|
|
ايمل جلال
د بشر حقونه، كه د داړه مارانو ډال؟
نن سبا د بشر د حقونو د جملې بازار ښه ګرم دى او هر
څوك ترې ډول ډول ګټې پورته كوي. راځئ ددې لنډې جملې په شاوخوا لږ څه
فكر وكړو.
كه څه هم دغه جمله اوس مهال غربيانو دود كړې ده، خو هغه وخت چې د
اروپايانو لا ډوډۍ خوراك هم نه وو زده ، اسلام د بشر حقونه يو يو ورته
په ګوته كړي وو. دا د اسلام سپېڅلى دين و، چې انسان يې په نوې بڼه نړۍ
ته وروپېژنده او د انسانيت عالي پوړونو ته ورساوه. په هغه وخت كې چې
اسلامي تمدن خپل اوج ته رسېدلى و اروپايانو په كوډلو كې ژوند كاوه. نن
سبا اروپايان راځي مسلمانانو ته د بشر حقونه ورپه ګوته كوي. اسلام هغه
دين دى، چې څوارلس سوه كاله پخوا يې تبعيض له منځه وړى دى او ويلي يې
دي، چې "عرب په عجم او عجم په عرب، تور پوستى په سپين پوستي او سپين
پوستى په تور پوستي باندې هېڅ لوړوالى او فضيلت نه لري. فضيلت يوازې په
پرهېزګارۍ كې دى او بس" خو تاريخ په دې ګواه دى، چې څلور پېنځه لسيزې
مخكې د امريكا د هر هوټل او رستوانت او حتى د دولتي ادارو د دروازو په
سر لوى ليكل شوي وو، چې " تور پوستي ته اجازه نشته" تر پرونه پورې همدې
دبشر د حقونو مبتكر هېواد "امريكا" كې د تورپوستي ښځې او نر سره واده
كول غير قانوني او جرم وو. د همدوى د لاسه په زرګونو تور پوستو د راز
راز ستونزو او شكنجو په ګاللو سره خپل ژوند دلاسه وركړ.
رابه شو اصلي موضوع ته!
د افغانستان معاصر تاريخ چې پيل شوى دى، افغانانو دې بدمرغه غربيانو ته
د راحت سا نه ده ويستلې. نن سبا غربيان زموږ هېواد ته د نو او تازه
اصطلاحاتو سره راغلي دي، "د بشر حقونو" او "د ښځو حقونو" د جملو نه يې
د اسلام او موږ لپاره داسې دام كړى دى، چې بې له دې چې وپوهېږو په ښه
خوشالۍ ور روان يو او كه پكې ونښلو، افتخار هم كوو.
د بشر د حقونو دا مدافعان زموږ په هېواد كې دومره واك هم لري، چې حتى د
ديني اعتقاداتو مخنيوى هم كولى شي او زموږ خوشباوره خلك ورته لبيك
وايي. د موْقتي ادارې د كار د پيل نه تراوسه د افغانستان محاكمو هېڅ يو
مجرم باندې شرعي حد نه دى جاري كړى. څه موده مخكې د افغانستان سترې
محكمې زړه نازړه عبدالله شاه باندې چې لږ تر لږه د 23 قتلونو تور
ورباندې لګېدلى دى، د اعدام حكم صادر كړ، خو د بشر د حقونو استازي
ورباندې په ډېره كلكه توګه اعتراض وكړ او ويې ويل، چې دا د نړيوالو
موازينو خلاف كار دى. بايد په دې موضوع د سره غور وشي، نو زه وايم له
يوې خوا زموږ اوسني واكداران ټول سياسي بدلونونه د نړېوالې ټولنې او
بركت بولي، نو د همدې امله نړېواله ټولنه او چې هرڅه وايي دوى يې د سر
په سترګو مني. دوى داسې فكر كوي، چې تمدن يوازې په بې حجابۍ، د ښځې او
نر د حقونو مساوات، اخلاقي فساد او بالاخره په ږيرې خريلو او نكټايي كې
دى. د دوى اساسي قانون د غرب په لاس د جوړ شوو ملګرو ملتونو پريكړې او
كنوانيسينونه دي. دوى داسې فكر كوي، چې اسلام هم د عيسويت غوندې د
جومات او مدرسې دين دى او قران يوازې د تلاوت او ثواب لپاره نازل شوى
دى يا ددې لپاره نازل شوى دى، چې ملايان ترې تاويزونه وليكي او خلكو ته
يې د شفا لپاره وركړي. زه د دوى نه دا پوښتنه كوم چې د نړۍ په كوم
اساسي قانون كې يا د نړۍ په كوم ژوندي دين كې خلكو ته د ډوډۍ خوراك او
حتى بيت الخلاء ته د تلو طريقه ښودلې ده يا په كوم دين كې يې د دښمن او
اسير سره چلند او نورو غير اسلامي هېوادونو سره د سياسي روابطو ساتلو
څرنګوالى ښودلى دى. دا قران دى چې وايي "والصلح خير".
