|
|
وږمه "همت" /كندهار
د كورني ژوند اداب
اسلام چي د كومو غوره اخلاقو او تمدن غوښتونكى دى هغه هله
رامنځته كېدلاى سي چي موږ د يوې پاكي ټولني پر جوړولو برى ومومو. او د يوې
پاكي ټولني لپاره ضروري ده چي موږ كورنى نظام ډېر تر ډېره ټينګ او كاميابه
جوړ كړو.
لاندي موږ لومړى هغه اداب او فرضونه چي په مېړه پوري اړه لري او وروسته بيا
هغه اّداب او فرضونه چي په مېرمن پوري اړه لري بيانوو:
د مېرمني سره په ښه رويه ژوند تېروئ، د هغې حقوق د زړه د اخلاصه ور ادا كوئ.
او په هره معامله كي د هغې سره د احسان او ايثار طريقه غوره كړئ، د خداى Y
ارشاد دى: وَعَاشِرُوْهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ( او د هغو سره په ښه ډول ژوند
تېر وئ)
او نبي r يوې لويي اجتماع ته د خبرو كولو په مهال فرمايلي دي:
خلكو! واورئ! د ښځو سره تر ټولو ښه رويه كوئ، ځكه چي هغه ستاسي سره د
بنديانو په شان دي. تاسي ته د هغو سره د سختي كولو هيڅ حق نسته. بېله دې
څخه چي يو وخت د هغو څخه يو بد كار يا نافرماني وسي. كه چيري هغه داسي كار
وكړي نو بيا خپل د خوب ځاى د هغو څخه جلا كړئ، او كه چيري تاسي هغه وهئ نو
داسي يې مه وهئ چي هغه ډېره خوږ سي. او بيا كله چي هغه ستاسي په خوله وكړي
او ستاسي پر لار روانه سي نو بيا تاسي د هغې د زورولو لپاره پلمې مه لټوئ.
واورئ! ستاسي يو څه حقوق ستاسي پر مېرمنو دي او ستاسي د مېرمنو يو څه حقوق
پر تاسي باندي دي. پر هغو باندي ستاسي حق دا دى چي هغه دي ستاسي بستر په
داسي چانه پاكوي يا مينځي چي تاسي يې نه خوښوئ او داسي څوك دي كورته نه
پرېږدي د كوم راتـګ چي تاسي ته خوند نه دركوي. او واورئ د هغـو پـر تاسي
بانـدي دا حق دى چي
هغو ته تاسي د خوړلو لپاره ښه خواړه او د اغوستلو لپاره ښه جامې وركړئ،
يعني د هغو د خوړلو، څگښلو داسي انتظام وكړئ كوم چې د مېړه او مېرمني د بې
ساري قرابت، قلبي تعلق او د همدردۍ او دوستۍ لايق وي.
د مېرمني سره خوش ګمانه واوسئ. او د هغې سره په ګوزاره كولو كي د زغم،
بردباري او حوصلې طريقه غوره كړئ. كه چيري په هغې كي د رنـګ، ښايست، عادت،
اخلاقو، سليقې، يا هنر له امله كومه كمزوري هم وي نو په صبر سره هغه وزغمئ.
او د هغې د ښېګڼي په نظر كي نيولو سره له تېرېدني او مصالحت څخه كار واخلي.
د خداىY ارشاد دى: وَالصُّلحُ خَيْرُ ( او په روغه جوړه كي خير دى) او
مومنانو ته يې لا ښوونه كړې ده: فان كرهتمو هن فعسى ان تكرهوا شيډديجعل
الله فيه خيرا كثير.
(او كه چيري بيا ستاسي په كوم سبب هغه نه وي خوښه نو كېدلاى سي چي يو شى به
ستاسي نه وي خوښ خو خداىY به په هغې كي ستاسي لپاره ډېره ګټه او خير ايښى
وي)
دغه مفهوم نبي په يو حديث كي داسي واضح فرمايلى دى: هيڅ مومن دي د خپلي د
مومني مېرمني څخه نفرت نه كوي. كه چيري د مېرمني كوم عادت دده نه وي خوښ نو
كېدلاى سي چي كومه بله ښېګڼه يې دده خوښه سي، حقيقت دا دى چي په هري ښځي كي
كومه يوه كمزوري ارو مرو وي. او كه چيري مېړه د كوم عيب په ليدلو سره له
هغې نظر واړوي او پر هغې بدګمانه سي نو بيا به په هيڅ كورنۍ كي خوشاله ژوند
ونه ليدل سي.
