|
|
احدي
ملي ژبه، د ملي ټولنې بنسټيزه ستن ملي ټولنه هغې
جامعې ته وايي چې اوسېدونكي يې لـه قومي، ژبني، او مذهبي توپيرونو سره سره
ځانونه د هغې منلي غړي وبولي؛ هغې ته نهايي وفاداري ولري او لـه بلې هرې
ټولنې نه زيات لـه هغې سره كلك اجتماعي، سياسي او رواني تړون احساس كړي.
ژبني، قومي، مذهبي، ديني او تاريخي يووالى ټول كولاى شي چې د ملي ټولنې لـه
جوړېدو سره مرسته وكړي، خو د ملي يووالي احساس په دغو فكتورونو پورې منحصر
نه دى. په نړۍ كې داسې ټولنې شته چي وګړي يې په هر لحاظ سره متجانس دي لكه
جاپان او يا په ډېرو اړخونو كې سره توپير لري لكه سويس. په متجانسو ټولنو
كې د ملي ټولنې جوړول نسبتاً اّسان دي خو په نامتجانسو ټولنو كې د ملي
ټولنې جوړول نسبتاً ګران دي او هغه روڼ فكر، قوي عزم، او پرلـه پسې هڅې
غواړي.
د ملي ټولنې د جوړولو مشكلات د يوه هېواد د سياسي انكشاف په مسير پورې هم
اړه لري. په غربي هېوادونو كې سياسي تكامل لـه مشخصو مرحلو نه تېر شوى دى.
اول دولت جوړ او ټينـګ شو؛ بيا ملي ټولنه جوړه شوه او ملي وحدت مينځ ته
راغى؛ بيا د اقتصاد ودې ته توجه وشوه؛ بيا په سياست كې عامو خلكو ته برخه
وركړل شوه او ډيموكراسي تعميل شوه؛ او كلـه چي اقتصاد ښه وده وكړه بيا د
ملي عايداتو عادلانه وېش مطرح شو. د دغو بېلو بېلو سياسي مرحلو تر مينځه به
دېرش تر څلوېښت كالـه وخت تېرېده او د پاليسۍ په جوړولو كې به په عمومي ډول
پر حكومتونو باندې قيود كم وو. د مثال په ډول په دغو هېوادونو كې د دولت تر
ټېنګېدو وروسته، كلـه په زور او كلـه په خوښه، حكومتونو پر خلكو باندې د
ملت جوړولو پروګرام تطبيق كړى دى، څرنګه چې د ملت جوړولو پروګرام د
ډيموكراسۍ لـه دورې نه مخكې عملي شو، خلكو نه شو كولاى چې لـه ډيموكراتو
حقوقو نه په ګټـې اخيستنې سره د حكومت لـه هغو پروګرامو سره مخالفت وكړي چې
په زور عملي كېدل. دغه حالت د ملت جوړولو پروسه چټكه كړه. همدا رنګه د
كارګري حقوقو د نه انكشاف لـه املـه په دغو هېوادونو كې د اقتصادي ودې
مرحلـه چټكه او د اقتصاد وده زياته وه.
خو د درېيمې نړۍ په هېوادونو كې د ملتونو د سياسي تكامل مسير لـه پورتني
مسير نه فرق لري. د درېيمې نړۍ په هېوادونو كې هم اول د ولت جوړيږي، خو د
دولت لـه جوړېدو سره سم د سياسي تكامل ټولې او يا لااقل دوې درې مرحلې يو
ځاى پيل كيږي. پر دې اساس، په درېيمه نړۍ كې د دولت لـه جوړېدو سره سم
حكومتونه مجبور دي چې د ملت جوړولو، اقتصادي ودې، ډيموكراسۍ او د ملي
عايداتو د عادلانه وېش موضوعاتو په هكلـه هم پر يوه وخت پرېكړې وكړي. كلـه
همدغه بېلې بېلې پروسې يو لـه بل سره تصادم كوي او تصادم بيا سياسي ناكراري
پيدا كوي. د مثال په ډول، په هغو ټولنو كې چې بېل بېل قومونه ژوند كوي. كه
د ملي ټولنې جوړښت پوخ نه وي. كېداى شي چې لـه ډيموكراسۍ نه د قومي
اختلافاتو د پياوړتيا لپاره استفاده وشي ملي يو والى نور هم كمزورى شي؛ او
سياسي ناكراري رامينځته شي. په دې حال كې ضروري ده چي د دولت تر جوړولو
ورسته د ملي ټولنې د جوړېدو په لاره كې كلكې هڅې وشي ځكه كه ملي ټولنه جوړه
نه شي، نورې سياسي مرحلې كه كاميابې هم وي دغه حال سياسي ناكراري پيدا كوي
او هغه په خپل وار بيا د اقتصاد د ودې، د ډيموكراسۍ تكامل او ملي يووالې ته
كلك تاوان رسوي.
په نامتجانسو ټولنو كې د ملي ټولنې د جوړېدو غټ ټكي د ټولنې پر هويت باندې
موافقه دي. د ملي ټولنو په هويت كې د اكثريت قوم عمده رول لري. په جهان كې
اكثره دولتونه قومي هويت لري. په اروپا كې دا حكم بالكل عام دى. فرانسه،
جرمني، پولينډ، هنګري، يونان او يو شمېر نور هېوادونه يې څرګند مثالونه دي.
