کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

سپين غر خوږياڼى

د ذره بين بېځايه دفاع

په افغانستان کې د لنډ مهالې ادارې په راتګ سره د مطبوعاتو آزادي هم رامنځته شوه او ورسره په کابل کې خپرونې هم دومره زياتې شوې چې کيفيت يې د کميت قرباني شوى.
يو وخت د خلکو ترمنځ دا خبره مشهوره وه چې هر کتاب يا خپرونه په يوځل لوستلو ارزي خو نن سبا په کابل کې ځينې داسې خپرونې هم شته چې باور وکړئ په يو وار لوستلو هم نه ارزي او که چې د ( خنجر ) په نامه شپې ليک ( شبنامې ) ته ورته خپرونه هم په همدې کتار کې راځي چې بايد څوک يې په لوستلو وخت ضايع نه کړي، خو زما عادت دى چې نوې خپرونه وګورم نو خامخا يې يو ځل لولم.
د خنجر خپرونه چې مې د لومړي ځل له پاره وليده نو لومړى يې دا نوم ( خنجر ) راته ډېر بد او د حيرانتيا وړ ښکاره شو ځکه زمونږ بېوزلي هېوادوال خو دا ( ٢٣ ) کاله د خپلو او پرديو په خنجرونو ووهل شول نور خو دا په کار وو چې د خنجر پرځاى مونږ خپلو خپرونو ته داسې نومونه غوره کړي واى چې د هېواد د بيا رغونې، وروولۍ، او ملي يووالي څرګندويي يې کولاى او د دې پرژلي ملت د زخم پټۍ شوي واى نه خنجر.
که د خنجر خپرونه په کومه بله بهرنۍ ژبه واى نو دا به مو منلې واى چې دا د هېواد د پولو د ساتلو او د پرديو يرغلګرو د ډارولو له پاره خنجر دى خو دا چې د هېواد د ننه خپريږي نو د تعجب وړ خبره ده.
د خنجر خپرونې په لومړي مخ کې مې يو عجيب سر ليک تر سترګو شو چې ليکلي يې وو (( د نيشتر د خپرونې تورونه واقعيت نلري )) دا سرليک هم راته يو څه ناآشنا ښکاره شو ځکه نشتر يا نيشتر هغې آلې ته وايي چې د کوکنارو ډيډې پرې وهل کيږي چې ترياک ترې راوباسي نو په سوچ کې شوم او له ځانه سره مې وويل چې خدايګو دا خو هم ښه زړور سړى دى ځکه چې د مخدره موادو بنديز خو ورځ په ورځ مخ په کلکيدو دى. خو چې تر سرليک لاندې ليک مې ولوست نو پوه شوم چې دا خونکار خنجر يې د ( نښتر ) خپرونې پسې را ايستلى دى.
د نښتر په (دوهمه) ګڼه کې ښاغلي صافي د ګيلې په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو شمېر نيمګړتياوې او يو اړخيز کارونه په ګوته کړي وو.
خداى شته چې د خنجر خپرونې له ليدلو ډېر و دردېدم او وځورېدم، ځکه چې د کابل په بې شمېره خپرونو کې د پښتو ونډه دومره کمه وي چې په نيشت حساب وي او هغه هم ځينې داسې ښاغلي ليکي چې د پښتو ليکلو سره دومره ناآشنا وي چې املا يې هم سمه نه وي او د خنجر د ذره بين په څېر نښتر نيشتر ليکلي. نښتر د غرونو ښايست دى او نښتر هغه غرنۍ او مشهوره ونه ده چې د غرونو وياړ يې بللى شو.
د ښاغلي ذره بين په سرليک سربېره په نوره ليکنه کې هم بلا غلطۍ وې، د پښتو د بېلابېلو ياګانو سره خو بېخي ناآشنا دى په هر صورت رابه شو د خنجر بې ځايه دفاع او د ذره بين ړندو ګوزارونو ته.
ذره بين ليکلي چې : ( د ښاغلي زرياب صاحب دفتر د هنرونو د معين دفتر و چې د زرياب صاحب په برخه شو ) ده دا هم ليکلي چې د رفيع صاحب په دفتر کې ميز نشته لامل يې د ځاى نيشت والى دى.
