|
|
شهاب الدين تره خېل
ودونه په زړه پورې بوختيا ده
په هوټلونو كې د ودونو د لمانځلو ګرانې مېلمستياوې
لويه ستونزه جوړه شوې او د يو شمېر خلكو لپاره له دې لارې واده په
زياته بيه او لګښت تمامېږي.
ځوان 22 كلن زوم خړ رنګه درېشي په تن د كابل ښار د يو سينګارځي د وره
مخې ته ولاړ دى او د خپلې ناوې د راوتلو انتظار باسي.
د سينګار په خونه كې دننه ښځې د هغه ناوې سينګاروي، سپينې جامې يې
وراغوستي او مخ يې په يوې پردې پټ كړى دى. هغو د ناوې په مخ خپل وروستى
سينګار پاى ته رسوي، مخ او وروځې يې جوړوي.
زوم په اندېښنه كې ډوب دى. هغه د خپل واده په فكر كې نه دى، د هغه واده
د كابل ښار په يو لوى هوټل كې لمانځي، چې يوازې د همدې موخې لپاره ودان
شوى دى. د هغې سالون ډېر لوى او بيې يې ډېرې اوچتې دي.
د مېلمنو لپاره د خوړو او د هغوى د وخت د ښه تېرېدو لپاره دساز د ډلې
په چمتو كولو زوم په زرګونه ډالره په پور اخيستي دي. هغه وايي:گ سره له
دې چې نن زما د واده او خوښۍ ورځ ده، خو زه په دې چورت كې يم، چې څنګه
به دا پور بېرته خلاصوم."
د طالبانو د رژيم له رانسكورېدو وروسته د ودونو د لمانځلو لويې او ګران
بيه مېلمستياوې مخ په زياتېدو دي.
يوازې په پلازمېنې كې 34 هوټلونه جوړ شوي دي. د يو لوى هوټل څښتن
وويل:گپه تېرو دوو كلونو كې د هغو خلكو په شمېر كې زياتوالى راغلى، چې
غواړي خپل ودونه په هوټلونو كې ولمانځي".
د عادي افغانانو لپاره په ګران بيه هوټلونو كې په لكونو افغانيو لګښت
ددې مانا وركوي، چې تر واده پس خپل نوي ژوند په پور پيل كړي.
دا ځوان زوم، چې نه يې غوښتل ونومول شي، بايد درې زره ډالره د واده په
مراسمو ولګوي. ددې ترڅنګ هغه بايد په كور كې نور مراسم هم ونيسي، چې د
هغې د وينا له مخې به پرې دوه زره ډالره ولګېږي.
د واده د مراسمو له لګښت برسېره زوم يا د هغه پلار بايد ګاڼه، جوړې
(جامې) او نور چمتو كړي، چې د واده له مراسمو دمخه، د هغې په بهير او
له هغې وروسته كارول كېږي. دا ټول د هر چا له وسې پوره نه دي.
د كابل پوهنتون يو 27 كلن اداري كاركوونكي وويل:"ماته څوك پور نه راكوي
او خسر مې راته وايي، دا د هغه د لور ارمان دى، چې په هوټل كې واده
وكړي".
يو بل 27 كلن ځوان، نقيب الله چې د خير خانې مېنې په آريا هوټل كې د
ودونو مراسم نيسي او په هغې پوري اړوند نور كارونه سرته رسوي، وايي د
هغه كاروبار مخ په ښه كېدو دى.
د هوټل لومړي پوړ په سرو، ژېړو او شنو څراغونو ښكلى وشى او تر خواوشا
يې د ګلانو پلورونكيو او عكس اخيستونكيو دوكانونه پراته دي.
دوه كاله وړاندې هغه د ودونو د لمانځلو لپاره ددې هوټل درې پوړه د
مياشتې په دوه زره ډالره په كرايه اخيستي و. له هغې راوروسته د هغه
كاروبار مخ په ودې و. اوس د هغه په هوټل كې شل تنه كار كوي او ويل يې
چې په تېر كال كې هغه 130 زره ډالره پيسې ګټلې دي.
هغه وايي، ډېر زيات ودونه د پسرلي او مني ترمنځ كېږي، چې شمېر يې يوازې
د هغه په هوټل كې د مياشتې 40 او 50 ته رسېږي. په دې هوټلونو كې يوازې
د كابل ښار اوسېدونكي ودونه كوي، خو كله ناكله د ګاونډيو ولايتونو
اوسېدونكي هم په هوټلونو كې ودونه نيسي.
په هوټلونو كې له نور لګښت پرته د زوم كورنۍ مېلمنو ته ډوډۍ برابروي.
نقيب الله وايي:"زياتره كورنۍ د ټاكلې بيې خواړه (مينو) خوښوي، چې د
سړي په سر د 200 څخه تر 300 پورې افغانيو بيه لري.
درې دېرش كلن شېرزاد په دې وروستيو وختونو كې خپل د واده مراسم په يو
هوټل كې ولمانځل او د 700 په شاوخوا كې مېلمانه يې ورته رابللي وو. هغه
وايي په دې كار پښېمانه، نه دى. نوموړى زياتوي:"زه رښتيا هم ډېر
خوشحاله يم، چې په واده مې 2400 ډالره ولګول. ځوانان په خپل ژوند كې
يوازې د خوښۍ همدا شېبه لري او بايد پيسې ولګوي".
خو د يو شمېر نورو لپاره د دومره پيسو لګول ممكن نه دي. زلمى نومي، يو
ټكسي چلوونكي د مياشتې د 140 ډالرو په شاوخوا كې پيسې ګټي. هغه د خپلې
كونډې مور په ګډون د كورنۍ پېنځو غړيو ته د ژوند اړتياوې چمتو كوي.
يوازې اتيا ډالره د مياشتې د كور كرايه وركوي.
زلمي وايي كله يې كه مور كوم كور ته د مركې لپاره ورشي، نو د شخصي كور
د درلودلو، زما د زده كړو او په هوټل كې د واده د كولو په ګډون ورڅخه
راز راز پوښتنې كېږي. پر دې سربېره د ناوې كورنۍ د زوم له كورنۍ څخه
ولور غواړي، چې څه ناڅه څلور پېنځه زره ډالره كېږي. زلمى وايي:" زه د
كور كرايه وركړم، خپلې كورنۍ ته خواړه پيدا كړم او كه واده وكړم؟ زه
غوره بولم، چې له يوې كونډې سره واده وكړم، نه له يوې ځوانۍ نجلۍ سره،
ځكه د كونډې په واده دومره پيسې نه لګېږي".
هغه وايي د طالبانو په وخت كې ژوند آسانه و، ځكه په هوټلونو كې ودونه،
نه و او له دې امله زياتې پيسې نه لګېدې. نوموړى زياتوي:"هېڅوك د اسلام
پروا نه كوي. په هوټلونو كې ودونه د خلكو ترمنځ په سيالۍ اوښتي دي".
د طالبانو پر مهال لوى ودونه منع و. ځينې ديني عالمان همدا اوس هم د
ودونو په بېځايه لګښت نيوكې كوي. د كابل ولايت د ده سبز د ولسوالۍ يو
ديني عالم، مولوى شېخ زاده وايي، چې د شريعت له مخې كه يو څوك خپله لور
او خور په پيسو يا ځمكې خرڅه كړي، نو دا شتمني به ورته په آخرت كې اور
شي. هغه وايي:"دا د خور او لور خرڅول د اسلام او شريعت سره مخالف كار
دى او پاك خداى هغه خلك نه خوښوي، چې پيسې بېځايه لګوي. هغوى د خداى له
امر څخه غاړه غړوي".
|