د حكمت طريقه دغه ده چي سړى بايد د صبر څخه كار واخلي او پر خداى باندي پر
باورلرلو سره د ښځي سره په خوشالۍ سره د ګزارې كولو كوښښ وكړي.
كېدلاى سي چي خداى نارينه ددغي ښځي په سبب په ځينو داسي ښېګڼو پسوللى وي چي
د هغه سر نه په خلاصيږي. مثلاً په ښځه كي د دين او ايمان، ښه عمل او خلاق
ځيني داسي ښېګڼي وي چي هغه د ټولي كورنۍ لپاره رحمت ثابت سي. يا لـه هغې
څخه يوه داسي نېك روح و زېږي چي ډېرو خلكو يا اّن ټولو نړيوالو ته يې ګټه
ورسيږي او د پلار په حق كي صدقه جاريه واوسي. يا ښځه د نارينه د اصلاح داسي
يوه ذريعه سي او د هغه جنت ته په نژدې كولو كي مرسته كونكې ثابته سي. او يا
د هغې له قسمت څخه په دنيا كي خداى نارينه ته پراخه روزي او خوشالي وركړي.
لنډه دا چي د ښځي د كوم ظاهري عيب په ليدلو په بې صبري سره ازدواجي تعلق مه
بربادوئ. بلكي كوښښ وكړئ چي په ښه ډول سره كرار كرار د كور په فضا كي
خوشالي راولئ، په دې هكله د رحم او مهرباني لاره غوره كړئ او د مېرمني د
غلطيو او ناپوهيو څخه سترګي پټي كړئ. يعني پرده يې وكړئ، ځكه ښځه د عقل او
پوهي له مخي كمزورې او ډېره جذباتي وي. له دې امله په صبر، زغم، رحمت،
مهرباني او زړه سوي سره د هغې د اصلاح كولو كوښښ وكړئ.
د نبي r ارشاد دى: د ښځو سره ښه رويه كوئ. بشپړه ايمان لرونكى مومن هغه دى
چي ډېر غوره اخلاق ولري او په تاسي كي تر ټولو ښه خلك هغه دي چي د خپلو
مېرمنو په هكله تر ټولو ښه وي.
بل دا چي د مېرمني سره په ښه اخلاق، مينه او محبت مخامخ كېږئ، د خپل ځان، د
ښو اخلاقو او نرم مزاجۍ معلومولو اصلي ډګر كورنى ژوند وي. د كور د غړو سره
تر ټولو ډېر وخت تېريږي او د كور په بې تكليفه ژوند كي د سړي اخلاق او مزاج
تر ټولو ښه معلوميږي، او دا حقيقت دى چي هغه څوك بشپړ دى چي د كور د غړو
سره د ښو اخلاقو تر سره كوونكى، خنده رويه او مهربانه وي، او د كور د غړو
سره ډېره مينه او محبت كوي.
حضرت عايشهm فرمايي چي ما به د نبي په كور كي ناوكۍ بازي كولې او زما
همزولانو به هم زما سره بازۍ كولې، كله چي به نبي r كورته راغلى نو به زما
ټولي همزولي هغي خوا، دغي خواته ولاړې او پټي به سوې. نو دى به ولاړى يوه
يوه به يې بېرته پيدا كړه او ما ته به يې راواستولې چي بېرته لوبي راسره
وكړي.
دغه راز په ښه سخا سره خپل د ژوند د ملګري ضرورتونه ورپوره كړئ او په خرڅ
كي هيڅ وخت بخيلي مه كوئ، خپـل
د خواري او زحمت ګټلې پيسه خپل د كور پر غړو مصرف كړئ، خواړه او كالي د
مېرمني حق دي او ددې حق په ښه زړه او ځوان مردي سره د ادا كولو لپاره خواري
او زحمت ايستل د مېړه فرض ګڼل كيږي. ددې فرض په ښه زړه سره د ادا كولو څخه
نه يوازي په دنيا كي د ښه خوشحاله ازدواجي ژوند نعمت در رسيږي بلكي مومن په
اخرت كي هم له دې كبله د اجر مستحق وي. د نبي ارشاد دى: يو دينار هغه دى
چي تاسي يې د خداى په لار كي خرڅ كړئ. يو دينار هغه دى چي تاسي يې د يوه
مريي په ازادولو كي خرڅ كړئ. يو دينار هغه دى چي تاسي يې يوه فقير ته په
صدقه كي وركړى او يو دينار هغه دى چي تاسي يې د خپلي كورنۍ په غړو خرڅ كړئ،
په دې كي تر ټولو ډېر اجر او ثواب د هغه دينار دى چي تاسي د خپلي كورنۍ په
غړو خرڅ كړى دى.
