کــــــــور

لومـــــړی مخ

ارشيــــف اړيـــــــــــکي   ستا ياد چي مي په مينه په سودا وغوړوي      هنداره په تيارو د لمر ړنا وغوړوي      د حسن معجزې دي  يا د ميني کرامات       په کل جهان چي سيوری د هما وغوړوي  
مينه  : له جلال اباد څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ايا انسان کاملاٌ وحشي و 
دډيموکراسي نظامونو
مينه څه شی ده ؟
د لمر د کاروان سره نيـ
اخلاقي فساد زياتيږي
د ميني استعمار
اسلام او ژورناليزم
مــــــــينه
ته رانه لاړې ستا يادو
په ننګرهار کي د فوټبا
ډيموکراسي به دافغانسـ
د وروستۍ لويي جرګې
ملګري ملتــــونه

خپلواك وطنيار

ته رانه لاړې ستا يادونه راسره پاتې شول

دا مخامخ په دې دېوال دا ځړول شوى چوكاټ، دې كې زما د ژوند خوږه غوندې كيسه پرته ده، دې كې زما د خوښۍ څو لمحې لـه ورايه ښكاري، دا مې د زړه يوه ټوټه ده په ما ګرانه ده، دا مې د تېرې زمانې يادونه تاند ساتي، دا مې د مينې د يادونو ډيوه بله ساتي هو زما لومړۍ مينه ساده مينه سپېڅلې مينه هغه چې ما به د حرم غوندې صفا ګڼله هغه لـه ځانه لـه جهانه په ما ګرانه مينه دا مخامخ په دې دېوال دا ځوړول شوي چوكاټ، دې كې زما د مينې ټوله فلسفه پرته ده هسې لـه ورايه خو به خلكو ته ساده غوندې تصوير ښكارېږي خو نه! د هنر مند په ګوتو جوړ دا رسم شوى تصوير دا زما زړه دى زما ځان دى زما ښكلى جانان بس كله نا كله په تصوير باندې خپل زړه ښه كوم.
خو نن يو څوك دلته راغلى دى ولاړ دى راته وايي چې دا تصوير زما دى زه يې ځان سره وړم، تا لـه يې نه پرېږدمه تا سره مې خوښ نه دى دا، څومره ساده يې ګرانه! لاړ شه خپله لار ونيسه دا په لمبو باندې سېزم تا لـه يې نه دركوم لـه تانه اور ښه دى، يو څو شېبې به وي مړ به شي ته بې وفا يې ته مې تل د زړه بازار سيزې. زما جانان خو زما زړه كې لكه روح پروت دى ته يې وجود يې ته مجاز يې زه تا نه پېژنم، زما جانان ما ته لـه هغې ورځې نه مړ دى لـه كومې ورځې نه چې يې زما د مينې په پاكه لمن د تمت تور داغ ولګولو او زه يې د خپل د زړه لـه كوره وويستلم. ما ته ښكاري چې زما جانان يو تن او دوه روحه درلودل چې يو روح يې لـه مينې او وفا څخه جوړ شوى و او بل يې لـه نفرت او بې وفايۍ څخه ما يې د مينې او وفا لـه روح سره مينه درلوده او هغه روح مې ورته په زړه كې ساتلى دى سمه ده ګرانه دا به ستا تصوير وي خو د مينې او وفا د وخت تصوير دى. ستا په كالبوت كې خو اوس د نفرت او بې وفايۍ روح چلېږي. ما ستا لـه كالبوت سره مينه نه ده كړې ما ستا لـه وفا او مينې سره مينه كړېده او هغه زه ستا په پخواني تصوير كې وينم لـه تانه ما ته ستا پخوانى تصوير ډېر ګران دى. نو ځه ګرانه زه دې نه پېژنم او د پخوانۍ مينې په پاس به درته ووايم چې ځه الله دې مل شه.