د امريكې ټولنه كه څه هم لـه مختلفو قومونو نه جوړه ده او ځينې خلك په خپلو
كورونو او خصوصي معاملاتو كې په خپلو قومي ژبو غږيږي او خپل رسم او رواج
مراعاتوي، خو په سياسي ژوند كې دوى ټول امريكا د ملي ټولنې په صفت مني؛
تقريبًا ټول په انګرېزي خبري كوي، لـه بل هر هېواد نه امريكا ته وفادار او
د ټولنې په هويت كې د ټولنې د اكثريت قوم يانې د انګلوسكسن (Anglo Saxen)
حاكم نقش مني. زموږ په منطقه كې هم د اكثرو دولتونو هويت د قومي اكثريت په
هويت پورې تړلى دى. د مثال په توګه په ازبكستان، تاجكستان، اېران او د
تركيې په هېوادونو كې كه څه هم قومي اقليتونه شته، خو د دولتونو هويت د
قومي اكثريت هويت ته منسوب دى.
د ملي ټولنې د جوړېدو لپاره ضروري ده چې د يوه نامتجانس هېواد ټول وګړي د
دولت او ملي ټولنې پر هويت باندې موافقه وكړي او د ولت د دغه هويت د تعميم
په لاره كې هڅې وكړي. لكه چې لـه مخه مې يادونه وكړه. د دولت او ملي هويت
په ټاكلو كې د اكثريت قوم هويت مهم رول لري. په دې ارتباط د ژبې موضوع خورا
مهمه ده. ملي ټولنه ملي ژبې ته ضرورت لري چې په هغې باندې د ټولنې ټول
قومونه يو لـه بل سره مفاهمه وكړي. لـه سويس او كوم بل هېواد نه پرته په
نورو ټولو هېوادونو كې ملي ژبه د ملي ټولنې په جوړېدو كې لوى نقش لري. هغه
ټولنې چې ملي ژبه نه لري، هلته ملي وحدت كمزورى وي. خو په قومي لحاظ په
نامتجانس هېواد كې طبعاً ټول خلك په يوه ژبه مفاهمه نه كوي. دا د دولت
وظيفه ده چې پرته لـه دې چې خلكو ته خاص تكليف ايجاد كړي، ملي ژبې ته ورو
ورو عموميت وركړي. زموږ په منطقه كې د اېران دولت په دې برخه كې ډېر بريالى
دى. سره لـه دې چې په اېران كې د فارسي ژبو شمېر په سلو كې تقريباً د (60)
په شاوخوا كې دى، صفويان، قاجاريان، پهلويان، او اوس اسلامي رژيم د فارسي
ژبې په هكله موافق وو او نورو قومونو ته يې حق ور نه كړ چې د فارسي ژبې د
ملي حيثيت په هكله تغير راولي. د مركزي اّّّسيا نوي جوړ شوي دولتونه لكه
تاجكستان، ازبكستان او تركمنستان هم په خپلو هېوادونو كې د قومي اكثريت ژبه
د ملي ژبې په صفت پېژني، د تعميم لپاره يې هـڅې كوي او قومي اقليتونه
تشويقوي چې پر خپلو قومي ژبو سربېره ملي ژبې هم زده كړي. د ملي هويت روزنه
د ملي ژبې پر تعميم سربېره د واحد ملي كلتور ودې ته هم ضرورت لري. خو كله
چې د ملي ژبې موضوع حل شي، په هېواد كې اقتصادي فعاليت د هېواد بېلې بېلې
برخې سره ونښلوي، معارف وده وكړي، او د ټولنيزو اړيكو وسايل (mass media)
عموميت پيدا كړي، د ملي كلتور وده ډېره چټكيږي.
د ملي ټولنې د جوړولو دويم غټ اساس د هېواد د وګړو تر مينځ قانوني مساوات
دى، كه يوه ټولنه لـه قومي او دينـي لحاظـه
متجانسه هم وي تر څو پورې چې د دغې ټولنې وګړو ته مساوي حقوق ورنه كړل شي
هلته ملي ټولنه نه شي جوړېداى. همدغه دليل دى چې د فرانسې تر انقلاب وړاندې
په اروپايي هېوادونو كې ملي ټولنې نه وې جوړې شوې، ځكه چې د اكثرو هېوادونو
وګړي په قانوني ډول پر بېلو بېلو طبقو وېشل شوي وو او د قانوني مساوات
خاوندان نه وو. په بالفعل ډول د خلكو تر مينځ قانوني مساوات د ملي ټولنې د
جوړېدو لپاره حتمي دى. د ملي ټولنې ټول وګړي بايد دا حق ولري چې هر دولتي
مقام لـه جمهوري رياست او صدارت نه نيولې تر ولسوالۍ پورې په لياقت او يا د
خلكو د خوښې لـه لارې تر لاسه كړي. د ملي ټولنې هيڅ وګړى بايد چې د قومي،
جنسي، منطقوي، مذهبي، شتمنۍ، او طبقاتي توپيرونو لـه امله د دولتي مقامونو
لـه نيولو نه محروم نه شي. ( په افغانستان كې د دولت او حكومت رئيسان لـه
دې امر نه په ديني لحاظ مستثنـٰى دي ځكه چې د دولت او حكومت مشران بايد سني
وي) همدا راز د ملي ټولنې غړي بايد وكړاى شي چې د لياقت په درلودلو په هره
تعليمي موْسسه كې غړيتوب تر لاسه كړي، او د ملي ټولنې هر وګړى بايد د
اقتصاد په دولتي او خصوصي سكتورونو كې بې لـه كوم تبعيضه د كار كولو حق
ولري. لنډه دا چې په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي چارو كې بايد د ملي ټولنې
او د غړو تر مينځه د قومي، سمتي، قبيلوي، ديني او طبقاتي توپيرونو پر اساس
تبعيض ونه شي.
