کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   پرخه د سبا شوم ګل د ناز په غيږ کي واخستم               وږم د سپرلي ته ئې د راز په غيږ کي واخستم     
پرخـــه : د مزارشريف څخه خپريدونکې ادبي، ټولنيزه او تاريخي ناپېليې مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه . . .
شعر او شاعر د قران په
امريکا  د اسلام منوکې
بلخ د اسلامي علومو د
ايا د ټولټاکنو خپلواک
پيسته . . .
دسمال ېې راوړ . . .  
ښکلي که دا غواړې. .
د شمال لومړنۍ پښتو . .
ستا به پياد يمه : کرکتنه
کلودسيمون د اوسنۍ . .
زه هم پسي ګرځمه چي . .
اوس وخت ايله د سترګو
دنيمي شپې سندري . .   
پرخه په ګلپانو کښي

پرخه پر ګلپاڼو


غزل
ځوا ن شاعر حيات الله وړ

دادې بيا كوم يو ښايست په نظر راغى
دځوانۍ چې دركې بيرته اثر راغى
نن به بيا دمحترم يار غم ميلمه وي
مخكې زړه ته ترې دصبر بستر راغى
تصورمې زړه ديارله سترګوراوړ
شكر خدايه له مرګوني سفر راغى
دياد شمعې ځكه زړه كې مړې كومه
دهجران تياره شوه تيره سحر راغى
چې دعقل اوهوس روغه مې وشوه
مينې داځل دې بيا سرته خطر راغى



سيف الملك تابع
بلخ
غزل

د فطرت د لورينې ټولې برخې تالا شوي
ځمكه هسې تشه توره سره ګلان د بڼ غلا شوي
بلبلان يې كډه شوي په هوا كې زاڼې ژاړي
د كارغانو تورې ډلې له كوترو سېوا شوي
د كوچۍ مينه تالا شوه تشې تورې كډې ولاړې
هورې دورې لالهانده له ورشونه جلا شوي
په خير راغلې زيرى وايه چې مې خوله لږه خوږه شي
چې په چم كې دوه مين بېرته له سره پخلا شوي


قاري خليل احمد قريشي
مزارشريف
كتاب

په هر وخت بله ډيوه ده دكتاب
تل تازه خوږه مېوه ده دكتاب
خپل مطلب ته رسېدلي په عزت دي
چې اخيسې يې مزه ده د كتاب
بس له لاس او خولې يې تل ځي بوى د مشكو
په ژوندون چې همسايه ده د كتاب
تل د جهل او ذلت غاړو لپاره
په هر وخت توره تېره ده د كتاب
قريشي چې له كتابه پورته نه شې
ځكه وخت او زمانه ده د كتاب

نور رحيم عاطف
كندوز
غزل

ځواني خوداوه په غمو تېره شوه
څه په رنځونو او دردو تېره شوه
له كلوپس موشوقبول سوالونه
دوصل شپه موپه ګيلو تېره شوه
چې يې زمابې وسه ژوند وليده
ماته له خپلو ارمانوتېره شوه
هماغه ورځ يې كړم دحسن اسير
داچې مې مخ كې په نخرو تېره شوه
ماچې مې شونډې ورډالۍ كړې ورته
داهم له خپلو اننګو تېره شوه
هيربه يې نكړمه احسان عاطفه
زمالپاره په لمبوتېره شوه


عبدالستار سعادت
بغلان

راځه چې لاړ شو د چينې غاړې ته

را ځه چې لاړ شو د چينې غاړې ته
منګي يې مات كړو پېغلې وزورو
يو څوبه سپين ،سپين مړوندونه لوڅ كړو
بنګړي يې مات كړو پېغلې وزورو
* * * * * *
راځه چې لاړ شو د چينې غاړې ته
اوبه يې خړې كړو خپه كړو چينه
چې غړپ اوبه بيا ترې را ونه وځي
د تل لپاره به ړنده كړو چينه
* * * * * *
راځه چې لاړ شو د چينې غاړې ته
هر څه ترې واخلو سره لمبه كړو چينه
هغه شين جګ چنار يې وسوزو
په سرو سكروټو كې پخه كړو چينه
* * * * * *
راځه چې لاړ شو د چينې غاړې ته
يو څو سندرې د جنون ووايو
دښمن د مينې ليوني د هوس
هر څه د كركې په لمسون ووايو
* * * * * *
را چې لاړ شو د چينې غاړې ته
تاريخ تكرار كړو د مغولو هلته
د شنو منګيو هديره جوړه كړو
ووژنو هر ځه دوژلو هلته
* * * * * *
را ځه چې لاړ شو د چينې غاړې ته
خلك ړانده دي موږ ليدلاى نه شي
په بينا سترګو به نشتر ووهو
هېڅوك به برګې را كتلاى نه شي
* * * * * *
را ځه چې لاړ شو د چينې غاړې ته
دا ټول ورانۍ به په بل چا واړوو
هسې تپوس نه شته دا ټوله ګناه
څه په زاهد څه په ملا واړو
* * * * * *
راځه چې لاړ شو د چينې غاړې ته
خلك به واي مينان راغلي
چې نه رقيب او نه غماز پرې ښاد شو
هغه دمينې اتلان راغلي


