|
|
د اى، دبليو، پي ار ليكنه
ناوړه چال چلن ښځې
ځانوژنې ته هڅوي
د خپلو کورنيو په لاس له فزيکي ناوړه او يا جنسي تيري څخه
د رنځېدلو ښځو لپاره يوازينۍ لاره په خپل لاس له ژوند څخه د ځان بېغمه کول
دي.
يو څه موده وړاندې د ژمي په سختو سړو شپو او ورځو کې، د دوو کوچنيانو مور،
٢٢ کلنې ګلمهرې ځان د خپل کور په تشناب کې بند کړ، تېل يې په ځان وشيندل او
بيا يې په اور کې ځان لولپه کړ.
يو مهال يي مېړه ځير شو، چې له تشناب څخه لوګى خيژي، هغه دروازه ماته کړه،
ګوري چې ګلمهره په اور کې ستي پرته او د بدن څه ناڅه ٩٨ برخه يې په اور
باندې کباب شوې ده. مېړه يې د اور د مړ کولو په هڅه هغه په شړۍ کې تاوه او
سيمه ييز روغتون ته يې ورسوله ګلمهره شپږ ورځې وروسته مړه شوه.
د هغې قضيه زياتو نورو پېښو ته ورته ده. د بشري حقوقو د چارواکو له خولې د
تېرو ١٢ مياشتو په بهير کې نژدې ٩٠ ښځو په دې لاره د خپل ژوند د پاى ته
رسېدو هڅه کړې ده. په زياترو پېښو کې ښځې د فزيکي ناوړه چلن او جنسي تيري
قربانيانې وي.
د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کميسون د ښځو د حقوقو د پراختيا د څانګې
مرستياله، کريمه وايي، د ځان وژنې د پېښو اصلي لامل جبري ودونه دي.
د ٢٠٠٣ کال د مارچ له مياشتې را په دې خوا د ځان وژنې زياتره پېښې د هرات
په ښار کې رامنځ ته شوي دي. کريمي وايي: د روغتون دکريمېنالوژۍ د ثبت له
کتاب څخه تر لاسه شوې شمېرې څرګندوي، چې د ځان سوځولو په ٥٦ پېښو کې څلور
تنه نارينه او ٥٢ تنه ښځينه وې. هغه وايي: په دې پېښو کې ٣٢ تنه ښحې مړې
شوي او پاتې نورې ژغورل شوي دي.
د بشر د حقوقو د چارواکو په وينا په کابل کې يو روغتون ٣٢ داسې پېښې ثبتې
کړي دي او درې نورې ورته پېښې په جلال آباد کې رامنځته شويدي.
د ځان سوځولو زياتره پېښې په کابل کې د درېمې کارتې روغتون ته وړل شوي، ځکه
د هېواد په کچه د جراحۍ ښه امکانات لري. ددې روغتون د جراحۍ د څانګې د شيف
مرستيال، دکتور حسن کمال وايي: زيات شمېر پېښې په کورنيو کې د
تاوتريخوالي له امله رامنځته کيږي.
ګلمهرې، چې له واده يې اووه کاله تېريږي، له مړينې د مخه آى ډبليو پي آر ته
د ځان د سېځلو په هکله خبرې کړې وې. د روغتون په بستر کې د سوي سکور ګلمهرې
لاسونه او څنګلې زيات پړسېدلي وو. مخ يي سوځيدلى، سترګې يې د مخ په پړسوب
کې پټې شوې وې او بېرته کولاى يې نه شوې. کله کله به يې له خولې زګېروي
راوتل. کله نا کله هغه ګرځېدله او خبرې يې کولاى شوې.
هغې ويل: زه به مې خاوند هر وخت وهلم، نوره مې ور سره ګوزاره نه شوه
کولاى. له ځان وژنې پرته مې بله لاره نه درلوده. له دې امله مې ځان ته اور
ورته کړ.
هغې ويل، چې د خسر ګنۍ د نورو غړيو له لاس يې هم وهل ټکول خوړلي دي. هغې
ويل: لېور مې په کيبل وهلم. نوموړې ويل، چې خاوند يې هغه او د هغې
اولادونه، اتلس مياشتنى زوى او درې مياشتنۍ لور پريښې او خپله ايران ته
تللى و.
د ګلمهرې خاوند، نجيب الله له خپلې مېرمنې سره د جنګ په کولو اعتراف وکړ او
ويې ويل، چې د هغه ورور ځکه هغه وهلې وه، چې تل به يې شکايت کاو. خو هغه په
دې خبرې ټينګار کاو، چې د خپلې ښځې د کړنې مسووليت په غاړه نه لري. نوموړى
وايي: دا د هغه ناپوهي وه، چې داسې کار يې وکړ.
د ګلمهرې خواښې، بنفشه وايي، چې هغې ته هغه ګلمهره د خپلې لور په څېر
ګرانه وه او ويل يې چې کورنۍ يې خپل منځي ستونزې نه لري. هغې ويل، ګلمهرې
کولاى شول، هر مهال د خپل پلار او مور د ليدلو لپاره د هغوى کور ته لاړه شي.