قانوني مساوات كه څه هم د ملي ټولنې د جوړېدو عمده اساس دى. تر څو پورې چې
پر ملي هويت باندې موافقه نه وي حاصله شوې، قانوني مساوات نه شي كولاى چې د
ملي ټولنې د جوړېدو پروسه پر مخ بوزي. په ځينو غير متجانسو ټولنو كې چې د
ملي هويت موضوع نه وي حل شوې، ډيموكراسي، چې د قانوني مساوات اعلٰى شكل دى،
حتٰى سياسي ناكراري منځته راوړي او د ملي ټولنې د جوړېدو مشكل نور هم قوي
كوي. پر دې اساس، د ملي ټولنې پر هويت باندې موافقه او د ملي هويت تعميم د
ملي ټولنې د جوړېدو او سياسي انكشاف لپاره لومړي ضروري شرايط دي.
په افغانستان كې د ملي ټولنې د جوړېدو په لار كې په زړه پورې پرمختـګ نه دى
شوى، دا كار درې غټ عوامل لري: قومي توپيرونه، په عمومي ډول د حكومتونو بې
پروايي او كله نا كله پر يوه وخت د سياسي انكشاف لـه بېلو بېلو مرحلو سره
مخامخ كېدل، او د ملت جوړولو لپاره د يوې واضحې ستراتيژۍ نشتوالى. په
افغانستان كې بېل بېل قومونه ژوند كوي. كه څه هم د قومونو د تناسب په هكله
يې د علماوو د اټكلونو تر منځ توپير شته، خو ډېر پوهان په دې نظر دي چې د
افغانستان نفوس لا اقل پـه سلـو كې
پنځه پنځوس پښتانه، په سلو كې نولس تاجك، په سلو كې اته هزاره، په سلو كې
اته ازبك او په سلو كې شپږ چار ايماق دي. د نورو قومونو لكه تركمنانو،
بلوڅانو، نوريستانيانو، پشه يانو او برانويانو تناسب ډېر كم دى، څرنګه چې
په قومي لحاظ افغانستان يوه نامتجانسه ټولنه ده. لـه بېلو بېلو قومونو نه
ملي ټولنه جوړول اّسان كار نه دى. دغه كار روڼ فكر، معقولـه ستراتيژي، قوي
عزم او دوامداره هڅې غواړي. په افغانستان كې د سياسي انكشاف هڅې اكثره د
دولت د جوړولو تر مرحلې نه، نه دي اوښتي، او كله كله چې پر دولت جوړېدو سر
بېره نورو موضوعاتو ته توجه شوې ده، حكومت د سياسي انكشاف لـه بېلو بېلو
مرحلو سره پر يوه وخت مخامخ شوى او دغه حالت د ملت جوړولو پروسه لـه
مشكلاتو سره مخامخ كړې ده. خو د ملي ټولنې په جوړېدو كې تر ټولو نه مهم د
دولت د مشرانو سياسي پوهه، سياسي ثبات، جرئت او د څرګندې معقولې ستراتيژۍ
درلودل دي. په دې برخه كې د افغانستان پخوانيو حكومتونو نېمګړتياوې درلودې.
د افغانستان د دولت تېږه د ستر احمدشاه بابا په لاس ايښودل شوې ده. احمد
شاهي دولت كه څه هم د ډېر وخت لپاره قوي دولت و. خو د سدوزيو په دوره كې په
افغانستان كې د ملي ټولنې د جوړېدو په لاره كې كوم اغېزمن پرمختـګ ونه شو.
