|
پسرلنۍ وږمې
ځوان شاعر حيات الله وړ
غزل
په كومه راغلل پوه نه شوم ، وتل چې اسوېلي
نظر بې اجازته را بلل چې اسوېلي
د ژوند تېره خندا مې په تول وخته ترې كمه
په شونډو كې مې ګرانه نن تلل چې اسوېلي
خندا! كه اوس دې مړى وړم د اوښكو په تابوت كې
همدغسې ورځ هم وه تا وژل چې اسوېلي
تر دې مې ستا له غم سره پښتو خپله پاللې
په ست د بندو شونډو رانه تلل چې اسوېلي
حسن جان حيران
پسرلى
پسرلى دى زړونه خاندي او نڅا كړي
نغښتى زېرى د خوښئ په دې فضا كې
دښتې غرونه په ګلانو ښكلې شوي
شور ماشوردى بلبلان ګرځي هوا كې
دا هوا او دا فضا ده په زړه پورې
دئ جوړ كړى يې تصوير په هره خوا كې
مات سكوت شو د جنون د ښتو ميرو كې
پيغام وړي د ازادۍ نسيم سبا كې
نقيب الله يادګار
غزل
زه به لېمه ، باڼه لوګى كړمه دده په نامه
دا كه سرحد د حيا مات كړي ،سترګو جنګ ته راشي
دې ته به څه نوم وركومه چې دا څنګه وشول
په دې ساده حسن غره اشنا كه څنګ ته راشي
د كوم يو ښكلي ښايسته ادا مې زړه تخنوي
لكه ماشوم له خندا شين د بنګړو شرنګ ته راشي
د رخسار لمر نه دې نزدې ان تر بڼو لاندې شم
دغسې خيال د باچاهي كله ملنګ ته راشي
محمد وسيم مومند
غزل
ستا د ښايسته سترګو جمال د زړه تدبير بدل شو
په كتابو د ملايكو مې تقدير بدل شو
چې وچولې په بارخو راته د سترګو اوښكې
زما ها يار ،هغه غمخوار ،هغه زهير بدل شو
چې راته جوړه وه د زړه له سرچينو نه لاره
هغه چينه ،هغه اوبه ، هغه بهير بدل شو
چې ايښې تله د انصاف وه په مهراب داوښكو
هغه وجدان ،هغه قضا ،هغه ضمير بدل شو
چې په كې جوړه وه جونګړه د خيالونو زما
هغه محل ،هغه هوا، هغه تصوير بدل شو
محبوبې تا سره ګا للي و وسيم غمونه
په مجلسو د ګلخوبانو ستا تقدير بدل شو
|