|
|
جهاد الله سروري
په ننګرهار كې فلم جوړولو ته لنډه كتنه
د سينما هنر، چې "اووم" هنر هم بلل كېږي، له سلو كالو
څخه اوږد تاريخ لري. د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان كې هم
د سينما هنر ډېر زيات مينه وال لري، نو د همدې مينې او علاقې د پوره
كولو لپاره بېلابېلې فلمي موْسسې جوړې شوي دي، چې له دوى څخه يو هم
"افغان فلم" دى، چې په نړېواله كچه د يادولو وړ فلمونه يې توليد كړي
دي.
په ننګرهار كې هم ددغه ولايت فرهنګ پاله ځوانانو د سينما هنر ته مخه
كړې او خپلې نه ستړې كېدونكي فعاليتونه يې ترسره كوي، چې په دې لړۍ كې
دوه فلمي موْسسې رسماً د اطلاعاتو او كلتور وزارت په چوكاټ كې فعاليت
كوي، چې نومونه يې دا دي:
1_ ننګرهار فلمي فرهنګي ټولنه
2_ هېواد فلم فرهنګي ټولنه.
د ننګرهار فلم فرهنګي ټولې د فعاليت په اړه مو د نوموړي ټولنې له مشر
حفيظ الله فقيري څخه لنډ معلومات ترلاسه كړل، چې په لاندې ډول يې لولو:
د ننګرهار فلمي فرهنګي ټولنه په 1383ل كال كې رسماً پرانېستل شوه، چې
حفيظ الله احمد فقيري يې د رئيس، نورالله خوګياڼى د مرستيال او سميع
الله يوسفزى يې دمسوْل مدير په توګه وټاكل شول او د هنري فعاليتونو په
اړه يې وويل. موږ داسې فلمونه جوړوو، چې د اسلامي شريعت او افغاني
كلتور مخالف نه وي. ده وويل، تر دې مهاله له دوى سره نه دولت او نه
كومې بلې خيريه ټولنې مرسته كړې او لګښتونه ټول په خپله برابرو او ځينو
نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان يوو.
فقيري زياته كړه، د دوى ټولنې د (بې ګناه) په نامه يو پښتو هنري فلم
بشپړ كړ او نندارې ته د وړاندې كولو پر مهال د خلكو له تاوده هركلي سره
مخ شو او د (قرض) او (ْقهرمان) په نامه دوه پروژې تر لاس لاندې لري، چې
لومړني كارونه يې پيل شوي او د راتلونكي په اړه يې وويل، چې دوى غواړي
په دغه ډګر كې نوي ځوانان وروزي.
د هېواد فلم دويمه فرهنګي ټولنه ده، چې په ننګرهار كې خپل هنري
فعاليتونه سرته رسوي. ددغه ټولنې مرستيال حشمت الله "همدرد" د خپلو
فعاليتونو په اړه وويل، چې دغه ټولنه په 1383ل كال كې جوړه شوه او خپل
كارونه يې د اسلامي شريعت او افغاني كلتور په رڼا كې سرته رسول پيل كړل
او د (اعتراف) په نامه يې يو هنري فلم، چې د ټولنې وګړي په ځانګړې توګه
د ځوانانو له تاوده هركلي سره مخ شو او نور درې فلمونه (خزانه، نيمګړې
مينه، بدمرغه) په نامه تر كار لاندې دي، چې په نږدې راتلونكې كې به
بشپړ شي.
ښاغلي همدرد وويل، تر دې مهاله د چا له خوا مرسته نه ده شوې، خو له
دولت او نورو خيريه ټولنو څڅه هيله لرو، چې د دوى په څېر له هنري ټولنو
سره مرسته وكړي. ده وويل، د څلورو پايو كمرو او يو ستټډيو او يو د
مكياژ ارشيف په واسطه دغه كارونه ترسره كوي او د خپلو راتلونكيو
پلانونو په اړه يې وويل، چې دوى په پام كې لري، چې د ځوانانو لپاره د
تمثيل په اړه روزنيز كورسونه جوړ كړي.
|