د اعليحضرت احمدشاه بابا دولت د ده د لمسيانو او د محمدزي زمامدارانو په
لومړيو كلونو كې ډېر كمزورى شو. نوى نسبتاً قوي دولت د امير عبدالرحمٰن خان
په لاس جوړ شو د امير عبدالرحمٰن خان او امير حبيب الله خان په دورو كې د
دولت جوړېدو ته ډېره توجه وشوه او د ملي ټولنې جوړولو او اقتصادي ودې ته
كومه خاصه پاملرنه ونه شوه. د اعليضرت امان الله خان په دوره كې د ملت
جوړولو، اقتصادي ودې، او د ډيموكراسۍ پروسې ټولې چارې يو ځاى سره شروع شوې،
خو د ملت جوړولو هڅې يې نيمګړې وې او د ملي هويت په هكله يې قاطعيت او
وضاحت نه درلود. د ملي هويت كوم هغه نسبتاً ضعيف فورمول چې وړاندې شوى و،
هغه هم په جديت سره عملي نه شو. شاه امان الله د خلكو د قانوني مساوات په
هكله كلكې هلې ځلې وكړې، خو څرنګه چې لـه مخه مې يادونه وكړه، تر څو پورې
چې د ملي هويت موضوع نه وي حل شوې، ملي ټولنه يوازې د قانوني مساوات پر
ستنه باندې نه شي جوړېدلاى. د 1929م كال اغتشاش نه يوازې دا چې د ملت
جوړونې، اقتصادي ودې، او ډيموكراسۍ پروګرامونه ناكام كړل، بلكې دولت يې هم
دومره كمزورى كړ چې وروسته محمدنادر شاه او صدر اعظم محمدهاشم خان د دولت د
ټينګېدو لپاره ډېرې هلې ځلې وكړې. د صدر اعظم محمد هاشم خان دغه ستراتيژي
چې د اكثريت قوم او ژبه (پښتانه او پښتو ) به پـه مـلي هـويت كې
اساسي برخه ولري عملي ستراتيژي وه، خو حكومتونو د هغې په تطبيق كې لـه قوي
عزم نه كار وانه خيست او په نتيجه كې د ملي ټولنې د جوړېدو په لاره كې دغه
لومړۍ ستراتيژي ناكامه شوه. د صدر اعظم شاه محمودخان او صدر اعظم محمد
داوْد خان په دورو كې د ملي ټولنې لـه جوړېدو نه اقتصادي ودې ته زياته توجه
وشوه او د محمد ظاهر شاه د مشروطه باچاهۍ په دوره كې يو ځل بيا د ملت
جوړولو، اقتصادي ودې، او ډيموكراسۍ پروسې ټولې يو ځاى پيل شوې. د ملي هويت
په هكله د محمد ظاهرشاه ستراتيژي دا شوه چې پښتو او دري به رسمي ژبي وي، ا
وپښتو به سربېره پر هغه په دې چې د اكثريت ژبه ده ملي ژبه هم وي. كه څه هم
دا يوه معقولـه ستراتيژي وه. خو د تعميل په لاره كې يې هيڅ ډول موْثر
ګامونه وانه خيستلاى شول. سره لـه دې چې محمد ظاهر شاه د خلكو د قانوني
مساوات په هكله اغېزمنې هلې ځلې وكړې. خو څرنګه چې ملي هويت پوخ نه و، د
دغې دورې لـه ځينو ليبرالو اّزاديو ته د قومي اختلافاتو د تقويې په لاره كې
استفاده وشوه او د ملي ټولنې د جوړېدو پروژه يو ځل بيا لـه ناكامۍ سره
مخامخ شوه. د محمد داوْْد خان په دويمه دوره كې ډيموكراسي لـه منځه لاړه د
ملي وحدت په هكله كوم واضح فورمول طرحه نه شو او د دولت پر استحكام او
اقتصادي ودې باندې ټينګار وشو د كمونستانو په دوره كې خلقيانو د ملي وحدت
پر ځاى پر طبقاتي جګړې باندې ټينګار وكړ؛ او پرچميانو، خصوصاً د كارمل په
دوره كې، قومي اختلافات تشويق كړل او غوښتل يې چې خپل حكومت د قومي
اقليتونو په مرسته ټينـګ كړي. كمونستانو ته ډيموكراسۍ هيڅ اهميت نه درلود
او د جګړې دوام دوى ته موقع ورنه كړه چې د اقتصاد په برخه كې كوم موثر كار
وكړي. د برهان الدين رباني په دوره كې د ملي وحدت ځاى قومي جګړو ونيو؛
ډيموكراسۍ خوڅه چې د افرادو عادي حقوق هم د حكومت او ټوپكيانو لـه خوا تر
پښو لاندې شول؛ اقتصاد په ټپه ودرېد، او دولت يوازې په بين المللي سطحه يو
ضعيف حقوقي موجوديت درلود. د طالبانو په دوره كې هم د دولت او ملت جوړولو
سراتيژي معلومه نه شوه. په دې ډول په افغانستان كې د ملي ټولنې د جوړېدو په
لاره كې موْثر ګامونه نه دي اخيستل شوي. څرنګه چې لـه مخه مې يادونه وكړه
تر څو پورې چې په نامتجانسو ټولنو كې د ملي هويت موضوع نه وي حل شوې، د ملي
ټولنې جوړېدل به ډېر ګران وي.
د ملي هويت په تعين كې د ژبې موضوع ډېر اهميت لري. تر دې وړاندې چې
انګرېزانو نيمايي پښتانه لـه افغانستان نه بېل كړل، پښتنو په افغانستان كې
دومره غټ اكثريت درلود چې پښتو به د افغانستان يوازې رسمي او ملي ژبه واى.
اوس هم لكه مخكې
چې مې يادونه وكړه په افغانستان كې د پښتنو شمېر په سلو كې تر پنځه پنځوسو
ډېر دى او پر دې اساس، پښتو بايد رسمي او ملي ژبه وي. خو پښتو تر ډېره وخته
پورې رسمي اهميت نه درلود او كله چې په قانون كې هغې ته د ملي هويت په
تشخيص كې اهميت وركړل شو. په عمل كې نه يوازې دا چې پښتو نسبت دري ته اوليت
نه درلود، بلكې په واقعيت كې پښتو دويمه درجه او محكومه ژبه وه. په يوې
نامتجانسې ټولنې كې واړه قومي اقليتونه پر خپلو ژبو سربېره ملي ژبه زده كوي.
