|
|
ک . س. افغان
د پوهنې وزارت او
هيوادنۍ خپرونې
ولې له پښتو ژبې سره تربګني کوي؟
د افغانستان انتقالي دولت د خپل واک له لومړيو ورځو څخه
په هېواد کې د پوهې د کچې د لوړولو او د بې سوادۍ د له منځه وړلو خبره خپل
شعار ګرځولى. د دولت له مشر ښاغلي حامد کرزي څخه بيا د کابينې تر ټولو
لوړرتبه او ټيټ رتبه چارواکو په خپل وار سره د هېواد ګوټ ګوټ ته د علم او
پوهې د رڼايي د رسولو وعدې کړي.
ښاغلي کرزي خپل دغه هدف ته د رسيدو لپاره ښاغلي محمديونس قانوني ته د پوهنې
د وزارت د مشرۍ سپيڅلې دنده ور وسپارله ښاغلي قانوني هم د خپل ځانګړي احساس
له مخې په هېواد کې د پوهنې د کچې د لوړولو او پراختياله پاره ځينې کوټلي
ګامونه پورته کړي. او په دې ډګر کې ئې زياته اندازه بهرنۍ مرستې هم
افغانستان ته راجلب کړي. خو دا چې دغه مرستې تر کومې کچې د هېواد د وران
ويجاړ پوهنيز سيستم په بيا رغاونه مصرف شوي دي ټول هېوادوال پرې خبر دي او
ښه پرې پوهيږي.
د تاريخ په اوږدو کې زموږ د هېواد په ښوونځيو او مدرسو کې په پښتو او دري
ژبو زده کړې کيدې څرنګه چې زموږ د هېواد ګڼ شمېر اوسيدونکي پښتانه دي او
کوم پښتانه چې په ليک لوست بلد دي هغوى په پښتو او دري دواړو ژبو ليک لوست
کولاى شي. مګر ددې برعکس دري ژبې لوستوال او ليکوال په پښتو ژبه ليک لوست
او حتى خبرې هم نشي کولاى هغوى ددې پر ځاى چې د ملي او افغاني احساس له مخې
بايد پښتو ژبه زده کړي او خپل افغاني هويت تثبيت کړي برعکس يې د ځان ښودنې
او د مادي ګټوپخاطر انګليسي، روسي او فرانسوي ژبي زده کړي دا ښه خبره ده چې
يو انسان په بهرنيو ژبو پوهيږي مګر هر څوک چې په هر هېواد کې ژوند کوي د
همغه هېواد د يو اوسېدونکي په حيث بايد دومره د وطن دوستي او هيواد پرستي
احساس او مينه په زړه کې ولري چې د خپل هېواد په ملي ژبه ليک لوست وکولاى
شي لکه الفت صاحب چې وائى:
پردۍ ژبه زده کول كه لوى کمال دى
خپله ژبه هيرول بى کمالي ده
زموږ د هېواد ډير دري ژبي وروڼه په نورو بهرنيو ژبو کې د ماسټري او دکتورا
سندونه او غټ غټ کتابونه لري مګر د هېواد په ملي ژبه ( پښتو ) دوه خبرې هم
نشي کولاى.
اوس چې په هېواد کې هر اړ خيزې بيارغاونې ته ځانګړې پاملرنه شوې نو پدې لړ
کې بايد د ښوونې او روزنې په بيارغاونه کې له زيات دقت او پاملرنې څخه کار
واخستل شي.
په کابل کې چې د هېواد د هرې سيمې افغانان اوسيږي او د هرې سيمې خلک ځانګړي
ولسي رواجونه او روايات لري ډير داسې افغانان هم هلته ژوند کوي چې د هغوى
ژبې هم له پښتو او دري سره توپير لري د سارې په توګه ازبک، ترکمن، نورستانى...
او داسې نور د ښوونې وزارت که څه هم په ټولو ژبو د زده کوونکو له پاره درسي
مواد نشي تيارولى خو د پښتو او دري ترمنځ انډول ساتل خو دومره ورته ګران
کار نه ايسي په اوسنيو حالاتو کې د کابل په ټولو ښوونځيو کې ټول درسي مواد
په دري ژبه تدريس کيږي او پښتو يواځې د يوې بهرنۍ ژبې په څير پکې ځاى شوې
چې اوس خو له انګلسي او فرانسوي ژبو څخه هم ورته کمه پاملرنه کيږي.
که چيرې د ښوونې او روزنې ښاغلى وزير صاحب په رښتيا هم د هېواد او
هېوادوالو سره مينه لري نو بايد د خپل افغاني احساس او د هيواد د اولادونو
د سمې او سالمې روزنې په خاطر د هېواد په ښوونه او روزنه کې داسې ريفورمونه
راولي چې د ټولو افغانانو اولادونه په درسي، فکري، ايديالوژيکي او ټولنيز
لحاظ سمه او بشپړه روزنه په اسانه ډول تر لاسه کړي. او دا کار يواځې هغه
وخت شونى دى چې د ښوونې او روزنې وزارت د افغانستان په هره سيمه کې ټولنيز
عدالت او متوازن معارف ته قائل شي. همدا راز ملګري ملتونه او هغه بهرني
موسسات چې زمونږ په هېواد کې د ښوونې او روزنې د پراختيا او پرمختيا په لړ
کې هلې ځلې کوي هم دې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په هېواد کې د پوهنې د کچې
د لوړوالي له پاره د افغانانو د کلتور او ژبو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه
کړي او همدا راز دغه انډول په سمه توګه په پام کې ونيسي.
