کــــــــور

لومـــــړی مخ

ارشيــــف اړيـــــــــــکي   ستا ياد چي مي په مينه په سودا وغوړوي      هنداره په تيارو د لمر ړنا وغوړوي      د حسن معجزې دي  يا د ميني کرامات       په کل جهان چي سيوری د هما وغوړوي  
مينه  : له جلال اباد څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ننګرهاريان دموټرپه... 
په غورکي مېشت قومونه
په جاپان کي دافغاني ..
توري نوري دي لاس دي..
په پاکستان کي جهادنا..
دوه مخي مداريان
دنړۍ ترټولوډيره خـ..
موسيقي دروح غذا يا د..  
ودونه په زړه پوري بوخـ.
دبشرحقونه که دډارمارو..
دمتحده ايالتونوکنګر. .
دپنجاب دګودرونودمـ..
روسانوددوړو ډک پکو..

کابل دبدبختۍ ترسيوي...
په ننګرهار کي دفلم جوړ..
صدام حسين په محکمه ..
ملنګ د دنيا
دا ګز دا يي ميدان
سلام دي راغی ته رانه ..
ليـــــــــــــــــــک

ميوند غازي


دا ګز او دا ميدان


انتخابات شهيد داودخان او ډاكټر نجيب ګټي



كه اوسنيو كانديدانو ته وګورو؛ نو شك بلكل په ګومان بدلېږي. خداى مې دې غاړه نه بندوي كه دغه اوسنيو كانديدانو ته نظر واچوو او د هغوى تاريخي پس منظر، سياسي بصيرت او نور كوايف مطالعه كړو؛ نو دا به ووايو، چې والله كه يو هم توره وكړي او دا وړۍ شړۍ شي. زه وايم كه هر څوك راسره شرط وهي، زه وايم، چې ډاكټر نجيب مړ شوى؛ خو بيا هم كه د هغه عكس په صندوق ولږول شي او د خلكو پر وړاندې كېښودل شي؛ نو والله كه خلك بل چاته رايه وركړي ټول به خپلې رايې د ډاكټر نجيب لپاره اچوي. زه وايم راځئ ستاسې دې پر خداى قسم وي يا خو د داود خان او يا هم د ډاكټر نجيب په نوم څو صندوقونه جوړ كړئ بيا به وګورو، چې خلك څنګه قضاوت كوي. ريښتيا به وايو په خپلو كې يو دروغ به نه وايو او نه به له چل او ول څخه كار اخلو. نورې خبرې شاته پرېږدئ او دا ووايئ، چې زموږ اوسنيو كانديدانو ريښتيا هم د ملت د غم لپاره ځانونه كانديد كړي كه د پيسو، شهرت او قدرت لپاره. ستاسو دې پر خداى قسم وي، چې د دوى دغه درواغو ته وګورئ، چې څومره سپين سترګي دي.

 موږ لكه، چې ړانده ياستو يا مو څه نكه د قضاوت محاكمه جوړه شي؛ نو ايله، چې دوه يا درې كانديدان به پكې محاكمه نه شي نور؛ خو ټول الحمدلله د جرايمو، جنايتونو، وژنو او تښتونو پهلوانان او ګټونكي دي. پر همدې دلايلو زه وايم كه د داودخان او يا د ډاكټر نجيب الله تش عكسونه او صندوقونه ولږول شي؛ نو خداى مې دې غاړه نه بندوي د هغوى تش نومونه به ددغو ټولو كانديدانو ځواب وركړي او كه هر څوك راسره شرط وهي؛ نو يوناما، حقوق بشر او ملل متحد دې راته ضمانت راكړي بيا وګورئ، چې شرط څوك ګټي؟. زه وايم، چې داودخان او ډاكټر نجيب الله يې ګټي كه نه؛ نو دا ګز او دا ميدان.