|
|
په پاكستان كې جهاد
ناروا دى
ق: عبدالسميع شېرزاد
كله چې شوروي اتحاد په 1357هـ ش كال په افغانستان وحشيانه يرغل وكړ، نو
ټول هغه هېوادونه چې د روسانو مخالف وو، راولاړ شول افغانانو سره يې
پوره مرسته پيل كړه. له هغه هېوادونو سره د افغانانو او د اسلامي دين
غم نه و، هر چا خپلې ګټې لټولې، په پښتو كې يو مشهور متل دى، چې "پيشو
موږك د خاوند لپاره نه نيسي، د خپلې ګيډې فاېده يې پكې ده".
ځينې نورو يې د تېرو زيانونو د كسات اخيستلو لپاره خپلې مټې راونغاړلې،
ترڅو يو ځواكمن دښمن له پښو وغورزوي. لنګ وهلى ګاونډى هېواد له يوې خوا
د خپلې وېرې لپاره د افغانانو تر شا ودرېده او له بلې خوا د وطن د
ورانېدو لپاره يې بشپړ كار پيل كړ. د وخت جمهور رئيس جنرال ضياء الحق د
اينده لانجو لپاره مجاهدين په اوو تنظيمونو ووېشل، خو كله چې روسانو
ماتې وخوړه، هماغه وو، چې مجاهدين د ګاونډيو په لمسون يو بل ته تورې
تېرې كړې او تر هغې سره ووهل، چې وطن يې په كنډواله بدل كړ، خو بيا هم
د ګاونډيو خوا پرې يخه نه شوه.
د هغو اوو تنظيمونو د بې اتفاقۍ له امله طالبان راپورته شول، هر هغه څه
چې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال وشول، ښه وه او كه خراب، ټولو افغانانو
د سر په سترګو وليدل، خو هر څه چې وشول، تېر شول، راځم اصلي خبرې ته.
دا جهاد يوازې په افغانستان كې دى او كه نورو هېوادونو كې هم كېداى شي؟
زموږ وطن د ګاونډيو هېوادونو هغه اوسېدونكيو وران كړ، چې زموږ د وطن
جوړېدل يې په زړه نه ځايېدل.
كله چې په طالبانو د نړېوالو فشار زيات شو او د حملې امكانات حتمي شول،
نو د پاكستان فضل الرحمن بيا د موقع نه استفاده وكړه، خوله يې وازه كړه
او هر وخت يې د مطبوعاتو او راډيوګانو له لارې دا خبره كوله، چې "موږ
به بيا افغانستان ته د جهاد لپاره ځو".
زه پخپله په هغه غونډه كې موجود وم، چې د پېښور په چارسده كې د مظاهرې
په شكل تياره شوې وه. فضل الرحمن د خپلو مكرجنو خبرو په ترڅ كې وويل،
چې كه پاكستان امريكې ته هوايي هډې وركړې، موږ به پرې حملې وكړو او د
امريكې په مقابل كې به له طالبانو سره اوږه په اوږه جهاد وكړو.
پوښتنه دا پېدا كېږي، چې آيا دا جهاد يوازې د افغانستان په.... كې دى
او كه نورو ځايونو كې هم جهاد كېداى شي؟
هماغه پاكستان و، امريكې ته يې هوايي اډې او سمندري لاري په واك كې
وركړې، خو د پاكستان تاليسټي او د اسلام په جامه كې مكرجن فضل الرحمن
هېڅ ونه كړل، نه يې پرې حملې وكړې او نه يې ځان مرګي بريدونه پرې وكړل.
دا چې محترم فضل الرحمن صيب افغانستان ته د جهاد لپاره راتللو، اوس دې
پاكستان كې د امريكايانو، يهوديانو، عيسويانو او شيعه ګانو په مقابل كې
د جهاد لپاره تيار شي.
په واڼا كې د يو څو مجاهدينو پسې د پاكستان غلامې ملېشې او نور خارجي
پوځونه ورغلي دي، نو فضل الرحمن صيب اوس په كوم سوري كې پټ دى، چې د
جهاد اعلان نه كوي؟.
مولوى صوفي محمد افغانستان ته د جهاد په نامه راغلى و، اوس په صوبه
سرحد كې بندي دى. آيا مولانا فضل الرحمن د فيل په غوږ كې ويده دى، چې
نه يې راخوشې كوي، ترڅو به د زندان په تورو كوټو كې شپې ورځې تېروي؟
آيا د متحده مجلس عمل په صوبه سرحد كې زور نه رسېږي، چې راخوشې يې
كړي؟.
خو معلوميږي داسې چې ډېرو منافقينو د اسلام په جامه كې اسلام ته ضربه
وركړې. اصلي خبره دا ده، چې په هر هغه خوځښت كې چې د افغانستان د ورانۍ
لامل ګرځي، ګاونډي هېوادونه پكې پوره ونډه اخلي.
يو ځلې بيا تكراروم، چې كه ملا فضل الرحمن په رښتيا هم جهاد كوي، نو
اول بايد پاكستان كې اسلامي احكام ټول عملي كړي، بيا دې افغانستان كې
جهاد وكړي لكه څنګه چې افغانستان كې يرغلګر ځواك شته، دغه يرغلګر خو
پاكستان كې هم شته ولې هلته ورسره جهاد نه كوي. د پېښور صدر بازار جامع
مسجد دروېش ته مخامخ د سټيټ لايف بلډېنګ كې د عيسويانو مركز دى، ولې پر
هغوى بريد نه كوي. هغه راډيوګانې چې د عيسويانو لپاره پراخ تبليغونه
كوي، ولې هغه نه ورانوي؟.
د پېښور په سينماګانو كې لوڅ فلمونه ښودل كېږي، ولې هغه سينماګانې نه
بندوي، يوازې د عكسونو په راښكته كولو هېڅ نه كېږي، سينماګانې دې ورانې
كړي.
په پاكستان كې اوس هم د عياشۍ مركزونه شته، زناګانې پكې كېږي، شراب پكې
څښل كېږي، آيا د هغوى اصلاح كول به جهاد نه وي؟.
|