کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

ن، ناور ، كابل

افغان كډوال او ټــــــولټاكنــــې

د نړۍ په ډېرو هېوادونو كې حكومتونه او سياسي چارواكي د ټولټاكنو له لارې ټاكل كېږي . په دې مانا چې خلك په خپلو مستقيمو را يو خپل مشران ټاكي او هغه څوك ګټونكي دي چې د ولس اكثريت پورې را ټول شي . په افغانستان كې هم د لومړي ځل لپاره ولسمشري او ولسي څوكۍ ته د ټاكنو تيارى نيول كېږي . خو اوس مهال په دې هېواد كې په سمه توګه د ټاكنو د بهير تر سره كېدل ګران كار دى . له يوه لوري هېواد له يوې دوويشت كلنې جګړې او ناخوالو څخه راوتلې ، له بله پلوه لا اوس هم ددې خاورې ډېره برخه د ټوپكسالارانو د وسلو تر نليو (ميلونو ) لاندې پرته ده او بل دا چې ډېره برخه افغانان نالوستي دي او په سمه توګه د ټولټاكنو ارزښت او مفهوم نه دى ورته څرګند .
يوه بله لويه ستونزه چې د ټولټاكنو د ګډ دفتر مخې ته پرته ده ،هغه په بهر كې مېشت ،په تېره بيا په ايران او پاكستان كې د افغان كډوالو نومليكنه او د هغوى رايه وركول دي . په بله مانا افغان دولت او ملګرو ملتونو ته به دا ستونزمن كار وي چې د يوه هېواد پر ځاى په دريو هېوادونو ( افغانستان، ايران او پاكستان ) كې د ټولټاكنو بهير تر سره كړي او دا كار به د افغانستان لپاره چې پخپله له هرې خوا د بېوسۍ نارې، چيغې وهي، له ستونزو څخه تش نه وي.
خو اوس د ټولټاكنو ګډ دفتر پتېيلې ده چې په ايران كې به يواځي پر هغو افغانانو د ټولټاكنو كارټونه وېشل كېږي، چې د ايران د حكومت له خوا په رسمي بڼه د كډوال په نوم پېژندل شوي دي . يانې هغه افغانان چې مهاجرت كارټونه لري .
خو دلته يوه پوښتنه راولاړېږي: هغه افغانان چې دا ډول پېژندپاڼې نه لري ، هغوى به څه كوي ؟ ايا په لسګونه زره افغانان چې په ناقانونه توګه دې هېواد ته ور اوښتي دي، د رايو وركولوحق نه لري ؟
ټولټاكنې د ديموكراسئ بنسټ دي او په يوه هېواد كې هغه مهال رښتينې ديموكراسي ټنګښت مومي چې د هغه هېواد ټول وګړي ( هغوى چې د رايو وركولو پر شرايطو برابر وي) خپل نومنونه وليكي او د خپل هېواد سياسي برخليك پخپله وټاكي .
په ايران كې يواځي هغه افغانان د كډوالي كارتونه ( پېژندندپاڼې) لري چې د افغانستان د درويشت كلن ناورين په لومړيوكلونو كې دې هېواد ته ور اوښتي وو . وروسته بيا ايراني چارواكو پر افغان كډوالو باندې د دا ډول پېژندپاڼوويشل بند كړل او كه يې چاته وركړي هم وي يا به يې شمېره لږه وي او يا به داسې كسان وي چې ايران به كومه ګټه پكې ليدله. همدا اوس په ايران كې په لسګونو زره داسې افغان ځوانان اوسي چې كورونه يې په خپل هېواد كې دي او هلته د اړتيا له مخې درانه كارونه تر سره كوي چې په دوى كې ډېرى په ناقانونه توګه تللي او ډېره برخه يې پښتانه دي .
له بله پلوه د ټولټاكنو ګډ دفتر وايي چې افغان كډوال د ايران د دولت له خوا راجستر شوي دي او دوى به د هغو نومونو له مخې پر افغانانو كارتونه ويشي چې لستونه يې د ايراني چارواكو په واك كې وي .دا د دې مانا وركوي چې هلته به ايراني چارواكي د افغانو په ټولټاكنو برلاسي وي . دوى به په افغانستان كې د ټولټاكنو ګډ دفترته هغه لستونه وركوي كوم چې د دوى له خوا جوړ شوي دي . نو ايا دا لستونه به پښتنو ته څومره د اعتبار وړ وي؟
روښانه ده چې هيڅ ؛ ځكه د ايران د حكومت پاليسي د افغانستان په وړاندې څرګنده وه او ده . دوى په تېرو دونيمو لسيزو كې بې طرفه نه دي پاته شوي . دوى د هغو ډلو خوا نيولې كومې چې د دوى ډول ته ګډېدل او ګډېږي . ايران د افغانستان اور ته لمن وهلې او اوس لا هم په دې هېواد كې سرو سكروټو ته ورپو كوي .
دا سمه ده چې افغانستان ته رښتينې سوله د ټولټاكنو له لارې راتلاى شي خو په دې شرط چې منصفانه وي . ټول افغانان د هر قوم، هرې ژبې او هر مذهب چې وي د واقعيت له مخې د برخه اخيستنې حق وركول شي . نه دا چې د مور ميرې چلند ورسره وشي .
له بله پلوه د انتخاباتو ګډ دفتر وايي چې دوى به ډېر ژر په پاكستان كې پر مېشتو افغانانو په راتلونكو ټولټاكنو كې د ګډون لپاره كارټونه وويشي . كه په ايران كې دوى ته دا كار ستونزمن وي نو په پاكستان كې بيا څنګه كولاى شي چې د ټولټاكنو پروسه پر مخ بوځي .افغان دولت خو تر پاكستان له ايران سره دوسستانه اړيكي لري . هومره ستونزې چې په پاكستان كې يې لري په ايران كې يې نه لري، هلته دي هم پر ټولو افغانانو د ټولټاكنو كارټونه ووېشي . نو دوى دا كار ولي نه تر سره كوي ؟
موخې، هدفونه، څرګندي وي . كه داسې وكړي نو روښانه ده چې ډېر پښتانه به كارتونه تر لاسه او حق به حقدار ته ورسېږي . له دې څخه څرګندېږي چې د ټولټاكنو په ګډ دفتر كې هغه څوك واكمن دي چې د پښتنو وركه غواړي . ځانونه (افغانستانيان) بولي او د افغان له نوم څخه ورټ
( كركه)كوي. دا د حيرانتيا ځاىدى چې ملګرو ملتونو څنګه دا ورسره منلې ده چې په پاكستان كې دي عمومي نوم ليكنه ترسره شي او په ايران كې دي افغان كډوال د مهاجرت كارټ له مخې په ټولټاكنو كې ګډون وكړي . دوى خو نارې وهي چې په افغانستان كې يواځي منصفانه ټاكنې سوله راوستى شي .نو ايا منصفانه ټاكنې دا ډول وي .
ملګري ملتونه ولي په لوى لاس پر حقيقت پرده اچوي او لا هم د نفاق اور ته لمن وهي. نړيوال بايد حقيقت ته د حقيقت په سترګه وګوري، نه دا چې له ټولټاكنو څخه چې د افغانانو اميد ګڼل كېږي د ګيدړې قواله جوړه كړي چې په چا يې منې ؟