بل دا چي مېرمني ته مو ديني لارښووني او غوره اخلاق ور زده كړئ. او د هغې د
ښې روزنې او اصلاح لپاره ډېر كوښښ ورسره وكړئ څو له هغې څخه ښه مېرمن، ښه
مور او نېكه ارتينه جوړه سي. د خداى ارشاد دى:
يا ايهاالذين امنو اقواّ انفسكم نارا.
(اې ايمان لرونكو! خپل ځان او د خپل كور غړي د دوږخ له اوره وساتي)
نبي r چي به په كوم ډول د كور د باندي په تبليغ او تعليم ور كولو لګيا وو
په دغه ډول سره به يې په كور كي هم دا كار كاوه.
دې خبري ته په اشاره كولو سره قراّن پاك د نبي r مېرمنو ته ويلى دى: او
ستاسي په كور كي چي كوم د خداى ايتونه ويل كيږي او د حكمت خبري اورېدل كيږي
هغه په ياد وساتئ. دغسي هم په خپله او هم د خپل كور غړو ته د لمونځ كولو
سخت حُكم كوئ. حضرت عمر به د شپې د خداى په حضور كي ولاړ و او خپل عبادت
به يې كوى او كله چي به د سهار وخت رانژدې سو نو به يې خپل د ژوند ملګرې
راويښه كړه او ورته وبه يې ويل چي ولاړه سه لمونځ دي وكړه او بيا به يې دا
ايت هم وايه:
وامراهلـك باالصلوۍ واصطبر عليها
بله خبره دا ده چي كه موڅو مېرمني وي نو د ټولو سره يو رنګه كړنه كوئ. ځكه
نبي r د خپلو مېرمنو سره يو رنګه رويه كول. كله چي به په سفر تلى نو به يې
يسكه واچول، د هري مېرمني نوم چي به يې په يسكه كي راووتى هغه به يې د ځان
سره بېوله، پاته دا خبره سوه چي كه د يوې مېرمن سـره د چـا
مينه او محبت ډېر وي نو دا د انسان تروس تېره خبره ده. او پر دې د خداى لـه
خوا پر هغه باندي هيڅ مزاحمت نه كيږي.
اوس به هغه څه بيان كړو چي په مېرمنو پوري اړه لري.
ښځه بايد په ډېر خوشاله زړه د مېړه تابع داري وكړي او په دې فرمان برداري
كي خوشالي او ارامي محسوسه كړي. په دې چي دا د خداى حُكم دى او هغه بندګان
چي د خداى د حُكم تعميل كوي هغه خپل خداى خوشاله كوي. په قراّن كي دي:
فالصالحات قانتات.
(نېكي مېرمني د خپل مېړه تابع داري كوي)
د نبي r ارشاد دى: هيڅ ښځه دي د مېړه بې اجازې روژه نه نيسي. د مېړه د
اطاعت او فرمان برداري د اهميت په واضح كولو كي نبي r ښځي ته نصيحت كړى دى:
دوه ډوله خلك دي چي د هغو لمونځونه هيڅ ثواب نه لري: د هغه مريي لمونځ چي د
خپل مالك څخه تښتېدلى وي تر څو چي بېرته ورته راغلى نه وي. او د هغي ښځي
لمونځ چي د خپل مېړه نافرماني وكړي او تر څو چي د مېړه له نافرماني څخه را
ونه ګرځي د هغې لمونځ هيڅ ګټه نه لري.
