|
نور احمد فطرت
ولور
رښتيا ده په رب تعالٰى Y قسم لكه څنګه چي شاعر ويلي او
څرګند كړي دي همداسي نن سبا زموږ حالت دى زموږ ژوند په حقيقي ډول يوه بېله
نقشه غوره كړې ده خدايږو سپينه شوې خبره ده چي موږ پښتنو نن د هغه متل
معنوي بڼه خپله كړې ده كوم چي زموږ پخواني پښتانه وايي. \" نه د دين نه د
سادين \". مانا دا ده چي موږ پښتانه لـه يوې خوا خپل ځانونه هم د نبيانو u
اولاده بولو او هم خپل قوميت لـه فرښتو سره اړه لرونكى ثابتوو. خو بل لور
ته بيا موږ د دين او اسلام په ځينو احكامو او مواردو كي دومره ناخبره او
پوه جوت شو. چي د هغه اندازه لګول د عامو خلكو لپاره څه بلكې د خاص لپاره
هم ګران او د سرخوږۍ لامل ګرځي. خير بيا هم خپل اصل هدف ته راځم د خبري
مقصد مي دا دى، د بېلګې په ډول كه چېري خبره د لمانځه يا سرسايې شي يا د
جماعت يا هم د نفلونو شي. بس بيا موږ تر هر چا په دې احكامو كي مخته يو.
كوونكي يو، منونكي يو په هر حال، كه چېري خبره د نورو سختو احكامو او
اّسانو مواردو سره سره خبره پر مېرمنو د ظلم كولو څخه شي، بس بيا موږ اكثر
پښتانه دلته نه مېرمن منو، نه پر دې ظلم كول منو، نه يې وجود منو او نه يې
نېستي منو يانې د خبرې اصل هدف دا دى. موږ ځان نه خبروو بس جزوي احكام منو،
نور څه ته پام نه كوو بيا هم كه هر څه وي رب تعالٰى Y لـه موږ څخه دا غواړي
چي موږ په پوره ډول په اسلام ځانونه خبر كړو، د لاَ اِلٰهَ اَلاَ اللهُ په
توحيد باندې ايمان راوړو. ځكه خداى پاك Y پـه خپل كتاب كي څـه داسي فرمـايي
: \" اُدْخُلُوْ فِى السِّلْمَه كَافَۍً \"
ژباړه : \" تاسو په اسلام كي په پوره ډول ننوزى\". نه پوهېږم چي ولي بيا هم
لـه خپلې اصلي موضوع څخه ليري ليري كيږم. وجه څه ده په پورتنيو كرښو كي مي
پر پښتانه، اسلام او لـه ښځو سره پر ناوړه چلند خبرې وكړې. خو اوس به خپله
اصل موضوع په پام كي و نيسو او د ولور په اړه به لـه خپلو درنو لوستونكو
سره پرې مدللي او د استفادې وړ خبرې وكړو لكه څنګه چي مي په پيل كي وويل
موږ بايد په بشپړه توګه خپل دين او مذهب و پېژنو او د همدې سپېڅلي دين پوره
پوره جاج واخلو. خپل ځانونه بايد ناپوه او جاهلان نه كړو جوت.
زموږ دردېدلي، كړېدلي ولس ډېرې خوارۍ وړي دي او هم اوس لګيا دي، دا د غم
ناورين پرې تېريږي. ناورينونه خو هسي هم د سر د وېښتانو په شمېر دي خو زما
په اند رواج هغه توره بلا او كاري طوپان دى چي د هغه رېښې كښل څه اّسانه او
سليسه خبره نه ده. رواج اوس د نوح د طوفان غوندي جوړ سوى دى چي تقريبًا هر
خاص و عام، ښه او بد، عابد و زاهد، ملا او پير بلكې زموږ ټوله پښتني ټولنه
ورسره مخ ده او حتٰى دا يو داسي ناروغي ده چي كېنسر ترې جوړ شوى دى، او هيڅ
دوا او درملنه نه لري. نه يې هم مخنيوى كيږي.
