|
|
دوه مخي مداريان
سپين كاڼى
د افغانستان په تقريباً دېرش كلن ناورين كې د همدې دوه مخو مداريانو
منفي رول او اغېزه ډېره جوته او غوښنه وه او ده.
كله چې ارواښاد سردار محمد داود خان په 1352 هجري شمسي كال قدرت ته
ورسېد، نو همدا مداريان چې د شهيد محمد داود خان د رژيم پسې راپاڅېدل
او د ګاونډي هېواد پولو ته يې ځانونه ورسول او له هغه ځايه يې وسلې او
پيسې ترلاسه كړې او د خپل ګران هېواد په ورانولو يې لاس پورې كړ،
ګاونډيانو خپل سياسي اهداف درلود، خو په پښتو كې يو متل دى وايي چې"عقل
يې كم وي، تل به يې په كور غم وي". دا دوه مخي مداريان په دې نه
پوهېدل، چې دا ګاونډي هېواد د كومې موخې په خاطر له موږ سره زړه سوى
كوي او ولې يې كوي؟ د ګاونډي هېواد استخابراتو دوى ته د (ملي، مذهبي،
ژبنيو، سمتي او نژادي) تعصبونو په هكله ټرېننګ وركاوه، خو بيا هم دوى
نه پوهېدل او صرف يوه خبره يې ورته په مغزو كې پېچكاري كوله، چې سردار
محمد داود خان كافر دى او د كفر پر ضد جهاد فرض دى. دا جهاد زموږ
ګاونډي هېواد تل زموږ لپاره په هره تاريخي دوره او زمان كې غواړي. كله
چې زموږ د ګاونډي هېواد له غرضه او مرضه ډكې ناروا ګټې په خطر كې
ولوېږي، نو بيا د جهاد نارې سورې له لاهوره يا له كراچۍ او يا له اسلام
آباده راپېلېږي او د دا ډول جهاد عملي كېدل په افغانستان كې غواړي.
زموږ ګاونډى هېواد د خپلو افغاني تاليسټو او ورانكارو په لاس په دې
بريالي شوي، چې په مظلوم، خوار او زار افغانستان كې كه كوم اقتصادي،
سياسي، فرهنګي او ټولنيز نهادونه موجود وو، هغه يې له بېښه ووېستل او
دا هېواد يې په وېرانه او كنډواله بدل كړ. دوه مخو مداريانو او
منافقينو په هر دور او زمان كې د خپلو شومو ګټو په خاطر هرې لوبې ته
لاس اچولى او بيزو يې ګډولې ده. كله چې په افغانستان كې سره د كودتايي
نظامونو له لارې قدرت ته ورسېدل، نو دوه مخو مداريانو د جهاد او مقاومت
سنګرونه ګرم كړل او له دې لارې يې وغوښتل، چې افغانستان باندې خپله
سلطه ټينګه كړي. كله چې اسلامي نظام راغى، نو دې دوه مخو مداريانو ټولو
خپله توره سره خو ده او هر يو په اصطلاح سور ښامار وژلى او هر يو تا به
ويل، چې د خداى ج له كوره راغلى، نو هماغه و، چې د خلكو په مال، ناموس،
شخصي شتمنيو يې چور او تالان ګډ كړ او ددې ملت د ملي شتمنيو په لوټولو
يې پيل وكړ، مادي او مانوي شتمني يې لوټ كړې او د خپل بادار (ISI) تر
كوره يې ورورسولې.
كله چې په هېواد كې د پرديو په اشاره د طالبانو تش په نامه شرعي نظام
مسلط شو، نو همدا دوه مخي مداريان بيا ميدان ته راووتل. سپين، سره، شنه
او خړ پكولونه يې ګوزار كړل، تور او سپين پټكي يې په سر كړل او له
ځانونو يې ملاېكې جوړې كړې او د ISI ،سعودي او نورو بهرنيو استخابارتي
شبكو سره لاسونه يو كړل، د شرعي نظام د تسلط په خاطر يې د پښتون او
تاجك ترمنځ جنګ ته لمن ووهله، خو كله چې د طالبانو نظام ختم شو او د
(B52) تر چتر لاندې يوه موقته اداره رامنځته شوه او همدا پروني
پكوليان، سپين پګړي او تور پګړي بيا ميدان ته راووتل، خو دا ځل يې ږېرې
لومړى لنډې او بيا وخرېلې او پتلون او نګتايي يې واغوستل او په اصطلاح
له غربي ډيموكراسۍ سره يې ځانونه عادت او مترقيان ښكاره كړل.
