|
|
د ننګيالي رالېږنه، كـندهار
د ګروم درمل
نن سبا انسانان په ډول ډول غمونو، ګرومونو او ناورينونو
اخته دى، ډول، ډول اندېښنو، چورتونو او وسوسو لـه هغو څخه د زړه سكون او
ارام اخيستى دى. نژدې ټول وګړي، هر يو د ژوندانه او په ژوندانه پوري لـه
اړوندو مسايلو څخه ډول، ډول شكايتونه كوي.
د عيش او ارام د غومرو بي شمېرو وسايلو هم څوك د زړه د قرار لـه نعمت څخه
نه دي برخمن كړي. هر څوك په يو توګه په ژوند كي ناكراره او لـه هغه څخه
بېزاره دى، هم په تېر پسي زړه خوري او هم د راتلونكي په غم كي ډوب وي.
ټول وګړي لـه يو ډول زهيرتيا، وير او غم سره لاس او پښې وهي، لـه دې املـه
ډېر وګړي په قسم قسم ناروغيو لكه اعصاب خرابي، جلدي ناروغي، جسمي بې سيكي
او د نس په خوږو اخته سوي دي.
ددې ټولو سبب دادى چي ننني انسانان په ډول، ډول اخلاقي ناروغيو اخته دي، د
اخلاقي ناروغيو اسباب دوه شيان دي:- يو د دوه پښې شيطانانو يعني د نړۍ د بې
وزلو خلكو په تېره د مسلمانانو د دښمنانو شوم او ناولي اغراض او پټي او
ښكاره شر اچوني او ددوى د هيوادو په كورنيو چارو كي لاسوهني دي. بل پخپلـه
د انسانانو ډول، ډول نفساني خواهشونه، حرصونه، تمي، دبدني ارام او راحت او
عيش او عشرت هيلي او اّرزوګاني دي چي دا ټول ددوى د سختي بې لارۍ او په قسم،
قسم اخلاقي ناروغيو د اخته كېدو سبب سوى دى .
نن سبا دوه پښې شيطانانو خپل خپل ظاهري او مادي ساز وسامان اوبې خاصيته او
پوچ اند او ژوند كلتور او رسم داسي ايسوي چي ډېر وګړي يې د سمي او معنوي
لاري ايستلي او پر خپل لوري ورجذب كړي. او لـه دې املـه داسي شرايط پر نړۍ
واكمن سوي چي يواځي او يواځي د جسماني ارام او راحت وسايل مهيا كول او
تيارول د انسانانو د ژوندانه مقصد ګرځېدلى او د نفس خواهش د وګړو معبود سوى
دى . لـه روحاني حقيقت او روح لـه غوړېدو او مړاوي كېدو څخه زياتره خلك
غافلـه سوي، او نړۍ د مادياتو او ماديات پالني په سمندر كي مخ پر ډوبېدو
روانه ده .
نن مهال دې ته لږ فكر كيږي چي انسان يوازي د غوښو او هډوكو مجموعه نه ده
بلكي په حقيقت كي د هغه روح څخه عبارت دى چي د انسان بدن په هغه ولاړ او
قايم دى. تر څو چي روح د هغه په بدن كي وي هغه انسان دى، او چي روح يې لـه
بدنه بېل سو بيا نو د انسان بدن ته يو لاښ وايي نه انسان. او څنګه چي مادي
ساز و سامان او راحت او ارام شېبه په شېبه بدلون مومي او بقا نه لري نو لـه
دې املـه د ژوندانه لار لـه پېچومو ډكه سوې او بې شمېره حسرتونه، دُكونه،
افتونه او بلاوي، بې برخۍ او بې وزلۍ رامنځته سوې او د انسانانو صبر او
سكون لـه منځه تللى دى. او كه ددې سامان په واسطه څه خوښي هم تر لاسه كړي
مثلاً :- د ټلوېزيون يا راډيو سندري او نورو اورېدل، سېنما يا نورو كلبونو
ته تلل، په نڅا او لـهو و لعب ځان لګيا كول يوازي همهغه مهال سړي ته د
خوشالۍ خوند ورپه برخه كوي. او د هغو تر خلاصېدو وروسته بيا همهغه دى وي او
همهغه غم او پر زړه باندي د غم او ماتم غبار .
خو ددې په مقابل كي روحاني خوښي ډېره دوام كوي. دا ځكه چي روح پخپلـه يو
دوام داره او تل پاتې هستي ده.
نو ددې ناروغيو علاج څه دى ؟
د انسان ستر توب، نېكمرغي او تل پاتي خوښي لـه روحانيت څخه ده نه لـه
جسمانيت څخه كه موږ د لوى څښتن د ارادې سره سم كړنه او عمل وكړو او خداى Y
ته ځانونه وسپارو، پر لوى څښتن توكل وكړو او د هغه په قضا رضا سو نو
لوى څښتن زموږ مل او ملګرى دى. او په دې صورت كي زموږ په زړونو كي د ناكامۍ
بېره نه رالوېږي .
