کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   پرخه د سبا شوم ګل د ناز په غيږ کي واخستم               وږم د سپرلي ته ئې د راز په غيږ کي واخستم     
پرخـــه : د مزارشريف څخه خپريدونکې ادبي، ټولنيزه او تاريخي ناپېليې مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه . . .
شعر او شاعر د قران په
امريکا  د اسلام منوکې
بلخ د اسلامي علومو د
ايا د ټولټاکنو خپلواک
پيسته . . .
دسمال ېې راوړ . . .  
ښکلي که دا غواړې. .
د شمال لومړنۍ پښتو . .
ستا به پياد يمه : کرکتنه
کلودسيمون د اوسنۍ . .
زه هم پسي ګرځمه چي . .
اوس وخت ايله د سترګو
دنيمي شپې سندري . .   
پرخه په ګلپانو کښي

شعر اوشاعري دقرآن په تله

ليكوال: پوهنيار محمد مزمل اسلامي

 شعر اوشعراء لفظونه دقرانكريم په سپېڅلي كتاب كې ذكر شوي دي .
د( شعر ) كليمه په ټول قرآن كې يو ځل د( يس ) سورت په ۶۹ آيت كې راعلې : ( وما علٌمنا ه الشعر وما ينبغي له ان هوالاذكروقرآن مبين ) ماپيغمبرته شعر نه دى ورښودلى اونه شعر له ده سره ښايي ، دى چې څه وايي هغه يواځې اويواځې ذكر او ښكاره قرآن دى .
دشاعر تورې دقرآن كريم په څلورو سورتونو كې يويوځل ذكر شوى دى . دالانبياء سورت په پنځم آيت كې : ( بل قالوا اضغاث احلام،بل افتراه ،بل هوشاعر ..)
بلكه كافرانو ويل : قرآن دپيغمبر ګډوډ خوبونه دي، بلكه دايې له ځانه جوړكړي دي ، نه بلكه پيغمبر يو شاعر دى . دالصافات سورت په ۳۶ آيت كې : ( ويقولون ائنالتاركوا آلهتنا لشاعر مجنون ) دوئ ويلې : ښه نو مونږ ديوليوني شاعر لپاره دخپلوخدايانو پر يښودونكي يو ؟ دالطور سورت په ۳۰ آيت كې : (ام يقولون شاعر نتربص به ريب المنون ) بلكه دوئ وايي : پيغمبر يوشاعر دى. مونږ به انتظار باسو څو دوخت په كومه پېښه كې له منځه ولاړشي . اودالحاقه سورت په ۴۱ آيت كې :( وماهو بقول شاعر ...) اوقرآن دكوم شاعر قول نه دى .
د( شعراء ) تورى هم دشاعر په څير صرف يو ځل دالشعراء سورت په ۲۲۴ آيت كې ذكر شوىدى :(والشعراء يتبعهم الغوون ، الم ترانهم فى كل واد يهيمون وانهم يقولون مالا يفعلون ،الاالذين آمنوا وعملوا الصلحت وذكروا الله كثيرا وانتصروا من بعد ماظلموا وليعلمون الذين ظلموا اى منقلب ينقلبون . ) ( ۲۲۴-۲۲۷)
اوشاعران چې دي ګمراه اوبې لارې خلك يې تابعداري او ملګرتيا كوي ، ته نه ګورې چې په هره وادي كې خلك سرګردانه كرځي ؟! اوداسې څه وايي چې كوي يې نه ؟! مګر هغه شاعران چې ايمان اوعقيده ولري ،نېك عمل كوي اوالله پاك زيات يادوي ، اوزرده چې ظالمان به پوه شي چې په كوم ډول سرنوشت او برخه ليك اخته كيږي
ديادولو وړده چې په قرآن كريم كې دغه يو بشپړ سورت دالشعراء (شاعران )په نوم نومول شوى دى .
دانبياء ،صافات اوطور سورتونوپه آيتونوكې يواځې دكافرانو اومشركانو دهغه تور اوتهمت يادونه شوې ده، چې په پيغمبر صلى الله عليه وسلم پورې يې تاړه اوهغه ته يې شاعر ويلې ،هغوئ ويلې : محمد(صلى ا لله عليه وسلم ) خو يواديب اوشاعر دى ،اوقرآن دده دشعراو ادب لاس ته راوړنه ده ، هغه (صلى ا لله عليه وسلم ) يو شاعر طبيعته او شاعرمزاجه سړى دى ، كوم ځانګړى وضوعيت ،اصوليت اومنهجيت نه لري .ټول تعبيرونه يې شاعرانه ،خيالى اوعاطفي دي،اوكوم حقيقت اوواقعيت نه لري .
دالحاقه په سورت كې الله تعالى په ډاګه نوموړى تور ردوي او ويلي يې دي چې قرآن دشاعر كلام نه دى
(وماهوبقول شاعر ) يعنې دآيت ټوله موخه له قرآنكريم اوپيغمبر څخه دشعر اوشاعرۍ دتور ردول دي . پاتې شوه داچې شعر په خپل ذات كې څرنګه دى؟ اوشاعران څه ډول خلك دي ؟ پدې هكله چوپ دى .
دشعراء اويٰسين په سورتونو كې دهمدې خبرې ريښتينيتوب او سپيناوى شوى دى: نه قرآن شعر دى اونه محمد (صلى ا لله عليه وسلم) شاعر دى . ديسين په سورت كې دوه دليلونه ښودل شوي دي : يو داچې الله پاك پيغمبر ته نه دى ورښودلي نو پيغمبر له كوم ځايه شاعر شو ؟ ( وماعلمناه الشعر ) . دويم داچې له پيغمبر سره شعر نه ښايي ( وماينبغي له )