نو زه وايم چې دا بې پلانه، بې تصميمه او فرمايشي وزارت دى چې د يوې ښځې له پاره يې په تشکيل کې د هنرونو د معينيت څوکۍ زياته کړه خو چې هغه ولاړه نو په ټول هېواد کې بل داسې څوک نشته چې پر ځاى يې معين مقرر شي نو ځکه د ورکې ورځې نه زرياب ته پاتې شوه.
که داسې نه وي نو د رفيع صاحب له پاره ولې دومره تنګه او تروشه کوټه ورکړل شوې چې يو مېز هم پکې نه ځايېږي؟
زه دا خبره ډېره نه څېړم ځکه چې رفيع صاحب اوس د علومو اکاډيمۍ ته تللى اوس نو ښاغلى رهين پوه شه او خنجر يې.
اوس به راشو د ذره بين هغو لاپو شاپو ته چې ليکلي يې دي: ( د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې په لوړو څوکيو کې د پښتو ژبې علمي او فرهنګي څېرې ټاکل شوې دي لکه نشراتي معين، د فرهنګي چارو معين او ....... ).
زه ښاغلي ذره بين ته وايم چې دا هم د رهين هغه خنجر دى چې د دوستۍ په نوم يې د پښتنو په زړونو ټومبي، ځکه دى د اطلاعاتو او کلتور وزير دى د ده په وزارت کې بايد داسې کسان وي چې د خپل قوم او په مجموع کې د ټول افغان ملت نماينده ګي وکړي، داسې نه چې د ده د مرستيالانو ( معينانو ) په څېر تش په نوم پښتانه خو په پښتو خبرې هم نه شي کولاى، خبرې خو لاپريږده چې د دروازې پر سر د خپل دفتر نوم هم په پښتو نشي ليکلاى او په پاړسي يې ليکلي دي ( معين نشراتي، معين فرهنګي ).
زما د پاړسي ژبې سره کومه دښمنې نشته خو دا هم کومه بده خبره نه ده چې يو پښتون مرستيال په پښتو پوه وي، خبرې پرې وکولاى شي او ليکل پرې وکړي.
نشراتي مرستيال خو په پښتو بېخي پوهېږي نه او دا بل يې هم داسې خبرې کوي لکه کوم بهرني چې نوې پښتو زده کړې وي او د اطلاعاتو او کلتور وزير خو له پخوانه مالوم دى. دا يې لاڅه کوئ يوه د خندا او د افسوس وړ خبره. هغه دا ده چې يوه ورځ مې د ملي ارشيف سپين ږيرى رئيس مهجور صيب وليدو چې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت نه راووتلو او د انګريزي د لومړي ټولګي کتاب يې په لاس کې وو نو ما د څه شى پوښتنه ځينې وکړه چې راته ويې ويل ( من در کورس انګليسي هستم ) نو افسوس راغلو چې څومره عجيبه خلک دي هلته د ملي وحدت چيغې وهي خو پښتو چې د هېواد د اکثريت ژبه ده، رسمي ژبه ده نو نه يې يادوي او انګريزي يادوي خو دا د ښاغلي رهين کار دى چې په وزارت کې يې د انګريزي ژبې کورس جوړ کړى خو د پښتو لوحو ته يې په سترګو تياره ده يوه هم نه پريږدي.
زه نه وايم چې څوک دې انګريزي نه يادوي. خو يو وزير، مرستيال او رئيس خو بايد د هېواد د اکثريت په ژبه پوه شي که بيا هر څومره ډېرې ژبې يادې کړي نو کمال يې دى.
دا چې ښاغلى ذره بين ليکي چې د جمعيت د حکومت په دوره کې پښتنو ته ونډه نه وه ورکړل شوې نو زه ورته وايم چې د هغوى حکومت نو کله چا ومنلو چې ته د هغوى سره ځان سموې او بله دا چې هغوى خو د ډيموکراسۍ، ملي وحدت او ټولنيز عدالت چيغې هم نه وهلې خو يو ګوندي حکومت وتېر شو. او د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزير خو د ښاغلي رهين په څېر د ملت د بابا له سهميې نه هم نه وراغلى.
