کــــــــور

لومـــــړی مخ

ارشيــــف اړيـــــــــــکي   ستا ياد چي مي په مينه په سودا وغوړوي      هنداره په تيارو د لمر ړنا وغوړوي      د حسن معجزې دي  يا د ميني کرامات       په کل جهان چي سيوری د هما وغوړوي  
مينه  : له جلال اباد څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ننګرهاريان دموټرپه... 
په غورکي مېشت قومونه
په جاپان کي دافغاني ..
توري نوري دي لاس دي..
په پاکستان کي جهادنا..
دوه مخي مداريان
دنړۍ ترټولوډيره خـ..
موسيقي دروح غذا يا د..  
ودونه په زړه پوري بوخـ.
دبشرحقونه که دډارمارو..
دمتحده ايالتونوکنګر. .
دپنجاب دګودرونودمـ..
روسانوددوړو ډک پکو..

کابل دبدبختۍ ترسيوي...
په ننګرهار کي دفلم جوړ..
صدام حسين په محکمه ..
ملنګ د دنيا
دا ګز دا يي ميدان
سلام دي راغی ته رانه ..
ليـــــــــــــــــــک

حيات الله ګهيځ
"روسان د دوړو ډك پكول ايستلي"

كله چې روسانو زموږ په سپېڅلې خاورې تېرى وكړ، نو ډېر تنكي ځوانان د خپل وطن لېونۍ مينې سنګرونو ته ولېږل او په جهاد يې پيل وكړ، خو هغه جهادي مشران چې د همدې تنكيو ځوانانو په مېړانه وځلېدل، هغوى نه يوازې دا چې ددې مېړنيو ځوانانو له څڼو يې د جګړې ګردونه ونه څنډل، بلكې داسې يې هېر كړل، چې بيا يې چا پاڼه هم په بله وانه ړوله.
هسې خو په جهاد كې د افغانستان غرونو، دښتو او غونډيو هم برخه اخيستې او د ګران وطن په تن كې داسې ځاى پاتې نه دى، چې د توپ په ګولۍ به نه وي لګېدلى، خو ځينې بيا په دغه جهاد كې ډېر سپېڅلي پاتې شول، خو ځينې مشرانو او ډانګمارانو بيا د اسلام او جهاد د نوم نه استفاده وكړه او داسې كارونه يې وكړل، چې اوس يې نتيجه په خپلو سترګو ګورو.
موږ د مينې دې ګڼې ته له هغو مجاهدينو سره چې د روسانو له وتو وروسته يې خپلې وسلې ايښې لنډې مركې كړي، چې لوستو ته يې تاسگې رابولو.
د مركې په پيل كې مو د شا ولي "ټكر" نه پوښتنه وكړه، چې اوس بيا ځينو جهادي مشرانو د جهاد اعلانونه كړي، ستاسې په اند څوك به يې پېروي وكړي، كه نه؟ ده وويل:
"يره زه نه پوهېږم، چې دا مشران نور له موږ نه څه غواړي. دا خلك خو همدوى راوستل، كه دوى په خپلو كې جوړ شوي واى، امريكا دلته څه كول، چې راتله. اصل خبره دا ده، چې دا اعلانونه او فتوې ددې مشرانو د خپلو خولو خبرې نه دي، دا ټول د پاكستان كارونه دي. پاكستان نه غواړي چې دا وطن جوړ شي. دا فتوې د يوې ډرامې مثال لري، ليكوال يې يو څوك دى او تمثيلونكي يې نور دي. پاتې شوه د پېروۍ خبره، نو دا مشران زموږ ولس ته ښه معلوم دي. دوى د نورو د مفكورو د پلي كولو لپاره كار كوي، دوى سره ددې وطن د ابادۍ فكر نشته، پيروي خو لا پرېږده، چې نور به يې څوك په خوله پياز هم ونه خوري".
يو بل تكړه مجاهد نظام ګل، چې دده په وينا تور خط يې لا په مخ نه و راښكاره شوى، چې ګردنۍ يې تر ملا تړلې او په تودو سنګرونو كې يې د خپل وطن دفاع كړې، موږ ته وويل:
"موږ خاص د الله د رضاء په خاطر جهاد وكړ. موږ سره د الله مرسته وه، چې دومره غټه كاميابي مو په برخه شوه. دا چې بيا مو مشران بې لارې شول او خپل اصلي هدف يې پرېښود، د نورو په اشارو يې د خپلو وروڼو په وژنو لاس پوري كړ، نو ما او زما ډېرو ملګرو ورته وسلې كېښودې". ده زياته كړه، چې:"موږ په هېچا د خپل جهاد احسان نه كوو، موږ جهاد د الله د رضا لپاره كړى او د الله نه به يې بدله غواړو".
