|
|
ايمل حصاركى
د متحده ايالتونو
كانګرس ته د ښاغلي حامد كرزي وينا
د ښاغلي كرزي دې وينا ته په زرګونو كسانو دومره
چكجكې وهلي، چې د نړۍ د ولسمشرانو په وينا كې يې سارى نه دى ليدل شوى.
ښاغلى رئيس، د رئيس مرستيال، د كانګرس قدرمند غړي او
د متحده ايالاتو لوى خلك!
ماته د ډېر وياړ ځاى دى، چې د افغانانو په استازيتوب په دې پرتمينه
غونډه كې خبرې كوم. زه ستاسې او ددې هېواد لويو خلكو نه د هغوى د سخاوت
او مرستې له امله د زړه له كومي مننه كوم. تاسې په مادي او معنوي لحاظه
او د ټولو نه مهم دا چې د خپلو عسكرو د ګرانبيه ژوند په خطر كې اچولو
سره د افغانستان خلكو سره مرسته وكړه. ستاسې په ملاتړ په افغانستان كې
مو څه ناڅه كارونه سرته رسولي دي. موږ د خپلو ښوونځيو په بيارغونې چې
نن سبا د پېنځو مليونو نه زيات هلكان او نجونې ښوونځيو ته ځي، اقدام
كړى دى. موږ روغتيايي مركزونو ته په پراختيا وركولو سره خپلو خلكو ته
او په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته چې د لسيزو په اوږدو كې يې ډېرې
ستونزې زغملي دي، اساسي مرستې برابرې كړې دي. موږ د سركونو په جوړولو
پيل كړى دى، چې ددې لارې سوداګر كولا شي چې خپل مالونه تجارتي
ماركېټونو ته په ښه توګه ورسوي. موږ د ملي اوردو او ملي پوليسو چې زموږ
د ملي حاكميت نه د دفاع او عامو خلكو لپاره امنيت تامنيوي پيل كړى دى.
د امريكايي پوځيانو په لاس تربيه شول زموږ ملي اوردو د هېواد په هغو
سيمو كې چې ځاى پر ځاى شوي دي، خلكو يې تودهركلى كړى دى. موږ په مخدره
موادو د اعتياد نه د خپلو او ستاسې كوچنيانو او د نړۍ د ټولو كوچنيانو
د خوندي ساتلو لپاره كلكه مبارزه پيل كړې ده. د هېواد په راتلونكي
باندې زموږ د خلكو باور د پېنځو مليونو راستنو شويو مهاجرو په څېرو كې
د ورايه ښكاري. (چغې او چكچكې)
ښاغليو او مېرمنو!
افغانستان نوى د تاريخ د يوې تورې دورې نه راوتلى دى. په دې وروستيو كې
د يو اساسي قانون په تصويبولو او د يو ډيموكراټيك اسلامي حكومت په
جوړولو سره چې د افغانستان د هر وګړي ښځې او نر حقونه په مساوي توګه
تامينوي، اقدام كړى دى. اساسي قانون د جنسي تبعيض پرځاى چې طالبانو په
خلكو تپلى و، د ښځې او نر د مساوي حقونو دفاع كوي. په دې اساس د
پارلمان په سلو كې 25 څوكۍ په ښځو پورې اړه لري. تر ننه پورې د جمهوري
رياست د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې په بهير كې تقريباً په سلو كې 39 ښځو
خپل نومونه ليكلي دي. موږ د يوې ډيموكراټيكې ټولنې په جوړولو سره د
لږكيو د ژبو په رسميت پېژندلو او د مطبوعاتو په بې سابقه آزادۍ بريالي
شوي يوو. اوس موږ افغانان د يو آزاد ملت په توګه منځته راغلو. ستاسې له
ملاتړ او مرستې او همداراز زموږ د قومونو د همكارۍ پرته زموږ دلاسه هېڅ
نشي كېداى. (چكچكې)
ښاغليو او مېرمنو!
موږ او تاسو يوځاى اوږده لار وهلې ده، خو منزل ته د رسېدلو لپاره لا
ډېره لار پاتې ده، ځكه دې هدف ته د رسېدلو لپاره ډېرې ستونزې په مخكې
لرو. مخكې له دې چې خپل مشترك خوب چې هماغه د يو باثباته، ازاد او
ډيموكراټيك افغانستان په جوړولو بريالي شو، بايد ګډ كار وكړو. (چكچكې)
ملېشې د امنيت او ډيموكراسۍ لپاره لوى ګواښ بلل كېږي. هغوى په عامو
وګړيو باندې خپل فشار ته دوام وركوي. هغوى د قانون، عامو خلكو او حكومت
پر ضد مقاومت كوي، د افغانستان خلك د ملېشو په بې وسلې كولو باندې
ټينګار كوي. موږ د نړېوالې ټولنې او ستاسې په مرسته دغه كار هم كوو.