لـه لويه سره زموږ ناكامۍ لـه دې املـه دي چي موږ د لوى څښتن پر احكامو
برابر نه ځو نو :
چي اللـه در سره مل نه وي رحمانه
كه لښكري درسره وي يكتنها يې
كه موږ ټول د خداى Y پر لار سم روان سو او د هغه اراده او مشيت ومنو نو موږ
په هيڅ كار كي نه ناكامه كېږو. او كه چيري انساني عقل په كومه پېښه كي پاته
راسي او كومه ستونزه نه سي اوارولاى نو موږ ته د لوى څښتن وحي چي همهغه
قران شريف دى ښه لارښوونه كوي.
نو څوك چي د لوى څښتن Y د لاري سره سم د هغه د كلام په لار ښوونه عمل كوي
او پر هغه پاك او ستر ذات يې ويسا وي هيڅ نه بېريږي، بلكي هره شېبه د لوى
خداى Y لـه لوري د برياليتوب زېرى وركول كيږي چي د داسي وګړو ارومرو د زړه
ډاډ او اطمينان ور په برخه كيږي. او چي د زړه ډاډ ور په برخه سي روح يې
ارام سي. ځكه چي زړه پر بدن حكم چلوي او د زړه لـه ډاډه بدن ډاډه سي او خپل
خواهشونه، حرص او تمي پرېږدي او زياتوب نه غواړي] ددوه پښو شيطانانو او د
هغو د مادي اوبې خاصيته ساز و سامان تر اغېزې لا ندي نه راځي او په وير او
بوخلو كي هم خوښ او خوشالـه وي چي په دې صورت كي طبيعي ده چي روح ارام او
ډاډه سي او چي بدن، زړه او روح ارام سي هلته نو بيا غم اوبېره اولـه دې
املـه شكايت او ډول ډول ناروغۍ لـه كومي سي ؟ .
زياتوو چي د اخلاقي ښېګڼو تر لاسه كولو او په عمل كي پلي كول، د اخلاقي
ناروغيو درمل ( دبديو او رذايلو علاج ) كوم چي د اخلاقو په كتابونو كي ويل
سوي او دلته مو هم را اخيستي دي، د قراّن شريف د ژباړي او تفسير پرلـه پسې
مطالعه د علم تر لاسه كول. د ښو اوګټورو كتابونو مطالعه، عاجزي، ټينګه توبه
ذكر او فكر، د وخت قدر، د نفس اصلاح، تقوٰى ، ښه عمل ، خيرات او صدقات
وركول، په نابوده دنيا زړه نه تړل، د اخروي سعادت تلاښ كول او د اسلامي
احكامو سره سم د دنيا او اخرت د كاميابۍ لپاره زيار ګالل د زړه د اطمينان
يوازني وسايل دي .
موږ ته ښايي چي هم په انفرادي، هم په كورني او هم په ټولنيز ژوندانه كي
پخپلو موجودو شيانو خوشالـه سو. چي نه يې لـرو په هغو پسي زړه كښانده نه
كړو. او ددې تر څنګ چي د مشروع لارو د شتو په موندلو پسې سو بايد د خداى Y
په تقسيم راضي سو. رسول عليه الصلوت والسلام وايي : ان اللـه تعالى بحكمته
وجلالـه جعل الرَّوُحَ والفرح فى الرضاء و اليقين . يعني لوى څښتن پخپل
جلال او حكمت خوښي او خوشالي په رضا او يقين كي نغښتې ده .
موږ په ملي لحاظ هر څه لرو. د نړۍ مسلمانان په تېره موږ افغانان ډېر ښه
افتخارات لرو موږ ډېري ښې اقتصادي زېرمي لرو كه موږ د خداى Y پر لار سم سو
او خپل شته او ځواكونه په كار واچوو موږ پردوته هيڅ اړتيا نه لرو. او نه دا
چي تر هغو كم نه يو بلكي دونه څه لرو چي پردي يې نه لري . نو موږ بايد د
پردو پرمادي فرهنګ او ژوند عاشقان نه سو. نه د هغو پېښې وكړو نه يې پيروي
وكړو. نه يې په مكرونو تېروځو او نه يې نوكريو او مزدوريو او شتو ته په تمه
سو :
مردان هغه دي چي همت ناك وي
په هره چاره كي چست و چالاك وي
كه غم پرې راشي پروا د غم نه كا
خواږه لـه هر چا په زيست و ژواك وي
په جهان كي كه مردان دي هم هغه دي
چي و سختيو ته و نيسي ځانونه
واړه زړونه فراغت دي په ښادۍ كښي
چي په غم كښي مردانه شي زړه هغه
|