هغې له دې ټکي سره موافقه لرله چې جبري ودونه زياتره له کړاو څخه ډک وي، خو
ويل يې، چې ګلمهره داسې نه وه هغه زياتوي: په ځينو کورنيو کې په ناوې
زيات ظلم کيږي، خو هغې ته چا څه نه وويلې، چې خپل ځان او کورنۍ تباه کړي.
خو د ګلمهرې خور، شيرپيره بيا بل راز کيسه کوي. هغه وايي: آن يوه پلا هغه
په سر باندې په غيچي وهل شوې وه. د خسرګنۍ هر يو به په ډېرې بېرحمۍ هغه
وهله او ټکوله. له دې امله په هغې نورې لارې تړلې وې نو ځکه يي دا کار وکړ.
شير پيرې وويل، چې يو ځل ګلمهره له مړينې د مخه د خپل پلار کور ته راغلې وه
او ويل يې، چې طلاق اخلي. خو پلار، ولي احمد ورته اجازه نه وه ورکړې. هغې
ته يې ويل، چې د هغه په قوم کې چا د طلاق کار نه دى کړى او که هغه يې وکړي،
نو کورنۍ ته به يې شرم واړوي. هغه ورته نصيحت وکړ، څه چې پرې تېريږي، بايد
له زغم څخه کار واخلي.
ولي احمد آى ډبيلو پي آر ته وويل، چې هغه لا له پخوا خپله ماندينه او څلور
اولادونه له لاسه ورکړي دي. په داسې حال کې چې لا د هغه لور په روغتون کې
وه، ويل يې، که چېرته هغه مړه شي، نو د آرام سا به واخلي. هغه ويل: زه له
خدايه غواړم چې هغه مړه شي، ځکه هغه د ډېر ظلم لاندې ده.
کومه ښځه چې د ځان وژنې هڅه وکړي، کورنۍ ته يې د شرم د اړولو مانا لري او
که له مرګه وژغورل شي، نو خلک ځينې کرکه کوي.
د اووه ويشت کلنې، رونا له واده څخه لس کلونه تېريږي او د څلورو زامنو مور
ده. هغه وايي دوه پلا يې هڅه کړې چې ځان د لرګيو په بخارۍ کې وسوځوي. د
دريمې هڅې پر مهال هغه د خپل خاوند له خوا تر بريد لاندې راغله او مخه يې
ونيول شوه. هغه وايي: خاوند مې تر هغه ووهلم، چې پرکاله شوم. له هغې
وروسته يې را باندې ايشول شوې اوبه واچولې او غوښتل يي چې ومې وژني. شپږ
مياشتې په دې روغتون کې بستر شوې يم. په دې ټوله موده کې زما خاوند زما د
ليدلو لپاره نه دى راغلى او نه يې زما اولادونه زما د ليدو لپاره راپري
ايښي دي.
پنځلس کلنه تمنا وايي. جنسي تيري هغه ځان وژنې ته اړ ايستله. هغې ويل، چې
پلار به يي مچې کوله او کله چې به ويده شوه، نو په غيږه کې به يې نيوله او
مينه به يي ورسره کوله او که کله به يې شکايت وکړ، نو چا به نه منله.
نوموړې وايي: په پاى کې کله چې هغه غوښتل په ما تيرى وکړي، ما خپل ځان
وسوځولو.
فريبا د افغانستان د ښځو د انقلابي سازمان ( راوا ) غړې ده. دا سازمان د
ښځو د ځان وژنې مخه نيسي. هغه وايي: موږ په دې اند يو، چې د ځان سيځلو يو
لامل هم بېسوادي او وروسته پاتې والى دى. نوموړې وايي د هغوى سازمان د
سواد د زده کړې کورسونه او د لاسي صنايعو مرکزونه پرانيستي دي، چې ښځې سواد
زده کړي او يو کسب ياد کړي، تر څو وکړاى شي، خپل ځانونه وچلوي.
فريبا وايي: د هغې سازمان ټينګ باور لري، چې کېداى شي يوازې د قلم په
وسيله د افغانستان ښځې ځواکمنې او د بنسټپالنې په وړاندې په خپلې مبارزې کې
بريالۍ شي، چې پر ښځو باندې د ظلم يوازينى لامل دى. موږ هغوى روزو او په دې
يې پوهوو، چې ځان وژنه او ځان سېځل هغوى ته ګټه نه رسوي.
هغه وايي، لکه څنګه چې د هېواد زياتره سيمې د محافظه کارو مشرانو په لاس کې
دى او ډېر کمزورى قانوني سيستم لري، يو لږ شمېر ښځې د ناوړه چال چلن څخه د
تېښتې لار لري.
فريبا وايي:
ښځې د ځان په وړاندې د جنايتونو په هکله د خپل غږ ايستلو لپاره له دې
پرته بله لاره نه لري. هغوى د ځان وژنې اسانه لاره موندلې ده. که په يوې
پېښه کې عدالت تامين شو، نو هيڅوک به دې ته زړه ښه نه کړي، چې په ښځو ظلم
وکړي او د خپلو لومړنيو حقونو څخه يي بې برخې کړي. |