|
|
فضل هادي فضليا
د نړۍ تر ټولو ډېره خپرېدونكې ورځپاڼه
(يوميري)
له جاپان څخه خپرېدونكې (Yomiuri Shimbun) ورځپاڼه
هره ورځ دولس ميليونه ګڼې چاپېږي او (2700) خبريالان لري.
نوموړې ورځپاڼه، چې مركزي دفتر يې د توكيو په ښار كې دى د جاپان له
څلورو ښارونو څخه خپرونې كوي او په (24) ساعتونو كې دوه ځلې (سهار او
ماښام) خپرېږي.
يوميريو په 1874 زېږيز كال كې تاسيس شوې څلوېښت مخونه لري او په اونۍ
كې يو ځل ورسره يوه مجله هم خپروي د يوميريو ورځپاڼه 22 چاپخونې يا
مطبعې لري.
نوموړې ورځپاڼه به د روان كال د نومبر په 11 نېټه 130 كلنه شي په همدې
نېټه به د نوموړې ورځپاڼې په چاپخونو كې داسې نوي ماشينونه ځاى پر ځاى
كېږي، چې په يو ساعت كې به (75000) ګڼې څلوېښت مخه ورځپاڼې چاپولى شي
په داسې حال كې، چې اوسني ماشينونه يې په يو ساعت كې (60000) ګڼې
چاپوي.
د نوموړې ورځپاڼې د هندوستان د برخې مسوْل مينې مجلې ته وويل، چې
يوميرو په جاپان كې 350 دفترونه لري او له دې پرته په واشنګټن، ډيلي او
د نړۍ په يو شمېر نورو ښارونو كې يې هم دفترونه شته.
هغه وايي، چې د ورځپاڼې يو شمېر كاركوونكي هغو هېوادونو ته هم سفرونه
كوي، چې د يوميريو دفترونه په كې نه وي.
نوموړي زياته كړه: "زه په خپله څو ځل كابل ته تللى يم له احمدشاه
مسعود، ګلبدين حكمتيار او حامدكرزي سره مې بلدتيا هم پيدا كړې."
د مينې مجلې مسوْل مدير ښاغلى عزت الله ځواب، چې په دې وروستيو كې يې د
جاپان له يو شمېر ښارونو څخه ليدنه كړې،
د " يوميري" ورځپاڼې يو مخ چې جاپان ته تللو ژورنالستانو انځورونه پكې
دي.
د يوميريو مركزي دفتر ته هم ورغلى و. هغه وايي، چې د ورځپاڼې مركزي
دفتر د توكيو د ښار په يوې پنځلس پوړيزه ودانۍ كې دى.
له ښاغلي ځواب نه مو وپوښتل، چې د نوموړې ورځپاڼې د دومره لوړ تيراژ د
خپرېدو په هكله څه فكر كوې؟ هغه وويل: "دا كومه د شك يا حيرانتيا خبره
نه ده ځكه، چې په جاپان كې يوازې د توكيو ښار د ورځې له پلوه شل
ميليونه او د شپې له پلوه دولس ميليونه اوسېدونكي لري. او د يوميري
ورځپاڼه د جاپان له ټولو ښارونو پرته يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته هم
استول كېږي."
د يوميري د چاپ بهير داسې دى، چې ترس او فلم اخيستلو ته يې اړتيا نشته
له كمپيوټر نه نېغ په نېغه چاپخونې ته ځي، پلېټ كېږي او په خپله
چاپېږئ. تر چاپ وروسته د ماشين په واسطه غوڅ او تړل كېږي، په پاكټونو
او خلتو كې بندېږي او بيا هرې سيمې ته د لېږلو لپاره د ماشين په واسطه
په موټرونو كې اچول كېږي.
د يوميري ورځپاڼې يو كاركوونكي مينې مجلې ته وويل، چې د پښتو خپرونو د
پرمختګ او ښه خرڅېدا لپاره بايد هغوى په خلكو كې اعتبار پيدا كړي او
دروغ ونه وايي.
هغه د جاپاني خپرونو په هكله وويل: "زموږ زياتره خپرونې په سلو كې 92
ګډون كوونكي لري، چې د خپرونو كاركوونكي يې هر سهار د خلكو كورونو ته
وروړي د هغه په وينا د جاپان خلك او حكومت غواړي، چې له افغانانو سره د
امنيت په ټينګښت او بيا رغونه كې مرستې وكړي.
يو تن وېره وښوده كه چېرې امريكايان په عراق كې سقوط وكړي او له هغه
ځاى نه ووځي نو كېداى شي له افغانستان څخه هم ووځي ځكه افغانستان تېل
نه لري؛ خو بيا هم جاپانيان به په هر حال كې له افغانانو سره ملكي
مرستې كوي.
له دې ښاغلي نه مو وپوښتل، چې په انټرنېټ باندې د ورځپاڼو او مجلو
خپرېدل د هغوى د خرڅېدو مخه نه نيسي؟
هغه وويل: "په لومړي سر كې د انټرنېټ د جوړېدو پر مهال هم همدا ډول
اوازې وې؛ خو تر دې دمه يې د خپرونو د خرڅېدو مخه نه ده نيولې او په
راتلونكي كې هم څه نه شو ويلى ځكه، چې تر اوسه د نړۍ هره كورنۍ د
انټرنېټ اسانتيا نه لري".
|