|
|
سرمقاله
څنګه اّزاد مطبوعات ...!
؟
د ګران افغانستان خلك خصوصًا فرهنګيان د درويشتو كالو
راهيسي دې شېـبې ته سترګي په لاره وو چي كله به په هيواد كي دې حالت ته د
پاى ټكى كښېښودل سي چي نور به د چا قلمونه نه زولا نه كيږي . او د نړۍ د
نورو هيوادو په شان به دلته هم اّزادي خپروني پيليږي او ددې وطن وګړي به
خپلي نظر يې او اّراوي د خپلو هيوادوالو تر ذهنو پوري ور رسوي او چارواكي
به ددې كار لپاره داسي ګامونه پورته كوي چي هر څوك وغواړي و دې كار ته اوږه
وركړي د وخت حكومت به يې مرستــندوى وي .
كه څه هم اوسنۍ ادارې دا اعلا نونه كړي دي چي مطبوعات اّزاد دي حتٰى د
راډيـو او ټـلـوېز يـون تر حده يې دا ژمنه كړې چي هر څوك كولاى سي دا كار
تر سره كړي .
خو په تاسف سره بايد ووايــو چي تر اوسه څه نـه دي سوي كه سوي هم دي
يــوازي په مركز كي تر يــو اندازې سوي دي خو د هيواد په نورو ولاياتو كي
هيڅ نسته . موږ وړاندي د مطبوعاتو د اّزادۍ خبره وكړه حال دا چي داسي مو
اور ېدلي دي چي د يوې ورځپاڼـي د ادارې لـه خوا د ګمرك پر ځايي مامورينو
باندي د رشوت او درغليو په اړه د يــو چا انــتقادي ليك خپور سوى و،د دې پر
ځاى چي د ګمرك رئيس صاحب د خپلي ادارې د سمون لپاره لاري چاري وسنجوي يا د
رشوتــخورو مامور ينو مخه ونيسي په دې لټه كي و چي د انــتقادي ليك ور
استونــكى شخص او د ورځپاڼـي هغه څوك پيدا كړي چي نـومـوړى ليك يې خپور كړى
دى . او خپل زور ور وښيـي خو اّخر خبره پر دې فيصله سوې وه چي كه مو په
اّينده كي داسي ليكونه خپرول زموږ سره بايد مشوره وسي .
نو اوس دا سوال راپيدا كيـږي چي پړه د چا پرغاړه ده ولي زموږ وګړ ي د وطن د
اّبادېدو په هره ساحه كي ګامونه نه اوچتوي ايا پـه دې كي يــوازي د وخت
حكومت مسئول دى. او موږ به تر څو بـل ته لاس تر زنه ناست يـو چي زموږ
كارونه را انجام كړي ايا موږ د وطن د پانـګه والــو څخه دا ګيله نه سو
كولاى چي ولي د خير او ترقۍ لپاره د خپلـو سرمايــو څخه يوه برخه د فرهنګي
كارونــو لپاره نه مصرفوي . كېداى سي دوى لـه هغو لارو نه عايد هم تر لاسه
كړي، خونه يې كوي .
له بلي خوا چارواكي نه خپل ځان مكلف بــولي او نه د نورو خلكو سره په دې
اړه همكاري كوي. د حكومت څخه اولس دا هيلي لري چي كار دي و اهلـكارو ته
وسپارل سي چي د ملك د ابادېدو ټــولي چاري مخ ته ولاړي سي.
چي يو لـه هغو څخه د طبع او نشر لپاره چاري دي حكومت او پانګه وال كولاى سي
په دې اړه داسي تصميمونه ونيسي چي زموږ په هيـواد كي فرهنګي او ټــولنيز
برم راژوندى سي او يــو وار بــيا د تېر پېر په شان نړۍ ته دا ثابته كړو چي
دا وطن د علم او فرهنـګ زانـګو ده موږ دا ثابتولاى سو چي زموږ د تېرو
عظمتونو افــتخارات نن د ټولي نړۍ افتخارات دي .
( اداره )
|