|
|
ليكوال: حيات الله رفيقي
ماخذ: د افغانستان لنډ تاريخ
د افغاني فرهنګ زړښت
پورته سرليك د استاد عبدالحي حبيبي صاحب له افغاني فرهنګ
مبادې څخه اخيستل سوى دى. افغاني فرهنګ د تاريخ له لرغونو وختو، يانې
(1400 ق م) په شا و خوا كي له بدي دورې څخه راپيل سوى او بيا يې تر اوستايي
دروې (1200) پوري دوام لاره، چي په دې ژوند كي اريايانو له كوچي ژوند څخه و
ښاري ژوند ته وهڅېدل او (زردشت) په همدې هېواد، د صفر د دين او نوي ژوند
جرړې تنګولې او ښه يې انګېرل، يا يې ښه بلل. د دې دين په هكله ډېري هلي ځلي
كېدې، ښه په جوش يې تبليغ كاوه، چي د يپشدديانو او كياهانو شاهي كهول، د
انساني مدنيت په انګړى ښكلى بخدي كي د خپلي ټولواكۍ او واكمنۍ د برم بنسټ
ايږدي.
تر دې وروسته زموږ هېواد په لمر پرېواته خوا كي د اريايانو، هخامنشانو،
اسكانيانو او سامانيانو مدنيتونه رامنځته كېږي او خپلي فرهنګي جرړې په دغو
سيمو كي نوري هم غځوي او ټينګوي، تر څو چي د هخامنشي د دورې په پاى كي لوى
سكندر (331 څخه تر 323 ق م) پوري د ايران له لاري پر افغانستان يرغل كوي،
چي دا برى د يوناني ژبي، ادارې، سياست، هنر، ليك او نورو فرهنګي مظاهرو
اغېزي هېواد ته راننباسي او په 250 ق م كال كي د بودوت په باختر كي د
يوناني باختر د ټولواكۍ بنسټ ږدي، چي د مېلادي پېړۍ تر لومړۍ پوري يې دوام
وكړ، چي په پايله كي د افغانستان د يوناني باختري، د خاص فرهنګ او مدنيت په
جوړښت كي يې چي د لرغوني ويدي او بسټيزي ريښې درلودې، ښكاره اغېزه وكړه. په
دوهمه مېلادي پېړۍ كي د افغانستان كوشانى لوى پاچا كنشكاد او يوكوشانيانو د
سلسلې بنسټ كښېښود او د بودايي دين په منلو او خپرولو يې لاس پوري كړ، چي د
تبليغ په وسيله د لوى افغانستان مدنيت او فرهنګ ته يوه خاصه بڼه وركړه.
د كنشكا پايتخت په دوبي كي د كابل په شمال كي د كاپيسا سيمه او په ژمي كي
بيا پېښور و او د مهايانه بودايي ضد لوى مذهب، په ټول افغانستان، د امو په
شمالي سيمو او هندوكش كي ښه وغځاوه او يوه ستره كوشاني شهنشهاهي يې رامنځ
ته كړه.
د كوشيانانو په دوره كي چي تر څلورمي مېلادي پېړۍ پوري يې دوام درلود، د
افغانستان د داخلي مدنيت او فرهنګ خاصه جوله او بڼه له يوې خوا او د زدپشتي
له پخوانيو عناصرو څخه او له بل اړخ څخه د هندي د بودايي اثارو او يوناني
پاتي شونو څخه جوړه كړه سوې وه.
په دې وروستيو كي چي كوم رخت د سره كوتل او د بغلان له كندوز څخه چي كوم
اثار لاسته راوړل سوي، داسي ښكاري چي كوشانيانو د دې هېواد، د خاصو افكارو
او فرهنګ په پيدايښت كي، چي په راوروسته كي بيا د ګريګو بوديك په نامه يوه
چوڼلي افغانۍ دوره ورته ويلاى سو، كارنامې يې پاى ته رسولي دي.
