کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   پرخه د سبا شوم ګل د ناز په غيږ کي واخستم               وږم د سپرلي ته ئې د راز په غيږ کي واخستم     
پرخـــه : د مزارشريف څخه خپريدونکې ادبي، ټولنيزه او تاريخي ناپېليې مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه . . .
شعر او شاعر د قران په
امريکا  د اسلام منوکې
بلخ د اسلامي علومو د
ايا د ټولټاکنو خپلواک
پيسته . . .
دسمال ېې راوړ . . .  
ښکلي که دا غواړې. .
د شمال لومړنۍ پښتو . .
ستا به پياد يمه : کرکتنه
کلودسيمون د اوسنۍ . .
زه هم پسي ګرځمه چي . .
اوس وخت ايله د سترګو
دنيمي شپې سندري . .   
پرخه په ګلپانو کښي

ستا به په ياد وي اوكه هېر به دې وي ( کره کتنه )

ليكوال : ذبيح الله احساس
( ستابه په يادوي اوكه هېر به دې وي ) هغه توري دي .چې دژوند په ارزښتناكو شېبو كې يې څوك چاته واي ، غواړي په حال كې ورته دتېر ژوند هغه دردونكې شېبه چې دغمونو بادونو پكې دخوښۍ څراغ مړكړى وي اويا يوه داسې خوږه شېبه ، څه وخت چې دوه مين په لومړي ځل دخپلې مينې څر ګندونې يو بل ته كوي ورياده كړي . نو عبدالستار سعادت هم خپله ټولنې ته يو څه وريادوي او ورته وايي :
((ستابه په يادوي اوكه هېربه دې وي ))
داتوري مې ځكه سعادت پورې وتړل ، چې دخپل لومړي شعري غونډ نوم يې دى ، چې دبغلان ادبي بهير له خوا دانش خپرندوې ټولنې ، په ( ۱۱۲) مخونو كې له رنګينو پښتيو سره چې په لومړۍ پښتۍ يې دنيم زالې پېغلې تصوير په داسې حال كې چې يولاس ته يې سر تكيه كړى او بل لاس يې مخې ته په غوړېدلي كتاب باندې ايښى ، چې په يو ژور فكر ورته دخيال په نظر ګوري اودتېر ژوند خوږې اويا ترخې شېبې په ګوته كوي او په څلورمه پښتۍ يې دشاعر پرتصوير سر بېره دهغه لنډه پېژندنه ، ځوان ليكوال اجمل هوډمن صيب داسې كښلې :
( ښاغلى عبدالستار سعادت په ۱۳۵۸ لمريز كال دبغلان ولايت دباړيزايو په كلي كې دعبد الجبار كره زوكړى دى . سعادت صيب لومړنۍ زدكړې دمركزي بغلان منځني ښوونځي ، منځنۍ زده كړې يې دنوي بغلان ښوونځي او د بكلوريا دوره يې دبغلان عالي ليسه كې بشپړه كړه . د ۱۳۷۹ لمريز كال دكانكور په ازموينه كې يې برخه واخيسته ، چې خپل خوښ كړي پوهنځي (حقوقو اوسياسي علومو) ته په جګو سترګو بريالى شو .اوس دكابل پو هنتون دنوموړي پوهنځي دڅلورم كال محصل دى )) خپور شو .
مخكې لدې چې دسعادت دشعري ټولګې تل ته ور پرېوځم دا بايد ووايم چې ددې ځوان غزلبول دشعرونو سره خپله مينه څرګندوم اومننه ترې كوم چې دځينو هغو خلكو په خولو يې لاس كېښود چې ويل به يې كه دسالنګ له غرونو اخوا دپښتو ادب دڅو سترو اديبانو نومونه لرې كړو نو هلته پښتو ادب هم له منځه ځې . خو نن (( ستا به په يادوي اوكه هېر به دې وي )) داڅر ګندوي چې دهندوكش دغرولمنو ځوانان دسپين غره دلمنو دځوانانو څخه كم نه دي . الحمد لله .
زما په اند سعادت دخپلې شعري ټولګې پيل نوښت سره كړى اودغه نوښت ماته دكتاب په ډالۍ كې بريښي، چې خپل شعري عونډ يې (تاته ) ډالۍ كړى دى .
دشعرونو دكتابي بڼې خپراوي لپاره دايو دود ګرځېدلى ،چې دشاعر شعرونه بايد له چاپه مخكې كوم بل شاعر ارزيابي كړي او بيا دغې كتنې ته د سريزې په نوم دكتاب په لومړيو مخونو كې ځا ى وركړل شي . پدې پوه نه يم چې سعادت صيب خپل شعري غونډ له چاپېدو مخكې دچا له نظره تېر كړى اوكنه ، خو دنوموړي دود څخه يې بغاوت كړى ، ځكه چې كتاب پرته له كومې سريزې دچاپ په ګاڼه سينګار شوى دى .خير كه زموږ دپښتو ادب ميننان ورته په هره سترګه ګوري خوزه يې سينګار كې كوم كمى نه ګورم اودځوان سعادت ددې بغاوت ستاينه كوم .