خپل ابرو او عزت په خپله وساتئ، او د هغو ټولو خبرو او كارو څخه هم ليري
وګرځئ چي ستاسي پر عزت د تور لګولو خطره وي. د خداى د هدايت تقاضا هم دغه
ده او په ازدواجي ژوند كي د خوشاله اوسېدو لپاره هم دا ډېره ضروري ده. ځكه
كه چيري د مېړه په زړه كي ددغه ډوله كوم شك و شُبه پيداسي نو بيا د ښگځي
هيڅ طاعت او خدمت مېړه د هغې خواته نه سي متوجې كولاى. او په داسي معامله
كي د يوې كوچنۍ غلطۍ څخه هم د مېړه په زړه كي شيطان په شك پيدا كولو كي
كاميابه كيږي. لنډه دا چي د انساني كمزوري په نظر كي نيولو سره سره ډېر
احتياط كوئ. د نبي r ارشاد دى:
( ښځه چي پنځه وخته لمونځ وكړي، خپل د ابرو حفاظت وكړي، د خپل مېړه فرمان
برداره وي نو هغه جنت ته په هره دروازه چي وغواړي ورننوتلاى سي. بله داچي د
مېړه له اجازې پرته د كوره مه وځئ، او مه داسي كورو ته ځئ چيري چي ستاسي د
مېړه نه وي خوښ او مه داسي خلك كورته پرېږدئ د كومو راتګ چي ستاسي د مېړه
نه وي خوښ.
حضرت معاذ بن جبل ويل چي نبيr ارشاد فرمايلى و\" د هغي ښځي لپاره چي پر
خداى يې ايمان راوړى وي دا سمه نه ده چي هغه دي د خپل مېړه كورته داسي سړي
ته اجازت وركړي چي راتګ يې د مېړه خوښ نه وي. او هغه د كور څخه په داسي حال
كي ووځي چي مېـړه تـه خونـد ورنـه كـړي. او
مېرمن دي د مېړه په اړه د هيچا خبره نه مني. يعني د مېړه سره په معامله كي
دي د مېړه خوښه د هغه اشاره او د هغه خبري ومني. او د هغه په خلاف هيڅ كله
د بل چا مشورې ته غوږ ونه نيسئ!
بل تل په خپل عمل او كړو وړو سره د خپل مېړه د خوشاله كولو كوښښ وكړئ، د
كاميابه ازدواجي ژوند راز هم دغه دى او د خداى د رضا او د جنت د حاصلولو
لار هم دغه ده، د نبي r ارشاد دى: هره ښځه چي په داسي حال كي مړه سي چي د
هغې مېړه د هغې څخه راضي او خوشاله وي نو هغه جنت ته ځي.
دغه راز د خپل مېړه سره مينه ولرئ او د هغه د وفادارۍ قدر وكړئ. مېړه ستاسي
د ټوله ژوند ملګرى، ستاسي سرپرست او مرسته كونكى وي. هم د خداىY پر دې لوى
نعمت باندي شكر اداكوئ او هم ددغه نعمت په خوشالي سره قدر كوئ.
پر حضرت صفيه باندي نبي r ډېر ګران وو، ځكه چي يو وخت نبي r ناجوړه سو، نو
دې په ډېرې خوابدۍ سره ورته وويل: چي كاشكي ستا پر ځاى زه ناجوړه سوې واى،
د نبي r نوري مېرمني ددې دومره ميني او محبت ته ډېر په تعجب سوې، نو نبي r
وفرمايل: چي دا درواغ نه وايي بلكي رښتيا وايي.
د مېړه احسان ومنئ. دهغه شكر اداكړئ. ځكه ستاسي تر ټولو لوى همدرد خو همدغه
ستاسي مېړه دى چي تل ستاسي خوشالي غواړي. ستاسي هر ضرورت در پوره كوي، په
هر ډول چي وي تاسي خوښ او هوسا ساتي او خپله پر ځان سختۍ وړي. نا شكري او
احسان نه منونكي ښځي ته يو وخت نبي r نصيحت وكړى او فرمايلي يې دي: خداىY
به د قيامت په ورځ هغي ښځي ته يو ځل هم ونه ګوري كوم چي د مېړه شكر نه ادا
كوي. ځكه ښځه هيڅ كله د خپل مېړه څخه بې طمعي او بې پروا كېدلاى نه سي. دغه
شان د مېړه په خدمت كولو كي خوشالي محسوس كړئ. او هر څه چي وي خپله پر ځان
تكليف يوسئ خو مېړه ته مو ارام ورورسوئ. او هر رنګه چي كيږي د مېړه خدمت
وكړئ او د هغه د زړه د ګټلو كوښښ وكړئ.
حضرت عايشې به په خپلو لاسو د نبي r كالي ورپرېولل، په سر به يې تېل وروهل،
سر به يې ورږمونځاوه، عطر به يې په وهل او دغه حال به د نبيr د نورو
دوستانو د مېرمنو هم وو. يو واري نبيr وفرمايل: د هيڅ انسان لپاره غوره نه
ده چي بل انسان ته سجده وكړي. كه چيري ددې كار اجازه واى نو مېرمني ته به
حُكم سوى واى چي خپل مېړه ته سجده وكـړي.
