کــــــــور

لومـــــړی مخ

ارشيــــف اړيـــــــــــکي   ستا ياد چي مي په مينه په سودا وغوړوي      هنداره په تيارو د لمر ړنا وغوړوي      د حسن معجزې دي  يا د ميني کرامات       په کل جهان چي سيوری د هما وغوړوي  
مينه  : له جلال اباد څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ننګرهاريان دموټرپه... 
په غورکي مېشت قومونه
په جاپان کي دافغاني ..
توري نوري دي لاس دي..
په پاکستان کي جهادنا..
دوه مخي مداريان
دنړۍ ترټولوډيره خـ..
موسيقي دروح غذا يا د..  
ودونه په زړه پوري بوخـ.
دبشرحقونه که دډارمارو..
دمتحده ايالتونوکنګر. .
دپنجاب دګودرونودمـ..
روسانوددوړو ډک پکو..

کابل دبدبختۍ ترسيوي...
په ننګرهار کي دفلم جوړ..
صدام حسين په محکمه ..
ملنګ د دنيا
دا ګز دا يي ميدان
سلام دي راغی ته رانه ..
ليـــــــــــــــــــک

انجنير خوشال "ساپى"
په غور كې مېشت قومونه

څه وخت وړاندې د څه پروژو د اجرا كولو لپاره د غور ولايت ته تللى وم. د خپل احساس له مخې مې وپتېله، چې دلته د مېشتو قومونو په هكله يو څه معلومات راټول كړم، نور هر هغه څوك چې پوه به شوم د قومونو په هكله او يا د خپل قوم په هكله يو څه معلومات لري، نو ورسره كېناستم به او معلومات مې ترېنه كاوه. ولې د غور په څېر وروسته پاتې سيمه كې دداسې خلكو پيدا كول هم يو څه ستونزمن وي، خو بيا هم ډېر كم معلومات مې راټول كړي او د درنو لوستونكيو مخې ته يې ږدم.
غور چې يوه تاريخي سيمه ده او زموږ د تاريخ ځلانده څپركى جوړوي، د پخوانيو شاهانو لكه سلطان غياث الدين غوري او ځينې نورو اصلي ټاټوبى دى. دا چې غوري شاهان په قوم څه دي؟ په دې هكله مې زياته پلټنه وكړه او له زياتو خلكو مې معلومات راجمع كړل. ما مخكې په (پښتانه "پټانز") نومي كتاب كې چې انګرېز ليكوال اولف ګيرو ليكلى دى، په جدول كې ليدلي وو، چې غور شاهان په زيات ګومان دى تاجك پاړسي ژبي بلي، ولي دده دا ليكنه په دې هكله ناسمه ده، ځكه ما چې څومره معلومات راجمع كړل د اكثرو ويناوو له مخې د غور شاهان پښتانه او په قوم كاكړ وو. ولې ځينو بيا غلجي باله او نن هم هغه څوك چې ځان دوى ته نه منسوبوي، د خانزاده ګانو په نوم يادېږي.
په غور كې يو قوم اوسېږي، چې د پهلان يا په عامه اصطلاح د پهلوان په نوم يادېږي. دا چې دوى څوك دي، هلته د نظر اختلاف موجود و. له دوى څخه ځينو ځانونه افغانان او په قوم پوپلزي ګڼل، ولې د اكثرو نظر داسې و، چې دوى په قوم بني تميم (عرب) دي. دوى ويل، چې موږ يا زموږ مشران د حجاج ابن يوسف په وخت كې له عربو څخه دلته راكوچېدلي دي او دلته مېشت شوي دي. دا چې دوى د پهلوان احمد له نسل څخه دي، نو ځكه د پهلا ن او يا پهلوان په نوم يادېږي. دوى ګڼله چې د عربستان شاهي خاندان چې اوس په قدرت كې دي، هم له بني تميم څخه دي.