كله چې څوك په چا پوره باوري شي نو بياورته خپل هغه وړانديز چې دهغه دلومړي ځل ليدلو څخه يې په زړه كې ځاى نيولى وي، وړاندې كوي . سعادت هم د((ستابه په يادوي اوكه هېر به دې وي )) پيل په همدې موضوع سره كوي ، خپل محبوب ته واي :
بهانه كړه نن ګودر څه درته وايم
ګلې راشه ماذيګر څه درته وايم
ايمان مه راوړه كه ښه پيغام يې نه و
نن دعشق دپيغمبر څه درته وايم
دښايست دژوند زوال درښكارومه
په غروب كې چې شو لمر څه درته وايم
راشه پټ دسعادت په هكله ياره
له دې خونې نه بهر څه درته وايم
سعادت صيب هم دنورو په شان په زړه كې ستر ارمان لري ،دخپل ارمان سره مينه كوي ، تردې چې دجانان تر حده ورته قايل د ى. نو همداده چې خپل جانان ورته كله داسمان له ستورو ښكلى برېښي اوكله ورته له هغو حورو ښايسته ښكاري چې دده په خوله ملايان يې كيسيې كوي نوځكه خوواي :
ماته خو ستا تر ستورو ښكلى اوتر تااوچت دى
ته خپله ووايه آسمانه جانان څنګه ښكاري
ترهغه حورو چې كيسې يې كوې ښكلى نه دى
ريښتيابه واي ملاجانه جانان څنګه ښكاري
سعادت په كلي كې رالوى شوى ځوان دى ،كليوالي اصطلاحات يې په ماهرانه انداز دفكر له نړۍ څخه دخپل شاعرانه خيال په مرسته په خپلو شعرونو كې خوندي كړي دي .كله چې څوك يوڅه ډېر شميري نو ويل كيږ ي چې ډېريې مه شمېره ، بې بركته به شي .نوسعادت همدا موضوع څه ښه را خيستې ده :
واي كميږي بركت ورځنې كډه كوي
ستاشنه خالونه به دانه دانه بيانه شمېرمه
اوياهم يوه بله اصطلاح لرو چې دښېرو اويا دكومې بدې خبرې د ر د لپاره ويل كيږي .كله چې څوك چاته د چا په اړه ښيرا يا كومه بده خبره كوي اوداورېدونكي ورسره خوښه نه وي نو زر يې په ژبه داتوري راشي ،(اله بسم الله دې شي ) يعنې خداى دې نه كړي .
سعادت همدااصطلاح په لاندې بيت كې ښه كارولې ده واي:
ورته مې وويل خداى دې واخله ژريې وويلي
اله بسم الله دې شي ورك شي رب دې تاواخلي
سعادت هڅه كړې چې دشعر پېغله د هنر په ګاڼه سينګار كړي . همدا ده چې ځينې شعرونو كې يې ښه تركيبونه كارولي دي .
په لاندې بيتونو كې يې د ( د مايوسئ سړي ) ، ( پېغله ارزو ) ، ( اسرايل غمونه ) دښوتركيبونو دمثالونو په توګه رااخيستلاى شو.
د مايوسئ سړي مې وژني د جانان كوڅه كې
د وصل خيال راته بلنه د حرم راكوي
* * *
نازكې ګوتې يې پرې شوي زړه مې نه تخنوي
پېغله ارزو مې خندوي نه په لاسونو ،زړه كې
* * *
زما د زړه په فلسطين كې ربه څنګه وكړم
د بېلتانه هرزل كرلي اسرايل غمونه
د ( ستا په ياد وي او كه هېر به دې وي ) له لوستنې جوتيږي چې پر سعادت څښتن ( ج ) د انځوريزې شاعرۍ لورينه هم كړې ده . ملامت به نه يو ،كه انځورګر شاعر يې وبولو. د لاندې بيتونو په لوستلويې په زړه پورې صحنې د سړي سترګو ته ودرېږي، چې د عيني تصوير ښه مثالونه يې بللى شو .
د جانان ګومان يې كړى پر ما نه ځم سعادته
هغې پېغلې چې له بامه په لاسونو را نارې كړې
* * *
كوډګر ته ګوره د ماشوم په نوك يې رنګ واچوه
نادان په ځمكه پښې وهي واي چې ځمكه رېږدي
* * *
هغه ښكاري ټوغ ټوغ دونې لاندې ځان رسوي
چې يې ونه ويني مرغان خپله لينده پټوي
تشبيه د ښه شعر يو توكى ګڼل كيږي . سعادت خپل كتاب ځاى ځاى په داسې غزلو لا ښكلى كړى ، چې په زړه پورې تشبې په كې كارول شوي دي. دهمدې لپاره به يې لاندې بيتونه ولولو.
