کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

انجينر ميرويس ويان خوګياڼى

ځنګلونه د چاپيريال ساتنه کوي

له يوې خوا ځنګلونه ملي شتمنې ده او د يو هيواد اقتصاد ( وټيز ) پياوړى کوي او له بلې خوا د چاپيريال سره مستقيمې اړيکي لري او د هغه ساتنه کوي. دا چې د هيواد ځنګلونه په تيرو څو لسيزو کې له منځه تللي او دا پروسه لا روانه ده نو د ځنګلونو په نشتوالي سره چاپيريال ککړيږي ځکه له يوې خوا د ځنګلونو نشتوالى او له بلې خوا هيواد مخ په صنعتي کيدو لکه د موټرو تګ راتګ صنعتي، فابريکې، بټۍ د هوا په ککړ والي کې ستر رول لوبوي.
اوس د نړيوال چاپيريال ساتنې سازمانونه پدې هڅه کې دي چې څنګه د چاپيريال ساتنه او د مضرو غازاتو مخنيوى وکړي ځکه دا يوه ستره ستونزه ده او کيدى شي په راتلونکي کې خلک له ډول ډول ستونزوسره مخامخ کړي وروسته له ډيرو مودو نوموړو سازمانونو دا جوته کړه چې د چاپيريال ساتنه يوازې او يوازې د ونو په روزلو سره سر ته رسيږي. لکه څنګه چې ځنګلونه د هوا په پاکوالي کې مرسته کوي همدا رنګه د طبيعي سرچينو ساتنه هم کوي طبيعي سرچينې د چاپيريال سره نژدې اړيکې لري ځنګلونه نه يوازې د هوا په پاکوالي کې بلکه د ښار او يا سيمې ښايست هم ور پورې اړه لري.
د ځنګلونو د نه موجوديت په وجه کاربن ډاى اکسايد اتوموسفير ته ځي او هلته يو پوړ جوړوي.
دا چې لمر ډول ډول وړانګې وي لري چې په سلو کې ٤٣ فيصده د اوزون پواسطه ١١فيصده د اتوموسفير په واسيطه واپس کيږي او ٤٦ فيصده ځمکى ته راځي.
د اوزون طبقه چې د اتوموسفير ٢٥ نه تر ٢٧ کيلومټره پورې واقع ده او مضره شعاع وې منعکسوي که چيرې د صنعت په وجه ګازات زيات شي او ور سره ور سره ځنګلونه هم وجود ونه لري نو دا ډول ډول ګازات به د اوزون پوړ مات کړي او مضره وړانګې به پر ځمکه پريوځي او انسانان به د سرطان، شکرى او د پوستکي د ناروغۍ سره مخامخ کړي. ځينې رسنيو ليکلي چې د ځمکې د حرارت درجه به ٢٣٠ سانتي ګراد ته ورسيږي چې حتى د انسانانو ژوند به ناممکن شي.
دا چې کاربن ډاى اکسايد د انسان د پاره مضر دى نو ځنګلونه همدا کاربن ډاى اکسايد چې د انسان استفادې وړ نه دي جذبوي. او د هغې په بدل کې د ژونديو موجوداتو د پاره اکسيجن برابروي.
لکه څنګه چې ښودل شويده يو هکټار ځنګل د اوړي په ورځ کې ٢٢٠kgr نه تر ٢٧٥ کاربن ډاى اکسايد جزبوى. او د هغې په بدل کې ١٨٠ نه تر ٢١٥ کيلو ګرامه اکسيجن هوا ته ازادوي.
د ځنګلونو ځينې ونې خاص بوى لري چې دا هم د چاپيريال سره اړيکې لري. لکه د ناجو ونه چې يو ډول مواد هوا ته خوشې کوي او د نري رنځ د مخنيوى سبب ګرځي.
له بله پلوه دلا چې يا يو کاپيټولس ونه د ملاريا د غوماشو مخنيوى کوي.
دا هم د يادولو وړ ده چې ځنګلونه دPhytonlid په نوم مواد هوا ته خوشې کوي او د مکروبونو د جذبولو سبب ګرځي يو هکټار ځنګل ٧٥ متريک ټنه خاوره او يا مکروب جذبوي چې دا د پلن پاڼو ونو په ځنګلونو کې د کال دوه کيلو ګرامه Phytonlid هوا ته خوشې کوي او د يو کال د هوا د پاکوالي سبب ګرځي.