رياض ددغې لارې يو بل سپېڅلى لاروى دى، دى وايي، چې جهاد په دغه وخت كې يوازې په موږ ځوانانو نه، بلكې په ښځو هم فرض و، خو په دې ډېر خوشاله يم، چې نه مې خپل جهاد په چا خرڅ كړى نه مې څوك زورولي او نه مې د دغې لارې نه دوه روپۍ لاس ته راوړي. هرڅه چې مې كړي، هغه مې خپل وطن سره د مينې په خاطر كړي.
خو رياض بيا د ځينو خپرونو نه خواشينى دى او وايي، چې:
ځينې خپرونې بې له دې، چې د مجاهد او ټوپكسالار ترمنځ توپير وكړي، ټولو ته په يوه خوله د ټوپكسالار كليمه استعمالوي، چې دغې خبرې زه ډېر خپه كړى يم".
خو بشري بيا اوسنيو حالاتو په هغه تېر جهاد هم پښېمانه كړى. دا وايي، چې موږ ددې مشرانو د لاسه نه په ازادۍ پوه شو او نه په خوشالۍ. زموږ جهاد زموږ غرونو رغونو كې منډو ترړو هېڅ ځاى ونه نيو. موږ خو دا يو نيم ميليون شهيدان ددې لپاره نه وو وركړي، چې زموږ په وطن كې دې دا حال راشي. له يوې بلا نه دې خلاص شو او په بله دې واوړو. ده وويل:
"په موږ خو تېره ده، دغه نوو ځوانانو ته مې دا نصيحت دى، چې خپل تعليم دې وكړي، ددې غلو په خبرو دې نه تېر وځي، دا ټول پردي دي، دوى نه غواړي چې دا هېواد دې اباد شي".
سعيد هم يو له هغو مجاهدينو څخه دى، چې د روسانو له وتو وروسته ېي ټوپك له اوږو كوز كړى، نه يې په خپل منځي جګړو كې برخه اخيستې او نه يې د خپلو وروڼو په وينو لاسونه سره دي.
دا د خپلو مشرانو او قومندانانو نه ګېله كوي او وايي، چې:
"زموږ ډېر ملګري زموږ سره په سنګرونو كې شهيدان شول او له اكثرو نه واړه واړه بچي پاتې شول. مېرمنې يې مجبوري شوې او د خپلو بچو د ساتلو لپاره يې په سركونو د سوال ځولۍ وغوړولې، خو چې كله قومندانان واك ته ورسېدل، د موټرو ګردونه به يې د همدغه كونډو او يتيمانو په سرونو لوېدل، خو ما يو قومندان هم نه دى ليدلى، چې له موټره ښكته شوى وي او دوه روپۍ يې ددغه خوارانو په ځولۍ كې اچولي وي. اوس چې دا حال راغلى، دا به څه ددغه مشرانو بې اتفاقي وه، خو زيات د كونډو او يتيمانو ازار دى، چې ددې مشرانو پسې دى".
د مركو په پاى كې راته لونګ او سمندر د خپلو زړونو غوټې داسې راوسپړلې:
"موږ په داسې وخت كې جهاد ته ملاګانې وتړلې، چې سنګرونه ښه تاوده وو. دوى وايي، چې موږ ډېر غريب وو، د نورو په شان راته د خلكو زورولو او په سركونو پاټك اچولو خوند نه راكاوه. مزدوري مو هم زړونو نه غوښته، ځكه چې موږ ځوانان وو. په موږ جهاد فرض و، نو مجبور وو، هغه ګولۍ او اوسپنې به مو راټولولې، چې زموږ دښمنانو به په موږ راورولې او ددې لارې نه به مو د خپلو كورونو مصارف پوره كول.
دوى زياته كړه، چې:" زموږ مشرانو ته به ښې ډېرې پيسې راتلې، خو هغه وخت موږ په دې نه پوهېدو، چې دوى په دې پيسو څه كول، خو اوس مو چې د دوى بنګلې او نړيوال تجارتونه وليدل، نو سر مو پرې خلاص شو. موږ به په سرتورې دا دعا كوو، چې خداى دې زموږ مشران هلاك كړي او بيا دې الله داسې مشران موږ ته نه راكوي.