|
عزت الله ځواب
ننګرهاريان د موټرو په جوړېدلو توانېدلي دي
د احمدزي د رېكشو او موټرو جوړولو صنعتي فابريكې په تېرو څوارلسو
مياشتو كې په ازمايښتي ډول د (اهو) پـــــه نامه 25 ريكشې او يو د
سوزكي په څېر موټر جوړ كړى.
د احمدزي د فابريكې فني او تخنيكي سمبالونكي په ډېر افتخار سره د خپلو
جوړو كړو ريكشو ځانګړتياوې په ګوته كوي:
" زموږ جوړې شوې ريكشې تر نورو ډېرې ښې دي، شور نه كوي، مصارف يې كم دي،
پرزې يې په اسانۍ سره پيدا كېږي، د افغانستان لاس اشتيرنګ لري، د موټرو
په څېر كمانۍ لري او تلونكي پكې نه ځورېږي".
د جلال آباد په ښار كې 30 كلن ريكشه چلوونكي ناصر خان دا خبرې تائېد
كړې او ويې ويل: "كه دغه ډول ريكشې رازياتې شي، ښه به وي. دې نورو خو
زموږ غوږونه وخوړل".
د ننګرهار ډېرو اوسېدونكيو ددې فابريكې د پرمختګونو تودهركلى كړى او
ويلي يې دي، چې كه دا فابريكه وتوانېږي، نو نور به هېواد ته له بهر څخه
د زياتو موټرو وارېدېدل كم شي.
خو د نوموړې فابريكې مرستيال عبدالجليل احمدي وويل، چې د كابل ترافيكو
يې له كار سره دلچسپي نه ده ښودلې او د ترانسپورت مسوْلينو ترې د اجازه
ليك په بدل كې د رشوت غوښتنه كړې.
ښاغلي احمدزي وويل:
"د كابل ترافيك راته ستونزې پيدا كوي او د ترانسپورت والاوو رشوت ته سترګې
خړې كړې وې، خو موږ ورنه كړو هغوى مو دې ته قانع كړي، چې كار راته خلاص
كړي".
هغه د ننګرهار د چارواكيو ستاينه وكړه او ويې ويل، چې ورته يې د كارونو
پرمخ بيولو كې د مرستې ډاډ وركړى.
كه څه هم د ترافيكو مسولين دې موټرو ته په قانوني لحاظ د ګرځېدو اجازه نه
وركوي او وايي، چې د ترافيكو د قانون اتمه ماده كې له بېلابېلو پرزو نه
جوړو شويو موټرو ګرځېدل جرم دى، خو ددې فابريكې مشر انجينر عليم ګل بيا هم
خوشاله دى، چې د روانې مياشتې په سر كې يې ولسمشر كرزى له خپلو فعاليتونو
خبر كړى، هغه موسكى شو او ويې ويل:
"موږ كرزي صيب ته ورغلو، هغه د مرستې پر ډاډ سربېره، زموږ په سوزكي كې
كېناسته او په خپله يې د هغې ډرېوري وكړه".
ده زياته كړه:"كرزى صيب خوشاله شو او ويې ويل، چې زه ستاسو په كارونو
وياړم".
نوموړې فابريكې ته د ننګرهار والي حاجي دين محمد دوه جريبه ځمكه او دولتي
برېښنا وركړې، خو د عبدالجميل د وينا له مخې اتلس جريبه نوره ځمكه به د دوى
د فابريكې اړتيا بشپړه كړي.
عبدالجميل وايي:
"موږ كارونه په شخصي لګگښت پيل كړي او تر دې دمه راسره چا داسې مرسته نه ده
كړې، چې ستونې پرې حل كړو".
هغه زياتوي:
"د سپكو صنايعو له وزارت څخه مو هيله وكړه، هغوى په صنعتي پارك كې دوه نيم
جريبيه ځمكې د راكړې امر راكړى، خو دا ډېره كمه ده".
د جوړونكيو په وينا په دې موټر او رېكشو كې يې يوازې ماشين "انجن" جاپانى
كارولى او نور (ټېرونه، باډي، شيشې او نور...) سامان الات يې همدلته
وربرابر كړي.
هغوى د امكاناتو نشتوالى او د دولتي چارواكيو نه پاملرنه د خپلو كارونو د
ځنډ لاملونه بولي او وايي، چې كه چېرې وتوانېدل، نو په سلګونو قالبونه به
جوړ كړي او په زرګونو كسانو ته به د كار زمينه برابره كړي.
د فابريكې مشر انجينر عليم ګل پخوا وركشاپونو كې مستريتوب كړى، هغه ددغه
كار د پيلولو لامل خپله علاقه او له ابتكار سره مينه وښوده او ويې ويل:
" له ماشومتوبه د نويو شيانو جوړېدو سره مينه لرم، اورېدلي مې و چې په كابل
كې د شور او لوړ غږ درلودو له كبله ريكشو چلولو ته اجازه نه شته، نو داسې
پلان مې جوړ كړ، چې بې غږه ريكشې مې منځ ته راوړې".
خو دغه انجنير يوازې نه دى له ده سره په فابريكه كې پر كارګرانو سربېره
پېنځه تنه تجربه لرونكي انجينران او لس داسې مستريان شته، چې د انجنيرانو
له خوا پر كاغذ رسم شوي شكل څخه پرزه جوړولاى شي.
ددې تخنيكي فابريكې خاوندان وايي، چې اوس يې نېژدې څلور سوو كارګرانو ته
اړتيا ده، خو د دولت له اړخه احكامو ته انتظار باسي او د قانوني مراحلو تر
بشپړاوي وروسته به كارونه پيلوي.
دوى وايي:"موږ ددې وطن خدمت كوو، ټول كارمندان مو افغانان دي، كه څوك مو
پرېږدي، نو په تخنيكي اړخ كې به ځوانان وروزو."
انجينر عليم ګل واي:"كه ژوندى وم، نو په راتلونكي كې به داسې موټر جوړ كړم،
چې تېل ونه خوري، هغه به شپږ ساعته په برېښنا چارجېږي او بيا به اتلس ساعته
ګرځېداى شي."
|