په افغانستان كې لـه ډېرو وړو قومونو لكه نورستانيانو، پشه يانو او بلوڅانو
پرته چې لـه پښتنو سره په ګډه ژوند كوي نورو قومي اقليتونو پښتو نه ده زده
كړې او رسمي چارې د دوى په منطقو كې په دري اجرا كيږي. سر بېره پر دې د
قانون او واقعيت تر منځ دومره غټ تفاوت موجود دى چې د دولت لوى مامورين، كه
څه هم پښتانه دي، په پښتو نه شې غږېداى. په دې ډول، د ملي هويت په برخه كې
د افغانستان سياسي انكشاف لـه تضادونو نه ډك دى قانون او د دولت پاليسي په
تيورۍ كې د پښتو د تعميم حُكم كوي خو په عمل كې پښتو يوه محكومه ژبه ده. د
دغه تضاد نتيجه دا ده چې د ملي هويت د تعين او تعميم په هكله هم پښتانه او
هم ځينې قومي اقليتونه لـه حكومتونو نه ناراضه دي؛ د قومي اقليتونو ځينې
پښتون دښمنه ډلې وايي چې پښتو د پښتنو لـه سيمې نه د باندې مروجه ژبه نه ده
او غواړي چې پښتو نظري تفوق د ملي هويت په تعين كې لـه منځه لاړ شي او د
پښتو د تعميم طرفدارې ډلې په دې ناراضه دي چې پښتو په تيورۍ كې ملي او رسمي
ژبه ګڼل شوې ده خو په عمل كې هغه نه يوازې رسمي حيثيت نه لري بلكې ډېر
مامورين ورباندې ملنډې وهي. دواړې ډلې د تيورۍ او عمل توافق غواړي: د پښتنو
مخالفين غواړي چې پښتو د ملي هويت په تعين كې عمده رول ونه لري او پښتانه
غواړي چې دولت دې د ملي هويت په تعين كې پښتو ته خاص اهيمت وركړي او بيا دې
د دغه ملي هويت د تعميم لپاره كلكې هڅې وكړي او د قانون حُكم دې عملي كړي.
پر دې اساس، دواړه خواوې لـه
دولت نه ناراضه دي.
په هغو هېوادونو كې چې د ملي هويت موضوع نه وي حل شوې په نورو سياسي ساحو
كې پرمختـګ د شګو بند وي. همدغه دليل دى چې په تېرو لسو كلو كې په
افغانستان كې د دولت كمزورۍ حتٰى د هېواد جغرافيايي يو والى لـه خطره سره
مخامخ كړ... د افغانستان حكومتونو او ځينو سياسي ډلو يا په ناپوهۍ يا په بې
مسوْليتۍ سره د افغانستان د ملي هويت او د ملي ټولنې د جوړېدو لـه موضوع
سره چلند كړى او كوي يې. سر بېره پر دې چې د خلق، پرچم او شعلې ډلـو پـه
عمل كې قـومي تعصباتـو نـه
ځانونه اّزاد نه كړل، دوى د ملي هويت د موضوع لـه حل سره هيڅ علاقه ونه
ښودلـه. په 1971 م كال چې په ولسي جرګه كې دا بحث روان و چې د دولت د
مامورينو بايد دواړې رسمي ژبې يانې پښتو او دري زده وي، د پرچم او خلق
ډلودا يوه كاذبه موضوع و بلله او د مشكل په رفع كې يې برخه وانه خيستله.
كمونستانو به دايم ملي موضوعاتو ته په ټيټه سترګه كتل او ټينګار به يې كاوه
چې طبقاتي فرقونه رواسياسي فرقونه دي. دوى د ملي داعيې پلويانو ته تنـګ
نظره ناسيونالستان ويل. بنسټ پالو اسلامي ډلو هم نه يوازې د ملي هويت د
تشخيص او تعميم موضوع مهمه نه بلله بلكې دوى هغه لـه اسلامي اتحاد سره
متضاده ګڼله او مخالفت يې ورسره كاوه. خو كله چې د كمونستانو حكومت سقوط
وكړ، دغو ډلو ياستمي غږجګ كړ او يا پرته لـه دې چې د ملي وحدت كوم فورمول
وړاندې كړي په قومي تعصباتو پورې تړلي پاتې شول.
سره لـه دې چې په تېرو كلونو كې د ملي وحدت موضوع د افغانستان په سياست كې
يوه ډېره مهمه موضوع شوې ده، خو تر اوسه هم د غو بنسټپالو ډلو د ملي وحدت
او ملي ټولنې د جوړولو لپاره كوم فورمول نه دى وړاندې كړى. د بېلګې په توګه
قومندان احمدشاه مسعود لـه يوې خوا د ملتپالنې او افغاني ناسيوناليزم دعوې
كولې خو لـه بلې خوا يې لـه افغان او پښتون سره حساسيت درلود او هڅه يې كړې
چې حتٰى د ځينو دولتي موْسساتو منل شوي پښتو نومونه ورك كړي او پر ځاى يې
ايراني اصطلاحات عام كړي. اسلامي حزب كه څه هم قومي موضوعاتو ته لږ څه
متوجه شوى، خو دغه بدلون يې يو تاكتيكي حركت دى او په تيورۍ كې اسلامي حزب
تر اوسه پورې د ملي هويت موضوع ته په اهميت قايل نه دي. همدارنګه عبدالرشيد
دوستم او حزب وحدت د فدراسيون خبرې كوي، د قومي اقليتونو لپاره... حقوق
غواړي، خو دوى دا خبره نه كوي چې په ملي سطحه كې به د قومونو روابط پر كومو
اصولو ولاړ وي او د ملي هويت فورمول به څه وي.