څو به ژاړم پر دې وير لكه كودك
نه دى غر د بېلتانهْ را باندي سپك
چېري توان اّسان پر بلو لمبو كيږي
د دوږخ په اور كي څوك نه دى خونك
\"ملا عبدالسلام اشېزى\"
لكه څنګه چي رواج و غندل شو، نو تاسي څه فكر كوئ ستاسو په
اند ولور څه شى دى. زما په فكر زه خو ولور په پوره ډول رواج ګنم او هم يې
په خپله عقيده رواج بولم جوته خبره ده ولور د بيې نوم دى خو بل لوري ته
قراّن كريم د ولور پر ځاى خبره د حق مهر كوي. حق مهر هغه قراّني، ديني او
دنياوي اصطلاح ده چي كه چېري حق مهر ادا نه كړل شي نو نكاح هم نه شي سهي
كېدلاى. خو ولور د ځينو جيد علماء او روڼ اندانو په اټكل د بيې نوم دى بلكې
په ډېرو ځايونو كي د خوړلو او خرڅولو مال هم بلل كيږي. د خپلې موضوع سره سم
اوس بايد ځانونه په ولور او حق مهر پوه كړو. راشئ و پوهېږو چي د ولور او حق
مهر تر منځ څه توپير دى، اّيا ولور د حق مهر سره برابر دى كه ګرسره حق مهر
بېل شى دى او ولور بيل شى دى. په لومړي ځل به د ولور موضوع و څېړو.
ولور :- په نننۍ پښتني ټولنه كي پرته لـه ځينـو خاصو او متمدينـو
لوستو، اسوده حالو او پوهو يا ښاري پښتنو يا د ځينو وړو قبيلو او قامونو
ماسيوا اكثره پښتانه ولور د بيې نوم ږدي. د بېلګې په توګه چي كله موږ د
خپلي لور يا خور كوزده لـه چا سره كوو. نو په پيل كي يې ولور ښودل كيږي او
د كوزدې په ورځ دا پرېكړه هم ورسره كيږي چي كوم څوك د ولور وس ونه لري نو د
پسو او غوايانو چي په ولور كي به يې وركوي شمېر ټاكل كيږي. تاسي به هم
حيران ياست، او واياست به چي خير دى دا خو موږ وايو چي دومره ټاكلى شمېر په
بدل د لور يا خور راكړه خو ولور نوم د بيې بلل څه مانا لري؟ دلته زه وايم
چي هو موږ چي كله د خور يا لور په بدل ولور تر لاسه كړو نو زه په زغرده
پوښتنه كوم چي د ولور دغه ټاكلى شمېر د چا جېب ته ځي. كه چېري ولور بيه نه
واى نو بيا دا ولور موږ ولي خوړلاى شواى. دا ولور خو چي كله موږ تر لاسه
كړو، دا ولور ولي د نجلۍ د كورنۍ غړو مور، پلار، اكا يا هم د هغې د مشر
ورور جېب ته ځي. كه چېري ولور بيه نه شي بيا خو يې څوك خوړلاى نه شي. بيا
خو يې خوړل بېخي حرام دى. كه چېري څوك وايي \" چي ولور خو د حق مهر برابر
دى. هيڅ د منلو خبره نه ده بلكې په كار خو دا دي چي موږ دومره بايد لـه
اسلامي احكامو څخه بې خبره پاتي نه شو، كه خبره د ولور ده نو ولور خو د
علماوو په وينا بيه ده. نو بيه چي يو ځل پر لور يا خور واخيستل شي ارومرو
خرڅيږي خرڅولاى يې شي، خوړلاى يې شي، كه چېري ولور د مهر حق برابر و شمېرل
شي. نو بيا تاسي د جيد علماء څخه پوښتنه و كړئ چي حق مهر څوك خوړلاى شي او
يا كه يې نه شي خوړلاى هم خو ځيني علماء بيا ښايي تاسي ته دا ځواب دركړي چي
هو د قراّن مطابق حق مهر مصرفېدلاى شي. خو هغه وخت چي لور يا خور د هغه
اجازه وركړي. هو زه هم دا منم چي د لور يا خور په اجازه حق مهر خوړل كېدلاى
شي خو دا خوړل هم خپل حدود لري، خپل حد لري، خپل شان لري، خپل قانون لري.
