|
|
د نجونو ښوونځي او
ورپېښې ستونزې يې...
سره لـه دې چې په هېواد كې دننه د نسبي امن اّوازې زياتې
دي او خلك په دې هيله دي چې په امن او امان كې ژوند وكړي، خو بيا هم كه په
ظاهره وګړي يو څه د هوسايۍ احساس كوي او وايي چې خلك پر كراره دي او اوس يې
هغه د چا په وينا زياتې اړتياوې پوره شوې دي، بيا هم زيات وخت په كار دى،
چې ټوله اوضاع دې عادي حالت ته راشي او د ټولو خلكو ژوند دې لـه هره اړخه
بسيا او هوسا شي.
زموږ د ټولنې زيات اړخونه د وروستيو تربګنيو او جګړو لـه كبله زيانمن شوي
او سخت زيانونه ور اوښتي دي.
بې شمېره ځوانان مو معيوبه او زيات كورونه لـه خاورو سره خاورې شول، لـه
شماره وتلي علمي كادرونه هم په روحي او جسمي لحاظ و ځپل شول او بهرنيو
هېوادونو ته په كډه كولو اړ شول. دا مهال چې زيات بهر مېشتي افغانان خپل
وطن ته راروان دي او هغه د چا خبره دا ځل له ډېرو تجربو او مشاهدو سره
راستنېږي نو په كار خو دا وه چې زموږ د ټولنې په فكري اوضاع كې دې هم مثبت
بدلونونه راغلي واى او زموږ ټولنې دې هم د نورو پرمختـللو او انـكشاف يافته
هېوادونو په شان د پرمخيون پر لار د پرمختګ ګامونه اوچت كړي واى، خو له بده
مرغه اوس هم زموږ ټولنه دې ته نه ده عياره شوې چې ځينې اصول او حدود دې و
مني، نو پوره چمتو والى نه ورته لري.
لـه دې كبله اندېښنه په كار ده، هسې نه چې په دې نوې ميلادي پېړۍ كې هم د
هماغو وروسته پاتو خلكو پر كړنلارو عمل وكړو او د هغوى د ژوند مهالوېش (
تقسيم اوقات ) دې د ځان لپاره معيار و ګرځوو.
ما تمه درلوده چې د وروستيو بدلونونو په رادبره كېدو سره به زموږ د ټولنې و
ښځينه پوړ هم ته دا زمينه برابره شي چې په سمه توګه اسلامي زده كړې وكړي او
ښوونځي ورته برابـر شي،
همداراز امن به يې ټينګ شي.
ښوونځيو ته به مرسته ورسېږي. دغه پوړ به په مالي او معنوي لحاظ نازول كېږي،
خو لـه بده مرغه چې نه نړيوالو هغه كړې ژمنې پوره كړې او نه هم زموږ دغه
لـه پامه غورځول شوي پوړ دا موقع تر لاسه كړه چې د ښوونځيو تر انګړه ورسېږي.
د نجونو پر ښوونځيو بريدونه كېږي، لكه څنګه چې نړيوالو ژمنه كړې وه چې د
نجونو لـه ښوونځيو سره به مالي او معنوي مرستې كوي، خو بيا هم په زياتو
دغـسې
ښـوونځـيو كې زده كوونكي پر خړو خاورو كښېني، چې ټولګي هم نه لري بلكې
ګرسره په خېمو كې زده كړې كوي، چې پر هماغو خېمو باندې هم بريدونه شوي او
اّن نجونې ګواښل شوې هم دي.
زموږ دغه سيمه بيا په دې برخه كې زياته حساسه ده. لومړى خو ډېر لږ كسان دې
ته حاضر دي چې د كور ښځينه پوړ دې يې ښوونځي ووايي او بيا چې كله دغسې پېښې
را منځته شي څوك به دې ته چمتو شي چې د هغې كورنۍ كومه نجلۍ دې ښوونځي ته
لاړه شي ؟ اوس چې هر سړى و پوښتې چې مرستې ته يې بايد څوك را ودانګي؟ نو دى
به پر بهرنيو موْسسو ګوته كښېږدي، ځكه چې دغو په اصطلاح د خيريه ټولنو، خلك
دومره لټان اموخته كړي چې بې ځايه تمه ورڅخه لري، پرته لـه دې هم ددغو
موْسسو كار معلوم نه وي او د كار كچه يې هم نه څرګندېږي، نو په زيات
تشريفاتي ډول په لږه اندازه كارونه ترسره كوي، نو يوه داسې خيريه ټولنه هم
پيدا نه شوه چې د نجونو د ښوونځيو شمېر دې زيات كړي او يا دې هم ددغو
ښوونځيو امن تامين كړي.
د امريكا يوه چارواكي په دې وروستيو كې په خپله يوه مركه كې څرګنده كړه چې
:
\"د امريكا حكومت له تېر كاله راهيسې له افغانستان سره تر يو مليونو ډالرو
زياته مرسته كړې ده، چې دغه پيسې دده په وينا
په ښوونځيو، سړكانو، څاه ګانو او نورو خيريه كارونو لګول شوي\" نوموړي په
خپله وينا كې زياتره د نجونو پر ښوونځيو ټينګار وكړ چې ګواكې دوى زيات
ښوونځي لـه سره چمتو كړي او ودان كړي دي. اوس په ګرده كندهار كې يوازې د
ګوتو په شمېر داسې ښوونځي شته چې يو شمېر نجونې په كې زده كړې كوي. بيا هم
په دغو ښوونځيو كې د نظم كمښت او د وسايلو نشتوالى تر سترګو كېږي. نو كه
چارواكي په رښتيا هم غواړي چې د زړه لـه اخلاصه خپلو وطنوالو ته د خير او
ښېګڼې كار وكړي، بايد د غسې نور ښوونځي هم پرانيزي او د دغو ښوونځيو نظم او
امن دې ټينګ كړي، ځكه كه دوى هېواد ودانوي نو په دې كار كې د ښځو ونډه هم د
پام وړ ده او دغه قشر د ټولنې نيمايي برخه جوړوي. كه چېري د ټولنې دغه برخه
لـه پامه غورځول كېږي، بيا په تېره زده كړو ته يې كومه خاصه توجه نه كېږي
نو دا په حقيقت كې د ټولنې يوه برخه فلج كېږي او لـه كاره وځي، زده كړه او
پوهنه د ټولنې هوسايۍ ، نېكمرغۍ او د وګړو د ذهني پرمختګ تضمين كوي او زده
كړه هم په هغه چاپېريال كې ترسره كېدى شي، چې امكانات، وسايط او وسايل
موجود وي. |