|
|
سلام دې راغى ته
رانغلې
ليك: د كابل له شكردرې څخه محمدهارون ناصري سلامونه
رالېږلي. او ليكلي يې دي:"د مينې نهمه ګڼه مې په لومړي ځل په كابل كې
له بيهقي كتاب پلورنځي څخه تر لاسه كړه او دومره مې خوښه شوه، چې ليكلى
يې نه شم".
نوموړي زياته كړې: زه غواړم، چې كلنۍ ګډون ونډه درواستوم؛ خو په كابل
كې د مجلې كومه پته نشته او تر ننګرهاره درتلل ډېر وخت غواړي. ددې ليك
در رسېدل هم راته شكمن ښكاري".
مينه: ناصري صېب! سلامونو ته دې وعليكم السلام وايو او د ليك په
رارسېدلو دې د زړه له كومي خوشاله شو.
مينه په كابل كې يو استازى لري تاسو، چې له هر ځاى نه مينه تر لاسه كړې
وي كولاى شئ له هماغه ځاى نه زموږ استازى هم پيدا كړئ.
په غني بادار دې سپارم
ليك: د اتفاق له څلور لارې څخه دوكاندار عمر "غني زي" د مينې كاركوونكو
ته تر ګېډۍ ګېډۍ سلامونو وروسته ليكلي: "زما يو شعر دى كه نشر يې كړئ
خوشاله به شم".
مينه: غني زيه ملګريه! زموږ سلامونه هم ومنه له ليك رالېږلو مو مننه،
كور دې ودان. ستا رالېږلي شعر ته مو دوه نيم ساعته فكر وكړ؛ خو بيا هم
پوه نه شو، چې د شعرونو په برخه كې يې چاپ كړو او كه د لنډيو؟
تر بلې ګڼې پورې د پياوړو شاعرانو كتابونه لوله، ان شاء الله ښه به شې.
بازار دې ګرم اوسه
ليك: په كوهاټ كې د يما له فرهنګي ټولنې څخه هاشمي تر مينې او پېرزوينو
وورسته د خپلې روغتيا ډاډ راكړى او ليكلي يې دي: "مينه، چې مې له سر نه
تر پايه پورې ولوسته؛ نو د هېواد كلتوري تنده مې پرې ماته شوه. او د
پاريس د دنګو ماڼيو نه راته زياته وځلېده".
مينه: ګران هاشمي صاحب! زموږ له اړخه هم سلامونه او پېرزوينې. باور
وكړه د روغتيا ډاډ دې ډېر خوشاله كړو. د مينې چلوونكي په دې وياړي، چې
ستاسو د كلتوري تندې په ماتولو بريالي شوي؛ خو په دې برخه كې ستاسو په
څېر د ادبي او هنر د مينه والو مرستو ته هم سترګې په لار دي.
روغ او جوړ اوسې.
ليك: د جلال آباد فارم هډې څخه سيد عابدالله سروري تر سلامونو وروسته
ليكلي: "د ډك زړه تشول؛ خو ډېره مشكله ده؛ خو دومره درته وايم، چې په
ګوتو مو بركت شه، چې پښتو ته خدمت كوئ".
نوموړي زياته كړې: "كه زما وس رسېدلى او لكه د نورو په شان مې په ډالرو
معاش اخيستى؛ نو په رب قسم دى، چې دغه مجله به ما په مالي مرسته چلوله؛
خو څه وكړم بس دومره پيدا كوم، چې خپله زده كړه پرې وكړم. دغه ليك مې
په وس پوره دى دغه دى در ومې لېږه".
مينه: عابد جانه وروره! سلامونه دې له لېمو، كور دې ودان جانانه! ستا
له اخلاص نه ډك ليك موږ ته په سرو زرو منظور دى. موږ ستاسو په څېر
مخلصو ملګرو ته هم ډېره اړتيا لرو.
ستا له مينې نه ځار شم؛ خو ګوره ياره كه له تا سره څه نشته دا
جهادالله؛ خو ډېر غوړ پړ ګرځي هغه يا بل څوك لږ په تشي تشي كې وسكونډه.
ځوانيمرګ مه شې.
ليك: د پېښور له ښار څخه زموږ دايمي همكار همت مشواڼي يو ځل بيا ليك
رالېږلى او تر سلامونو او دوعاګانو څخه وروسته يې ليكلي: "موږ تېرې ګڼې
ته په تمه وو، چې مينې به دا ځل كوم بل ژوى په خبرو راوستى وي؛ خو ومو
ليدل، چې د خره په مركې كې هم يو چا تش په نوم كره كتنه كړې وه.
