کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

بشير يوسفزوى، ننګرهار

د نويو ولاياتو جوړول څومره قانوني دي؟

تېرکال د جدي د مياشتې په وروستيو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه راغلو ٥٠٢ تنو استازو له يوې مياشتې بحثونو، جنجالونو او ناندريو وروسته د هېواد لپاره نوى اساسي قانون تصويب کړ، د دغه قانون له تصويب سره هېوادوالو داسې ګڼله چې نوره به د ټولو هغو بدمرغيو او ناقانونيو مخه ونيول شي چې زمونږ د هېوادوالو ژوند يې پيکه کړى دى او که خداى کول ټول هېوادوال به يوې قانوني لارې ته سيخ شي.
خو له بده مرغه چې داسې ونشول زمونږ د هېوادوالو دغه هيلې يو ځل بيا د پخوا په څېر د نهيليو ښکار شوې، له قانون څخه سرغړونې او بې قانونۍ نورې هم پسې زياتې شوې.
چې له عامو هېوادوالو مه واره، دولتى چارواکو او په ځانګړې توګه ولسمشر حامدکرزي له قانون څخه د سرغړاوي وياړ خپل کړ ځکه چې په نوي اساسي قانون كې د هېواد د اداري واحدونو جوړښت او پراخوالى د پارلمان دغړو دنده او مسوليت ګڼل شوى، ولې همدا څو اونۍ وړاندې جمهور رئيس کرزي د ديکنډي او پنجشير ولسوالۍ په ولايت بدلې کړې او دايې وښودله چې جمهورئيس هم کولى شي د پارلمان دنده پر مخ بوځي، چې د جمهورئيس کرزي دغه اقدام نه يواځې د قانون نه سرغړاوى بلل کيږي بلکې دا زمونږ د ملي يووالي لپاره هم يو لوى خطر دى ځکه چې د دغه وړ يو اړخيزو او غيرمتوازن امتيازونو ورکړه د سيمو، قومونو او ولسونو ترمنځ د تربګنۍ، سيالۍ او زړه بدواي لامل ګرځي.
دا په دې چې د نورو سيمو د اوسيدونکو پدې خبره بدرخي راځي دلته څو لاملونه موجود دي. يو دا چې افغانستان په داسې يو نازک پړاو او حالت کې قرار لري چې ګڼې مالي او امنيتي ستونزې لري چې په دغه وړ ستونزمن حالت کې د اداري واحدونو راکمول پکار دي نه زياتول، بل دا چې په هېواد کې ګڼې داسې ولسوالۍ موجودې دي چې د سيمې د پراخوالي ځانګړي موقعيت، زېرمو او نورو لاملونو له مخې يې د پنجشير، او د هکنډي په پرتله ارزښت څو برابره زيات دى او د ولايت کېدلو مستحقې دي، لکه د شينوارو، کټواز، ازرې، سروبي، خوګياڼيو، شينډنډ، څمکنيو، برملې او داسې نورې ولسوالۍ ، دا هغه ولسوالۍ دي چې په لومړۍ درجه کې د ولايت کېدو مستحقې ګڼل کېږي دا ځکه چې يو خو يې ساحه پراخه ده، د وګړو شمېر يې ډېر دى، موقعيت يې د ارزښت وړ دى او بل دا چې د همدغو بېلابېلو سيمو اوسيدونکو وار د مخه له دولت څخه د دغو ولسواليو د ولايت کېدو غوښتنه کړې چې د وخت حکومتونو په نن او سبا تېراېستلي دي، حتى جمهورئيس کرزي هم ورته وويل چې دا د پارلمان دنده ده او پارلمان به په دې اړه غور او وروستۍ پريکړه کوي.