امير محمد سمسور
بلخ
غزل

له موږ هر مهال ښكاره ده جهان تللى
همېش پاتې يو له مونږه زمان تللى
په ځوانۍ كه موږ پېښې د وړكتوب كړو
په لويئ كه مو له لاسه كمان تللى
چې پيدا مو سپين تارونه شي وېښتو كې
شو نهيلې وايو موږ نه جانان تللى
قناعت مو په لحدكې را مېلمه شي
په رڼو سترګو له مونږه پيمان تللى
زموږ نصيب او قسمت هېڅكله جوړ نه وي
مدام موږ سره په لاره شيطان تللى
تل د خيال په خوب كه ډوب يو وصال ګورو
همېشه مو يار د بل په كاروان تللى
په ژوندوني يې د مرګ وزرې خپل كړې
دا سمسور هم لكه ستړى انسان تللى

فريد پښتون
بغلان
غزل

دوكه كې عادت شوى يم وفا نه پېژنم
په دروغو كې ګويا يم زه رښتيا نه پېژنم
نوم چې د حق واورمه له قهره ورپېږم
كړنلاره ناروا زما،روا نه پېژنم
بېړۍ چې د تاوان وي تاسې ټول به را سره ياست
د ګټې په بېړۍ كې خپل ابا نه پېژنم
فريد وايي جاهله زه له دې څخه وېرېږم
چې كومه ورځ ونه وايې الله نه پېژنم

مطيع الله وصال
بغلان
څلوريځه

خير كه د سترګو په نظر كې نه يې
راته نزدې لكه لېمه يې اشنا
اوس پرې د خپل كاله ګمان مه كوه
دزړه په كور كې مې اوس نه يې اشنا

عزت الله ناتوان
ميدان
غزل

اف چې مې يار په زنه خال نه لري
جمال لري مګر كمال نه لري
زه ورسره نه وم كږه وږه تله
لكه ښامار چې خوله كې لال نه لري
څو ځله لاړم مرور راغلمه
لكه مرض د هېچا خيال نه لري
اشنا مې ووېلې ناتوان غريب خو
په كاڼو وولۍوبال نه لري


نذير احمد سجاوندى
كابل
غزل

سپينې اوښكې يې پر مخ ځي يار ته ګوري
ژوند ته ګوري ،مرګ ته ګوري ،دار ته ګوري
ستا ښايست ته چې د عشق له سترګو ګورم
ته وا څوك له لوړو غرونو ښار ته ګوري
څو كسان بس په خاطر د څو كسانو
انتقام اخلي ژوند غواړي وار ته ګوري
بس يواځې سترګې سترګو نه شرميږي
ګني كله څوك د خداى و پار ته ګوري
چې مين لمر په مستۍ كې در شلولى
سپوږمۍ ټول دې اوس د ستورو هار ته ګوري

محمدنوركوچى
بغلان
برى

اى مينې غټ ګلزارشه بلبلان وچغوه
زړګيه فريادي شه بياچشمان وژړوه
سرجګ كړه بيده مشه دخزان څپووهلې
نوروزشه ، شه بهار شه سره ګلان وغوړ وه
خوشحال دي بلبلان چې ګلزار وي شين چمن كې
اغزو نه كه نفرت كړې خوګلان مه رېژوه
بوراغوندې په ګلوځان شيداكړه په رښتيا كې
وزرونه په مزاردسروګلو ودروه
ګلزار شه شين چمن شه له دې شنه اسمانه لاندې
كوچىه ! خوږپيغام دې دې نړۍ ته واوروه