مشواڼي صېب د كره كتنې ليكوال ته ليكلي: "يو وحشي انسان ته وحشي ويل
درته ګناه ښكاري؛ خو دا درته ګناه نه ښكاري، چې نعوذُ بالله منها صحابه
كرامو او خلفاى راشدينو ته د ګډا نسبت كوي او د خپلې غلطې نظريې لپاره
له ځانه بې بنسټه لاسوندونه وړاندې كوي".
مينه: مشواڼى صېب! سلامونو ته دې وعليكم السلام او دوعاګانو ته دې امين
ثم امين وايو. مينه به ستاسو د خوښې وړ مضامين درته خپروي؛ خو خير دى
ته هم دومره غوسه مه كوه. او دا يوه خبره بله هم درسره په غوږ كې كېده،
چې د نوموړي مضمون ليكوال د قدر وړ شخصيت دى.
الله(ج) دې لره.
ليك: له يو نا معلوم ځاى څخه محمدحنيف (همت) بن محمد ابراهيم (همت) د
مينې كاركوونكو ته د زړه له مينې سلامونه رالېږلي او د مينې تر ستاينې
وروسته يې ليكلي: "زما در لېږلې ادبي ډالۍ ګانې (شعر او نثر) كه د
چاپېدو وړ نه وي مه يې چاپوئ زه خفه كېږم نه؛ خو له مينې سره به قلمي
رابطه خامخا ساتم.
مينه: افرين همت جانه! څومره ښه لوستونكى يې ريښتيا، چې ته پر مينې مين
يې؛ خو ګوره خوار نه شې يوازې په قلمي همكارۍ څه نه كېږي كله كله په
خپلو جېبونو هم لږ لاس وهه. په دې خو به خبر يې، چې مينه كومه مالي
سرچينه نه لري او همدا ستاسو غوندې مينه والو په مرستو چلېږي.
په خداى(ج) دې سپارم.
ليك: د جلال آباد له ښار څخه نجيب الله (انوري ګرديوال) بوجۍ بوجۍ
سلامونه رالېږلي، مينه يې ستايلې او په هغې كې يې د شعرونو، مركو او
ټپو برخې د زړه ټكور ګڼلې.
مينه: ګرديوال جانانه! زموږ له خوا هم خلتې خلتې سلامونه ومنه. د ليك
په رالېږلو دې خوښ شو له ستاينې دې مننه؛ خو بل ځل دا هم راته وليكه،
چې په مينه كې دې څه نه خوښېږي او كومه نيمګړتيا لري.
ژوند دې سمسور او نېكمرغه اوسه.
ليك: له ګوشتې ولسوالۍ څخه قاري احمدګل، عزيزالرحمان مومند او نورمحمد
چارديوال ليكلي: "بس په پير مو رحمت شه، هر سړى پوزه توره كړي او وايي،
چې زه اهنګر يم".
ښاغلي احمدګل لاندې څلوريزه هم رالېږلې.
يوه ورځ به خپل شلخي ټوپك ته لاس كړم
رقيبان به زه د مينې پرې مردار كړم
داسې نه ده، چې خاطر كوم د خپلو
هم به خپل هم په پردي ټول زه په دار كړم
مينه: درنو مينه والو! دا چې موږ مو ستايلي يو تاسو هم په رحمتونو كې
غرق شئ نور، چې مو قلم او كاغذ را اخيستو؛ نو سلام مه هېروئ او بيا ياد
لرئ، چي مينه په رقابت نه پوهېږي او نه رقيبان لري.
مينه يوازې يو رقيب لري، چې هغه (كركه) ده او كركه په شلخي ټوپك نه؛
بلكې په علم، پوهې او مينې باندې مردارېدى شي؛ نو د شلخي په ځاى قلم ته
لاس كړئ او د مينې د لا ښكلا لپاره هڅې وكړئ.
په كرونده مو بركت شه.
ليك: د خوګياڼيو د كوز بيار له دُرانيو څخه خوشال خان، ولايت خان او
هېواد جان د مينې په ستاينه كې سلامونه هېر كړي. نوموړو په تېره ګڼه كې
فلمي نړۍ، كه له نړۍ ځان خبروئ او مركې ډېرې خوښې كړې او زياته كړې يې
ده: "كه په راتلونكې ګڼه كې له بريالي صمدي سره مركه وكړئ؛ نو ډېره به
ښه شي".
