کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي   مېنه ستا کي موږ مېشته يو      بل د چا په مله تله نه يو      هسک او ځمکه نغښته ستاده      د مړو وده له تا ده       دا پالنه ستا ده خدايه!       لويه خدايه ، لويه خدايه !  

دصحاف خپرندويه ټولني دوه مياشتنۍ ناپېيلې کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ملي ژبه د ملي ټولني بـ
د هنر مند کوټه
ارايي سکون غواړي؟
پښتو ادبي سترګور
ستا ملاتړ څوک دی ؟
د کورني ژوند اداب
 

ځينې پورتنۍ ليکنې د اداري او مطبوعاتي چارو پر بنسټ په انټرنټ کې بشپړ ندې پرتې

سرمقاله

د پالني د دوهم نشراتي كال پېل

صحاف نشراتي موْ سسه يو ځل بيا د پالني دوهم نشراتي كال په دې هيله پېلوي چي د خپلي ټولني او ولس لپاره په مېړانه او ريشتينواله تر خپله وسه د توفيق وركوونكي څښتن په هيله د خپلي مورنۍ او پلرنۍ ژبي پښتو لپاره د خدمت جوګه سي. او د تېر كال په شان د پالني په پاڼو كي د خپلو لوستونكو لپاره په زړه پوري مضامين نشر كړي.
د پالني اداره لـه خپلو قلمي همكارانو څخه دا هيله لري چي موږ ته داسي مضامين وليكي چي لوستونكي يې په لوستو سره دا ډاډ تر لاسه كړي چي زموږ په ولس كي هم داسي ليكوونكي سته چي د خپلي ژبي لپاره داسي علمي توكي برابروي چي د خپل ولس د وياړ سبب او د سيمي د نورو ژبو سره داسي نېك رقابت كولاى سي چي د پښتو فرهنګپالان دې ته اړوزي چي علمي ليكني وكړي او د لا زياتو خپروونو لاره پرانستل سي. او خپلي ټولني ته د مسلـك او فن په اړه چي په انساني ژوند كي سړي ته په كار ورځي كتابونه تاليف او و ژباړل سي. او لوستل يې په ټولنه كي هغه معنوي ښېګڼي خورې كړي چي د جهالت او بې علمۍ كمبله زموږ د ولس لـه غولي ټوله سي او ګران هيواد افغانستان د نړۍ د متمدينو هيوادونو په قطار كي ودريږي. او د هيواد ټول وګړي و دې ته وهڅيږي چي د ښو چارو لپاره په هره شعبه كي نه ستړي كېدونكي خدمتونه تر سره كړي.