کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي   مېنه ستا کي موږ مېشته يو      بل د چا په مله تله نه يو      هسک او ځمکه نغښته ستاده      د مړو وده له تا ده       دا پالنه ستا ده خدايه!       لويه خدايه ، لويه خدايه !  

دصحاف خپرندويه ټولني دوه مياشتنۍ ناپېيلې کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ملي ژبه د ملي ټولني بـ
د هنر مند کوټه
ارايي سکون غواړي؟
پښتو ادبي سترګور
ستا ملاتړ څوک دی ؟
د کورني ژوند اداب
 

ځينې پورتنۍ ليکنې د اداري او مطبوعاتي چارو پر بنسټ په انټرنټ کې بشپړ ندې پرتې

پـيـر محمد كاروان/ كــابل
 

د هنرمند كوټه
 

كوچنۍ كوټه ده، د دېوالونو رنګ يې ژېړبخون او پردې يې تكې سرې ګلدارې دي. شين بخون ګلدار پلاسټيكي فرش په كې غوړېدلى دى. دلۍ- دلۍ كتابونه يوځاى، بل ځاى پراته دي. شين اليكين ژړه رڼا كوي، تر څنګ يې تك سپين ځلېدونكى چاينك ايښى، چې د يوه سړي قلم په لاس تت غوندې تصوير په كې ښكاري. له چاينك سره جوخت سره ګلابي د ګازو ډبه روښانه ده، تكه شنه لمبه كوي.

له نېكه مرغه نن شپه د برېښنا د ښاپېرۍگ زرين لاسونه راغزېدلي او په تور ټلويزيون كې يو عينكي پكول والا ږيرور سړى د برېښنا د انرژۍ په هكله خبرې كوي. هو رښتيا! پاس د تكې سرې ګلدارې پردې پر سر يوه ميناتوري تابلو ځړېږي. په تابلو كې يوه خيالي ځوان خپله وركه ښاپېرۍ پيدا كړې او د وصال نه تشرېح كېدونكې شېبې انځوروي. خيالي ښاپېرۍ د ښكلا زرين تاج پر سر، له زرينو څڼو يې تك شين رومال راتاو كړى دى. د اّبي كميس له پاسه يې تك سور لوغړن لنډكى واسكټ اغوستى او تر واسكټ لاندې يې له ملا نه سور كمربند راتاو دى.

خيالي ځوان شين پټكى پر سر او كوچنۍ ښايستوكې ږيرې د ځوان څېرې ته يو عجيب جلال وربخښلى دى. د دې ميناتوري تابلو انځورګر د همدې كوټې اوسېدونكى هنرمند ته پاتې كېږي. په ټيپ ريكارډر كې د استاد غلام علي غزلې روانې دي او همدا اوس د\"چپهـ چپهـ كآ رات دن انسو بهانا ياد هآ..." غزل ورو- ورو زمزمه كوي. هنرمند، همدا اوس د يوه ژباړل شوي كتاب په سمونه بوخت دى او دا هنرمند صالح ګل دى، صالح محمد صالح يادوم.
 


1381- 12-7ل كال، كابل، خيرخانه مېنه