په ځينو مستندو كتابونو كي د فقهې عالمان د حق مهر يا دغې ناجائزې بيې د
ولور په هكله وايي :
\" د ښځې حق مهر يا ولور چي نوم د بيې دى، د خور يا لور په اجازه ګارېدلاى
شي يا خوړل كېدلاى شي خو شرط دا دى چي \" هغه وخت به ته د خور يا لور مال
خورې چي د دې پر دغه حق مهر يا ټاكلي ولور ددې تر واده وروسته يو يا دوه
كاله تېر شي. علماء فرمايي : \" چي دغه ټاكلى يو يا دوه كاله لـه دې امله
ټاكل كيږي چي دغه وخت دا د واده د پيل د وخت په پرتله زياته نه شرمېږي. كه
چېري اجازه په داسي حالت كي ترې و غوښتل شي چي دا واده شوې نه وي دغه وخت
اجازه وركول د اسلام لـه نظره سهي نه ده. په دې وخت كي دا شرمېږي كه چېري
تر واده وروسته را و بلله شي او لـه دې څخه يې اجازه و غوښتل شي. هغه وخت
چي لور يا خور هره پرېكړه وكړه هغه د منلو وړ ده خو شرط يې دا دى چي دغه
وخت به هغه ټوله شتمني چي ددې لـه ولور نه پاتي شوې وي، په بشپړه توګه
موجوده وي. نه دا چي ددې پاتي شوې شتمني پر هغه وخت موجوده نه وي او ته
اجازه ترې و غواړې. بس خو پوه ته اشاره كافي ده. په هر حال زه دا وايم چي
ولور هيڅكله د حق مهر سره برابر نه دى، بيا هم د ښځې يا د لور او خور پاتي
شوې شتمني په هره پلمه چي وي خوړل يې بېخي حرام، ناجائز او د غندلو وړ دي.
په ډېرو ځايونو كي مي اورېدلي دي چي پلانكي سړي د لور يا خور په د ولور په
پيسو واده وكړ يا پلانكى سړى د لور په پيسو حج ته ولاړ يا يې هم په ولور
عمره وكړه ګورئ تاسي ته په پورتنيو خبرو كي څرګنده شوه چي ولور څه شى دى او
ناجائز څه دي بيا هم بايد د شاعر شعر ته ځير شو چي څه وايي.
زه بيده زړونه را بولـم نه ويښيږي
جهل كړى دى اثر سلابلا
زام د لور په مهر ورغلې مكې ته
هم جحج ولاړى هم ولور سلابلا
نه دي خداى بخښي په دغه نه خورلڼه
پټوې په ګوته لمر سلابلا
\"ملا عبدالسلام اشېزى\"
همدغه د ولور ورانېده دي چي پښتانه نن هم د خداى په
وړاندي د ګناه په تور تورن دي، هم د ټولني او هم د ښځينه حقوقو په وړاندي.
زما موضوع ولور ده نو بايد زه د ولور په اړه ټول حالات را برسېره كړم. ولور
په حقيقت كي د هرې بدۍ تخم دى كه ولور نه واى زموږ ښايسته پښتنې خويندې او
لوڼې به ولي نن د پيسو او شتمنيو په بدل كي په پرديو خرڅېدلاى. دا شريف او
نجيب ولس به ولي نن د تورتم ، د جهالت او بې بختۍ شومه كيدلاى. اّرمان دا
دى دلته خلك بېخي ملامت نه دي. زه په خپله يوه ورځ سهار مهال په جومات كي د
قراّن پاك ژباړې ته ناست وم چي كله د حق مهر بيان راغى نو ملا صاحب هم د
عامو خلكو په څېر حق مهر ته ولور وايه، خو ما تاسي ته مخكي څرګنده كړه چي
ولور او حق مهر ښه څرګند توپير سره لري. د ولور دومره زياتې بدۍ دي چي زه
يې بېخي شمېرلاى نه شم. خو داسي به وكړو چي د ولور په اړه به په راتلونكې
ګڼه كي هم و ږغېږو.
