تر كټ لاندې پټه كړه او ويده شول.
په بل سهار دوى له مېچنې كافي، شوده، رنګارنګ مېوې او د خوړو نور شيان وغوښتل، په كور كې يې هر څه برابر كړل. څو ورځې چې تېرې شوې او د ډوډۍ وركړه ډېره شوه، نو خپلو ملګرو ته يې د ښې مېلمستيا بلنه وركړه، شتمن ورور يې هم راوغوښت. هغه چې د ورور په كور كې هر څه بس بسيار وليدل، نو حيران پاته شو، له ورور نه به يې غلى غوندې وپوښتل چې څنګه يې دا هر څه وموندل؟ خو غريب ورور به ورته موسكى شو.
اخر چې ټول مېلمانه خپلو- خپلو كورونو ته ولاړل، نو شتمن ورور ورسره خوږې- خوږې خبرې پيل كړې، غريب ورور يې ساده و، خبره يې له خولې ووتله چې دا هر څه د يوې مېچنې بركت و. شتمن ورور ورته وويل: اوس خو ته هر څه لرې، دا مېچنه ما ته راكړه، زه به درته په بدل كې ډېرې پيسې دركړم! غريب نژدې دا كار كړى و، خو ښځه يې هوښياره وه، هغې ورته وويل: كه د سرو زرو يوه ډكه بوجۍ راكړې، نو د فصل د رېبلو په وخت كې به دا مېچنه يوسې! شتمن ورور په دې رضا شو، د سرو زرو د سكو يوه ډكه بوجۍ يې ورور ته راوړه او څو ورځې وروسته يې د فصل د رېبلو پر وخت د ورور له كوره مېچنه يووړه.
د شتمن ورور ښې ډېرې ځمكې وې او د لوونو په دې وخت كې به ډېرو خلكو په دې ځمكو كې كارونه كول، ده غوښتل چې ټولو خلكو ته مېچنه او د هغې كمال وروښيي، د ډوډۍ خوړلو پر وخت يې مېچنه پر يوه مېز كېښوده او د هغه مېرمنې په چيغه وويل: مېچنې ګرړه ګرړه... ښوروا راوباسه په ترړه...! د هغې له خولې دا ټكى راوتلى و چې مېچنه وګرځېده او ښوروا ترې په راوتلو پيل وكړ، بيا ترې وريت كړي ماهيان راووتل. خلكو له خپلو كورونو نه لويې- لويې كاسې راځغلولې، چې له ښوروا او ماهيانو يې ډكې كړي. د ټولو په كورونو كې چې هرڅومره لوښي وو، په ټولو كې ښوروا او ماهيان وو. يو چا شتمن سړي ته وويل چې بس كړه مېچنه دې ودروه. خو شتمن سړى د مېچنې په بندولو نه پوهېده، كله به يې ويل: بس كړه، بس كړه! مېچنې بس كړه...!، كله به په چيغو شو چې: مېچنې ودرېږه په ترړه...!، كله به يې د هغې لاستى تاو كړ، كله به يې ورباندې لاسونه كېښودل. خو مېچنه وه چې ترېنه د ښوروا او ماهيانو يو سېلاب روان و. كله چې خلكو د ښوروا په سېلاب كې لامبو وهل پيل كړل، نو شتمن ورور په منډه- منډه د خپل غريب ورور كور ته ولاړ او ورته ويې ويل: د خداى لپاره دا مېچنه دې واخله، زه خو يې هېڅ په بن نه پوهېږم...! د ورور ښځه يې وروړاندې شوه او ورته ويې ويل چې مېچنه به درنه اخلو، خو په دې شرط چې نور سره زر به هم راكوې. شتمن ورور په ناخواله راضي شو.
غريب ورور يې ولاړ او د مېچنې پر لاستي يې لاس كېښود، نو مېچنه سمدلاسه بنده شوه. داسې ښكارېده، لكه د هغه په لاس كې چې كوم جادو و. له دې پېښې وروسته غريب ورور د سمندر پر غاړه ځانته يو ښايسته وړوكى كور جوړ كړ او ژوند يې په كې كاوه. د خپل حاجت شيان به يې له مېچنې غوښتل، خو په دومره اندازه چې ګوزاره يې پرې كېده.
يوه ورځ په سمندر كې له تېرېدونكو بېړيو نه د يوې بېړۍ كپتان په خپل دوربين كې پر ساحل دا ښكلى وړوكى كور وليد، نو په زړه كې يې وګرځېدل، چې دا كور له نژدې وګوري. بېړۍ لنګر واچاوه او دى له خپلو ملګرو سره په وړوكې كښتۍ كې كېناست او د غريب سړي كور ته ورغى. غريب سړي ورته ډوډۍ وركړه، مېچنه پر يوه مېز ايښې وه. كپتان چې دا زړه مېچنه وليده، نو له هغه يې پوښتنه وكړه. سړي ورته د مېچنې حال ووايه. كپتان چې دا واورېدل، نو سړي ته يې وويل: دا مېچنه پر ما خرڅه كړه!
غريب سړي نه غوښتل چې داسې كار وكړي. خو اخر د ډېرو دليلونو او مينت زارۍ نه وروسته سړى په دې رضا شو چې كپتان به ورته ښه ډېر مال او دولت وركوي. كپتان هم داسې وكړل او مېچنه يې واخيسته، خپلې بېړۍ ته ورغى او فكر يې كاوه چې څه شى وغواړي؟ په هغو ورځو كې مالګه ډېره ګرانه وه، ځينو خلكو ته به په معاش كې د مالګې غټۍ وركول كېدې، چې ډېر په احتياط به يې كارولې او خلكو به د سودا په بدل كې مالګه وركوله. كپتان فكر وكړ چې كه دى د مالګې تجارت پيل كړي، نو ښې ډېرې پيسې به وګټي. خپلو نوكرانو ته يې امر وكړ چې په بېړۍ كې خالي كوټې دې پرانيزي او مېچنې ته يې وويل: مېچنې ګرړه ګرړه... مالګه راوباسه په ترړه!... مېچنه په ګرځېدوه شوه او مالګه ترې راوتله. د بېړۍ ټول ګودامونه له مالګې ډك شول. كپتان له خوشالۍ نه په جامو كې نه ځايېده، كله چې د هغه په حساب مالګه پوره شوه، نو پر مېچنې يې لاس كېښود، خو مېچنه نه بندېده. كپتان ډېره هڅه وكړه، نورو خلكو ورباندې لاس كېښود. خو ورو- ورو په بېړۍ كې دومره مالګه بار شوه، چې بېړۍ په سمندر كې غرقه شوه. مېچنې په دې وخت كې هم مالګه راايستله.
د ناروې خلك باور لري، چې دا مېچنه اوس هم د سمندر په تل كې لګيا ده، مالګې وباسي، ځكه خو د سمندر اوبه مالګينې دي.