غزل ستورى استاد محمد صديق پسرلى
غزل
ادمه سوزه وسازدې دنغمو مه كېنوه
داچاوې په پردوكې دې درخو مه كېنوه
چې ته راغلې تر سردې سپيلنى شه خو لږ پام
شكونه مې په زړه كې په پلمو مه كېنوه
ښايست خو څه مجبورنه وي يا هو وايه يانه
دهرې جملې پښوته يوه خو مه كېنوه
دنيا مو ښكلې ساته دآرزوپه الوګولو
غبار دلټېدلو ولولو مه كېنوه
دزړه زاړه زخمونه مې لانه دي درښولي
تازه داغونه نورباندې دتلومه كېنوه
فرهاده لاس دې ووهه دزړه په توره خونه
شيرنه دې په تيږوكې دغرومه كېنوه
څوبيا نيسي ريشه زه به مې بيا ورته خورم زړه
بل ځاى مې تنكى بوټى دآرزو مه كېنوه
فطرت دى ناكراره هم دمينې هم دحسن
عطاره په زور عطر دشبومه كېنوه
تر څوچې لاره پاته ،دجرس غوندې پسرليه
فرياددسوي زړه دې تر هغومه كېنوه

مطيع الله وصال
بغلان
غزل

ما خو مې ټول عمرجانانه يوپه تاوتاړه
وايه چې تا تنهاپه ځان كنه په ماوتاړه
ته بدكوه زه ښه كوم په دغه خوښ يمه زه
مادبېلتون بيګادوصل په سباوتاړه
ځه نوخوښي او آرامي مې همدا ته در واخله
داستاغمونه مې دخپل زړګي په شاوتاړه
خبرترې نه وم دبېلتون چړې شكولى ودا
دوصال تارمې نن جانانه خير كه بياوتاړه



غلام شمس بېګانه
لوګر
غزل

دازړه مې لېونى نه دى چې در له خلكو غواړي
هغوئ پرې غشي ولي اودى سپر له خلكو غواړي
سترګوته له زړه نه جلب راغلى دى داوښكو
خامخابه جنګ وي چې عسكر له خلكو غواړي
غوښتل خودې سخت نه دي اته لس ځلي به درشو
داپلار به دې څوك پوه كړي چې ولور له خلكو غواړي 

 نهنګ نهنګ غمونه چې بس واړه پكې ځاى شي
داژوندخو ژور زړه يو سمندر له خلكو غواړي



استاد غضنفر
شاعران هسې واي
ته دسپوږمۍ غوندې يې
سپوږمۍ دتاغوندې ده



عبدالمعيد هاشمي
پېښور
غزل
خداى چې په لاس راكړله جانانه ستا لمن
غوښتې مې هروختې وه رښتيانه ستالمن
ولې مې اوس نه غواړې له ځانه مې شړې ته
نېولې مې وه سخته كې بيابانه ستالمن
څومره ورته ګرم يمه اوڅومره ملامت
اوښكو مې لمده كړله ګريوانه ستالمن
بيا دپسرلي توغل نرى باران راپرېښوده
ناوې به كړي ،شنه به كړي لغمانه ستالمن
كوترې به دسولې خپل وزرونه غوړوي
راتاوبه رانه وي تل نه وي هجرانه ستالمن

نقيب الله يادګار
مزارشريف
لكه نغمه چې له ستاره وځي
ځړيكه ددرد مې له پرهاره وځي
خير دى نظر نورداسې مه راړوه
كنه نو زړه به مې له كاره وځي
يوڅو بدرنګه دښكلادښمنان
راغلل وې ښكلي دې له ښاره وځي
ژربه بلالپې ترې ډكې كړمه
ترڅونظردې له خماره وځي
ځانته له هيلو تسبې جوړې كړمه
خودا دانه ،دانه له تاره وځي
چې ستادسرشال داغيار پټكى شي
خود به له زړه دوينو داره وځي


شريف الله عمرزى
لغمان


دنيا
څه به نشه څه تما شه به وي ستا
په يو ساعت دخوب ليدلې دنيا
زهر خواږه دستا جامو كې ښكاري
ماخو داستامزه څكلې دنيا
په رنګا رنګ جامو دې نه غوليږم
اصله څېره دې ما ليدلې دنيا
ته دغمونو كړاونو كوري
خوښي له تا نه تښتېدلې دنيا