|
|
ليكنه: ډاكټر ميخايل ميلر
ژباړه: كامله پاينده پښتون
په خندا هم د زړه د
ناروغۍ علاج كېداى شي
څېړونكي په دې عقيده دي، چي خندا په حقيقت كي د زړه لپاره
ډېره ګټوره درملنه كېداى شي. څېړنو ښوولې، هغه خلك چي لږ او يا هېڅ نه
خاندي، د زړه ناروغي لري.
د امريكا د بالتېمور د ښار د ماريلنډ پوهنتون د وقايوي كارډيالوژۍ د مركز
مدير ډاكټر ميخايل ميلر و يوه مطبوعاتي كنفرانس ته وويل چي خندا د زړه د
ناروغيو د مخنيوي لپاره يوه ډېره ګټوره لار ده.
دا لومړۍ څېړنه ده، چي د خندا او زړه د ناروغۍ تر منځ اړيكي ښيي. ميلر او د
هغه ملګرو د زړه د ناروغيو د متخصصينو و يوې ډلي ته داسي وويل: "موږ باور
لرو چي د خندا عمليه د انسان په وجود كي يو ډول كيمياوي مواد توليدوي، چي د
ويني رګونو ته ارام او سكون ورپه برخه كوي\". د ميلر په عقيده خندا نه
يوازي دا چي د خوښۍ، بلكي د زړه د غښتلتيا سبب هم كېږي".
هغه د خپلو څېړنو په بهير كي يونيم سل تنه، چي د زړه ناروغي يې درلوده او
يا يې د زړه شريانونه بند وو او نور يونيم سل تنه چي دغه ډول ناروغۍ يې نه
درلودې، سره پرتله كړل. له دغو څېړنو څخه دا نتيجه تر لاسه شوه، چي خندا او
تفرېح د انسان په ورځني ژوند كي ستره ونډه لري. هغه خلك چي د زړه ناروغي
لري، په سلو كي له څلوېښتو څخه نيولې بيا تر پنځه څلوېښتو پوري د دوى د
خندا عمليه يو له بله سره ورته ده.
ډاكټر ميلر په دې عقيده دى چي ښايي يوه ورځ له خندا څخه د زړه د ناروغۍ په
درملنه كي د يوې ګټوري وسيلې په توګه كار واخيستل شي، خو ايا دا ممكنه ده
چي د خفګان، خوابدۍ او قهر پر مهال په زور او فشار ځان خندا ته وهڅوو؟
هو! كه چېري په منظم ډول وخاندو، نو زموږ د خندا عضلات خامخا پياوړي كېږي.
ډاكټر ميلر زياتوي چي دده ټيم اوس په دې لټه كي دى، چي پيدا كړي، د خندا په
وسيله څنګه د انسان په وجود كي كيمياوي مواد توليد او بيا د ويني شيريانونه
تر خپلي اغېزي لاندي راولي.
دغسي خنداوي اكثره وختونه د غاښونو ناروغۍ، چي د زړه د ناروغيو ستر لامل
ګڼل كېږي، كمزوري او غلي كوي، خو د دې برعكس هيجانات، قهر او ذهني ګډوډۍ د
انسان په وجود كي كيمياوي مواد توليد او په دې ډول په حجرو او شيريانونو كي
د ويني د بندېدو سبب كېږي، نو وروستۍ څېړني او تجربې ښيي، چي د زړه اكثره
ناروغۍ د خفګان، خوابدۍ او قهر څخه پيدا كېږي او حال دا چي په يوه ټاكلي
زماني واټن كي خندا او تفرېح د زړه د ناروغۍ د علاج او وقايې په لار كي ستر
رول لري.
|