کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

علم ګل سحر

خپل خدمتګاران وپيژنئ

هغه بله ورځ چا راته وويل، چې د زرملې د مټاخان په ولسوالي کې د لوى اختر په ميلو کې د پخلاينه اونيزه هم د يو موظف کس له خوا پلورل کېده.
د پکتيکا له ولايت څخه راغلي دوست مې راته وويل چې خلکو په ډېره مينه جريده اخستله او نږدې د هر لوستي کس په لاس کې جريده لېدله کېده، د اخبار په اخېستونکو کې نالوستي کسان هم و، چې جريده يې بيا وروسته په نورو لوستو کسانو او د جومات په ملا امامانو لوستله او دوى په ډېره مينه ورته غوږ غوږ وو. د دې خبرې په اورېدو مې زړه باغ باغ شو، تردې دمخه به هلته په مېلو کې د هر ځوان په لاس کې ټوپک ليدل کيده، او وخت په وخت به په داسي ميلو کې د ځينو بې مسووليته ټوپکوالو ترمنځ جګړې هم کېدلې او زياتره وخت به مرګ ژوبله هم پکې رامنځته کېدله، خو اوس هغه ځوانان د ټوپک پرځاى په اخباراو کتاب فخر کوي، دا لوى بدلون چا رامنځ ته کړى دى؟
دغه عظيم کار چا کړى دى؟
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت؟ د پوهنې وزارت؟ کومې کلتورې موسسې؟ او که د افغانستان د دولت کوم بل مسوول ارګان؟ ....... يوه هم نه ... د افغانستان په دغه لرې پروت، سرحدي، او په کلتوري لحاظ وروسته پاتې ولايت کې دغه ستر کلتوري کارونه يوه تن تر سره کړي دي.
دا د ستايلو وړ ليکوال، پخپله ژبه او وطن مين محمدالياس وحدت دى.
په پکتيکا کې د کلتوري ودې لپاره د پخلاينه او د کليد د اونيزو د ادارو او د پکتيکا د روڼ اندو کار او فعاليت د ډېرې ستاينې وړ ده، خو د ښاغلي وحدت شخصي هلې ځلې وې، چې د پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو لرې سيموته مجلې او اخبارونه ورسېدل. محمدالياس وحدت ښه ليکوال او ژورنالست اوپه ديني علومو کې د نظر خاوند دى. ما چې هر کله ورسره مرکې کړي دي او په لنډ او تنګ وخت کې مې دده نظر پوښتلى دى، بې له دې چې تيارى ونېسي، هماغه شيبه يې راسره مرکه کړې ده او پوره معلومات يې راکړي دي.
محمد الياس وحدت له هغه وخت په خوست کې د نورو ليکوالو او شاعرانو په مرسته فرهنګي چارې پرمخ بېولې او د خوست په نوم يوه په زړه پورې مجله يې چاپوله چې په ټول افغانستان کې يوازې څوګوتې په شمېر ورځپاڼې او مجلې خپرېدلې. دى د هيواد لرې پرتو سيمو ته سفرونه کوي، په کليو او جوماتو نو کې له کليوالو سره خبرې کوي، چې کومه جريده يا مجله يا کتاب يې لاس ته ورشي کليوالو ته يې رسوي، په کليو او لرې پرتوسيمو کې د هيرو شويو ليکوالو او شاعرانو ليکنې او شعرونه کابل ته راوړي او په مجلو کې يې د چاپ امکانات برابروي.
ځوانان ښوونځيو ته هڅوي، او د هغوى ستونزې اوري او په مطبوعاتو کې يې منعکس کوي، سره له دې چې په خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر او غزني کې د کلتوري فعاليتونو د ښه والي لپاره د دغوسيمو د ګډې کلتوري ټولنې د جوړولو په لاره کې د ده هيله سرته ونه رسېده، خو د نورو ويښو روڼ اندو او ليکوالو، ډاکټر محمداکرم خپلواک، زاهدشاه انګار، خوارمل، حق پرست.
په ملتيايې په دغو سيمو کې کلتوري فعاليتونو ته ملاوتړله او د ستاينې وړ کارونه يې تر سره کړل. موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت لرو، د پوهنې وزرات هم، او په درځنو کلتوري موسسي، ټولنې او اتحاديې موجودې دي.
خو په زياترو ولايتونو او لرې پرتو سيمو کې د دوى د مثمرکار څرک هم نه تر سترګو کېږي .
له نيکه مرغه چې موږ داسې ويښ کلتوري شخصيتونه لرو، چې دغه تشه يې تر ډېره حده ډکه کړې ده او هر يوه يې د يوې ټولنې او آن وزارت په اندازه کار سرته رسولى دى دغه وياړلي کلتوري شخصيتونه اسدالله غضنفر، حفيظ الله غښتلي،حمدالله صحاف، صالح محمد صالح، پروين مومند، ايمل پسرلى، عبدالنافع همت، پوهنمل محمد اسمعيل يون، بيکسيار، اميرجان وحيد احمدزى، محمداکرم خپلواک، صديق الله بدر، عزت الله شمسزى، عبدالقديم پتيال، ببرک مياخيل، عبدالوکيل شينوارى، عبدالاحمد محمديار، لعل پاچا ازمون، خوږمن ځاځي، عارفه عمرلور، حميدقادري او. .. دي،
چې دوى هر يو اونيزې او مجلې خپروي، علمي او ادبي غونډې او سمينارونه جوړوي، شپه ورځ لګيادي هيواد ته خدمت کوي، دوى هريو د ډېر درنښت وړ دي او زموږ راتلونکي نسلونه به په دوى وياړي، که خداى کول په راتلونکي کې به د دوى د هريو ( او د ځينو نورو چې ښايي نومونه يې رانه پاتې شوي وي ) د کلتوري فعاليتونو او خدمتونو په باب ځانګړې مقالې وليکل شي.