په باغچه كي د اُميد غنچه غوړيږي
سم راځي چي كله كله و كړم فال ستا
حق مهر : كتاب راوړي چي حق مهر شرعي اصطلاح ده. دا به
نجلۍ ( لور يا خور) خپله ټاكي او په خپله به يې خوري. په پيل كي مي وويل چي
ولور هغه دود يا اصطلاح ده چي ټاكلې بيه ده. بس مال دى ويړيا كيسه مو ترې
جوړه كړې ده. دا ټاكلې شتمني د نجلۍ د پلار، مور او يا هم د كوم بل زورور
جېب ته ځي. خو حق مهر ددې ټولو پرته نجلۍ په خپله ټاكي او همغه يې ګاروي
يانې د حق مهر چي څومره شمېر نجلۍ پر خاوند كښېږدي هماغه شمېر پيسې ددې د
شتمني يا ملكيت دى. د صحابه كرامو په وخت كي داسي ځيني واقعات هم شته چي
په حق مهر كي نجلۍ ته باغ وركړل شوى دى او بيا تر مرګه پوري هغه باغ د نجلۍ
د ملكيت برخه وه. دويم دا چي اسلامي تعليمات موږ ته لكه د ژوند په هر اړخ
كي سادګي را ښيي، نو د حق مهر د ټاكلو په هكله هم د اسلامي او شرعي
تعليماتو لـه نظره سمه او ښه لاره دا ده چي كه څه زيات مهر نه وي خو څه نا
څه حق مهر دي و ټاكل شي.
په حديث كي راځي چي \" تاسي د حق مهر په ټاكلو كي اّساني كوئ\" بل ځاى
مبارك u فرمايي \" بختوره ښځه هماغه ده چي هم ښايسته وي او هم يې حق مهر لږ
وي. حضرت عمر په خپله يوه خطبه كي فرمايي \" اې خلكو د حق مهر په ټاكلو
كي اّساني كوي ولي چي ستاسي لوڼې تر بي بي فاطمې غوره نه دي. شاعر وايي.
څلور سوه روپۍ مهر شرعي وو
نسب ووينه شرف د پيغامبر زيات
د جنت شاهدي هم باندي روا ده
فاطمه د نبي لور نور تر قمر زيات
حق ماړه نه رسوي و مستحق ته
زام غني په قيامت نه لري باور زيات
خو زموږ په ټولنه كي په دې اړه هيڅ هم نه شته. نه نجلۍ حق
مهر پېژني او نه د خپل تصور كولاى شي بلكې زموږ د كم علمۍ په سوب زموږ
خويندې او لوڼې نن د خپلو ځانونو دښمنې شوې دي. څه ووايم نن زموږ خور او
لور بس صُمٌ بُكْمٌ عُمْيىٌ جوړې شوې دي. نه د دين نه د سادين دي. تش ولور
پېژني، هغه هم تر دې حده چي ولور لـه ډېره شرمه په پلار او يا هم په خپل
كورني محيط كي په ګډه سره و خوري. افسوس صد افسوس. په موږ كي پر ښځو، نجونو
او خويندو بېخي زيات ظلمونه كيږي. خو د دې غندنه هيڅوك نه كوي حتٰى ځيني
علماء كرام هم په دې خبره بد وړي چي ولور د بيې نوم دى يا هم ولور حرام دى.
ناجائزه ظلم او زياتوب دى. بايد ټولنه داسي اصلاح شي چي ښځه حق و لري، خپله
رايه و لري، خوښه و لري. كه چېري خبره د حق مهر شي نو بيا حق مهر د ښځې حق
دى. كه چېري ښځه و غواړي لـه يو چا سره په لس لكه كلداري هم نكاح نه كوي.
خو كه يې چېري يو ځوان خوښ شي بيا لس زره يا تر دې هم په كم حق مهر ورسره
نكاح كولاى شي.
حيف در حيف نه موږ دين ته ګورو، نه قراّن ته او نه هم حديث ته بس چي موږ
وويل يا څه داسي ناوړه دود و هغه موږ خپلوو. نور څه نه شته. زه نور څه
ووايم دا يوه داسي اوږده موضوع ده چي كتابونه هم پرې ليكل كېداى شي خو دا
چي زما تر لاس لاندي مقاله ده نو زه نه شم كولاى چي خپلي خبري په دوامداره
توګه وكړم. يانې يواځي خبره د ځان د خبرېدو ده بايد دا بيان هر ورور، خور،
مور، پلار او ذمه واره انسانان ووايي. بيا چي يې و لوست بايد نورو
مسلمانانو ته يې هم ورسوي.شاعر هم په دې اړه د ويښېدو خبره كوي.