هلته يو بل قوم مېشت دى، چې د كورك په نوم يادېږي. دوى په يوه اتفاق سره ويل چې دوى په قوم كاكړ دي او په محلي اصطلاح سره كورك بلل كېدل، چې زيات اكثريت يې په شهرك ولسوالۍ كې مېشت دي، خو كېداى شي چې دوى په كاكړو كې كوم خېل وي ولې دوى نور زيات بلديت نه لرلو او ځينو ځانونه خانزاده ګان بلل.
هلته چې كوم قوم زيات اكثريت درلوده، هغه د خونزاده يا خانزاده و په نامه يادېدل. دوى هم ويل چې موږ په قوم كاكړ يوو. دا چې دوى ته ولې خانزاده ګان وايي؟ دوى دا پوښتنه داسې ځوابوله:
زموږ نيكونو حكومت كړى دى او مشران وو، نو ځكه موږ ته خانزاده ګان وايي. دا چې په پښتنو كې مشرانو ته خانان وايي، نو دوى هم د مشرانو په نسبت د خانزاده ګانو په نوم يادېږي. دوى ځانونه د سلطان شهاب الدين غوري او غياث الدين غوري اولادونه ګڼي. خونزاده و ته سردار هم وايي. دوى د غور په پينځه، شپږ ولسواليو كې مېشت دي. هلته يو بل قوم د غنطال يا قندال په نوم يادېده، چې د هغې په هكله هم دوه نظره وو، دوى ځانونه درانيان بلل، ولې ځينې نورو خلكو دوى د درانيو خدمت ګاران بلل، چې له دې څخه بيا هم دلته د درانيانو څرك لګېداى شي.
هلته د پښتنو يو بل قوم چې عليزي نومېږي هم مېشت دي. دوى ته د نورو له لوري ملاها يا مليان ويل كېږي، ځكه چې د دوى مشرانو زياترو مليتوب او امامت كاوه، ولې دوى اوس هم ځانته عليزي وايي.
هلته مېشت يو بل لوى قوم د ميرزاده يا مير په نوم يادېږي. دوى هم په اخر كې له خانزاده ګانو (كاكړو) سره يوځاى كېږي، چې كېداى شي ددې قوم كوم خېل او يا كومه پښه وي. دوى لوى خاندان دى، چې د غور په زياتو سيمو كې مېشت دي.
د زهي رضا په نوم يو بل قوم، چې زيات نفوس لري، خلكو دفيروز كوهي په نامه يادول. دوى د هرېرود په اطراف كې مېشت دي، چې د غور د تاريخي سيمې د جام مينار خلك هم د زهي رضا قوم خلك دي. دا چې غور شاهانو هم په فيروز كوه كې حكومت كړى دى، نو ددې خلكو د تړاو څرك ترې لګېداى شي.
هلته ځينې نور قومونه هم شته، چې كېداى شي د ځينو نومونه زما په ياد نه وي او يا ځينې ډېر كوچني او يا يې په هكله معلومات ونه لرم.
لكه چشتي چې زيات نفوس نه لري او ماته يې د اصليت پته ونه لګېده. همدارنګه هلته د تيمني په نوم قوم هم اوسېږي، چې زيات نفوس لري. همدارنګه ځينې خلك د سيمې په نوم هم يادېږي لكه مرغابي او نور
هلته ځينې خلكو ماته د يوه بل څه په هكله معلومات راكړل، چې ماته جالب و، ولې بدبختانه ومې نه شو كولاى چې هلته ولاړ شم. دا د يوه كتاب په هكله چې ويل يې:
"وكيل كل اختيار اشكاره خان" د غور ولايت د تولك ولسوالۍ مربوطه د ګاو كشت قريې اوسېدونكى چې اوس وفات شوى دى، د افغانستان د اقوامو يو لوى د تاريخ كتاب لرلو چې اوس يې اولادې ته پاتې دى. ولې چاته يې نه ښايي. دوى ويل چې دا كتاب د افغانستان د زياترو اقوامو په هكله پوره معلومات لري، خداى ج دې وكړي چې يو وخت دا كتاب راڅرګند او زياتې پټې خبرې ترې رابرسېره او ښكاره شي.