همداراز موږ د مخدره موادو سره مخامخ يوو. د مخدره موادو عوايد،
ترورېستانو، سخت دريځو، او ملېشو ته په لاس ورځي. د مخدره موادو لاس ته
راغلي عوايد د ملي اقتصاد د پياوړتيا لپاره زموږ هلې ځلې د خنډ سره
مخامخ كوي. مخدره موادو زموږ او ستاسې د كوچنيانو ژوند او راتلونكي
تحديدوي. موږ دا هوډ كړى دى، چې افغانستان ددې بلا نه خلاص كړو.
د دوه نيمو كلونو اقتصادي هلو ځلو سره سره د نړۍ تر ټولو غريب خلك يو،
د مېندو او ماشومانو مرګونو له امله په نړۍ كې دويم مقام لرو. زموږ د
نالوستو شمېر ډېر زيات دى. لږ افغانان كولاى شي چې صحي اوبه لاس ته
راوړي. د هايدروالكتريك د قدرت سره سره يوازې شپږ فيصده افغانان برق
لري. نن زموږ پراخ كانونه لكه مس، اوسپنه، خامه اوسپنه او داسې نور لاس
ناخوړلى پاتې دي. زموږ خوږې مېوې د يخچالونو د نشتوالي له امله نړېوالو
تجارتي ماركېټونو ته نشي ورسېداى. هغه څه چې زموږ په لاره كې خنډ وو،
ومو ويل: ددې ستونزو سره موږ پوره باور لرو، چې ستاسې مرستې او دوامدار
ملاتړ موږ افغانان په پورته ستونزو لاسبري كړي. لكه د تېرو دوه نيمو
كلونو خنډونه مو چې هوار كړل، دې برياليتوبونو ته د رسېدلو لپاره موږ د
نړېوالې ټولنې او ستاسې د پانګې اچونې هيله لرو. د افغانستان دروازې
امريكايي كمپنيو په مخ خلاصې دي. موږ د هغو تود هركلى وكړو، موږ او
تاسې افغانستان د برياليتوب سمې لارې ته برابر كړو، موږ او تاسې به
افغانستان په يوې ډيموكراټيكې او اقتصادي نمونې بدل كړو. په افغانستان
كې زموږ او ستاسې ګډې هلې ځلې چې هماغه په ترورېزم او سخت دريځتوب
باندې برباد چې نننۍ نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده. د سپتمبر د يوولسم
وېرونكې ناورين نه مخكې ترورېستانو زموږ هېواد د ظلم، زور او جهل سره
مخامخ كړى و. كه څه هم موږ په نړۍ كې د پرهېزګار ترينو مسلمانانو له
جملې نه شمېرل كېږو، ددې سره سره موږ د القاعدې لومړني قربانيان يوو.
اسلام چې د سولې او بردبارۍ دين دى، ددې په نوم هغوى افغانان ووژل او
موږ يې له خپلو اساسي حقونو نه محروم كړو. دې شرارت څو كاله سر په سر
دوام وكړ او نړېواله ټولنه ددې په اړه بې تفاوته پاتې شوه، خو د سپتمبر
يوولسم ناورين يو ځل بيا زموږ د ملتونو سرنوشت سره غوټه كړ. تاسې يې
افغانستان ته د ترورېزم ته دماتې وركولو لپاره راغلي اوسئ او موږ
افغانانو تاسو ته ښه راغلاست ووايه او د وطن د ازادۍ لپاره موږ تاسې په
غېږ كې ونيولئ، له يو بل سره مو په همكارۍ ترورېزم ته په افغانستان كې
ماتې وركړه. (بېخي زيات بدرګه)
ښاغليو او مېرمنو!