فرانسوي لرغونپېژاندي او څېړونكي (موسيفوشه) كوشاني صنعت د كوشاني دورې له
نوښتونو څخه بللى دى او داسي وايي: \"د دې وري د سټوپو ډول د اشوكا د وخت
له ودانيو څخه په اسانه ډول بېلېداى سي، كه موږ وغواړو، چي دا نوى سبك د
اروپا د مذهبي ودانيو وڅېړو، بايد ووايو چي د اشوكا سبك په فرانسه كي له
لسمي پېړۍ څخه بيا تر دوولسمي پېړۍ پوري و. د لسټوپو رومي سبك او د كنشكا
سبك د كوتيك سبك دى، چي په فرانسه كي له دوولسمي پېړۍ څخه تر پنځلسمي
مېلادي پېړۍ پوري موجود و.
د اشوكا سټوپي د ايران فلات ته هېڅ نه دى راغلى، خو د كنشكا او هغه پر ځاى
ناستو ټرواكانو سټوپي په ډېره اسانۍ سره هند ته لاره موندلې ده او ان د
كوشان امپراتور د نوي پلازمېني پورو شاپوره (اوسنى پېښور) جنوبي شرقي خوا
ته خورا ګرمي معبد ودان كړى، دې معبد څو واره اور اخيستى دى، چي اوس يوه
كنډواله ده. خو د چيني مسافرينو د ياد داښتونو د لوستلو په نتيجه كي وكولاى
سواى، چي اصلي ليكونه يې وپېژنو، چي د دې كنډوالې په اثارو كي د معجزې په
توګه د بودايي د مقدسو څيزونو څخه او يو شى چي د كنشكا تصوير، يا انځور او
لاسليك ورباندي سته، كشف او لاسته راغلي وو. الماسي پوه ډاكټر هومان كويتز
چي د هند په اړه د څېړنو استاد دى، د كوشاني دورې د هنر په اړه وايي: \"يوناني
هنر، د هندي هنرونو د شكل په بدلون پيل وكړ او د ګندهارا بڼه يې وموندله.
خو ډېر څېړونكي په دې عقيده دي، چي نوموړى سبك بايد د يوناني او هندي طرز
پراخوالي ته لږ منسبوب وبلل سي، بلكي دا د اريانا د شرق (اقغانستان) د هغه
طرز پراخوالى، چي جنوب شرق د سكايانو او كوشانيا د قبيلو تر واكمنۍ لاندي
خپور سوى دى او په دې ډول په كشمير كي د ګوپتا تر دورې (3_ 4 مېلاد) پېړۍ
پوري، لكه چي هروان د بودايي كنډوالو څخه څرګندېږي، يو بېخي خالص هنر پر
ځاى پاتي سو او د دې خلكو يرغل د يونان او بلخ، يونان او هند دولتونه له
منځه يووړل او هند ته يې نوي او تازه عناصر راوستل، چي نور يې په غربي
ايران او د هغې منشي په نغوذ اړه نه درلودل، د ايران د فلات په شمال پوري
تړلي وو. د كوشانيانو د دوې كلتور او تمدن او هنر د خپل بشپړتوب او انحطاط
پړاو ته رسېدلي وو او د اسلامي دورې تر پيل د عربو د لښكرو تر نفوذ پوري
راورسېدل، چي په اسلامي لومړۍ پېړۍ كي (650) په شا و خوا كي خپل ځاى يو بل
مدنيت او فرهنګ ته پرېښود، چي هغه ته د افغانستان د لومړۍ اسلامي دورې
فرهنګ وايو.
په همدې سبب د افغانستان خاوره د جغرافيايي اقليم وضعي له مخي بايد په
پخوانيو پېړيو كي د ګډو سويو فرهنګونو د پيدايښت ځاى وبلل سي او له همدې
سببه پوهاند (تايستي) د انګرېز د تاريخ فيلسوف په خپل كتاب چي د اكسوس او
جمنا تر منځ نومېږي. دى دې نتيجې ته رسېدلى دى، چي د افغانستان خاوره Round
About ياني د فرهنګونو د بېلوالي، بيلتو، يا انشعاب ټكي او د تشعشع مركز او
څلور لاري و، چي د څو زرو كالو په تېرېدو، څه چي يې په خپله درلودل او څه
چي ورته له بهر څخه رارسېدلي وو، خپل شا و خوا هند، ايران، ماورالنهر او
مركزي اسيا ته خپاره كړي دي.
|