چېرته منسوخه ښايستونه چېرته ته جانانه
په مسيحت لېوني نه يو چې اسلام وركوو
* * *
چې دې ايښى د رقيب انځور زما په مخ كې
مومن ته څوك جانانه غوښه د خينځير نه ښيي
* * *
له رقيب نه نه وېرېږمه جانانه
يقين كله له ګومانه منډه اخلي
* * *
لا د رښتيا ويلو وخت رارسېدلى نه دى
رڼه هينداره ترږميو كې تصوير نه ښيي
كله كله شاعر په شعر كې يوه عادي خبره رااخلي او يا ديوې صحنې تصوير انځوروي ،خو په دومره شاعرانه انداز يې راواخلي چې په لوستلو يې د لوړ ذوق تنده هم ماته شي. دسعادت د شاعرۍ په لوستلو هم لوستونكى له داسې بيتونو سره مخ كيږي.
اخر به راشي جانان داسې به له خلكو پوښتي
يو مساپر څوك په كابل كې د بغلان پېژني؟
* * *
ده لېونۍ شنه له خندا نه په ځير ګوري ورته
ته به وا داسې چې هر ستورى د اسمان پېژني
په شعر كې تكراري توري د شعر ارزښت ته زيان رسوي او پيكه كوي يې ،خو كه چېرې يو شاعر خپله ژبه لا خوږه كړي ،نو كتاب او شعر خو پرېږده كه د سعادت غوندې د يو بيت په نيم بيتي كې هم توري په تكراري ډول راواخلي او په شاعرانه توګه ورته د تاكيد رنګ وركړي، نو په زغرده وايم چې د لوستونكي د زړه تل ته رسيږي.
زما جانان، زما جانان،زما جانان پېژني
دا چې نالوستى مې د هر غزل عنوان پېژني
وايي چې شاعر له خپلې ټولنې څخه الهام اخلي . د شعر په ژپه ورته د تېر وخت تېروتنې ور په ګوته كوي، د حال له ارزښت څڅه يې خبروي ، ديو روڼ را تلونكي لارښونه ورته كوي او د خپل اولس دمېړانې ستاينه هم خپله دنده ګڼي.
نو راځئ چې لاندې بيتونه ولولو،چې سعادت خپله ټولنه څرنګه تمثيلوي.
موږ مېړني يو سعادته ترېنه سر غوڅوو
ډارن اولس چې په ظالم كوي نيوكه رېږدي
* * *
زموږ خوارانوپه حالت كې څه بدلون رانغى
هغه چې وايي تيارې وركې شوې رڼا كومه
موږ سادګان يې منو هر څوك چې هر څه ووايي
په دې كې نه يو چې دروغ كوم دي رښتيا كومه ده
سعادت خندنى ځوان دى .هغه د چا خبره په نه خبره به له خندا شين وي. خپله څوك نه خندوي، خو د بل چا وړې طنزيې خبرې ته بيا د خندا ګوډى شي . خو شاعرانه تخيل يې دغه دستور مات كړى دى . د ځينو ناوړه خلكو ناروا كړنو ته يې پام شوى او په شعر كې ورته د طنز په ډول داسې اشاره كوي.
جومات د خداى كور دى منم يې خو ما مه ورولئ
غريب سړى يمه ناترسي مې څپلۍ پټوي
سعادت پر غزلو سربېره نظمونه او ازاد شعرونه هم كښلي چې ( مقدسې ترانې ) ،( لټوم دې ) ، ( تقدير )او (راځه چې لاړ شو )نظمونه او ( ستا به په ياد وي او كه هېر به دې وي ) تر سرليك لاندې ازاد شعرونه يې دستايلو وړ دي.
سعادت ته څښتن ( ج ) په پارسي ژبه د شعر ليكلو استعداد هم وركړى دى ، خو كه رښتيا راباندې وايئ، نو زما پارسي چندان پارسي نه ده .نو ځكه مې د سعادت د كتاب دغه برخه نه ده لوستلې.
بې درېغه وايم چې دسعادت په كتاب كې به تېروتنې ضرور وي ، خو دا چې ما نه دي را اخيستي، نو پام به مې ورته نه وي شوى . ملامت به نه يم ، ځكه چې د ليكنې په پيل كې مې ستاسو له غوږونو تېره كړه ،چې دسعادت د شعرونو سره خپله مينه څرګندوم. همدا ده چې د كتاب ددغه اړخ د څېړلو وس مې ځان كې ونه ليده .
لا خو سعادت ځوان دى، او له ځوان څخه د ډېر څه تمه كېدى شي.زه خو يې د هندوكش دغرو لمنود خوږ ژبو غزلبولو ځوانانو څخه يو ګڼم .
څښتن ( ج ) دې همداسې هڅاند لري . په هنرمندو ګوتو يې بركت شه .