کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

سرمحقق ميراحمد ګوربز
 

د افغانستان د ودانۍ اساسي کيلي د اوبو د بندونو جوړول دي
 

افغانستان بحر ته لاره نه لري. بحر د هر هيواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې ډېر رول لري. له دې امله د تجارتي مالونو په واردولو کې د ګاونډيو هيوادونو سره هميشنۍ ستونزې لري کله کله د افغانستان تجارتي مالونه ترکالونو پورې او کله هم په آزاده هوا کې پراته پاتې کيږي. چې په نتيجه کې مالونه خپل اصلي کيفيت له لاسه ورکوي. له همدې کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ زياتره د تجارتي ترانزيت مالونو په سر لانجې پيدا کيږي، يا نوموړى هيواد زمونږ له تجارانو نه د زياتو اميتازاتو غوښتنه کوي. زمونږ ګران هيواد بحرته د لارو د نه لرلو سره سره د واورو ډک غرونه اوشنې زرغونې درې لري. چې د غرونو دغه پريمانه واورې د پسرلي په پيل کيدو سره ويلې کيږي.
له جګو غرونو څخه هرې خواته زړه وړونکي ابشارونه او ډکې ويالې بهيږي چې د پرښو او ډبرينو تړوسره د لګيدو په وجه د هيواد د آبادۍ ازانګې پورته کوي. او د پسرلي د موسم پاکې هوا ته معجزه اسا رنګ او خوند ورکوي.
د نړۍ ډېرهيوادونه د بحرونو دمالګينو اوبو څخه د تخنيکي وسايلو په مرسته د خوراک او څښاک له پاره تصفيه شوې اوبه په زيات مصرف سره لاسته راوړي. خو د ګران هيواد د ابشارونو او چينو اوبه په طبيعي ډول د شاتو په شان خوږې د مقطرو اوبو په شان پاکې، د ګټورو معدني موادو درلودنکې دي. که تاسو د کونړ سيند، پنجشرسيند، د پکتيا، بدخشان او نورو ډېرو سيمو بهانده او څپانده سيندونه وګورئ نو په تل کې يې ماهيان څه چې شګې ذري او ستن پيداکولى او ليدلى شئ.
د خواشينۍ ځاى دا دى چې موږ د زياتو سيندونو او واورينو اوبو د درلودلو سره سره پراخې شاړې دښتې او بکرو باير ځمکې لرو، که هغه آبادې شي څو مليونو انسانانو ته کافي خوراکي مواد برابرولى شي. خو په خواشينۍ سره ددې پرځاى چې زمونږ د سيندونو اوبه د هيواد د دښتو، شاړو مځکو په خړوبولو کې ورنه ګټه واخستل شي ګاونډيو هيوادونو ته بهيږي هغوى پريمانه ګټه ورنه اخلي او د هغې خوراکي مواد زموږ هيوادوالو باندې د زياتو اسعارو په بدل کې خرڅوي.
د هيواد زياترو روڼ آندو او خلکو غوښتنه د جلالتمآب محترم کرزي صاحب او نړۍ والو مرستندويه هيوادونو څخه دا ده چې: لومړى خپل جدي پام د اوبو د بندونو جوړولو ته راواړوي. څوچې: په افغانستان کې د اوبو د زېرمو بندونه جوړ او آباد نه شي. د افغانستان بيارغاونه به تشې د خولې خبرې وي. او دا څو مليارده ډالر چې د نړۍ والو له خوا د افغانستان دولت او انجوګانو ته ورکړىشوي دي، د کابل کندهار د لويې لارې جوړولو پرته يې نوره اغيزې او بېلګې نه ليدل کيږي د اوبو د بندونو او د اوبو د نورو بې شميره زېرمو په جوړولو سره د شاړو دښتو خړوبول تر سره کولو پرته نورې ګټي يې دا دى:
١. د اوبو د زېرمو او بندونو ابادولو سره به پراخه مځکې ابادې افغانستان به نه يوازې د خوراکي موادو له درکه په ځان متکي شي او ددې توان به پيداکړي چې په مليونو ټنه غنم او نور خوراکي مواد ګاونډيو هيوادونو ته صادر کړي.
٢. د اوبو د بندونو په ودانولو سره به په مليونو ميګاواټه بريښنا توليدشي چې له دې پلوه به د افغانستان د ټولو خلکو اړتياوې پوره شي او هم يې په ګاونډيو هيواونو باندې د پلورلو له امله په کال کې په مليونونو ډالره تر لاسه کيداى شي.
٣. د بريښنا د پريمانه انرژي په توليد سره به د کانونو د رايستلو له پاره زمينه برابره شي ځکه افغانستان د ډېرو قيمتي فلزاتو زيرمې لري چې تراوسه پورې يې هيڅ لاس نه دى خوړلى.
٤. د اوبو د بندونو جوړولو د مخه افغانستان دوى ته اړو، او وروسته به دا ګاونډي هيوادونه افغانستان ته اړوي چې د اړتياپه وخت کې د دوى د مځکو د اوبو له پاره اوبه ورخوشې کړي.
٥. د اوبو د پريمانه زيرمونه کيداى شي په مليونو ټنه د ماهيانو غوښې تر لاسه کړو.
٦. د افغانستان د بريښنا د انرژي په عامولو سره به د ځنګلونو د قطع کولو مخنيوى و شي ځکه خلک به د لرګيو پرځاى د بريښنا د پاکې اوبې تعليفه انرژي نه کار اخلي او دا انرژي به د لرګيو د سونګ په تناسب څو چنده ارزانه وي.
٧. په افغانستان کې د اوبو د ذخيرو له برکته به زيات بارانونه راپيداشي. او په افغانستان کې به د وچکالۍ مخه ونيول شي افغانستان به بيرته زرغون او سمسور شي.
٨. د ولاړو اوبو لوى ډنډونه چې د هيواد په مختلفو سيمو کې موجود وو، بيرته د اوبو نه ډک او د کوچي الوتونکو بهير به بيا هيواد ته را مات او هيواد به بيا د پخوا په شان ښکلى او زرغون شي.
٩. د ځنګلونو په قطع کولو سره رنګارنګ ژوي او الوتونکي ګاونډيو هيوادو ته په تېښته کې دي ځکه په سپيرو غرونو کې دوى د ژوند کولو ټول امکانات د لاسه ورکوي، د ځنګلونو په ساتلو او بيارغونې سره ټول هغه ژوي او الوتونکي چې د چاپيريال ښکلا جوړوي بيرته دغو ځنګلونو ته په راتګ پيل وکړي.
١٠. هغه بې شميره عايدات چې د اوبو له برکته لاس ته راځي په پراخ لاس سره کولى شو د افغانستان د ټولو برخو په ودانولو او رغاونه کې کار واخلو. بيا به هيڅوک په افغانستان کې وزګارنه وي. په افغانستان کې به د کوکنارو، چرسو او تنباکو د کرلو څوک بيلګه په سترګو ونه ويني، دا اوس دا جنګونه چې په ټولنه کې موجود دي، هيڅوک به بيا دېته زړه ښه نه کړي.
د بندونو او اوبو د ذخيره کولو خبره د لومړنۍ اړتيا په توګه د ډېرى وکيلانو په خبرو کې په ډېر ټينګار سره ياده شوه.