دشعراء په آيتونوكې دشاعرانو په عمومي منفي وضعې باندې دنيوكې اوتبصرې په شكل پوره تفصيلي څيړنه شوې اودهغه لاملونه اواسباب روښانه شوي دي، چې ولې پيغمبرته الله پاك شعر نه دى ورښودلى ؟ اوولې له هغه سره شعرنه ښايي ؟ چې په ضمني توګه ترې دشعر ، شاعرۍ اوشاعرانو ذاتي حيثيت اواعتبار اودهغوئ شرعي حكم څرګند يږي چې په عمومي توګه ناكاره خلك معرفي شوي دي اوددې خبرې درې لاملونه ښودل شويدي .
لومړى: دشاعر انوملګري ،ډله اوټپله بې لارې اوناكاره خلك وي . (والشعراءيتپعهم الغاون ) .
دويم : دخبرو په هرناوكې سرګردانه ګرځي ( وانهم في كل واديهيمون ).
درېيم : دوئ داسې څه وايي، چې كوي يې نه . (وانهم يقولون مالا يفعلون ).
دپورتنيو درې دليلونو له يادونې څخه داهم څر ګندېږي چې په شعر اوشاعرۍ باندې چې قرانكريم دمنفي توب اوبدوالي كوم عمومي حكم كړى هغه ددغسې مواصفاتو په بنا شوي دي . په همدې خاطر قرانكريم ورپسې متصل په شعر اوشاعرۍ باندې دمنفي توب اوبد والي له عمومي حكم څخه هغه شاعران مستثنى كوي . چې هغوئ لومړ ى له نوموړو منفي مواصفاتو څخه پاك وي اووروسته له هغه يوشمير مثبت صفتونه هم ولري :
- دايمان څښتنان ،عقيدتمن اوهوډمن خلك دي . (الاالذين امنوا)
- عملاً دځان اوټولنې په اصلاح اورغونې بوخت وي . (وعملوا الصلحٰت )
- الله پاك په شعراونوروعادي حالاتو كې په ياد لري ( وذكروا الله كثيرا )
- دظلم دمقابلې اوپرهغه دبرلاسي هڅه كوي ( وانتصروا من بعدما ظلموا )
دهمدغو مواصفاتو په نظر كې نيو لو سره ددين عالمانو اوتفسير پوهانو دشعر اوشاعرۍ شرعي حكم داسي بيان كړى :
- شعر دخبرو يوه برخه ده ، ښه يې ښه او بديې بد دي . امام شافعي (رح)
- شعر په درېډوله دى : حرام ،مباح اومندوب (مستحب ).امام ابن كثير (رح)
-شعر په درې ډوله دى: حرام ، مكروه او جايز . امام قرطبي (رح)
- شعر په خپل ذات كې ډېر ډولونه لري چې خراب يې حرام اوښه يې دوجوب درجې ته رسېږي .امام شوكاني(رح)
ددې لپاره چې په اجمالي توګه دښه اوبد شعر نښې نښانې وپيژنو نوپه لنډ ډول سره ديوشمير مفسرينوويناوې راا خلو.ښه شعر دادى چې په توحيد .نبوت اودحق لورته په دعوت كې وي . تفسير كبير
هرشعركې چې دالله تعالى حمد وي،دنيكۍ په لورتر غيب وي ، دكفر مذمت اودګناه دخرابيو غندل وي . دهغوكافرانو هجواوبدي وي چې داسلام بدي بيانوي ، ياچاته ضرررسول وي اودهغه جواب داعتدال په اندازكې وركړي، دښه شعر له ډلې څخه دى . كابلى تفسير
په كوم شعر كې چې دالله تعالى وحدانيت ، دهغه ذكر اوله اسلام سره دمينې اوالفت بيان وي هغه شعرمرغوب اومحمود دى اوپه كوم شعر كې چې دروغ اوفحش بيان شوي وي هغه مذموم دى . ابن بطال،دمعارف القرآن په روايت .
په كوم شعر كې چې دالله پاك نافرماني وي ، دهغه له ذكر څخه منع وي ، دروغ وي ،په ناحقه دكوم انسان بدوالى اوسپكوالى وي ، فحش كلام اودفواحشو لپاره محرك وي هغه بداومكروه دى اوچې له دې شيانو پاك وي نونه بددى اونه مكروه ،اوبعضې شعرونه خو په حكيمانه مضامينو اووعظ نصيحت باندې داشتمال په وجه په طاعت اوثواب كې داخل دى . معرف القرآن
له ممنوع شعر څخه يو هغه دى چې پكې دښځو اوهلكانو ذكر اودهغوى دښايست اوښكلايادونه كيږي . روح المعانې تفسير
شهيد سيد قطب په خپل تفسير كې ديو اصل اوقاعدې په شكل كې خبره داسې پاى ته رسوي :(...په خلاصه ډول ويلى شوچې دشعر اوهنر لپاره همدا كافي ده چې له اسلا مي فكر اوتصور څخه چې دژوند اودهغه داړخونوپه هكله يې لري ولاړشوى وي . ضروري نه ده چې په هر شعر كې دې له اسلام څخه دفاع شوې وي ، داسلام په د ښمنانو بريد شوى وي ،اسلام ته پكې دعوت اوبلنه شوې وي ، داسلام لويي اوعظمت بيان شوى وي اوياپكې اسلامي تاريخ اودهغه نوميالي شخصيتونه ستايل شوى وي
نوربيا