|
|
سرليكنه :
راتلونكې ټولټاكنې به څومره عادلانه وي؟
دا سمه ده چې ټولټاكنې د ولسواكۍ يو رښتينى اصل دى او دغه
اصل د خلكو د خوښې د نظامونو رامنځته كېدو ته لاره هواروي. دا ځكه چې دغه
مهال د خپل برخليك او ولسمشر د ټاكلو بشپړ واك له ولس سره وي. نو معلومه
خبره ده چې د ولس د خوښې نظام به يو مركزي او غښتلى نظام وي او د دغه نظام
او د دغه نظام مشربه د ولس رښتينى خواخوږى وي.
خو شرط يې دا دى چې ولس بايد د دغه وړ مشر د ټاكلو لپاره بشپړه ازادي ولري،
په هغوى هيڅ ډول جبر او ځواك واكمن نه وي. خو له بده مرغه چې زمونږ په
ټولنه كې داسې نه ده ځكه چې همدا اوس ټولټاكنو ته ايله درې مياشتې پاتې دي،
ولې زمونږ په ولس لا د ټوپكمارو بشپړ راج چلېږي او د هغوى د وسلو او برچو
سيور يې لا پر سر هماغسې غوړېدلى دى، چې د دوى له خوښې پرته د ساه اخستلو
اجازه هم نه لري د نظام او يا ولسمشر د ټاكلو خبره خو لا پر خپل ځاى پرېږده.
ځكه چې جنګسالاران لا د هېواد په بېلابېلو سيمو كې هماغسې په واك كې دي،
پرېمانه جنګيالي ملاتړي لري او هر يو يې بېله بنديخانه لري، د دغو
جنګسالارانو اغېز يواځې په ولس نه دى بلكې د مركزي دولت د واك د عځيدو په
لاره كې هم لوى خنډ دى او د هغوى په وړاندې ستونزې زېږوي، چې د هرات او
مزارشريف خپلمنځي جنګونه او د بادغيس، فارياب او غور په ولاياتو د
جنګسالارانو يرغل او د واليانو تېښته يې يو څرګند ثبوت دى.
چې د جنګسالارانو د دغو نښتو له امله په لسګونو بې ګناه هېوادوال ووژل شول،
همدا راز د ټولټاكنو خپل واك كميسون هم د جنګسالارانو له امله په خپلو چارو
كې بې واكه او د دوى په ولكه كې دى ځكه چې د ختيځ زون د ټولټاكنو د سيمه يز
دفتر مشر ښاغلى اسمعيل يون د جنګسالارانو په ټينګار او غوښتنه له دندې ګوښه
كړاى شو. ځكه چې جنګسالارانو ښاغلى يون او د هغه پر څېر ويښ او په ولس مين
ځوانان نشي زغملي.
نو اوس پوښتنه دا ده كه چېرى دغسې حالت كې ټولټاكنې ترسره شي نو هغه به
څومره قانوني بڼه ولري؟!
دا روښانه ده چې كه په دغسې شرايطو كې چې په زرګونو ميله وسلې لا د
ټوپكيانو په لاس كې دي ټولټاكنې تر سره شي نو دا به د جنګسالارانو د واك ته
رسېدو لپاره لاره هواره كړي او خپلې تيرې ترخې تجربې به يو ځل بيا تكرار
كړي.
ځكه خو دوى د ولس برعكس په دې ټينګار كوي چې د ولس جرګې ټولټاكنې دې د
ولسمشرۍ له ټولټاكنو سره يو ځاى تر سره شي، تر څو د دوى خپل استازي ولسي
جرګگې ته لار پيدا كړي او د ولس برخليك په خپل لاس كې واخلي.
ولې د ولس غوښتنه دا ده چې د ولسي جرګې ټولټاكنې دې د امنيت تر ټينګېدو، د
جنګسالارانو تر وركاوي او ګوښه كېد او د وسلو تر ټولولو پورې وځنډول شي، تر
څو ولسي جرګگې ته د جنګسالارانو د ورتلو مخ نيوي وشي او د ولس په برخليك
لوبي ونه شي دا نو اوس له نړۍ والې ټولنې او د ټولټاكنو له خپلواك كميسون
پورې اړه لرى چې د جنګسالارانو غوښتنو ته ارزښت وركوي او كه د ولس هغې ته.
پاى
د جنګسالارانو او ټوپكمارو د بې واكي او وركاوي په هيله!
اداره
|