ځينې هغه خپرونې چې د ځينو بهرنيو موسساتو له خوا زمونږ په هېوا د کې د
يووالي، سولې او ديموکراسي په موخه خپريږي ډېر مطالب ئې پداسې ډول چاپ شوي
وي چې لوستونکي هيڅ مفهوم ترې نشې اخستلاى. د بېلګې په ډول په افغانستان کې
د ائتلافي ځواکونو هغه خپرونه چې د صلح Peace په نوم د هېواد په بېلا
بېلو ښارونو کې د ائتلافي ځواکونو لخوا په وړيا ډول وېشل کېږي او په
انګليسي سربيره هر مطلب ئې په پښتو او دري ژبه هم ليکل شوى وي خو د پښتو
برخه په کې دومره ګډه وډه ده چې د پښتو ژبې ليکوالان او پوهان هم پرې نه
پوهيږي د مثال په ډول ماته د ائتلاف ځواکونو يوه ورځ د نوموړي اخبار
څلورويشتمه ګڼه راکړه چې په څلورم مخ کې ئې د ملي ايتلاف اصلاحاتو غونډه
تر سرليک لاندې يو مطلب خپور شوى وو چې د پښتو متن ئې د ماشومانو په ژبه
چې نوې خبرې زده کوي ليکل شوى وو چې يوه برخه ئې د نمونې په ډول دلته راوړم.
د افغانستان بيرته ودانول د افغنستان دولت، ائتلاف قوا او بين المللي
ټولني متحد او جدى ژمنى ته اړه لرى ځکه بادوام کابل کې د پرمختګ له پاره په
ټول هېواد کې امنيت او قانونى حکومت لازمى شرط دى. په دغه دوه ورځنى غونده
په امينت، اصلاحات او مشکلاتو په هکله بحث وشو . همدا راز د همدغى خپرونې
د همدغې ګڼې په لومړي مخ کې د افغانانو روغتيا او هوسايني لپاره زيار
تر سرليک لاندې داسې پښتو متن ليکلى . افغانستان د ائتلاف قوا ډاکټران او
عسکران د کندهار په جنوب کې يو کلى ته ولاړل تر څو چې خلکو سره کندهار،
مرستى وکړى.او د ائتلاف قوا د ډير شمې عملياتو ولايت دى د سيمى خلکو ته
روغتيائى مرستى رسيدلو لپاره روغتيايى د ائتلاف قوا ډاکټرانو د کندهار په
ولايت کې په يوه څخه دى.
ورځ کې ١٧٣ کليوال تداوى کړل کړى دى. که چيرى موږ د هيواد مطبوعاتي
خپرونې په ژوره توګه مطالعه کړو نو ډېر داسې مثالونه به مو تر سترګو شي. د
دغو خپرونو دا ډول خپرونې نه يواځې د هېواد د ژبو انډول په سمه توګه په پام
کې نه نيسي بلکه هغه ژبه چې ډير ويونکي لري د نورو ژبو په پرتله ډيره ضعيفه
وي ددې له پاره چې دا ډول خپرونې په هر اړخيز ډول خپل رسالت وساتلى شي.
بايد واقعاً د خلکو په ژبه خپرونې وکړي او خپلې ليکنې په داسې ډول وليکي چې
لوستونکي پرې وپوهيږي او که چيرې له نورو بهرنيو ژبو څخه کوم مطالب را
ژباړل کيږي بايد ژباړونکي د ژباړې اصول پکې مراعات کړي که ئې په سمه او
روانه ژبه نشي ژباړلى د څو پيسو په مقابل کې دې په نورو ژبو ملنډې نه وهي
يعنې لومړى بايد په خپله ملي ژبه بشپړ تسلط ولري او بيا دې نورې ژبې زده
کړي تر څو په خپلو ژباړو او ليکنو هېوادوال وپوهوي که چيرې موږ دغو خبرو ته
ژور پام وکړو او هر ليکوال او ژباړونکى ئې په ځان عملي کړي له يوې خوا به
يې د خپل هېواد د ولس له پاره مو ډير کار کړى وي او له بل پلوه به ئې خپل
دروند مسؤليت هم په سمه توګه ادا کړى وي.
راځئ چې ټول د بشپړ اخلاص، صداقت، مينې او ورورولۍ له مخې په خپل ګران
هېواد افغانستان کې د امن، سولې، ديموکراسي او عدالت د پياوړتيا له پاره
کار وکړو. او د خپل اصل افغاني کلتور د سمسورتيا او بډاينې په موخه نه ستړې
کيدونکې هلې ځلې وکړو. |