کــــــــور

لومـــــړی مخ

ارشيــــف اړيـــــــــــکي   ستا ياد چي مي په مينه په سودا وغوړوي      هنداره په تيارو د لمر ړنا وغوړوي      د حسن معجزې دي  يا د ميني کرامات       په کل جهان چي سيوری د هما وغوړوي  
مينه  : له جلال اباد څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ايا انسان کاملاٌ وحشي و 
دډيموکراسي نظامونو
مينه څه شی ده ؟
د لمر د کاروان سره نيـ
اخلاقي فساد زياتيږي
د ميني استعمار
اسلام او ژورناليزم
مــــــــينه
ته رانه لاړې ستا يادو
په ننګرهار کي د فوټبا
ډيموکراسي به دافغانسـ
د وروستۍ لويي جرګې
ملګري ملتــــونه

ايا انسان كاملاً وحشي و؟

قاضي محمد حسن حقيار
يادونه: د مينې دې ګڼې ته قدرمن قاضي صيب حقيار د كره كتنې تر سرليك لاندې يوه ليكنه كړې ده،كه څه هم چې كره كتونكي به يې لـه لوستلو وروسته دغه ليكنه د كره كتنې د اصولو او كړنلارو بشپړ سرغړاوى وبولي ځكه چې كوم ځانګړى هدف او موخه پكې نه ترسترګو كېږي، خو بيا هم موږ يې د مطبوعاتو د ازادۍ په پام كي گنيولو سره (( او څه چې په خط كې دي په معيارونو)) كټ مټ خپروو، خو د مينې اداره بيا هم په زغرده دا وايي چې د انسانانو وحشي كېدل څه لرې خبره نه ده، تراوسه پورې د نړۍ په ځينو برخو كې په نامه انسان او په عمل كې وحشيان ليدل كېږي. دويم دا چې موږ د خپل روڼ او سپېڅلي اسلامي تاريخ په كتنه څرګندې بېلګې لرو چې ډېرى انسانان د نړۍ د پرمختللي عصري وسيلې موبايل له درلودلو سره، سره په بشپړ وحشت كې دي ان تر دې چې د اسماني كتاب قرانكريم د انساني ډګر وحشيان د رنګارنګ وحشتونو په ترسره كولو كې د حيوانانو هم پرمختللي ښودلي.
قرانكريم په نهمه پاره د اعراف سوره پ 179ايت كې د دوزخ د استوګنو يادونه كړې او دوزخ ته د دوى د تګ لامل يې ښودلى چې دوى په څرګنده بڼه انسانان دي خو د وحشت لښكرو ترې انساني حواس وژلي ان تر دې چې د وحشت رنګ پرې دومره زورور شوى چې دوى د څارويو په ډول دي بلكې لـه څارويو څخه هم زيات بدتر او بې لاري دي.
ښايي ښاغلى حقيار صيب د وحشيانو څېرې نورې هم بربنډې كړې واى تر څو ټولنه ورته د حق په ويلو او انځورولو كې ګوته په غاښ پاتې شوي گوه خو كومې خبرې او څرګندونې چې خر كړي، وحشيانه روزنه يې سپړلي، ګومان نه كوم چې په دومره زړورتيا به قاضي صيب حسن د حق او حقيقت ويلو ډګر ته رادانګلي واى. اداره
د مينې مجلې د وروستۍ پرلپسې اتمې ګڼې د نيوليك د لوستلو په ترڅ كې مې د \"څلورم اهلي شوي حيوان سره مركه\" تر سرليك لاندې په يو مطلب سترګې ولګېدې، د مطلب په راړولو سره پوه شوم چې د مينې مجلې مدير ښاغلي عزت الله لـه خره سره مركه كړېده او هر اړخيزې (سياسي، ټولنيزې، اقتصادي او كولتوري) پوښتنې يې ترې كړي دي. د مجلې په پښتۍ يې هم د خره رنګين عكس چې د مدنيت ستر سوغات (مبايل تېلېفون) يې ورته په غوږ كې ځوړند شوى دى، دا مركه په طنزيه ژبه شوېده. څرنګه چې ښاغلى ځواب په خپله هم طنزيه لهجه لري، شعرونه يې هم تر ډېره حده طنزيه بڼه لري. شخصي او رسمي ژوند يې هم تر ډېره حده طنز او مزاحيه دى. نو ښكاره خبره ده چې خر يې هم بايد په طنزيه ژبه