ذره بين دا هم ليکلي چې ښاغلى رهين د نورو ولايتونو په پرتله په ننګرهار، پکتيا او کندهار کې ډېر محبوبيت لري. چې دا هم د خندا وړ خبره ده. ځکه د ننګرهار، پکتيا او کندهار اکثر وګړي پښتانه دي او ښاغلي رهين ته محبوب دي ځکه دده د وزير کيدو سره سم د وزارت نوم او لوحه چې مخکې په پښتو وه په پاړسي او انګريزي بدله شوه. او په ټول وزارت کې يوه لوحه هم پښتو نشته؟
رهين په پښتنو کې محبوبيت لري ځکه يې د ملى ګالرۍ نوم په نګارستان ملي واړاوه؟
رهين به ځکه په پښتنو کې محبوبيت لري چې د کوچنيانو انيس په نوم خپرونه چې يواځې نوم يې پښتو وو هغه هم رهين صيب په انيس کودک واړاوه.
رهين په پښتنو کې محبوبيت لري ځکه د ده د وزير کيدو سره سم په کابل ټلويزيون کې د پښتو ماښامني خبرونه چې له پخوا نه لومړى پښتو وو خو ده پښتو وروسته کړل، دا يې لاپريږده چې په ټلويزيون کې پښتو د نيشت په حساب ده او په دې اوسنيو وختونو کې خو چې رئيس يې هم ور بدل کړ د خلکو دا هيله وه چې د ټلويزيون ژبنى اڼدول به برابر کړي خو ده د خلکو هيلې نهيلې کړې او د شپې دوهم ځلي د ( ٩ ) بجو خبرونه چې کله نا کله به په پښتو هم ويل کيدل اوس يوازې په پاړسي شول.
دا چې ذره بين وايي چې د جمعيت په وخت کې د پښتنو ونډه کمه وه بيا هم دومره زياتى ورسره نه کيدو لکه د ښاغلي رهين په وخت کې چې کيږي.
دا د رهين صيب برکت دى چې د کابل ټلويزيون کې د افغانستان د نوي اساسي قانون خلاف د افغاني ملي ټرمينالوژۍ پر ځاى ايرانۍ ټرمينالوژي کارول کېږي لکه دانشګاه، شهرداري، دانش آموز ....... او په دې وروستيو کې خو څوک داسې فکر هم نه شي کولى چې دا ګنې د افغانستان ټلويزون دى ټول فلمونه، پارچې او خپرونې يې ايرانۍ دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې دوو کلونو کې دومره هم ونه کړاى شول چې هېوادني څو ساعته ټلويزيون ته د هيواد په کچه پروګرامونه چمتوکړي.
دا هر څه يې لاپريږده د کابل په ټلويزيون کې د پښتنو سره د بې ساري دښمنۍ سمبول د کابل په ټلويزيون کې يوه نوې نښه ( ATR) را پيدا شوې چې له يوې خوا په پاړسي او له بلې خوا په انګريزي لوستل کيږي چې د پښتو څرک پکې نه ليدل کيږي نو زه د اطلاعاتو او کلتور د فرهنګپال وزير څخه دا پوښتنه کوم چې انګريزي ډېره ضرور ده او که د دې هېواد د اکثرو وګړو ژبه پښتو؟
په هر صورت د اطلاعاتو او کلتور وزارت بې غورئ او د قانون څخه د ډېرو سرغړونو سره سره يوه دا هم ده چې د محافلو او ټلويزيون پيل اوس هم په همغه تنظيمي ترانه کېږي چې د افغانسان نوم هم پکې نشته او د ملي سرود پر ځاى راوړل شوې وه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټول کارونه يو اړخيز دي. د پښتنو د مشاهيرو سيمنارونه يا لمانځن غونډې داسې کوي ته به وايې چې غندل يې کوي. ښه بېلګه يې تېر کال د ستر عبدالرحمان بابا د سيمنار وه چې د غرمې د ډوډۍ په وخت کې يې رابلل شويو مېلمنو ته ويل چې تاسو ولاړشئ او ډوډۍ د باندې وخورئ او دويمې غونډې ته بيا راشئ، چې هغه رابلل شوي پښتانه چې له شرمه يې غونډه هم نه شوه پرېښودى او دا هم ورته بده ښکاريده چې لکه شړل شوي د ډوډۍ پر وخت له هوټل نه ووځي.
