|
|
شاه حسين منقاد
سياست او په هېواد كې
سياسي لوبغاړي
زمونږ په ټولنه کې ګڼ شمير سياسي او ټولنيز سازمانونه په
مختلفو کړنلارو منځ ته راغلي دي چې اکثريت دغه سازمانونه د ملي او هيوادني
مصلحتونو پر ځاى قومي، سمتي او ژبني ګټو په اساس فعاليت کوي ځينې تنظيمونه
او سازمانونه باوجود د دې چې د افغانستان په ډير لنډ تاريخ کې د سياسي
ناکام لوبغاړو په حيث د هيوادوالو د کرکې سره مخامخ شوي خو بيا هم د قدرت
لاس ته اوړلو تږي دي. څرنګه چې د هغوى کړنلارې د سياست او د هيواد اساسي
قانون سره سمون نلري لازمه ګڼم چې ځينې سياسي اصطلاحات تشريح کړم.
سياست:
د ټولنې عين وضعې په تحليل سره د حقايقو موندل، د مشکلاتو درک، ديو معين
هدف لور ته چى د هيواد ترقي، خپلواکي، هيوادوالو هوسائي، ټولنيز ژوندانه د
کچې لوړتيا، ولس واکي لپاره هڅه، ملي او بين المللي معيارونو سره سمبالتيا،
چې د هغه هدف ته ستراتيژي او هدف ته رسولو طريقه او لارې چارې تاکتيک بلل
کيږي
سياستوال:
سياست وال د ټولنې هغه روڼ آندي او مدبر شخصيتونه دي چې سپيڅلي اهداف چې
هغه د الله(ج) رضا، د اسلام فطرى دين په حيث تبليغ او عمل، د سنت رسول (ص)
، د هيواد خپلواکي، ځکمنى بشپړتيا څه ساتنه، د هيواد ترقي او اقتصادي
بنسټونو د کيفي بدلون وړتيا لپاره هڅه، ولس هوساينې او د هغوى د ټولنيز
ژوندانه بدلون او د کچې لوړتيا لپاره مبارزه، د بشري ارزښتونو او حقوقو
ساتنه، د هيواد او ټولنې د ستونزو لټول او د هغو لپاره د حل د لارو موندل،
شخصي ګټو په نسبت د هيواد او هيوادوالو ګټو ته لمړيتوب ورکول، د هرډول
تبعيض او توپير له منځه وړل، د اعتدال پيروي، د ټولنيز عدالت تامين، د
قهرجنى مبارزې پر ځاى سوله ايزې مبارزې ته تربرتري ورکول، د ملي يووالي
لپاره هڅه، ملي او بين المللي معيارونو سره ځان عيارول، د هېواد ملي او
کلتوري عنعناتو ته په پاملرنې سره ولس واکى لپاره هڅه، د نارينه او ښځينه د
حقوقو يووالي لپاره هڅه، خلکو د کار او ژوندانه حق تامينول، په ملي، سياسى
او ټولنيزو چارو کې د خلکو ملي ګډون او د هغوى سياسى ويښتابه لپاره هڅه، او
د هغوى رابلل، ټولنيز، سياسي ګوندونو جوړول، د شوراګانو جوړول دى، تعقيبوى
چې په دي اړوند اصولى کړنپلارى لرى.
ستراتيژى او تاکتيک:
دا هغه اصطلاحات دى چې د سياست او سياسي مبارزې سره تړاولري.
ستراتيژي: سياسي حاکميت لاس ته راوړل، په هيواد کې د عين حقايقو په مطابقت
کې خيلو اهدافو او کړنلارو تطبيق لپاره وروستنۍ او نهائي هدف ته ستراتيژي
وائى.
تاکتيک: هغه لارې چارې او سياسي مبارزه لکه د ټولنيزو سازمانونو جوړول، د
ګوندونو، شوراګانو او تنظيم تشکيلاتو جوړول، انتخاباتي کمپائن او مبارزه د
ورځپاڼو او اونيزو خپرول، د خلکو راټولول او د هغوى د ملاتړ لاس ته راوړل،
سياسي رقيبانو د ضعيفو نکتو موندل، سياسي سيالي، د هغوى په اړوند برياو ته
ځان رسول، د وسله والې مبارزې څخه سياسي مبارزې ته ترجح ورکول، پارلمان
مبارزه او په پارلمان کې د اکثريت لاس ته راوړل، سياسي ګوندونو سره ائتلاف
چې هدف ته په رسولو کې ممد او موثر تمام شي او د برياو باعث وګرځي هغه
تاکتيک بلل کيږي.
سياسي مبارزه:
سياسي، سراتيژي او تاکتيک عملي کولو ته سياسي مبارزه ويل کيږي.
سياسي مبارزه په دوه ډوله ده:
وسله واله مبارزه
سوله ايزه مبارزه
وسله واله مبارزه: هغه قهرجنه مبارزه ده چې د وسلې په زور د سياسي قدرت لاس
ته راوړلو لپاره په کاروړل کيږي. دا مبارزه د وسله والو ګروپونو په جوړولو
چې موقعيت ئې د دولتيحاکميت ساحې څخه وتلى وي او يا هم د اردو د وسله وال
پوځ په دننه کې لوړ رتبه افسرانو په واسطه د پنځم ستون په فعالولو تاثيرى،
چى د کودتا له لارې حاکميت لاس ته راوړي.
سوله ايزه مبارزه: د ميټنګونو، مظاهرو او ټولنو په جوړولو او سياسي شعارونو
په واسطه تامينږي. چې د عمومي ملاتړ په اساس د حاکميت د سقوط باعث ګرځي.
بله سوله ايزه مبارزه د ګوندونو په جوړولو سره د رايو لاس ته راوړلو لپاره
سياسي او تبليغاتي کمپائن په لاره اچول کيږي او د خلکو د اکثريت رايو را
جلبولو له لارې تامنيږي.
پارلماني مبارزه: دا هم سوله ايزه مبارزه ده چې د ملى شورا يا پارلمان ته د
وکيلانو له لارې چې د ګوندونو او ملې شخصيتونو څخه د ګټې په اخيستلو سرته
رسيږي چې د اکثريت په لاس ته راوړلوسره تحقيق مومي.
په دوو لسيزو کې سياست او سياسي مبارزه:
ما د اکثريت مجاهدينو وروڼو څخه او حتى د ځينې رهبرانو څخه دا اوريدلي چې
سياست ئې دروغ تشريح کړى دى.
د دغه اتنباه اخيستل د مجاهدينو د صفونو لخوا د رهبرانو هغه وعدې او
پلانونه ړ چې په مذهبي او دوديزو ټولنو او غونډو کې به د خبرو په ترڅ کې
خلکو ته اعلان شول او د جهاد د صفونو د پياوړتيا لپاره هغوى هڅول. خو چې
کله به وعده نه عملي کيده او د پلانونو په عملي کولو کې به پاتې راغلل
صفونو ته به دا ويل کيدل چې دا خو سياست دى او سياست دروغ ويل دى. يانې
داسې دروغ ويل چې هغه د صفوفو غولولو په منظور ړ، تر څو د هغوى مذهبي
احساسات په خپل ځاى وساتي او داو د جهاد او جګړې دوام لپاره ئې له لاسه
ورنکړي
|