ګړولى واى. په دې مركه كې تر ډېره حده كوښښ شوى دى چې د خره ځوابونه منطقي، پاخه او په تول پوره وښودل شي، په شعوري ډول د انسان په پرتله د خره پلوي ډېره شوې ده. ډېره هڅه شوېده چې خرتوب ته په انسانيت ترجېح وركړل شي. زه د مركې په نورو جزئياتو بحث نه كوم. نه د ښاغلي مركه كوونكي لـه پوښتنو سره غرض لرم او نه د ده د مخاطب \"خره\" لـه ځوابونو سره. نه پدې اړه غږېږم چې ولې مركه كوونكي ښاغلي د انسانيت په مقابل كې خرتوب ته ترجيح وركړېده؟ نه دا پوښتم چې د دې بېلابېلو جنسونو د مركې لپاره په كومه ګډه ژبه توافق شوى دى او كومه ژبه يې كارولې ده؟
زه لـه ښاغلي ځواب سره لـه ډېر وخت راهيسې پېژنم. د ده سايكالوجستيك اړخ، مذهبي اړخ، هنري اړخ ټولو سره څه نا څه اشنا يم. زه او نور ټول هغه خلك چې لـه ښاغلي ځواب سره ناسته ولاړه لري پوهېږي چې ښاغلى ځواب باغي فطرت لري. نوموړى تل دا هڅه كوي چې يوه ماجرا رامنځته كړي. په اصطلاح هغه ځاى وګروي چې خارښت نه كوي، د نوموړي په جرئت او زړورتيا هم سترګې نه شي پټېدلى، په هنري او ژورنالستيك دواړو ډګرونو كې يې ملي ګټو ته ډېره پاملرنه كړېده، په خپل او نورو نومونو يې ډېر حقايق راسپړلي. لـه جرئت نه ډك راپورونه يې وركړي دي. په ديانت او مسلمانۍ يې هم شك نه لرم. په \"ځواب\" كې لويه كمزوري بې احتياطي ده ښاغلي ځواب كله نا كله ډېر بې ځايه جرئت كوي ان چې ديني مقدسات هم په كرار نه پرېږدي. د افغانانو كولتور او عنعنه چې لـه اسلام څخه اغېزمنه ده په پام كې نه نيسي چې څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استادانو هم پرې انتقاد كړى و. دا هم د ياډولو وړ بولم چې ښاغلى ځواب لـه هغه چا ډېر ژر متاثره كېږي. په همدا راز اسلام كې يې مطالعه لږه ده چې د دې ټولو نيمګړتياو چې لـه دغه غوندې شخصيت سره نه ښايي د لـه منځه وړلو هيله ترې لرم. زه په يوه موضوع لنډه تبصره كول غواړم هغه دا چې ښاغلي ځواب لـه خره سره مركې ته لنډ مقدمه وركړېده او په يو ځاى كې ليكي: \"هغه مهال چې انسانانو كاملاً وحشي ژوند درلود\" زما نيوكه د ځواب په دې فكر يا نظر ده چې \"انسانانو كاملاً وحشي ژوند درلود\" كه څه هم ښايي ښاغلي ځواب يا نور لوستونكي ما په دې ګرم وبولي چې هلكه دا خو لـه خره سره مركه ده، دلته د خره ژبه او د خره منطق كارېدلى دى نو ته ولې هسې ځان په تكليفوې. خو زه وايم چې هر څه وي، وي به خو زه بايد د نورو لوستونكو په ځانګړي ډول د كم عمره وطنوالو او زده كوونكو د پوهاوي په خاطر ووايم چې نه داسې نه ده په دي خبرو غولېږئ مه. انسان هېڅكله هم كاملاً وحشي \"بشپړ وحشي\" ژوند نه دى لرلى. انسان چې كله پيدا شوى دى په پوره مانا انسان پيدا شوى دى، ښاغلي ځواب هم تېروتى دى د بل چا د نظر تر اغېز لاندې راغلى دى، دا كمونستان، د فرويداوداروين د تيوري او ښوونځي لارويان دي چې وايي انساني اناتومي په اول كې په دا اوسنۍ بڼه نه وه د انسان دا اوسنۍ بڼه د تدريجي تكامل محصول لاسته راوړنه ده دوى وايي چې انسان يو وخت كاملاً وحشي ژوند درلود، لـه نورو ځناورو او وحشيانو سره يې په ځنګلونو او د غرونو په سمڅو