کــــــــور

لومـــــړی مخ

ارشيــــف اړيـــــــــــکي   ستا ياد چي مي په مينه په سودا وغوړوي      هنداره په تيارو د لمر ړنا وغوړوي      د حسن معجزې دي  يا د ميني کرامات       په کل جهان چي سيوری د هما وغوړوي  
مينه  : له جلال اباد څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ننګرهاريان دموټرپه... 
په غورکي مېشت قومونه
په جاپان کي دافغاني ..
توري نوري دي لاس دي..
په پاکستان کي جهادنا..
دوه مخي مداريان
دنړۍ ترټولوډيره خـ..
موسيقي دروح غذا يا د..  
ودونه په زړه پوري بوخـ.
دبشرحقونه که دډارمارو..
دمتحده ايالتونوکنګر. .
دپنجاب دګودرونودمـ..
روسانوددوړو ډک پکو..

کابل دبدبختۍ ترسيوي...
په ننګرهار کي دفلم جوړ..
صدام حسين په محکمه ..
ملنګ د دنيا
دا ګز دا يي ميدان
سلام دي راغی ته رانه ..
ليـــــــــــــــــــک

ملنګ د دنيا


نصرت الله سيلاب
هغه نوى له هېواده مهاجر شو، د چا خبره يو وخت لمده دوه وخته سپوره يې د لاس په خوارۍ مزدورۍ بودوله. هغه به د پېښور په لالهانده بازار كې د ژوند لالهانده ورځ تېره كړه، تېر مازديګر به د كور په لور وخوځېده، تياره ماښام به يې د كور په وره سترګې ولګېدې.
مېرمنه يوه لور او يو وړوكى زوى به يې راتلو ته سترګې په لار و، خو هغه نن ورځ هاغه مزدور نه و، هغه ډېر مال پيدا كړ، د هغه دولت نن ورځ ډېر زيات و.
هغه تجارت پيل كړ، چې د پېښور په رنګين ښار كې د يوې ښكلې بنګلې مالك هم شو، نو له بنګلې سره خو كورونا موټر هم ښايي، چې هغه يې هم ترلاسه كړ، د خپل نوي ماډل موباېل توكمې به يې په عجيب انداز وهلې.
لنډه دا چې ژوند يې له ورځې نه بلې ته ښه كېده. يوه ورځ په كږو وږو قدمونو د حويلۍ شين چمن ته راغى. هر خوا تازه ګلونه غوړېدلي و، ښه شېبه يې ددې ښاېسته منظر ننداره وكړه او بيا لكه ګل چې څه ورته ويلي وي، لږ موسك شو او په خوشاله بڼه ترې لاړ. د هغه د تندي ګونځې هوارې او په تندي يې د ارام او هوسا ژوند نښې ښكاره شوې. هغه به هره ورځ د چكر لپاره په خپل نوي موټر كې كښېناست او په ډېر نزاكت سره به يې د موټر واګې سمبال كړې.
يوه ورځ چې د تفريح لپاره په خپل ښكلي موټر كې له كوره راووت، په دې ورځ يې له تورو چشمو سره سره راډو ساعت هم په لاس و، اوتو كړې جامې يې په تن وې. لنډه دا چې د نوي عصري مود او فېشن سره يې ځان ښه برابر كړى و. هغه فكر كاوه، چې ګويا ټول خلك دده فيشن ته ګوته په غاښ دي، نو ده هم په ډېر مهارت د څټ د كوږوالي ترڅنګ خپل ښكلى موټر د سړك په خېټه ورسم كړ. غوښتل يې چې پونده وركړي، خو لا يې په ايكسلېټر پښه نه وه ټينګه كړې، چې د پېښور د پوليس د لښتې تېز ګوزار يې عقل سرته راوست، چې سترګې يې پرانستې په يو لوند چمن كې يې ډډه وهلې وه، هاغه چمن چې ده له ډېر كار او ستړيا وروسته د دمې لپاره ټاكلى و.
تور ماښام دى رڼا خپل سپين څادر ټولوي، د شپې لمن په خورېدو ده، چې له ځانه تللى ځانته راغى، نو پوليس ورته ويل:گ الكه ماجره پوډر دي څكلي كه څه بلا؟ څنګه دې ډډه وهلې كور لرې او كنه؟" هغه د پوليس خبرو ته هېڅ پام ونه كړ، په غوږونو كې يې ګوتې كېښودې او په ډك بازار كي يې دا لنډۍ له خولې راووته

په تصور مې ځان پاچا كړ
چې سر مې پورته كړ ملنګ د دنيا ومه.