دا لومړى ځل نه و چې امريكا لوى قدرت سره مقابله وكړه او نړۍ يې د هغه
د شر نه خلاصه كړه. دوه اونۍ مخكې ستاسې د سلګونو زرو امريكايي عسكرو
چې خپل ژوند يې د ډيموكراسۍ نه ددفاع او آزادۍ لپاره د نړۍ په ګوډ ګوډ
كې له لاسه وركړى، يادونه وكړه. تاسې نړۍ د فاشيزم د وركولو لپاره
رهبري كړه، تاسې د افغانستان د اتل ملت سره د روسي پوځ په مقابل كې
مرسته وكړه، تېره اونى موږ د نړۍ يو لوى ازادي غوښتونكې ملګرى دلاسه
وركړ. هغه رونالډ ريګن د امريكا اتل جمهور رئيس و. نن يو ځل بيا امريكا
ترورېزم او سخت دريځتوب سره په جګړه كې د نړۍ لارښوونه كوي. افغانستان
د ترورېزم پر ضد مركزي جبهه ده، د افغانستان خلك نن او همدا راز په
راتلونكي كې په دې جنګ كې ګډون كوي.(ډېر شور او بدرګه)
ښاغليو او مېرمنو!
افغانان به ستاسې مرستې هېڅكله هېرې نه كړي او ستاسې دوستۍ ته به د قدر
په سترګه ګوري. افغانان هيله لري، چې ترڅو دا غښتلې بنسټ لا پياوړى كړي
او دا دوستي او يووالى د انسانيت او شرافت په اساس لا قوي كړي، موږ
بايد خپلې ګډې هلې ځلې د ثبات د پياوړتيا، سعادت او ډيموكراسۍ د
استحكام لپاره چې په افغانستان او سيمه كې د سولې ضمانت كوي، لا زياتې
كړو. دا كار پرلپسې ملاتړ ته چې د افغانستان د بيارغاونې پورې اړه لري،
د اوږد مهالو وعدو او د امريكې او افغانستان ترمېنځ د يوې ازادې تجارتي
معاهدې د لاسليك له لارې چې ددې امله خصوصي سكټورونو ته په هېواد كې د
فعاليت زمينه برابره كړو. نن د امريكا او افغانستان امنيت سره غوټه شوى
دى.
د 2001 په دسمبر كې د امريكايي الوتكې يو بم د ساحې څخه ووت او څو متره
هغه ځاى كې چې زه او زما ملګري مېشته وو، وچاودېد او ددې له امله د
څلورو امريكايي عسكرو په ګډون څو تنه نور ووژل شول. د چاودنې په ځاى كې
يو سپين ږيرى افغان چې ما مخكې هغه نه و ليدلى زما خوا ته راغى او وې
ويل:"ښاغلى كرزيه! امريكايانو ته ووايه، چې وارخطا نشي، موږ بايد جنګ
ته دوام وركړو او موږ بايد جنګ وګټو". (ډېرې چغې او چكچكې)
ښاغليو او مېرمنو!
يوه اونۍ مخكې له دې چې دلته راشم، د نيويارك يوې پوځي هډې كې تم شوم.
ترڅو د هغو امريكايي عسكرو سره ليدنه وكړم، چې په افغانستان كې يې خدمت
كړى دى. سناتور كلنټن د تودې غېږې سره هركلي ته راغى. موږ هلته دوه
امريكايي عسكر چې په دې وروستيو كې د افغانستان نه راستانه شوي وو
ولمانځل. څو مياشتې مخكې دغه امريكايي عسكر په قندهار كې په داسې حال
كې چې موټر كې سپاره وو، د لاسي بم سره پرې حمله وشوه. عسكر بم په هوا
كې ونيوه او غوښتل يې چې هغه لرې ګذار كړي، خو دې وليدل چې په هغه ځاى
كې بې ګناه خلك ولاړ وو، نو هغه عسكر بم د خپل موټر د سيټ لاندې چې پرې
ناست و، ګذار كړ او هغه نيكمرغه و، چې ددې پېښې نه روغ رمټ پاتې شو، خو
ژور ټپي شوى و. دغه عسكر موږ ته د جرئت او شهامت درس راكړ. (ډېرې چغې
او شور).
ښاغليو او مېرمنو!
موږ د يو بل سره يوځاى يوه ستونزمنه او اوږده لار په مخكې لرو، خو موږ
به مخكې ولاړ شو او نړېوالو ته به دې نړۍ نه سوليز كور جوړ كړو. خداى
دې زموږ ملتونو ته بركت وبښي، ترڅو نړۍ د ترورېزم د شر نه خلاصه كړو او
د نړۍ نه ځانته او نړېوالو ته يو ښه كور جوړ كړو او بيا وايم، چې زنده
باد امريكا او زنده باد د افغانستان خلك.
زه نه پوهېږم، زه نه پوهېږم.... زه نه پوهېږم چې څنګه... زه نه پوهېږم
چې څنګه ستاسې د انسانيت نه مننه وكړم، ډېره مننه... ډېره مننه... مننه
په مخه مو ښه.
(په چغو، شور او چكچكو كې ورك شو).
|