کــــــــور

لومـــــړی مخ

ارشيــــف اړيـــــــــــکي   ستا ياد چي مي په مينه په سودا وغوړوي      هنداره په تيارو د لمر ړنا وغوړوي      د حسن معجزې دي  يا د ميني کرامات       په کل جهان چي سيوری د هما وغوړوي  
مينه  : له جلال اباد څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ننګرهاريان دموټرپه... 
په غورکي مېشت قومونه
په جاپان کي دافغاني ..
توري نوري دي لاس دي..
په پاکستان کي جهادنا..
دوه مخي مداريان
دنړۍ ترټولوډيره خـ..
موسيقي دروح غذا يا د..  
ودونه په زړه پوري بوخـ.
دبشرحقونه که دډارمارو..
دمتحده ايالتونوکنګر. .
دپنجاب دګودرونودمـ..
روسانوددوړو ډک پکو..

کابل دبدبختۍ ترسيوي...
په ننګرهار کي دفلم جوړ..
صدام حسين په محکمه ..
ملنګ د دنيا
دا ګز دا يي ميدان
سلام دي راغی ته رانه ..
ليـــــــــــــــــــک

محمد حسن "مختار"
موسيقي د روح غذا ده، يا د اعصابو تخريش؟

موسيقي د هنر يوه څانګه ده، چې د هغې په اورېدو سره د انسان روح تسكين كېږي او هنر د انساني فعاليت د ابتكاراتو يوه برخه ګڼل كېږي، چې د ټولنيز ژوند سره نه شلېدونكې اړيكې لري. خو اوسنى بحث د موسيقۍ دى، هغه هم د افغانستان موسيقي.
د افغانستان موسيقي شرقي موسيقي ده، چې د هند له موسيقۍ وروسته په نړۍ كې تر ټولو لوړ مقام لري، ځكه ددې خبرې ستر ثبوت د مرحوم استاد سرآهنګ، سليم سرمت استاد ننګيالى، استاد نوشاد، استاد رحيم بخش، استاد آرمان، استاد قاسمي، استاد نيتو، مددي، مسحور جمال، ساربان، استاد مهوش، استاد اولمير، احمد ظاهر، ځلاند استاد ناشناس او ځينو نورو نښانونه، مډالونه او افتخاري القابونه دي، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ترلاسه شوي دي او هم د ځوانو هنرمندانو لكه فرهاد دريا، عبدالله مقرى، رحيم غمزده، حبيب شريف، محمد ايوب، احمد ولي او هنګامه، نغمه و منګل، ناهيد، رحيم مهريار او پرستو، وجيه او فريد رستګار، رخشانه او ځينې نورو چې نړيوال شهرت دا په ګوته كوي، چې دغه موسيقي د واقعيت له مخې په زړه پورې ده.
ښه موسيقي هغه موسيقي ده، چې د هنرمند غږ د موسيقۍ نه مخكې وي او موسيقي د هنرمند د غږ تر شا روانه وي. ددې خبرې ښه پايله دا ده، چې اورېدونكي د هنرمند د شعر په مفهوم او ماهيت او مانا پوه شي او له بلې خوا د موسيقۍ د الاتو د غږولو څرنګوالى واوري، ترڅو چې اورېدونكي يا ليدونكي د هنرمندانو هنري ارزښت وپېژني او هغه ته دقيقاً توجو وكړي، چې ددې توجو په درشل كې كوم كسالت او نارامي چې دده په وجود كې وي، كمه شي. غمونه او دردونه يې هېر شي، نو له دې سببه موسيقي د روح په غذا بدله شي. د پورتنيو استادانو او هنرمندانو د موسيقۍ هنري ارزښت په دې كې نغښتى و، چې د دوى غږ تل د موسيقۍ نه مخكې و او ساز او موسيقي په ډېره آرامۍ د دوى د غږ تر شا روان و او كله به چې د دوى غږ چپ شو، نو موسيقي به ورو ورو لوړه شوه او اورېدونكي به يې تر خپل تاثير لاندې ونيول او بله دا چې دغو هنرمندانو ډېر ښه هنري اكتونه درلودل او د شعر د هر فرد په ويلو يې د همغه فرد د مفهوم په حال اكت كاوه او ښه تراژيدي يا كمېدي پوزېشن يې غوره كاوه، خو له بده مرغه زموږ اوسني هنرمندان خاصتاً ځوان هنرمندان، چې د موسيقۍ آلات غږوي، او يا اواز خواني كوي داسې شكل موسيقي يې منځ ته راوړې، ددې پر ځاى چې د اورېدونكيو يا ليدونكيو روح تسكين كړي د اورېدونكيو او ليدونكيو اعصاب تخريشوي. ددې موسيقۍ عمده نقص دا دى، چې موسيقي په ډېره جلتۍ د هنرمند له اوازه يا غږ نه مخكې روانه ده حتى په دې پېمانه ده، چې د هنرمند غږ هېڅ نه اورېدل كېږي. هرڅه چې وايي د موسيقۍ د آلاتو په "ډبولو" كې ورك وي، اورېدونكي يا ليدونكي نه پوهېږي، چې هنرمند څه وايي. د نزاكت د مجبوريت له مخې صرفاً څو دقيقې حوصله كوي او وروسته ترې تښتي، ځكه داسې غږونه چې د انساني تحمل نه پورته وي، هېڅوك نه شي زغملاى او واقعاً د انسان په اعصابو ناوړه اغېزه كوي. په داسې موسيقۍ كې د هنرمند غږ د موسيقۍ د آلاتو د غږولو "ډبولو" تر سيوري لاندې دي. شعر نه اورېدل كېږي، هنري اكتونه وجود نه لري او هنري څېره په داسې پوزېشن ښكاري، چې هېڅ هنرمند ته نه برېښي.
د بېلګې په توګه شخصاً په خپله دوه شپې د شمشاد په هوټل كې چې ډېر مفشن هوټل دى، په واده كې مېلمه وم. ددې موسيقۍ حالت ما په خپله وليد، چې بې له "ډب او ډوم" بل څه نه و، باور وكړئ، چې زما سر درد ونيوه او دباندې ووتلم او پوره دوه ساعته مې دباندې تېر كړل او وروسته يو ساعت مې د هوټل په دفتر كې د هوټل له منشي سره چې مدير شفيق نومېږي.
ددغې موسيقۍ په برخه كې زما نظر دا دى، چې اوسني ځوان هنرمندان بايد ددغې موسيقۍ شكل بدل كړي او د تېرو هنرمندانو لكه څنګه چې مخكې ياد شول، په قدمونو پل كېږدي، چې افغاني اصيله شرقي موسيقي ته نوره هم لوړتيا په برخه كړي او هم د بېګانه موسيقۍ له تقليد نه ډډه وكړي او دا هيله هم كېږي، چې مسوول ارګانونه هم دې ته په كلكه پاملرنه وكړي او هنرمندان خپلو هر اړخيزو مسووليتونو ته راوګرځوي. دا ځكه چې يوازې په لوړ غږ د موسيقۍ غږول د هنرمندانو رسالت او مسووليت نه ترسره كوي، نو له همدې امله ده، چې مسوول ارګانونه بايد هنرمندان خپلو وجاېبو او مسووليتونو ته راوګرځوي.

كه د رباب وهل مې زده واى
ما به د خپلې ځوانۍ وير پكې كاونه