شرعي محكمې جهل كړې كريابي
تر شا خوشى غورځولى دى شامي چا
سر راپورته كړه د مرګ په خوب ويده شې
په دنيا كي نه ده كړې اّرامي چا
لـه دې موضوع نه دا جوتيږي چي د غم د ولور د لاسه چي بيه
ده نه زموږ خور لور د واده خوښه څرګندولاى شي او نه هم حق مهر نجلۍ په
اّسانه توګه په خپله ټاكلاى شي. دلته د فكر خبره دا ده چي اّيا دا دواړه
اصولونه په پښتني ټولنه كي موجود دي. زما ځواب دا دى چي نه دي موجود ځكه نه
خو نجلۍ ځان ته خاوند خوښولاى شي او نه د حق مهر د ټاكلو واك ورسره شته
بلكې پلار يا ورور دا دواړه واكه لـه ځانه سره ساتي. لـه دې څخه ثابته شوه
چي موږ د نجلۍ په بدل كي كوم د ولور د پيسو شمېر اخلو هغه د هغې بيه ده.
يانې موږ د لور او خور بيه اخلو او خرڅوو يې. لـه دې موضوع څخه دغه پايله
تر لاسه كيږي چي بايد په هر صورت د ولور او حق مهر تر منځ توپير څرګند شي
يانې داسي په كار ده، بايد علماء حق دې ته را وړاندي شي چي قوم پوه شي چي
حق مهر څه ته وايي او ولور
څه ته وايي.
بايد د حق مهر ګټې بيان شي چي دا اصطلاح اّساني راولي، سادګي راولي، خپلوي
راولي او ستونزې لـه ميانه يوسي. د نبي r لار او د خداى تعالٰى Y حكم دى چي
كه چېري عوام ټول په دې پوه كړل شي بيا به چېر ي هم د ولور اصطلاح د چا پر
خوله رانه شي بلكې هر انسان نر او ښځه به دا و غواړي چي د خپل زوى يا ورور
لپاره كوزده په حق مهر و غواړي. همداسي كه چېري يوه نجلۍ په حق مهر وركړل
شي همغه حق مهر ددې شتمني ده. مثلاً كه خاوند نجلۍ ته په حق مهر كي مځكه،
باغ، كور يا نور هغه څه چي دده د شتمنۍ برخه وي، وركړي او هغه شتمني تر
واده وروسته بېرته د خاوند جېب ته ولاړو د خاوند ملكيت شو او كه چېري خبره
د ولور شوه، بس ولور خو نو هغه شى دى چي په خداى Y د مړه هم خوله ورته اوبه
كيږي پوه ته اشاره كافي ده ځكه كه چېري موږ په لږ پوه نه شو په ډېر هم نه
شو پوهېدلاى خبره د ځان د خبرېدو د خداى Y څخه د بېرېدو ده. مسلماني او
پښتونولي خو نور څه نه ده بس لـه خداى Y څخه په ويره او ډار باندي خبره
ولاړه ده.
پايله :
ناخبر لكه حباب په سمندر كي
ومه جوړه كړه ګمبته بې تمبې ما
او دا خبره واقعي هم د خواشينۍ وړ ده چي ملايان صاحبان څه
وخت نكاح تړي نو ولور غوندي ظالمانه دود ته د شرعي حق مهر نوم وركوي سره
لـه دې چي حق مهر بېل شى دى او ولور بېل. د حق مهر اداينه د خاوند لـه خوا
لازمي ده ګني نو نكاح نه سهي كيږي لكه چي خداى پاك Y په سوره نساء كي
فرمايي.
