|
|
ژباړن: زړګى حسيني
كابل د بدبختۍ تر سيوري لاندې
د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د روان كال د جون د مياشتې
په يوې ګڼې كې په كابل كې د اخلاقي فساد د شتمنو بهرنيانو او ځينو
بډايو افغانانو او عامو خلكو د ژوند د كچې د توپير په اړه يوه مقاله
خپره كړې ده، چې غټ ټكي يې دا دي:
ورځپاڼه په كابل كې د بېوزلو او عامو خلكو د حالت د بيانولو په ترڅ كې
ليكي:
په كابل كې بهرنيان او ځيني بډايي افغانان هره ورځ په قيمتي مغازو كې د
اراېش او فېشن اجناس پېري او د ښار په معتبرو رستورانونو كې لوړ بيه
خوراكونه خوري، خو اكثره عام وګړي دومره هم نشي كولاى، چې لږ تر لږه
وچه ډوډۍ په مړه ګېډه وخوري.
ورځپاڼه د اخلاقي فساد په اړه ليكي:
بهرنۍ مېرمنې په ښكلو هوسونو كې بربنډې لامبي، دا په داسې حال كې ده،
چې ددغه هېواد مېرمنې د خپل عزت د ساتلو لپاره په ښار كې لا تراوسه هم
خپله څادري له سره نشي لرلې كولاى. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د
شرابو كارول بند دي، خو په ښار كې بير او شراب په آزادانه ډول پلورل
كېږي.
ټايمز زياتوي:
ښايي په زرګونو بهرنيو كاركوونكيو او د هغوى د امنيتي ټيكه دارانو او
سلاكارانو ازاد فكره افغانانو د مزو او چړچو وخت مخ په ختمېدو وي، ځكه
چې علماء او سياست پوهانو په ټول ښار كې دا كوښښ پيل كړى دى، چې د
شرابو د استعمال او رواج مسئله په انتخاباتو كې راپورته كړي او ولسمشر
كرزى له جنجال سره مخ كړي.
ورځپاڼه له يوه بل حقيقت نه پرده پورته كوي او ليكي، چې:
له چين څخه په سلګونو بدكاره ښځې كابل ته راوړل شوي دي او د ښار په
ځينو رستورانونو كې ليدل كېږي، چې د ناوړه جنسي اعمالو په ترسره كولو
بوختې دي.
ټايمز د يو افغان له قوله څرګندوي:
په اسلامي كلتور او په ځانګړې توګه په داسې يو هېواد كې چې خلك يې د
غرب له آزاديو سره نابلده دي، دا يو ډېر پارونكى عمل دى او خلك ددغو
اعمالو پړه د ولسمشر كرزي په غاړه اچوي.
ورځپاڼې په كابل كې د خپل خبريال له قوله ليكلي:
د بهرنيانو لپاره جوړ شوي د ناېټ كلپونو خاوندان هره مياشت تقريباً د
شلو زرو ډالرو په شاوخوا كې پيسې پيدا كوي. اوس په كابل كې د پېسو د
زياتوالي او په شتمنو خلكو كې د ستړيا د پېدا كېدو له امله داسې شراېط
رامنځته شوي دي، چې زيات بهرنيان او شتمن افغانان د روحي ارامۍ لپاره
لوړ بيه دوا استعمالوي.
ورځپاڼه په پاى كې د يو بهرني ليكوال دومنيك ميډيل له قوله ليكي:
د پيسو او ساعت تېرۍ د زياتوالي له امله كابل د ګناهونو په مركز بدل
شوى دى او خلك د ساعت تېرۍ او موسيقۍ نه علاوه بل كار نه لري.
د يادونې وړ ده، چې د همدغو اخلاقي فسادونو ښار كې ځاى ځاى د هندي او
غربي راډيوګانو او د مبتذلو خپرونو خپرول، د بربنډو فلمونو د دوكانونو
پرانېستل په حقيقت كې د جرمونو او جنايي پېښو د زياتوالي او ناامنۍ
لامل ګرځي. كه يې مخنيوى ونه شي، دا به په دې هېواد كې د القاعده او
ترهګرو څخه هم لويه بلا وي او ددې هېواد هرڅه به په سيند لاهو كړي.
|