خو اوس د افغانستان ټول خلك نړېوال شخصيتونه او نړېوال قوت دوى پېژني.
د دوى څېرې رسوا شوي. محترم حامد كرزى اوس خپلو نيمګړتياوو ته متوجه
شوى او له نيويارك ټايمز سره په يوه مركه كې ښاغلي حامد كرزي وويل،
چې:"نوموړى به نور د مصلحت او بښنې سياست د قوماندانانو په وړاندې
پرېږدي تر دې وروسته به له هغوى سره په قاطعيت چلند كوي". رښتيا هم كله
چې ددې دوه مخو مداريانو په دولت كې ګټې خوندې وې، نو ځانونه ملي
شخصيتونه معرفي كوي او كله يې چې په دولت كې ګټې خوندې نه وي، نو
ځانونه جهاديان او مسلمانان معرفي كوي، د اسلام او جهاد له نامه څخه
ناوړه ګټه اخلي، د افغانستان ټول ملت مجاهد ملت دى، د دولت رئيس محترم
حامد كرزى پخپله يو جهادي شخصيت دى، پلار يې د طالبانو په وختونو كې
ترور شوى، كرزى صاحب په رښتيا چې يو افغان، ملي، اسلامي او بشري پېژندل
شوې څېره ده.
همدې دوه مخو مداريانو تېر كال اساسي قانون تصويب كړ او اوس له همدې
اساسي قانون څخه سرغړونه كوي.
همدا دوه مخي مداريان دولتي شتمني خپل شخصي مال بولي او چور او تالان
ته يې بډې راوهلي. دولتي ځمكې يې خرڅې كړې او خېټه يې پرې اچولې ده.
همدا دوه مخي مداريان هم قانون جوړوي، هم يې ماتوي او هم يې له منځه
وړي.
هغې ملي شتمني چې له افغانانو پورې يې اړه درلوده (بيرديم، زريپوش،
ټانكونه) چې د افغانستان د ټول ملت مال و او ملي اوردو پورې يې اړه
درلوده، د پېښور هوايي ډګر ته مخامخ ولاړ دي او يا په ملتان كې د
پاكستاني پوځيانو په لاس كې دي آيا دا شتمني چا لوټ كړه او چا دغه دوه
مخي مداريان د محاكمې مېز ته راكش كړي. آيا دې ټانكونو په هوا پرواز
وكړ، د هوا له لارې يې خپله ځانونه پاكستان ته ورسول او كه د (چا)
مداريانو په لاس يووړل شول؟.
پاكستان خو نه د پخواني شوروي اتحاد او د وارسا له نورو هېوادونو سره
كوم نظامي تړون درلوده او نه يې ورسره كوم قرارداد لاسليك كړى و، كه هر
افغان په پاكستان كې د اوسپنې د وېلېكدو كارخانې ته ورشي، نو ورته به
معلومه شي، چې دا ټانګ له كومې لارې د پاكستان د ذوب اهن تر فابريكې
ورسېده.
كه يو كارګر 12 ساعته يا 24 ساعته شپه او ورځ كار كوي، نو كېداى شي چې
(400) افغانۍ او يا كالدارې مزدوري لاسته راوړي، خو يو دوه مخي مداري
په يوه ساعت كې (36) ټنه وزن (ټانګ) په پاكستانيانو خرڅ كړى او په
مليونونو كلدارې يې لاسته راوړي.
نو تاسو قضاوت وكړئ، چې د افغانستان ملي شتمني چا لوټ كړه او دا دوه
مخي مداريان به څوك محكمې ته راكاږي؟.
دا دوه مخي مداريان اوس له ډيموكراسۍ غوښتونكيو سره په يوه خوله د
ډيموكراسۍ نارې هم وهي، حال دا چې يو وخت يې د "ملي" كليمه كفر ګڼله. |