د ملي ټولنې د جوړېدو لپاره ناپـېـيلو او بېطرفو سياسي اشخاصو هم د كوم
پاخه فكر محصول ستراتيژي نه ده وړاندې كړې. ځينې كسان پرته لـه دې چې د ملي
ټولنې په جوړولو كې د ژبو او ملي هويت اهميت وڅېړي د پښتنو د ملي حيثيت او
تعميم طرفدارانو او مخالفينو ته بد وايي. دوى بې لـه دې چې د ملي وحدت د
ټينګېدو لاره توضيح كړي په بې محتوٰى شعارونو سره... ملي وحدت ته بولي. په
دې كې شك نه شته چې ملي وحدت يو عالي هدف دى، خو د ملي وحدت ټينګېدل تر هر
څه وړاندې د ملي هويت تعين او تعميم ته ضرورت لري. دغه ډول ملتپالان يـا د
ملي هويت د تعين او تعميم په اهميت نه پوهيږي او يا نه غواړي چې د دې مهمې
موضوع په هكله دريځ غوره كړي ځينې نور تش په نامه ملتپالان د وطن پالنې او
ملي دولت... تر منځه فرق نه شي كولاى. دوى ټينګار كوي چې يوازې د وطن مينه
(Patriotism) كفايت كوي چې خلك ورباندې راټول شي او ملي وحدت تر لاسه شي.
خو دوى په دې نه پوهيږي چې لـه سويس نه ممكن په بل هيڅ هېواد كې يوازې د
وطن پالنې په احساس ملي ټولنه نه وي جوړه شوې، وطن پالنه د ملت پالنې يو
اساسي ركن دى، اما يوازې په وطن پالنه ملي ټولنه نه جوړيږي. په ټولنه كې چې
پر ملي هويت باندې موافقه نه وي شوې هلته حتٰى د وطن پر حدودو باندې نزاع
وي. اكثره داسې واقع كيږي چې پر يوې ځمكې باندې بېل بېل قومونه د وطن دعوې
كوي. د دې ادعا مثال د اعرابو او اسرائيلو دعوٰى ده چې د واړه فلسطين ته
خپل وطن وايي او د هغه لپاره حاضر دي چې لـه خپل ژوند نه تېر شي. خو څرنګه
چې دوى پر ملي هويت باندې موافق نه دي لـه عين خاورې سره مينه د دوى مشكل
نه شي رفعه كولاى او د دې امكان ډېر كمزورى دى چې دوى به په يوې ملي ټولنې
كې سره ګډ ژوند وكړي. په نړيوالـه سطحه دغه حكم چې يوازې وطن پالنه د ملي
ټولنې د جوړېدو لپاره كفايت نه كوي بل ښه مثال په شمالي ايرلنډ كې د
كاتوليكانو او پرورتستانتو اختلاف دى، په افغانستان كې د دغه حكم ښه مثال د
قومندان احمدشاه مسعود موقف دى. هغه او د هغه ملګرو تل د ملت پالنې او وطن
پالنې دعوې كړې دي. د دوى ډېر پښتانه مخالفين هم ځانونه وطنپالان او ملت
پالان بولي. څرنګه چې دغه دواړې ډلې د ملي هويت پر موضوع باندې سره توافق
نه لري سره لـه دې چې دوى د وطن پالنې او ملت پالنې ادعا كوي، دوى نه يوازې
لـه يو بل سره مشتركه مبارزه نه شي كولاى، بلكې په مقابل سنګر كې ناست دي،
پر دې اساس، د هغو روښانفكرانو دا نظر چې وايي يوازې د وطن پالنې په
شعارونو ملي ټولنه جوړېدلاى شي پوخ نظر نه دى.
ځينې نور تش په نامه ملتپالان د موجوده حال (Status quo) دوام غواړي. دوى
هغه كسان چې د ژبو د سياسي اهميت په هكلـه غږيږي په فاشستانو تورنوي او
غواړي چې د ملي هويت د تعين په مسئلـه كې د ژبې اهميت نفې كړي. خو څرنګه مې
چې لـه مخه بحث وكړ موجود حال نه پښتنو او نه د قومي اقليتونو ځينو ډلو ته
د منلو وړ دى. ځكه چې په هغه كې د تيوري (قانون) او واقعيت ( عمل) تر منځ
ډېر فرق موجود دى. دغه حالت د سايكالوژۍ په اصطلاح (Cognitive Dissonance)
منځ ته راوړي او هغه د خلكو نا خوښي زياتوي.
زما په فكر د ملي وحدت لپاره لاره پيدا كول اوس ډېر مهم سياسي ضرورت دى. تر
څو پوري چې قومي روابط د سياسي عدل او صداقت پر اُصولو ونه دريږي ملي هويت
تعين او تعميم نه شي، د افغانستان سياسي انكشاف به پر ښوېيدونكي بېخ ولاړ
وي. لـه اساسي موضوعاتو نه تېښته مشكل نه شي رفع كولاى.
