|
|
شېرالله مراد، زرمت
په زرمت کې د
تـــوتــــو مــيــلــــــه
د سرو لښکرو د راتګ نه مخکې ريښتا هم چې زمونږ د ټولنې په
هره برخه کې مدنيت ښکاريده. خو دا د ثور د کودتا تاءثير وو چې زمونږ ګران
هېواد ته ئې د هرې بدبختي لارې راخلاصې کړې. ريښتيا هم چې جنګ د ټولو
بدبختيو عامل دى رابه شو اصلي خبرې ته له انقلاب نه مخکې د ګران هېواد په
جنوب شرق زون کې د پکتيا ولايت د زرملي ( زرمت ) په ولسوالي د روحاني بابا
چې يو ستر روحاني شخصيت ده او د پکتيا لوړې څوکې غومبر خولۍ په لمن کې ئې
مزار موقعيت لري. ددې مزار نه لاندې د منځ په زيارت کې به هر کال د توتو د
پخېدو په وخت چې ددې سيمې مشهوره ميوه ده. د سيمى د طالبانو او ملايانو له
خوا يوه ميله جوړېدله چې د توتو يا د طالبانو د ميلې په نوم ئې شهرت درلود.
دا ميله به د جوزا په مياشت کې جوړېده. او دسيمې او شااوخوا ولايتو د ديني
مدرسو طالبانو به چې د کلي په جوماتو کې به ئې خپلې زده کړې په مخ بيولې په
لوړه پيمانه ګډون پکې کاوړ او د انتظام چارې به ئې هم د طالبانو له خوا په
مخ بيول کيدې.
ددې ميلې د پاره چې خاص موده به يې درې ورځې وه خو تر ١٠ ورځو پورې به
روانه وه په دې کې به د سيمي د خلکو برسيره د پختونخواه د سيمو لکه واڼه،
ميرانشاه، بنو څخه به خلقو ګډون پکې کاړ او خپل مالونه به ئې د خرڅ د پاره
راوړل. دا ميله د حکومت له قيوداتو ازاده ميله وه او له څارويو نيولې تر
توپکو او خارجي توکو پورې هرڅه به پکې په ازادانه توګه خرڅيدل او ددې ميلې
د تنظيم او ترتيب د پاره به د طالبانو شوراګانو ټول کال دوام کاړ او د ميلې
د وخت تر رارسيدو پورې به ايله دوى په دې بريالي شول چې د ميلې د انتظامي
شورى مشر چې دوى به باچا ورته ويل ټاکه او نور مسړلين چې وزيران به ئې ورته
ويل معلومول. په دې کابينه کې به ټول وزيران وو که چا به کوم جرم وکړه هغه
د خلقو په عام محضر کې په سزا رسيده. مثلاً که چا به جنګ، غلا يا له هغه
نرخه چې د طالبانو له خوا به ټاکل شوى و سرغړونه وکړه هغه ته به په همغه
ځاى سزا ورکول کيده. او د سزا نوعيت د هغه په جرم پورې اړه لرله. او تر څو
به چې مجرم په خپل جرم توبه ګار شوى نه وو تر هغې به نه پريښوول کيده.
خو رابه شو دې خبرې ته چې هغه ډيره جالبه او طالبانو د ميلې جوړولو عامل وو
او د خلقو د پاره هم ډير جالب وو او د ميلې د لا ډېر سمسور تيا سبب وو. هغه
د طالبانو هغه د ټالونو وهل او اتڼونه وو. د سيمې طالبانو چې ټول کال به يې
په خپلو درس ځايونو کې د اتڼ او ټال وهلو تمرين کړى وو. د همدې ورځو لپاره
به يې ترې نه ګټه اخيسته. او د طالبانو د شورى د مشر په موجوديت کې به
ټالونه وهل کېدل او اتڼونه به کېدل. چې دې اتڼو به درې ورځې دوام کاوړ. او
بيا به طالبان بيرته خپلو درسي ځايونو ته تلل. خو ميلې به يو څو ورځې نور
هم دوام کاړ. او وروسته له لسو ورځو به ميله ړنګه شوه.
د تيرو دوه نيمو لسيزو جګړو له امله اوس دا ميلې نه جوړيږي، د سيمې خلک
هيله لري، چې د اطلاعات او کلتور وزارت او نور اړوند ارګانونه د دغو ميلو د
احياء او بيا جوړيدو لپاره مرسته وکړي، څو دا ميلې بيرته پيل شي. |