نو زه له جمهورئيس کرزي څخه پوښتم چې! د پنجشير او ديکنډي د ولسواليو پرېکړه ولې پارلمان ته ونه ځنډول شوه؟ دلته د ځينو هېوادوالو هغه خبر د سړي زړه ته ولوېږي چې وايي جمهورئيس کرزى هماغه د اقتدار له لومړيو څخه د جنګسالارانو په منګولو کې ښکېل دى، چې څه د هغوى زړه وغواړي نو هغه پرې مني چې د همدغو ولسواليو ولايت کېدو، په واک کې د قوماندانانو پاتې کيدو، په کابينه کې د جنګسالارانو شتون او ځينې نورو مسايلو ته که سړى ځير شي نو دغه خبر تر ډېره رښتينې او د هيوادوالو زړونو ته پرېووتونکې ده.
جمهور رئيس کرزي ښايي دا ګڼلې وي چې له دې لارې د ولس مشرۍ د ټولټاکنو لپاره زياتې رايې تر لاسه کړي تو څو د ولس مشرۍ په ټولټاکنو کې د زياتو رايو په ترلاسه کولو سره خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي ځکه چې ده د لويې جرګې پر مهال رباني ته وويل چې زه ستا پر ضد کمپاين چلووم او ته يې زما پر ضد وچلوه دا دى خبر مې کړې همداراز يې د کورنيو چارو وزارت په تالار کې د قوماندانانو په يوه غونډه کې هم خپلو سيالانو ته وويل چې دا ګز او دا ميدان چې څوک به ګټونکى وي او څوک بايلوونکى؟ نوښايي دغه د ولايتونو جوړول د رباني او د کرزي د نورو سيالانو په وړاندې د کمپاين چلولو يو ډول وي.
دا سمه ده چې د ځان د برياليتوب لپاره په نوره نړۍ کې هم کمپاينونه چليږي ولې هغه کمپاين داسې نه وي چې ملي ګټې، ملي يووالى او ملي مسايل دې په خطر کې واچوي لکه همدغه د دوه ولسواليو د ولايت کولو مسله.
دا ځکه چې اول خو کرزى ددې صلاحيت نه لري چې د پارلمان په نشتوالي کې ولسوالۍ په ولايتونو بدلې کړي او که چيرې بيا دغسې کوي نو حق او ناحق ته بايد نظر واچوي، داسې ونه کړي چې د ځينو ولسواليو د ولايت کولو واک خپل وبولي او د ځينو د پارلمان. نو جمهورئيس کرزي ته ښايي چې يا خپل دغه فرمان بېرته واخلي او يادې نورې هغه ولسوالۍ چې د ولايت کېدو حق او وړتيا لري په ولاياتو بدلې کړي که چېرې دا کار نه کوي نو بيا دې ځواب ووايي چې دى ولې دغسې يو مخيز او يو اړ خيز ګام پورته کوي.
که د کرزي ځواب دا وي لکه د مخه يې چي ويلي وو چې پنجشير ولسوالۍ يې د شمال د ټلوالې د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د خدمتونو او کوښښونو په درناوي په ولايت بدله کړه. دلته دوه خبرې دي چې د احمدشاه مسعود انډيوالان او د ټلوالې غړي خو نوموړى يو ملي شخصيت معرفي کوي نو که چېرې هغه په رښتيا ملي شخصيت وي؟! نو جمهورئيس کرزي د هغه خدمتونه ولې يواځې په پنجشير پورې محدود وي؟
او که چېرې ملي شخصيت نه وي نو بيا يې ولې ملي قهرمان او ملي اتل بولي پدې اړه د جمهورئيس کرزي ځواب څه شى دى؟
