کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

نورولي خان تورويوال

تېر شوى وخت

انسان د پيدايښت له ورځې نيولې بيا تر مرګه پورې د څو مختلفو مرحلو څخه تيريږى چې دا هره يوه مرحله بيا ځان ځان ته خوند او بېل بېل کيفيت لري. د مثال په ډول د ماشوموالي په مرحله کې هر ماشوم د خپلو همزولو سره کليوالي لوبې کوي د سهار نه تر ماښامه پدې نه ستړي کيدونکو لوبو کې يو د بل سره جګړه کول او بيا زر پخلا کيدل د ماشوم دا هغه نه هيريدونکې طلائي مرحله وي چې هر وړ او ځوان د ماشوموالي هغه نه هيريدونکې خاطرې له ځان سره تر ځوانۍ څخه تر زړښت او بلاخره د قبر توروتيارو ته له ځان سره يوسي. ماشوم د ماشوموالي په مرحله کې نه د ځان په قدر پوهېږي او نه د وخت په قدر. نه د دنيا د مصيبتونو څخه په ويره کې وي او نه د صبا د پېښو څه پروا لري. که چا ورسره ټوکې او مسخرې کولې نو هر وخت ئې خوله له خندا ډکه او د دنياله غموڅخه بې غمه وي. او که بيا چا ورسره په ترخه لهجه سره څه ووې نو له چيغو او ژړا څخه ئې پيريان تښتي. دا هغه شپې وي چې په ماشوم باندې داسې تيرې شي لکه د مازديګر زيړى لمر چې په مين باندې د يار د راتلو په انتظار تور ماښام او په دنيا تورې تيارې راخورې شي او مينان بيرته نيمه خوا زړونه خپلو کورونو ته راشي. خو دا ماشوم چې کله د ځوانۍ مرحلې ته ورسيږى نو د ځوانۍ پدې مرحله کې خپل عقل او هوښ د ځوانۍ هغه نه مړيدونکو خواهيشاتو ته وسپاري. د ځوانۍ په لومړۍ مرحله کې هر ځوان زلمى دومره د ځوانۍ په هوا مست وي چې نه د کورنۍ د خوشبختۍ غم او فکر ورسره وي او نه د کلي او قوم د رسم او دستور څه پروا لري. نه د چا د تهمتونو چې څه پروا لري او نه د وخت څه احساس. هر چيرې چې نشې او تماشې وي هلته او هغه ځاى دده د ژوند تمنا وي. ما هم دا مرحله طۍ کړيده خپله خوښي مې د نورو له خوښيو څخه نده قربان کړې او نه مې د نورو خلکو د ايذاء څه پروا لرله بس زه چې خوشال ټوله دنيا خوشاله. خپل تور اوږده ويښان به کله چې د تندي په سر راکاږه کړل او هنداره به مې مخ ته ونيوله داسې به مې انګيرله چې پدې ټول کلي کې زما څخه ښه او ښايسته ځواني څوک نلري او نه زما د ځوانۍ سره څوک سيالي کولى شي. د کلي ټولې پيغلې او نجونې ماته ګوري. پدې کلي کې ئې يوازې زه خوښ يم. د ګودر په غاړه يوازې زما د ځوانۍ او ښه زلميتوب خبرې کيږي. خو يوازې ما سره دا احساس نه ړ بلکه د هر ځوان زلمي سره په زړه کې دا احساس موجود وي. ځان له هر چا ورته ښه ځوان ښکاري خپل خوى خصلت له نورو ښه بولي څه وشول که ما هم د ځوانۍ پدې بې اساسه مرحله کې داسې بې بنياده سوچونه کړي وي. خو دا ټول د ځوانۍ هغه بې اساسه خيالونه وو چې زه ئې تير ايستلى وم. د ځواني عمر را باندې تير شوى ړ خو زه بيا هم د ځوانۍ د غفلت په خوب ويده وم. خو کله کله به چې د ماشوموالي او ځوانۍ تيرې خاطرې را په ياد شوي نو ما به داسې محسوسوله چې ما دا ټول خوبونه ليدلي دي. يوه ورځ مې مخ ته هنداره نيولې وه په کتو کتو کې خپل ځان ته ښه زير شوم ښه ځان ته متوجه شوم ډير خپه شوم ماوې دا څه دي هنداره مې خپل مخ ته نيولې او څيره د بل چا وينم خو چې ښه ځان ته زير شوم نو په هنداره کې خپله څيره راته ښکاره شوه دا هغه څيره نه وه چې څو کاله پخوا ما په هنداره کې ليدله.
د هغې څخه اوس بله څيره جوړه شوې وه. هغه پخواني تور ويښتان نه وو بلکه هغه په سپينو کږو وږو ويښتانو بدل شوي وو. هغه تازه او هوار مخ اوس ګونځې ګونځې شوى ړ. هغه ځلا چې څو کاله پخوا موجوده وه اوس نه وه پاتې شوى. هغه ګنهګارې سترګې چې د نجونو په کتو کتو به نه ستړې کيدې د سر په کاسه کې ښکته لويدلې وې او هغه پخوانى نظر ئې بايللى ړ. بې حاله مې له سترګو اوښکې په مخ راغلې پدې وخت کې په ځان يوه شوم چې د ځوانۍ هغه قيمتي وخت در ځينې په عبث او بې اساسه هوسونو کې تير شوى دى. هنداره مې له مخ څخه ليرى کړه پدې وخت کې مې د ځوانۍ هغه بايللى هوښ زړه او د ماغو ته بيرته راغلو په بار بار مې خپل ځان ملامت کړو خو وخت تيرړ. خو هوښياران وايي چې په خپلو تېروتنو باندې اعتراف کول او ورباندې پېښمانه کيدل د راتلونکي ژوند لپاره رڼا ده. د خوږ نبي محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم د حديث مفهوم دى چې وايي.
هر بني آدم خطا کيدونکى دى بهتر د خطا کيدونکيو به ايستونکى دى. نويو ځوانانو وروسته بيا چې په خپلو کړو پېښماني څرګندوئ نو د نن څخه د ځوانۍ هغه بې بنياده هوسونه له زړونو څخه وباسئ د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د بسيا ژوند د تير ولو په لټون کې شئ تر څو راتلونکى مو روښانه او په ټولنه کې د يوه باعزته انسان پشان ژوند وکړئ او د نورو خلکو مينه او درناوى ځان ته راجلب او د راتلونکي نسل لپاره يوه بېلګه واوسئ.