|
|
بسم الله الرحمن الرحيم
افغانستان او بهرنۍ پانګه اچونه ولسمشر ښاغلي حامد كرزي د برلين په كنفرانس كي بهرنيو پانګه والو ته بلنه
وركړه، چي افغانستان ته راسي او پانګي واچوي، چي له دې لاري هم دوى او هم
افغانان ګټه وكړي. خو دا چي بهرني پانګه وال ولي افغانستان ته نه راوړاندي
كېږي، ښكاره لاملونه لري؛ په دې لار كي يو لوى خنډ د يو ډاډمن امنيت
نشتوالى دى. د افغانستان په ځينو سيمو، لكه زابل، هرات، بلخ، فارياب او داسي نورو كي
اوس هم جګړې كېږي. د يادوني وړ ده، چي څه موده مخكي په هرات او فارياب كي
خونړۍ جګړې وسوې، چي پر نورو تلفاتو سربېره، د هرات د والي اسماعيل خان زوى
او د ملكي هوايي چلند وزير، ميرويس صادق هم خپل سر په كي وخوړ.
دا چي نړيواله ټولنه او د امريكا متحده ايالات په پرله پسې ډول په
افغانستان كي د طالبانو او القاعده ډلي د فعاليتونو په اړه خبردارى وركوي،
نو داسي ښكاري چي په افغانستان كي سوله په طبيعي ډول نه، بلكي يوازي د
بهرنيو عكسرو په شتوالي پوري تړلې ده، چي دا كار هم پانګه وال يو څه وارخطا
او تلولي كوي. همدا رنګه څه موده دمخه په غزني كي د يوې بهرنۍ ښځي وژل او د
كندهار او كابل پر لويه لار د تركي انجينېرانو وژنه او تښتونه هم دا په
ډاګه كوي، چي په افغانستان كي بې وسلې بهرنيان خوندي نه دي. په دې لار كي
يو بل خنډ ټوپكسالاري او د سيمه ييزو قوماندانانو خپل سري ده. كه څه هم
مركزي اداره د بهرنۍ پانګي اچوني لپاره قانون او لايحه لري، خو دغه لايحه
په سيمه ييزو قوماندانانو منل او بيا بهرني پانګه وال په قانع كول، يو ګران
كار دى. همدا اوس ځيني واليان، چي سيمه ييز قوماندانان هم دي، نه يوازي دا
چي مركزي حكومت ته پوره ګمركي عايدات، بلكي په دې اړه مركز ته سم راپور هم
نه وركوي، نو كه يو بهرنى وغواړي، چي د افغانستان په كوم ولايت كي پانګه
واچوي، نو دا تړون به له مركز، كه له ولايت سره كوي؟ _ پر دغي پروژې لګول سوى ټكس به مركزي حكومت او كه ولايت ته وركوي؟ _ د دغو بهرنيو پانګه والو د سر او مال امنيت به څوك ساتي، مركز، كه ولايت؟ كه فرض كړو چي دغه ټول كارونه مركزي اداره كوي، نو ايا له مركزي ادارې سره
دومره توان شته؟ دا ټولي هغه پوښتني دي، چي يوازي له پانګه والو سره نه، بلكي له ټولو
افغانانو سره بې ځوابه پاته دي. په دې اړه يو بل خنډ په افغانستان كي د نړيوال ائتلاف انحصار دى، ځكه تر
اوسه چي په افغانستان كي كومي پانګي اچول سوي، نو اكثره يې د نړيوال ائتلاف
په غړو پوري اړه لري. ښايي نور پانګه وال هم لېوالتيا ولري، خو دا چي په
افغانستان كي خپل عسكر نه لري، زړ ه نازړه دي، چي څوك به د پانګي اچوني
موقع وركړي او كه نه؟ كه موقع هم وركړي، ښايي همكاري ورسره ونه كړي. نو ويلاى سو چي په افغانستان كي د بهرنۍ پانګي اچوني بهير هغه مهال ګړندى
كېداى سي، چي ټوپكسالاري له منځه ولاړه، مركزي حكومت پر خپلو پښو ودرېږي او
په هېواد كي ډاډمنه سوله راسي. همدا رنګه د افغانستان حكومت او نړيوال
ائتلاف هم له سياسي او نظامي ملحوظاتو پرته افغاني او بهرني پانګه وال
وهڅوي، چي په افغانستان كي پانګه واچوي. |