وَ اٰتُو النِّسَاءَ صَدُاقٰتِهِنَّ نِحْلَۍً فَاِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ
شَىْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوْهُ هَنِيْـئًا مَّرِيْـئًا
ژباړه : يانې تاسي و ښځو ته د هغو حق مهر په خپله رضا وركوئ خو كه هغې ښځې
تاسي ته په خپله خوښه د هغه حق مهر يوه برخه دركړه بيا يې په خوند خوند
خورئ. دلته بايد د خوړلو حدود هغه د علماء \" تشريح او فتوٰى و ګنل شي چي
ما يې مخكي ذكر درته وكړ. خو يقيني ولور يو دود دى، دا د نجلۍ حق دى نه دا
چي دا د هغې د مور و پلار، وروڼو يا هم د اكاګانو يا ميراثخورو حق دى. چي و
نجلۍ ته يې وركړه خو پرېږده ور ښكاره كيږي لا نه، بلكې دا په ښكاره توګه د
نجلۍ مور و پلار او داسي نور خپلوان د ځان حق بولي او وايي چي موږ هم شل
پنځويشت كاله دا نجلۍ را لويه كړې ده په دې مو خرڅ كړى دى. دغه ولور د هغه
بدل دى. په هر حال هغه د پخوانيو پښتنو خبره ده چي واي خبرې سل دي سر يې يو
دى. اوس دا په پوره ډول جوته شوه چي د ولور او حق مهر تر منځ ډېر زيات
توپير دى بلكې دا د خرڅ شوي حيوان يا د مينځې غوندي د هغې بيه ده. نو دا
بيا د علماء كرامو كار دى چي دا خبره سپينه كړي چي دغه زموږ نكاح وي سهي دي
كه هسي په دوديزه توګه د نجلۍ او هلك نكاح سره تړو. په قراّن پاك ايمان
راوړل شرطونه لري. زكٰوۍ خپل شرط لري بلكې دين دعوت، تبليغو امر و نواهي
ټول خپل شرطونه لري. نو بيا موږ ولي داسي د مرګ په خوب ويده يو چي نكاح مو
ټوكې بللې دي. بايد پوه شو چي نكاح هم شرائط لري. خوښه نا خوښه لري. طلاق،
خلع، جلا والى او يو والى لري. دا څرنګه بې خوښې نكاحوي دي يا دا څرنګه
كيسې روانې دي. چي هيڅ سر يې نه نارينه ته څرګند دى او نه هم ښځينه ته. بس
هسي نكاح ده وشوه واده دى و شو او بس.
هر ملت د خپله دينه سو بېزاره
ګړده مځكه دوږخ واړوى ناورين تا
بل ځاى قاضي ملا عبدالسلام اشېزى (بابا) خو په اصل كي ښځې
خرڅول جائز نه ګڼي، دى وايي.
د هر حُر بيه باطله ده جاهله
مړوې ځان په دختر سلابلا
په هر حال موږ بايد دا خبره په ذهن كي و لرو چي ولور د حق
مهر برابر نه دى. هغه په دې چي شريعت وايي حق مهر بايد لږ تر لږه وي حال دا
چي ولور ډېر وي حق مهر نجلۍ په خپله ټاكي او ولور مور و پلار او د هغې ورور
يا كوم بل قريب ټاكي. د حق مهر چي هر څومره وي هغه د نجلۍ د شتمنۍ برخه
جوړيږي، خو ولور يې پلار، ورور يا نور قريبان خوري. اسلامي عمومي ژوند ساده
وي، د اسلامي عمومي تعليم د ژوند په هر ډګر كي دا دى چي ستونزې مه پيدا كوئ
بلكې اّسانتيا پيدا كوئ خو دا چي ولور په لكونو كلدارې ټاكل كيږي نو كله
اّسانتيا راځي. دا كله شريعت دى بلكې دا خو جهالت دى. موږ ايمان په رب
تعالٰى باندي په توحيد سره راوړى دى. موږ ځانونه مدعيان نه بلكې داعيان يې
بولو. نوكه ځانونه داعيان بولو نو بايد په خپلو ګرېوانونو كي و ګورو. د
ولور او حق مهر تر منځ توپير ثابت كړو او را وړاندې شو د خپلو جيد علماء
كرامو سره په ګډه جهاد وكړو.
محمده ! ستا په لاره كي هر څه دي
سوكالي ده، د فردوس ننواته دي |