مينه: خوږو ملګرو! كه له تاسو هېر شوي وي پروا نه كوي موږ درته سلامونه
وايو. او د سلامونو تر څنګ به ستاسو د خوښې له سندرغاړي سره مركه هم
درته خپره وكړو. نور څه وايئ؟
روغ او سر لوړي اوسئ.
ليك: له ميا عمر لېسې څخه سيد فريدون "مياخېل" د پېژندګلوۍ نه وروسته د
خپلې شاعرۍ په هكله ليكلي: "كله، چې مې د مينې مجلې دوهمه ګڼه ولوسته؛
نو له همغه وخت راهيسې مې د شاعرۍ سره شوق پيدا شو كتابونه مې وكتل او
په شاعرۍ مې شروع وكړه".
مينه: مياخېل صاحب! زموږ له پلوه هم غرونه غرونه سلامونه قبول كړه ستا
ليك او شعر د مينې ادارې ته راورسېدل. مينه وياړي، چې د شعر او ادب په
ګلبڼ كې يې ستا په څېر نوي ګلان راټوكولي او له تا څخه خپلې ژبې او ادب
ته د خدمت هيله لري.
قلم دې تاند او څپاند اوسه.
ليك: د كڼو او ګونګيانو له ښوونځي څخه استاد خالد د مينې ادارې ته
سلامونه رالېږلي او شكايت يې كړى، چې مينه مجله اوس لكه د ملګرو ملتونو
(UN) د دفتر غوندې ده. كه واسطه او شناخت په كې ولري مطالب دې چاپېږي
كنه نونه.
نوموړى زياتوي: "دا يو آزاد او يو بل شعر درلېږم، چې هر يو ستاسو خوښ
وي هغه راته نشر كړئ، خير دى واسطه نه لرم".
مينه: انډيوال جانه! زموږ سلامونه هم ومنه.
د ملګرو ملتونو سر و كار؛ خو له پيسو، موټرو او ... سره دى؛ نو ځكه په
كې واسطه مهمه ده او د مينې كار؛ خو د خلكو له زړونو سره دى. د زړونو
تر منځ واسطه نه چلېږي. په مينه كې د هر زړه آواز پرته له كوم توپيره
په خپله نوبت چاپېږي.
ستا رالېږلى يو آزاد او بل بند شعر به كتونګې ډله وګوري.
در ځار شم.
ليك: له كامې څخه بشير "سايل" د مينې هر كار كوونكي ته بېل بېل سلامونه
رالېږلي او ليكلي يې دي: "ځواب صاحب!، فضليار صاحب! او ګهيځ صاحب! هيله
ده، چې شعر مې راته چاپ كړئ".
مينه: ګرانه سايل جانه! د مينې يوازې دا درې نه؛ بلكې ټول كاركوونكي
تاته هم بېل بېل سلامونه وايي. تا خو د خپل شعر د چاپېدو لپاره ډېر ښه
چل ياد كړى او بېخي نوښت دې كړى؛ خو رالېږلى شعر دې هېڅوك هم بې له
نوبته نه شي خپرولى. د خپل نوبت انتظار به كوي.
ښاد او ياد شي.
ليك: له غني خېلو څخه پات محمد زيرك د مينې ټولو كاركوونكو ته سلامونه
او نېكې هيلې رالېږلې او ليكلي يې دي: "دلته په شينوارو كې خلك مينه
مجله ډېره زياته خوښوي. په تېره بيا د ځوانانو په زړونو كې خاص ځاى
لري؛ نو بايد، چې تر چاپېدو وروسته يې سمدستي راولېږئ".
نومړي زياته كړې: "يو شعر او يو مضمون مې در ولېږه هيله ده، چې راته
نشر يې كړئ".
مينه: زيركه ملګريه! تاسو ته هم سلامونه. د ليك په رارسېدلو دې خوښ شو
شعر او مضمون به دې كتونكې ډله تر كتلو وروسته په خپل نوبت درته خپاره
كړي.
خاطر دې جمعه اوسه.
ليك: له نامعلوم ځاى څخه محمد عيسى تر سلامونو وروسته خپلې دوه غزلې
رالېږلې او د چاپ غوښتنه يې كړې ده.
مينه: عيسى جانه وروره! سلامونو ته دې سلامونه او له ليك رالېږلو څخه
دې مننه. غزلې دې ډېرې ښكلې او يو له بل نه باندې دي؛ خو صرف دوه
نيمګړتياوې په كې دي، چې يو وزن نه لري او بل قافيه.
خير پروا نه كوي دا دوه شيان په غزل كې چندان ضرور هم نه دى؛ خو په تور
شعر كې بيا ورته پام كوه.
خوا بدى نه شې.
|