د بشر د حقونو او د ملګرو ملتونو مدافعان خو په خوله د سولې چيغې وهي،
خو ترڅو چې د انسان په نامه نړۍ كې څوك ژوند كوي، نو تاريخ به هېڅكله
په دويمه نړيواله جګړه كې د بشر د حقونو لوى پلوى "امريكا" له خوا په
هېروشيما او ناكازاكي باندې اتومي بريد هېر نه كړي او همداراز د اكثره
نوو زېږدو ماشومانو د بدن غړي نامنظم وي يا عصبي تكليف لري. دا كار د
بشر د حقونو پايمالونكيو "مسلمانانو" نه دى كړى دا كار هغه چا كړى دى،
چې د بشر حقونه يې منځته راوړي دي. آيا په هغه وخت كې د بشر حقونه نه
وو؟ يا هغه خلك چې ووژل شول او لاتراوسه ددې ناورين له امله ځورېږي،
انسانان نه وو؟ او بشر ورته نه ويل كېده.
رابه شو د نړۍ او هېواد اوسنۍ وضعې ته!
لومړى خپل هېواد:
اوس مهال په افغانستان كې دوه ډېر لوى خطرونه چې مخكې يا هېخ نه وو او
يا كه وو هم ډېر لږ وو، د خلكو ژوند د ګواښ سره مخامخ كړى دى. هغه دا
دي:
1_ د ماشومانو تښتونه
2_ اخلاقي فساد.
1_ د ماشومانو تښتونه:
د ماشومانو تښتونه دې دوه كالو كې د حد نه پورته كچې ته رسېدلې ده.
زموږ ساده خلك داسې فكر كوي، چې دا د يو څو پلورل شوو افغانانو كار دى،
خو آيا دا امكان لري، چې لږ تر لږه د ورځې لس ماشومان د هېواد د پولو
نه بهر او په هېواد كې دننه وتښتول شي او د بدن د غړو نه يې كار
واخيستل شي؟ په دې كار كې د نړېوالو بانډونو لاس دى. په خاصه توګه د
دوى د بدن غړي او ښاېسته ماشومان د بشر د حقونو مركز اروپا او امريكا
ته لېږل كېږي. كه فرضاً دوى دا كار نه كوي، نو څوك يې كوي؟ اايا د
دريمې نړۍ آسيايي او افريقايي هېوادونه چې تراوسه يې پوليو "ګوزن" مرض
په بشپړ ډول د مينځه نه دى وړى كوي، آيا دوى دا امكان لري چې د بدن غړي
يو بل ته پيوند كړي. دې نړۍ كې بې له امريكا او اروپا بل څوك نشته، چې
دا كار وكړي يا ددې غړيو د پيرودلو توان ولري، نو بيا زه دا پوښتنه
كوم، دا سپېڅلي او معصوم ماشومان چې هر يو د مور او پلار د سترګو رڼا
او د پېرۍ امسا ده بشر نه دى. آيا ستاسو په قانون كې دوى حق نه لري، چې
ژوند وكړي، چې تاسې ترې په ډېره بې رحمانه توګه ژوند اخلئ او مور او
پلار يې د تل لپاره د دوى په ماتم كې كېنوئ او كه نه يوازې قصاص د بشر
د حقونو نه تېرى دى.
اخلاقي فساد:
ددې نابلل شويو مېلمنو په راتګ سره په هېواد او په ځانګړې توګه په
پلازمېنه كابل كې اخلاقي فساد خپل اوج ته رسگيدلى. د خبري رسنيو د
احصايو له مخې هره ورځ لږ تر لږه 2 تر 7 پورې پېغلې د كور نه تښتي او
رسمي او غير رسمي روسپي خانو ته مخه كوي او اكثره دلالان يې همدا د بشر
د حقونو مدافعان او هېواد ته راغلي مېلمانه دي. اوسمهال د كابل په
زندان او توقيف خانه كې په لسګونو يوازې پېغلې او ښځې شته، چې د
نامشروع جنسي عمل په تور نيول شوي دي، خو لا تراوسه موږ نه دي اورېدلي،
چې په يو يې شرعي حد جاري شوى وي، ځكه چې كه زموږ ستره محكمه دا كار
وكړي، بيا يې "مشران" خپه كېږي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې كېږي. كه د
خداى د حكم احترام ونشي خير دى، خو چې د "مشرانو" په اشاره د ښځې حقونه
تلف نشي. او كه خداى خپه شي پروا نه لري، خو چې "مشران" خپه نشي. كه
شراېط داسې دوام وكړي، نو افغانستان نه به په اخلاقي فساد كې دويمه
اروپايي ټولنه جوړه شي او بيا به د قرآن كريم او احاديثو پرځاى د بشر
او ښځو حقونه او د اسلامي بېرغ پر ځاى به د عيسويت تر سيوري لاندې د تل
لپاره د ذلت شپې سبا كوو.