بل دا چې که د هېواد لپاره د خدمت، کوښښونو او سرښندنو خبره وي نو بيا خو موږ ډېر داسې ملي شخصيتونه لرو چې په همدا تېرو دوو، درې لسيزو کې يې د هېواد د سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې حتى خپل ځانونه يې په دغه لاره کې نذرانه کړل لکه ښاغلى مجروح صاحب، ولي خان کړوخيل، جنرال عبدالحکيم کټوازى، عبدالاحدخان کرزي، شهيدعبدالحق او داسې نور چې هر يو يې په رښتيا هم سپېڅلې او ملي مفکوره لرله هغوى واقعاً ملي شخصيتونه وو، د هغوى مبارزه رښتينې وه او هغوى يواځې د يوې سيمې او يو قوم لپاه مبارزه نه کوله بلکې د هغوى شعار يو ملي شعار وو هغوى د افغان نېکمرغۍ او د افغانستان ښېرازي غوښتله هغوى د نورو په څېر په کورنيو جنګونو کې هم ونډه نه لرله، نه يې د چاکور وران کړى وو، نه يې څوک وژلي وو او نه يې څوک ازار کړي او نه هم د نورو له خوا په تشو شعارونو غټ شوي وو نو له ښاغلي کرزي څخه زما پوښتنه دا ده چې که چېرې په رښتيا هم د خدمتونو او هلو ځلو خبره وي او د جنګسالارانو فشار نه وي نو بيا ولې د همدغو يا دو شويو ملي شخصيتونو د خدمتونو په درناوي يوه يوه ولسوالۍ نه ولايت کېږي؟
که چېرې دا هم په خپل ځاى پرېږدو او دغه د پنجشير يا دېکنډي ولسوالۍ د خوګياڼيو، ازرې، شينوارو، سروبي، شينډنډ، څمکنيو، برملې او کټواز له ولسواليو سره پرتله شي او د انصاف څخه کار واخستل شي نو څه فکر کوې چې کومه به يې د ولايت کولو حق ولري؟
ايا د ازرې او يا دغه نورې ذکر شوې ولسوالۍ د پنجشير او دېکنډي په پرتله څو برابره لويې نه دي؟ او د وګړو شمېر يې زيات نه دي؟ که چېرې لويې وي نو بيا ولې نه ولايت کېږي که په رښتيا د ولسواليو موقعيت، پراخوالى، د وګړو د شمېر زياتوالى او معيار او د ولايت کېدو ازرښت وي نو بيا ولې په دغه ارزښت سترګې پټېږي؟ او که چېرې معيار وسلې او جنګسالاران وي نو بيا په رښتيا هم تاسو حق په جانب ياست هغه څه چې تاسو پرېکړه کړې هغه پر ځاى پرېکړه ده دا ځکه چې دغه ما چې کومې ولسوالي يادې کړې، دغه ولسوالۍ د وسلې لرلو او جنګسالارۍ معيار نشي پوره کولى.
زما شخصي نظر خو دا دى چې جمهور رئيس کرزي ته ښاپېدل چې ددې پر ځاى يې په موجوده ولاياتوکې خپل واک غځولى واى، جنګسالاران يې له دندو ګوښه کړي واى. په ټول هېواد کې يې امنيت ټينګ کړى واى او د هرولايت د روغتيا، ښوونې او روزنې، امنيت او نورې ستونزې يې هوارې کړې واى بيا يې که له هغه وروسته دغسې يو اقدام کړى واى نو پروا يې نه کوله، دا چې تر اوسه لا په مزار کې د دوو جنګي ډلو په خپل منځي جنګونو کې بې ګناه خلک وژل کېږي. د فارياب په ولايت د شمال د وتلي جنګسالار عبدالرشد دوستم له خوا چپاو ور وړل کېږي، په هرات کې د کابينې وزېر او په لسګونو بې ګناه خلک د هرات د جنګسالار والي اسمعيل خان د کړنو په ټس کې وژل کېږي نو پدغسې حالاتو کې د نورو ولاياتو جوړول يو غير معقول کار برېښي ځکه چې همدا اوس زيات داسې ولايات شته چې د ښوونې او روزنې، روغتيا، ټولنيزو چارو او امنيت په برخه کې پرېمانه ستونزې لري د بېلګې په توګه د پکتيکا ولايت چې د ټول ولايت په کچه يواځې يوه ليسه لري. روغتيايي ستونزې يې دومره زياتې دي چې خپل ډېر عادي ناروغان د درملنې لپاره غزني او کابل ته وړي، همداسې د زابل، ارزګان، هلمند، پکتيا، لغمان، لوګر، کونړ او خوست ستونزې در واخله. نو ايا ښه به نه واى چې د دغو نويو ولاياتو د جوړولو پر ځاى يې د همدغو ولاياتو د ستونزو هواري ته توجه کړې واى؟
