|
|
عبدالنافع همت
دا يې ګز، دا يې ميدان
وايي چي په يوه ځنګله كي يو اوښ، غويى او يو پسه په ګډه اوسېدل. يوه ورځ
دوى درې واړه ډېر وږي سوي وو، نو هغه و چي د خوراك په لټه كي يوې خوا ته
روان سول. تر يو څه مزله وروسته د وښو پر يوې ګېډۍ پېښ سول. په لومړي قدم
كي درې واړه، چي ډېر وږي سوي وو، د وښو په ليدلو خورا خوښ سول، خو څرنګه چي
واښه لږ وو او د دوى درې واړو نه بسېدل، نو د دوى خوشالۍ دوام ونه موند او
هر يوه وغوښتل، چي كه ټول واښه يوازي وخوري، نو موړ به سي، خو دا چي دا
واښه څرنګه هر يوه لاس ته راوړي واى، د دوى تر منځ يوه مناقشه رامنځته سوه.
لومړى پسه چي په دوى درې واړو كي كمزورى و، ځان د دې وښو د خوړلو مستحق
وګاڼه او داسي استدلال يې وكړ:
\"دا واښه د انسان په لاس رېبل سوي او دلته پاته دي او د انسان د مال اصلي
وارث زه يم، ځكه چي موږ د انسان لپاره تر ټولو غټه قرباني وركړې ده. كه
چېري ابراهيم (ع) زموږ نيكه نه واى حلال كړى، نو اوس به په لوى اختر كي
خلكو خپل زامن قرباني كولاى. همدا موږ وو، چي د خپل ځان په قرباني كولو سره
مو د انسانانو د وينو تويولو مخه ونيوله.
تر دې وروسته غويي ته وار ورسېدى او خپلي خبري يې داسي پيل كړې:
\"د انسانانو لپاره زموږ قرباني خورا اوږد تاريخ لري؛ كله چي ادم (ع) نړۍ
ته راغى او ويې غوښتل، چي په ځمكه كي غلې دانې وكري، نو زموږ د نيكه پر
اوږو يې يوې وكړه. دا چي نن نړۍ له زيات شمېره غلو دانو څخه ډكه ده، دا
زموږ د نيكه بركت دى. موږ د ځمكي پر مخ د كښت او كروندې بنسټ ايښودونكي ګڼل
كېږو، ځكه نو زه وايم چي د دې وښو خوړل زما حق دى.\"
د پسه او غويي د خبرو پر مهال اوښ پټه خوله ولاړ و او يوازي يې د دوى خبرو
ته غوږ نيولى و، خو كله چي د خبرو نوبت اوښ ته ورسېد، نو اوښ بې له دې چي
څه ووايي، د وښو ګېدۍ په خوله ونيول، پر يو لوړ ځاى يې كښېښوول او سمدلاسه
يې په خوراك پيل وكړ. اوښ خپل خوراك كاوه، پسه او غويي همداسي ورته كتل. تر
لږ خوراك وروسته اوښ پسه او غويي ته مخ راواړاوه او داسي يې وويل:
\"زما په اند دلته تاريخ څېړل، له انسانانو سره خواخوږي او هغوى ته د چوپړ
وهلو خبري په درد نه خوري او نه زه په دې خبرو دومره پوهېږم او بل دا چي زه
تر خبرو پر عمل ډېر باور لرم، نو ما ته برګ برګ مه ګورئ، كه مو څه له وسه
پوره وي، نو دا يې ګز او دا يې ميدان، زور مو معلوم كړئ!
څرنګه چي پسه او غويي نه د اوښ په شان اوږده غاړه او نه يې دومره زور درلود،
چي له هغه څخه واښه واخلي، نو هغه و چي اوښ ټوله واښه يوازي وخوړل.
په افغاني ټولنه كي هم ډيموكراسي، سوله، يووالى، بشري حقوقو ته درناوى او
داسي نور انساني شعارونه تل د كمزورو خلكو له خولې راوزي، هغه څوك چي زور
لري، هغوى خبري څه، چي فكر كولو ته هم نه دي وزګار، بلكي يوازي عمل كوي، نو
موږ وايو چي د شېرپور پر ځمكه اوس هم كار دوام لري. د بشر د حقوقو خپلواك
كميسيون او د مطبوعاتو انتقادونه ګټه نه لري، كه د چا زور رسېږي، نو دا يې
ګز او دا يې ميدان؛ د شېرپور پر ځمكه دي كار بند كړي.
. |