او د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت نيمګړى سمينار مو هم په غړولو سترګو وليدو چې ددې نه يې نه لمانځل ښه وو.
او د الفت صاحب سره په څنګ کې مو د ( ناصر خسرو بلخي ) سمينار او دې ته ورته د دوى نور سمينارونه هم وليدل چې يوه مياشت مخکې يې ترتيباتي غونډې په ټلويزيون ښکاره کيدلې او مراسم يې هم ښه شانداره وو.
مونږ دا نه وايو چې ولې د نورو درناوى کېږي، خو ناانډولي او خپله سپکه هم نه شو زغملي. دا خبرې ډېرې دي په همدې ځاى يې پرېږدو بيا به د خنجر ګزارونو ته راشو، ښاغلي ذره بين دا هم ليکلي چې: ( هغه جريدې لکه پنجره، پيام مجاهد، مجاهد او ملي وحدت تل يې يو قوم سپک کړى او توهين اميزه خپرونې يې پرې کړې دي خو مونږ وايو چې تاسو ښاغلو د دوى پر وړاندې څه وکړل ؟ ) نوموړى زياتوي: ( يوازې د پلوشې او خنجر جريدې وې چې غاښ ماتوونکي ځوابونه يې ورکړي دي ) ذره بين صيب زه درته وايم چې دفاع دې بې ځايه ده ځکه د داسې خپرونو کنټرول او څارنه د اطلاعاتو او کلتور د وزارت کار دى، د ښاغلي رهين کار دى خو له بده مرغه چې هغه تش په خوله هم د داسې خپرونو غندنه نه کوي چې د اسلام سپېڅلي دين، ملي ګټو او د اشخاصو توهين پکې کېږي.
ځکه مونږ وليدل چې مهدوي په افتاب خپرونه کې د اسلام سپکاوى کړى و خو د دفاع وکيل يې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستيال ښاغلى مبارز و، همدا راز د ملي ګټو او اشخاصو سپکاوي هم کېږي خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هيڅکله هم دغه خپله دنده نه ده تر سره کړې ځکه چې ښاغلي رهين په خانقاوو او د پښتو لوحو اونومونو په بدلولو ډېر سخت مصروف دى. او راځو د پلوشې او خنجر غاښ ماتوونکي ځوابونو ته، ښاغليه! دا هم ستاسو د ملت سره د ژورې دښمنۍ څرګندونه کوي. او د دې نه دا هم جوتيږي چې ستاسو نيت د ( ژړو ) مطبوعاتو رامنځته کول وو خو چا مو ملاتړ ونه کړ ځکه همدغه پلوشه، خنجر، پيام مجاهد او ....)) چې هېوادوال يې په سپکو او سپورو نومونو يادول، چا ته به يې ( سګ شويان ) وې او چاته به يې ( پاکستان زده ګان او ايران زده ګان ).
ذره بين صاحب ستا څۀ خيال دى چې پښتانه همدومره سپک دي چې چاته د ښکنځلو ځواب په ښکنځلو ورکړي؟
نه هيڅکه هم نه ذره بين خانه خطا شوى يې، پښتانه هغه درانه او د سترو سينو او حوصلو څښتنان دي چې د اساسي قانون د لويې جرګې په لويه خيمه کې دې د دوى لويه سينه، صبر او حوصله پخپله وليده.
خو دا چې ذره بين صاحب ستاسو په څېر پښتانه هم شته نو:
 

زمـانــه چې د ارزالو په طــــرف شوه
ځکه هسکه پايه ټيټه د شرف شـوه