د افغانستان سياسي ډلې او سياسي شخصيتونه بايد په دې برخه كې ژور فكر وكړي
او كلك موقف ونيسي.
زما په فكر د ملي ټولنې د هويت په هكلـه بايد د قومونو د وګړو شمېر او ځينې
تاريخي واقعيتونه په نظر كې ونيول شي. په دې كې شك نه شته چې د افغانستان
لـه ټولو قومونو نه د پښتنو شمېر ډېر دى. دا هم ښكاره ده چې پښتون او افغان
په اول كې مترادفې كلمې وې او وروسته د افغان كلمه عام شمولـه شوه او د
هېواد ټول وګړي يې په غېږ كې ونيول. همدغه دليل دى چې د دولت هويت تل افغان
و. په نړۍ كې افغانستان يوازينى افغان دولت دى. زموږ په سيمه كې نور قومونه
ځانګړي دولتونه لري. تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، اېران او تركيه ټول
قومي دولتونه دي، د دغو ټولو دولتونو هويت د هر هېواد د اكثريت په قوم پورې
تړلى دى. څرنګه چې په افغانستان كې پښتون لـه ټولو نه لوى قوم دى، د ملي
ټولنې هويت بايد چې افغان وي، پر دې اساس، كه لـه اول نه د افغانستان سياسي
انكشاف د نورو ډېرو هيوادو د سياسي انكشاف مسير تعقيب كړى واى، پښتو بايد د
افغان يوازينۍ رسمي او ملي ژبه واى او اوس بايد پښتو د افغانستان د ټولو
اوسېدونكو د تفاهم وسيلـه واى. خو په افغانستان كې سياسي انكشاف لـه نورمال
مسير نه اوښتى دى او سره لـه دې چې د پښتنو نفوس په سلو كې تر پنځه پنځوسو
زيات دى. ګڼ شمېر اقليتونه د پښتو پر ځاى دري زده كړې او موږ بايد دغه
واقعيت د ملي ټولنې په جوړولو كې په نظر كې ونيسو. پر دې اساس، ښه به دا وي
چې پښتو او دري دواړې رسمي ژبې وي؛ خوسياسي عدالت، تاريخي واقعيت او په
هېواد كې د پښتنو اكثريت دا حكم كوي چې پښتو دې د افغانستان ملي ژبه هم وي.
په دې ارتباط زما موقف د هېواد د 1964 م كال اساسي قانون ته چې د مشروطې
پاچاهۍ په لسيزه كي حاكم و ورته دى. د 1964م كال اساسي قانون پښتو او دري د
هېواد د رسمي ژبو او پښتو د هېواد د ملي ژبې په صفت پېژندلې. خو د اساسي
قانون دغه حُكم ښه تطبيق نه شو او په رسمي چارو كې حتٰى د پښتنو په منطقو
كې هم يوازې دري مروجه وه. دغه حالت سر بېره پر دې چې د ملي هويت لـه تعميم
سره مرسته نه كولـه، پر پښتو ظلم و او پښتنو ته د منلو وړ نه و.
څرنګه چې مې لـه مخه بحث وكړ، ژبه د ملي هويت په تعين كې لوى نقش لري. كه د
افغانستان تاريخ او د پښتنو شمېر په نظر كې ونيسو، لـه پښتو پرته بلـه ژبه
نه شي كولاى چي په افغانستان كې ملي حيثيت تر لاسه كړي. د پښتو د ملي حيثيت
مخالفين تر اوسه په دې نه دي قادر شوي چې د پښتو په مقابل كې دليل وړاندي
كړي. كه هدف متحد افغانستان او د ملي ټولنې جوړول وي. بايد پښتو د ملي ژبې
په صفت ومنل شي او د تعميم ملا تړ يې وشي.
خو سره لـه دې چې ژبه د ملي هويت په تعين كې د ملي ټولنې په جوړېدو كې په
عمل او تيوري كې لوى رول لري، د افغانستان \" روښانفكران\" او سياسي ډلې د
پښتو لـه تعميم سره حساسيت لري. په دوى كې حتٰى ځينې د بې علمۍ په وجه او
يا د پارونې په مقصد پر هغو كسانو باندې د فاشستۍ تور لګوي چې پښتو ته په
ملي حيثيت قايل دي او پر تعميم باندې يې ټينګار كوي. كه د ملي ژبې ټاكنه او
د هغې تعميم فاشستي حركت وي نو لـه سويس او كوم بل مملكت نه پرته به پر
ټولـه دنيا باندې فاشيزم مسلط وي، ځكه چې د نړۍ د هېوادونو لوى اكثريت رسمي
او ملي ژبې لري. د هېواد ملي او رسمي ژبه زياتره يوه وي خو په ځينو هېوادو
كې لـه يوې ژبې نه زياتې ژبې رسمي دي. خو څرنګه چې لـه مخه مې بحث وكړ، د
ملي ژبې تعين او تعميم په ډېرو هېوادو كې مروج دى. زموږ په منطقه كې هم ټول
دولتونه ملي ژبې لري. د مثال په ډول، په اېران كې يوازې فارسي ملي او رسمي
ژبه ده؛ په تركيه كې يوازې تركي ملي او رسمي ژبه ده، په ټولو عربي هېوادونو
كې يوازې عربي ملي اورسمي ژبه ده، په تاجكستان كې يوازې تاجكي ملي او رسمي
ژبه ده؛ په ازبكستان كې يوازې ازبكي ملي او رسمي ژبه ده، په پاكستان كې
يوازې اردو ملي او رسمي ژبه ده، او په هند كې لااقل په تيوري كې هندي ژبه
ملي ژبه ده. كه د پښتو پر تعميم ټينګار د فاشستۍ دليل وي نو پر دغه اساس
دغه پورته ذكر شوي دولتونه هم بايد فاشستي خاصيت ولري. اما دا علمي حكم نه
بلكې د پښتو د مخالفينو پرتې دي.
