|
|
سردار ولي څرك
په جاپان كې د افغاني ماشومانو لپاره
مرستې ټولېږي
جاپانيان د جاپان مختلفو رستورانتونو ته ځي، لومړى د
افغانستان د خلكو وضعه تشريح كوي او بيا له خلكو څخه غوښتنه كوي، چې
تاسو د يو وخت ډوډۍ مه خورئ، پيسې موږ ته راكړئ، ترڅو موږ يې افغان
ماشومانو ته د مرستې لپاره واستوو. چې شانتي رضاكاره ټولنه په همدغه
پيسو خپل فعاليتونه سرته رسوي.
دا ټولنه د جاپان هېواد يوه غېر دولتي موْسسه ده، چې په 1980 ميلادي
كال د كمبوديا له مهاجرينو سره د كومك لپاره جوړه شوې. په 1991 كال يې
په ټاېلېنډ، په 1992 كال يې په لاوس، چې په 1980كال كې يې نوم
(J.S.R.C) و او په 1981 كې يې نوم "ستوشو رضا كاره ټولنه وه) چې په
1999 كال كې يې نوم په شانتي رضاكاره ټولنه بدل شو. دې ټولنې په لومړۍ
مرحله كې د كمپونو لپاره لومړنۍ اړتياوې برابرولې او وروسته يې د زده
كړې پروګرامونه شروع كړل.
دا ټولنه دوه ډوله كارونه كوي: د كوچنيانو لپاره د لومړني ښوونځي، د
ښوونځيو او ګرځنده كتابتونونو جوړول، چې دا موْسسه په دې برخه كې شل
كلنه تجربه لري.
په 2003 كال كې د پېښور په بورډ كې د هغه افغان ماشومانو لپاره چې له
زده كړې څخه بې برخې و، پيل كړ، چې اوس هم دوام لري او په همدې كال يې
په جلال آباد كې مركز پرانيست. دلته هم په دوو برخو كې كار كوي. د
كوچنيانو لپاره د لومړنيو ښوونځيو او كتابتونو جوړول دي، چې په دغه
موده كې يې څلور ښوونځي جوړ كړي دي. د بټي كوټ د تكيه ګړۍ لومړى
ښوونځى، د لالپورې د چكنور لومړنى ښوونځى، په ګوشته كې د احمدي لومړنى
ښوونځى او په بټي كوټ كې د چاردهي لومړى ښوونځى دى، چې هر ښوونځى (13)
خونې لري.
د چاردهي لومړنى ښوونځى، چې په درې جريبه ځمكه كې جوړ شوى (2225) زده
كوونكي، د تكيه ګړۍ لومړنى ښوونځى چې په يو جريب ځمكه كې جوړ شوى
(1316) زده كوونكي، د احمدي لومړنى ښوونځى چې په يو جريب ځمكه كې جوړ
شوى (680) زده كوونكي او د چكنور لومړنى ښوونځى چې په يو نيم جريب ځمكه
كې جوړ شوى (1420) تنه زده كوونكي په كې په زده كړه بوخت دي. همداراز
په ښوونځيو كې كتابتونونه هم جوړ كړي، چې په دې كتابتونونو كې د كيسو
انځوريز كتابونه شته. هدف يې ترېنه د كوچنيانو د ذهنونو ښه وده، د
مهاجرو كوچنيانو د خپل افغاني دود او دستور بيا احيا كول او هم له جنګي
كلتور او تربګنيو څخه د كوچنيانو ساتنه ده. دا ټولنه په جلال ااباد كې
يو سيمه ييز كتابتون هم لري، چې د ورځې تقريباً (120) كوچنيان (انجونې
او هلكان) ترې د مطالعې ګټه اخلي. نوموړى كتابتون دوه ښوونكي او (300)
ټوكه ډول ډول كتابونه لري. له دې پرته (13) ګرځنده كتابتونونه لري، چې
دې كتابتونونو كې (40) ټوكه بېلابېل كتابونه لري، چې په مياشت كې يو ځل
ددې لپاره چې زده كوونكي ورسره ستړي (خسته) نه شي، تبديلوي.
دا ټولنه په پام كې لري، چې ښوونكي لپاره ددې په خاطر چې د كيسه ييزو
كتابونو په مفهوم پوه شي درې ورځنى سيمينار جوړ كړي، چې د اوړي د رخصتۍ
تر پايه به په (29) لومړيو ښوونځيو كې پاى ته ورسېږي. په كتابتونونو كې
له مطالعې او زده كړې سره سره د تصويري كيسو ويل، دوديز فعاليتونه (ملي
ترانې، ملي اتڼ او د ملي او ځانګړو ورځو لپاره پروګرامونه) لاسي
كارونه، چې انجونې په كې ښامك كوي، د ماشومانو په خوښه لوبې او رسامي
هم لري. نهه كلن سيد مسعود، چې له دوه نيمو مياشتو راهيسې په جلال آباد
كې د دې ټولنې د سيمه ييز كتابتون زده كوونكي دى وايي:"ما دلته د رسامۍ
فن زده كړى".
ددې كتابتون يوې زده كوونكې شبانې بيا وويل:"يو كال كېږي زه دلته په دې
كتابتون كې زده كړه كوم. ددې كتابونو څخه په ګټې اخيستنې د بې اتفاقۍ
په زيان، د ليك لوست په ګټو پوهېدلى يم او ښامك دوزي مې هم زده كړې
ده".
د غوټۍ په نامه يوه زده كوونكې وايي:
"ما په دغه كتابتونونو كې له كتابونو زده كړي دي، رښتيا تر ټولو تيوريو
او فلسفه بافيو ستره تجربه ده.
هر څومره ښوونځي چې پرانيزو د دومره بنديخانو دروازې تړل كېږي.
هغه خوند چې له علم څخه لاس ته راځي، تر ټولو خوندونو سوچه او پاك دى.
تجربه داسې مېوه ده، چې د وروستېدو څخه دمخه نه شوكول كېږي".
نسيم يو بل زده كوونكى دى، هغه په اوونۍ كې يو ځل د شانتي كتابتون ته
راځي. هغه وايي:
"علم او ادب بايد همېشه سره يوځاى وي، هغه ليكنه چې بنسټ يې د علم پر
اساس او حقيقت نه وي ولاړ، هغه د خالي زمبېل په شان ده. همدا ډول هغه
علمي ليكنه چې له ادبي ښېګڼو څخه بې برخې وي، هغه يوه وچه كلكه، ترخه
او بې خونده ليكنه وي. دا خبرې ما له يوه كتاب څخه زده كړي دي. زه هڅه
كوم، چې نورې داسې خوږې خبرې هم زده كړم".
|