اوس د نړۍ سياسي وضعه:
نن سبا په نړۍ كې تر ټولو تود سياسي بحث د عراق او فلسطين مسئله ده، چې
دا دواړه اسلامي مظلوم هېوادونه دي او بيا هم د دوى باداران هماغه د
انسان په جامه كې وحشي حېوانان دي، چې د بشر د حقونو، ترورېزم،
ديكتاتورۍ او داسې نور اوسپنيز ډالونه ورسره دي او د اسلامي نړۍ پر ضد
ترې ګټه اخلي. د عراق اوسنۍ وضعه هر بااحساسه او واقعي مسلمان ته زړه
بوږنونكې ده. په عراق كې هره ورځ د 30 نه تر 50 پورې د ښځو او ماشومانو
په ګډون بې ګناه خلك شهيدان كېږي. بغداد، چې يو وخت د اسلامي تمدن او
كلتور پلازمېنه وه، اوس پكې امريكا او غربي نړۍ د خپل هېواد غوندې په
ډاډه زړه پراته دي. په عراق باندې د امريكې د نظامي يرغل د پيل نه
تراوسه د 10000 څخه ډېر بې ګناه عراقيان شهيدان شول او لا كېږي. د
فلوجه، بغداد، تكريت ښارونه تقريباً ټول وران شول او د اسلامي تمدن
تاريخي آثار په قصدي ډول له منځه وړل كېږي.
دوى ښه پوهېږي، چې كه مسلمانان ووژنې او مال يې ترې لوټ كړې دومره پرې
سخته نه تمامېږي ، خو كه بې عزته يې كړې او په ناموس يې تجاوز وكړې، نو
د سل وارې تدريجي مرګ نه ورته سخته ده. د بشر د حقونو دغو مدافعانو دا
كار هم وكړ او په عراق كې يې په سلګونو عراقي بنديانو باندې جنسي تېرى
وكړ او هغوى يې بې عزته كړل. دا دردونكې پېښې د نړۍ د هر بااحساسه
انسان په ذهن كې د تل لپاره ژوندۍ وي او دا به هم هېر نه كړي، چې دا
كار د چا له خوا شوى او كېږي. د بشر د حقونو مدافعان خو د مسلمانانو
وژل او د هغوى بې عزته كول د بشر حقونو باندې تېرى نه بولي او دا خپل
مسلمه حق ګڼي، ځكه چې دوى اوس په ځمكه كې ځان نه دويم فرعون جوړ كړى دى
او فرعون چې هرڅه كوي، هېڅوك حق نه لري، چې ووايي "ولې؟".
د فلسطين اوسنى ناورين چې څه دپاسه پنځوس كاله پخوا پيل شوى دى اوس هم
روان دى. دا ځكه چې هلته هم د بشر د حقونو د مدافعانو حكمراني ده. د
قدس ښار او بيت المقدس چې د مسلمانانو لومړنۍ كعبه او د سپېڅلو ځايونو
څخه دي، اوسمهال پكې يهودي پوځونه د امريكا په ملاتړ مېشته دي.
يهود او په خاصه توګه اسراييل، چې ټول نفوس يې شپږو مليونو ته رسېږي،
نن په ټوله عربي نړۍ حكومت كوي. دا ځكه چې د دوى ملاتړي امريكا او غرب
دي او عربي نړۍ ته خو پرته د امريكا او غرب نه ژوند ناشونى دى. دوى د
خپل لارښود په دې وينا سترګې پټې كړي دي، چې وايي:"يهود او عيسويان د
عربي ټاپووزمې نه وباسئ".
د مسلمانانو اوسنۍ وضعه هغه زړې منځتشې ونې ته ورته ده، چې په ډېره
كمزورې سيلۍ هم د منځه تلاى شي او پاتې شوه د اسلام ساتنه، هغه خداىج
په خپله ذمه اخيستې ده، نو ځكه د تشويش وړ نه ده.
زه د ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغانانو نه دا غوښتنه لرم، چې د
غربيانو په دې غوړو غوړو وعدو ونه غولېږي. دوى چې ستاسو د دين پروا نه
لري، نو ستاسو د غمه څه مړه دي؟! داسې فكر مه كوئ، چې دوى راغلي ستاسې
هېواد جوړوي. ويښ شئ، كېداى شي په هېواد كې مو څه ناڅه كار وكړي، خو
ستاسې دين او كلتور حتماً له منځه وړي. د بشر او ښځو حقونه دوى تاسې ته
نشي ښودلاى، تاسې د بشر حقونه د قران نه زده كړئ اود خپل هېواد د ودانۍ
او پرمختګ لپاره كار وكړئ.
|