د ملي هويت تعين او تعميم يوه داسې اساسي موضوع ده چې بې لـه هغې نه د ملي
ټولنې جوړول ډېر ګران دي. همدا رنګه تر څو پورې چې ملي هويت تعميم نه شي، د
هېواد د بېلو بېلو قومونو ملتپالانو تر منځه اتحاد هم ګران دى. هر كله چې د
ملي هويت مشكل رفع شو، بيا د افغانستان د ټولو قومونو ملتپالان په يوه
سياسي سنګر كې د اسلام، استقلال، ډيموكراسۍ، د افرادو حقوق، پرمختـګ، د
هوسايۍ ژوند او د يوې مدني ټولنې لپاره په
ګډه مبارزه كولاى شي. په افغانستان كې همدا اوس د ملتپالانو د بې اتفاقۍ يو
لوى عامل د ملي هويت او ملي ژبې د تعميم مسئله ده.
لكه څنګه چې يادونه وشوه په ملي ټولنه كې دا هم ضرور وي چې د ټولنې ټول
وګړي د مساوي حقوقو او وجايبو خاوندان وي كه د كوم قوم، ژبې او يا كومې
منطقې خلكو ته قانوني او يا بالفعله امتيازات وركړل شي او د نورو قومونو
لـه خلكو سره د تبعيض سلوك وشي دغه حالت د ملي ټولنې لـه جوړېدو سره مرسته
نه كوي. د افغانستان ټول هغه اوسېدونكي چې د دولت او ټولنې افغاني هويت
ومني او د هېواد په رسمي او ملي ژبو باندې و غږيږي كولاى شي چې لـه ولسوالۍ
نه نيولې ان تر جمهوري رياست پورې مقامونه يا د لياقت او يا د خلكو د رايو
لـه لارې تر لاسه كړي، سياسي، اجتماعي او اقتصادي امتيازات بايد هيڅ قوم ته
منحصر نه وي او د هېواد ټول افراد د هېواد لـه امكاناتو نه د استفادې مساوي
چانس ولري. د ملي هويت د تعميم تر څنګه، قانوني او بالفعله مساوات د ملي
ټولنې د جوړولو لپاره مهم دي.
لنډه دا چې د ملي ټولنې جوړېدل دوې غټـې ستنې غواړې: پر ملي هويت باندې
موافقه او د هغه تعميم، او د هېواد د ټولو وګړو لپاره په عمل او نظر كې
قانوني مساوات. د قانوني مساوات په هكله د افغانانو تر منځه كوم كلك اختلاف
نه شته، لـه كومو قومونو سره چې د مساوات سلوك نه دى شوى ( لكه هزاره ګان)
هغوى ته بايد چې په نظر او عمل كې پوره قانوني مساوات وركړل شي. لـه نزاع
نه ډكه موضوع د ملي هويت او د ژبو موضوع ده. هر كله چې د پښتو د تعميم
غوښتنه كيږي، ځينې خلك دغې غوښتنې ته فاشستي غوښتنه وايي. دغه سلوك نه
يوازې دا چې د ناپوهۍ ښكارندوى دى، بلكې د هېواد د سياسي تكامل په مخ كې د
يو لوى مشكل حلول ځنډوي. ځينې افغاني شخصيتونه په دې نظر دي چې د ملي هويت
او ژبو موضوع لـه نفاقه ډكه موضوع ده او بايد لااقل اوس ورباندې خبرې ونه
شي. مشكل كه سياسي وي، كه اجتماعي او كه شخصي په سكوت او موقف نه نيولو نه
حل كيږي. غټـې خبرې غټ تصاميم غواړي. هغه اشخاص او هغه ټولنې چې لـه غټو
تصاميمو نه ډډه كوي پر مخ نه شي تللاى. په دې برخه كې بايد لـه مانا او
صداقت نه ډك بحث وشي. دغه فكر چې په افغانستان كې دې پښتو او دري رسمي ژبې
وي خو پښتو دي ملي ژبه هم وي هم عادلانه دى او هم لـه تاريخي او هم د خلكو
د شمېر لـه واقعيتونو سره سم دى. پر دغه ټكي باندې موافقه د ملي او
ډيموكراتو قواوو د اتحاد او ملي ټولنې د جوړېدو لپاره مهمه ده. هيله ده چې
سياسي ډلې او سياسي ليكوالان په پوره مسوْليت په دې برخه كې ښكاره او علمي
بحث وكړي او هسې د كاذب او موْقتي محبوبيت لپاره بې مانا طرحې وړاندې نه
كړي. |