مېړه پر مېرمن ډېر حق لري. دومره حق كه چيري د مېړه ټوله بدن ټپي وي او
مېرمن د مېړه ټپي بدن په ژبه وڅټي نو بيا هم د مېړه حق نه سي ور ادا كولاى.
د مېړه د كور، مال او سامان حفاظت وكړئ. تر واده وروسته د مېړه كور خپل كور
وبولئ. د مېړه مال او شته د مېړه د كور په سمولو او جوړولو كي، د مېړه په
عزت ډېرولو كي، او د هغه د كوچنيانو د اينده سمولو لپاره په حكمت، سپما او
سليقه سره خرڅ كړئ. د مېړه ترقي او خوشالي خپله ترقي او خوشالي وبولئ.
يو وخت نبيr د قريشو د ښځو صفت كاوه او داسي يې وفرمايل: د قريشو ښځي څومره
ښې ښځي دي. د كوچنيانو سره ډېري مهرباني وي او د خپل مېړه د كور او مال ډېر
ښه حفاظت كوي. او يو وخت بيا نبي r د نېكي مېرمني صفتونه بيانول داسي يې و
فرمايل: د مومن لپاره د خداى څخه تر بيري وروسته تر ټولو ډېر ګټه ور او ښه
نعمت نېكه مېرمن وي. چي هر وخت د يوه كار ورته ووايي سمدستي يې په ښه زړه
تر سره كړي. او كله چي هغه يو ځاى ته ولاړ سي نو دا خپل د عزت او ابرو
حفاظت وكړي. او د مېړه د كور، مال او سامان په ساتلو كي د مېړه خير خواه او
وفاداره واوسي.
د پاكي، سليقي او د ځان سينګار او ښكلا ته مو هم ډېر پام كوئ. كور مو هم
پاك وساتئ او د كور هر شى په سليقه سره
و اوډئ او په سليقه سره يې استعمال كړئ. پاك صاف كور، پاكي اوډلي خوني، د
كور په كار كي سليقه او هوښياري، د ښه سينګار سوي مېرمني خندا او موسكا نه
يوازي په كورني ژوند كي مينه او محبت، خير او بركت پيدا كوي بلكي د يوې
مېرمني لپاره د اخرت د سمتيا او د خداى خوشاله كولو هم ډېره ښه ذريعه بلل
كيږي.
يو وار د حضرت عثمان د مېرمني سره د حضرت عايشېm ليدنه وسوه. حضرت عايشېm
چي وكتل د عثمان مېرمني ډېر ساده لباس اغوستى و، او هيڅ سينګار يې هم نه
وو كړى. حضرت عايشه ډېره ورته په تعجب كي سول او پوښتنه يې ځيني وكړه: بي
بي! اّيا عثمان كوم چېري په سفر تللى دى؟
ددې تعجب څخه اندازه ولګوئ چي مېرمني ته د خپل خاوند لپاره سينګار كول
څومره ښه كار دى. يو وار يوه ښځه د نبي r په خدمت كي حاضره سوه، د هغې د
زرو بنګړي په لاس وه. نبيr هغه د بنګړو په لاس كولو څخه منع كړه، نو هغې
ورته وويل: اې د خداى رسولهr! كه ښځه د خپل خاوند لپاره سينګار ونه كړي بيا
د هغه لـه نظره لويږي. ځـكه مـا دغـه
بنګړي په لاس كړي دي. او رسول r هم بيا څه اعتراض ونه كړ.
نتيجه دا سوه چي مېړه او مېرمن د يوې كورنۍ دوه مشران دي چي بايد يو بل ته
تېر، سره ګران، د كورني ژوند په اّدابو او اخلاقو پوه خپل او خپل د اولاد و
ښې روزني او ښووني او په غورو اخلاقو سمبالوني ته هم زيات متوجه وي. څو په
دې نابوده دنياګۍ كي دا يو څو ورځي ژوند د اسلامي اُصولو په چوكاټ كي په
خوښي او د زړه په سكون پر تېر، د ښه نوم او ښه اولاد په پرېښوولو يې وروسته
نوم په ښوياد او د هغې دنيا په ښو او ښاديو هم ښاد سي.
|