همدا راز جمهور رئيس کرزي ته ښايي چې د جنګسالارانو په شمول د هيچا پروا هم ونه لري ځکه نوموړى يواځنى ولس مشر دى چې دومره پراخه بهرنى او هېوادنى ملاتړ ورسره دى. نو چې دغه مهال دى سياسي جرئت ونه کړي نو کله چې دغه دواړه يانې نړۍ وال او ملي ملاتړ له لاسه ورکړي نو بيا به څه کوي؟ بل دا چې هغه څوک چې دى پرې حساب او تکيه کوي هغه هم ډېر د باور وړ نه دى ځکه هغوى څو ځله ازمايل شوي او څو ځله يې په خپله جمهور رئيس کرزى يواځې پرېښود، نه دا چې يواځې يې پرېښود بلکې له هغه سره په مقابل کې واقع شول چې تېره بيړنۍ او د اساسي قانون د تصويب لويه جرګه يې ژوندي مثالونه دي.
په دواړو لويو جرګو کې يواځې پښتانه په غوڅ اکثريت د هغه ترشا ودرېدل، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې هم دغه شک کېدلى شي. هغه څوک چې کرزى پرې حساب کوي هغه به يې يو ځل بيا په ډاګ پرېږدي نو ددغې ستونزې هوارى داسې کېدلى شي چې جمهوريس کرزى چې څه اقدام کوي د هغه ټولې خواوې بايد وسنجوي ځکه چې دى خو د نورو ولس مشرانو په څېر يواځې نه دى بلکى په لسګونو سلاکار وزيران ترې راچاپير دي نو که چېري د همدغو لسګونو وزيرانو له جملې څخه يو هم کرزي ته مثبته مشوره ورکړي نو دا به د ده په ګټه وي. او که داسې نه وي نو بيا د همدغو سلاکارو وزيرانو په شمول د نويو ولاياتو جوړول يو بې ګټې کار دى.
نو همدا اوس سمدستي چاره يې دا کېداى شي چې جمهوريس دې خپله خبر بېرته واخلي او دغه ولسوالۍ دې په خپله بڼه پريږدي ددې لپاره منطقي دلايل هم لري، ځکه چې دا د ولسي جرګې کار دى او بل دا چې اقتصادي، امنيتي او ځينې نورې ستونزې هم ددې دلايل کېداى شي ځکه چې په دغسې ستونزمنو حالاتو کې د تشکيلاتو زياتوالى نه بلکې کموالى د ستونزو هوارى کېداى شي. بل دا چې د دغو دواړو ولسواليو ارزښت ته دې پام وکړي او ودې ګوري چې د هيوادوالو لپاره يې ولايت کول څه ګټې لرلى شي؟ د هغو نفوس او پراخوالي ته دې هم پام وکړي.
او که چېرې د خپلې خبرې بېرته اخستل ور ته ګران وي نو بيا دې د ازرې، خوګياڼيو، کټواز، سروبي، برملې ، شينوارو، څمکنيو، شينډنډ او نورې هغه ولسوالۍ چې د ولايت کېدو معيار پوره کولى شي په ولاياتو بدلې کړي، تر څو د هېوادوالو ترمنځ د زړه بداوي د پيښېدو وېره له منځه ووځي او خپل کار ته يوه عملي بڼه وروبښي، د ملت باور خپل کړى او د جنګسالارانو په څېر د ولس په سرونو نه بلکې د هغوى په زړونو حکومت وکړي.