كې ګډ وحشي ژوند كاوه، دوى په دې اند او ګروهه دي چې انسان په حقيقت كې د بيزو \"شادي\" ګوربلا او چمپانزۍ لـه نسله دى او ټولو ګډ نيكه درلود، په څلورو به په ونو ختل، لوڅ لپړ لكه د نر شادي به ګرځېدل، په زمكه اوږد ژوند او نورو هم ډولو حيواناتو په وړاندې كمزوري، لـه هغوى څخه د بدګذرانۍ لـه كبله ډېر مجبورېدل د دې لامل شو چې په دې ځناورو كې بيولوژيكي اوښتون راشي. غټ ځناور به راغلل كوچنى ځناور \"اوسنى انسان\" به بې وخوړ. نو د غټو ځناورو د داړلو لـه وېرې به دا كوچني د بېزو ورور ځناور اړ شو چې د ځان پيره وكړي څرنګه چې دا بيزو ډوله ځناور د بيزو په څېر په څلورو تګ راتګ كاوه او د بيزو په څېر كوچنى و، ليرې ځاى به يې نه ليده نو مجبور به شو چې د شاوخوا د څارنې لپاره په ځان زور راوړي او د لږې شيبې لپاره په وروستيو دوه و پښو نېغ ودرېږي او د نورو ځناورو څوكۍ وكړي، چې همدا مجبوريت او په وروستيو دوو پښو د ودرېدلو تمرين په تدريجي ډول انسان ته نېغ ودرېدل او بيا په دوه و پښو تلل وښودل، په ونو باندې د بيزوګانو د پورته كېدلو ورځينو تمرينونو مخكې لـه مخكې د دوى د مړوندونو هډوكو ته وده وركړې وه او د څېزونو لـه نيولو سره يې د دوى لاسونه بلد كړي وو، په ولاړ حالت كې مخكيني لاسونه د شيانو د اخيستنې لپاره خلاص وو چې د وسلې غوندي لرګي كلك ونيسي، د مودې په تېريدو سره لاس كږېدونكو ګوتو او يوې مقابلې غټې ګوتې ته وده وركړه دغه نوي پرمختګ بيزو ډوله انسان يو هنرمن انسان كړ اوس نو دوى شيان نيولى او سترګو ته نږدې كولى شي څنګ په څنګ د بدن د نننيو غړو حالت هم بدل شو چې د نېغ حالت سره برابر شي د ده د مغزو ودې د ده سره مرسته وكړه چې خپله پوهه دسامان او لوښو په دوډولو كې په كار واچوي چې په پايله كې په نورو ژويو باندې لوړ شو. كه څه هم د بيزوګانو هغه فوسيلونه چې په عمومي كهول پورې اړه لري او په پاى كې انسان او نننيو بيزوګانو لـه هغگي څخه ورو، ورو بشپړتيا وكړه\"، \"په دغه ډله كې نه يوازې انسان راځي بلكې ټولې پاتې شوې بېزوګانې (Opes) شاديانې (Monkeys) بيزو ته ورته ژوي لكه لمرز (Lemars) د ونو يو ډول وړوكى موږك وزمه ژوى (Treeshrews) هم په كې دي)، \"لكه چې د مخه وويل شول دا يوازې 30000 او يا 40000 كاله د مخه وه چې زموږ خپل انسان ډوله \"ننني انسان\" پر پرده راڅرګند شو\"، \"فكر كوم چې د دې تيورۍ دردولو لپاره به د دلايلو راوړلو ته هېڅ اړتيا نه وي ځكه چې نه هېڅ ډول علمي ارزښت او فلسفي ملاتړ لري او نه اوس چندان لارويان لري. د كمونيستي نظريې د عروج په وخت كې يې هم نور خو پرېږده ان په خپله كمونستانو كې دومره د حساب وړ پلويان نه لرل، پر دې سربېره چې، اسلام، يهوديت او عيسويت دا نظريه ردوي او مذهبي ټكر لري. علمي او منطقي نيمګړتياوې هم لري. دا دى اوس خو لرغون پېژوندونكو ميليونونه كاله پخواني لرغوني اثار وموندل، ډېر لرغوني انساني او نور حيواني فوسيلونه يې وموندل، دېرش څلوېشت زره كاله خو څه چې ان لكونه كاله مخكيني فوسيلونه يې تر څېړنې او مطالعې لاندې ونيول دوى خو يوه هم ونه ويل چې انسان د بيزو يا شادي لـه نسله دى، \"كاملاً وحشي ژوند يې درلود\" او په تدريجي ډول يې نننۍ بڼه خپله كړېده موږ لـه دې ښاغليو څخه پوښتو چې د انسان د تدريجي تكامل پړاو ولې ودرېد؟ ولې په دا دېرش يا څلوېشت زرو كالو كې چې ښه او مډرنه زمانه ده د انسان بڼه تغير نه خوري؟ كه د بڼې تغير يا تكامل لـه دې هم ډېر وخت ته اړتيا ولري نو تاسې په راتلونكي كې انسان په خپل ذهن كې څه ډول انځو ركړى دى؟ مانا دا چې بيزو، شادي، ګوويلا او چمپانزه يو نيكه او نسل لري نو ولې يوازې انسان تكامل او تغير وكړ او دا نور ورونه او د تره زامن يې تر اوسه په خپل حال پاتې دي؟
اسلام دا نظريه ردوي، قران عظيم الشان واي چې كله لومړنى انسان (ادم عليه السلام) زمكې ته راولېږل شو نو الله ج هغه ته عقل، پوهه او علم وركړى و. امام مودودي د دې ايت شريف (وعلم ادم الاسماۍ كلها) په تفسير كې ليكي چې \"د انسان ټول معلومات په حقيقت كې د نومونو په پېژندنه كې دى. نو ادم ع ته ټول نومونه ورښودل هغه ته د ټولو شيانو علم وركول و\".
يو معاصر \"اوسمهالى\" تكړه مفسر محمد علي صابوني د همدې ايت په تفسير كې ليكي: \"الله ج ادم ته د هر څيز، هر جنس او هرې ژبې او كلمې نوم وروښود اوپه دې يې هم پوه كړ چې په كوم ځاى كې ترې كار اخيستل كېږي\".
حضرت مفتي محمد شفيع د همدې ايت په تفسير كې ليكي: \"الله ج ادم ته د هر څه نومونه، د هغوى خاصيتونه، او اثرونه وروښودل\".
نو لـه پورتنيو ارشاداتو څخه چې په لنډ ډول مو ياد كړل ښكاره جوتېږي چې انسان كاملاً وحشي ژوند خو څه كوې چې ان وحشي ژوند هم نه دى لرلى او الله ج د خپل خلافت د منصب د سمبالولو لپاره د پوهې په ګاڼه پسوللى راولېږه، بله دا چې الله ج فرمايي چې انسان پر زمكه زما خليفه دى (اني جاعل في الارض خليفه). يانې زه په زمكه د خپل خليفه پيدا كوونكى يم. نو هغه چې د الله ج خلافت دروند بار په اوږو اخلي او الله ج دومره ستره او درنه دنده ورسپاري نو څنګه ممكن ده چې هغه دې كاملاً وحشي انسان وي همدا راز اسلام وايي چې الله جل په بېلابېلو وختونو كې بېلابېلو ځايونو ته او بېلابېلو قومونو او ولسونو ته د لار ښوونې لپاره پيغمبران او استازي رالېږلي دي چې شمېر يې شاوخوا (124000) تنو ته رسېږي. په هر حال لكه د مخه مو چې وويل: يوازې اسلام نه بلكې د نړۍ ټول مشهور دينونه او مذهبونه، تاريخپوهان او لرغون پوهان دا نظريه ردوي چې ګواكې انسان وحشي ژوند درلود. هو دا منو چې د انسان پوهې او علم ډېر انكشاف او وده كړېده، همدا راز انسان په مدني ژوند كې ډېر پرمخ تللى دى او دا پرمختګ به لا روان وي، هېڅ صحيح او سالم عقل به دا خبره ونه مني چې ګواكې انسانيت يا بشريت د حيوانيت او وحشت دوره تېره كړېده او يا انسان هم د بيزو، ګوريلا او چمپانزي په څېر حيوان و او دا ياد شوي حيوانات يې ورونه يا د تره زامن دي. دا ډول فكر درلودل د انسانيت او بشريت توهين او سپكاوى دى.
په پاى كې يو ځل بيا محترم ځواب ته توصيه كوم چې لږ محتاط و اوسي، دا خود ګر د بشريت خبره ده، دا د ټولو دينونو، مذهبونو او علمي ارزښتونو سره ټكر دى او د نورو كوچنيو مسايلو په څېر سطحي چلند بايد ورسره ونه شي.