|
|
د چارواكو بې تفاوتي او
په پېچ كې كور په كور تربګني
محمد زمان
كه څه هم نن په هېواد كې جنګ جګړه نشته، خو لـه جګړې څخه راپاتې ناخوالې
اوس هم، هېواد وال ځوروي او ربړوي.
د جګړو په بهير كې لكه څنګه چې ځينو كسانو خپله ډډه په وسله او زور ووهله
او وسله يې د پرېكړې په منطق بدله كړه، نو ډېرې داسې ناخوالې او تربګنۍ يې
تر شا پرېښودې چې تر ننه لا پاى ته رسېدلي نه دي او خلك په كليو او بانډو
كې نادودې يې ګالي.
يو لـه هغه سيمو څخه چې هلته وسلې په كې زياتې بدۍ او تربګنۍ خلكو ته
زېږولي دي هغه د كونړ ولايت د پېچ دره ده.
پېچ چې پخوا د جنګ جګړې او د بيلابېلو تنظيمونو د لاسوهنې مركز و خلك يې د
جنګ جګړې، وسلې او تربګنۍ لـه كبله زيات زيانمن شوي دي.
د پېچ په دره كې د يو شمېر بې مسوْوليته مفتيانو د فتواګانو لـه مخې د ځينو
كمزورو خلكو ځمكې او ملكيتونه د قوماندانانو او زورورو لـه خوا ونيول شول
او دې پروسې د طالبانو تر واكمنۍ پورې دوام وموند.
كه څه هم طالبانو د خلكو غصب شوې ځمكې بېرته خپلو خاوندانو ته مصادره كړې،
خو كومې تربګنۍ او زړه بدۍ چې د خلكو تر منځ پيدا شوې وې، هغه يې حل نه
كړاى شوى او سربېره په پخوانيو تربګنيو يو شمېر نوې تربګنۍ يې هم رامنځته
كړې.
كله چې طالبان وپرځېدل، زور واكان او قوماندانان يو ځل بيا د فرصت نه په
استفادې سره خپلو سيمو ته راوګرځېدل، د خلكو او دولتي ملكيتونو په غصبولو
يې پيل وكړ. د جنګسالارانو نوې حرام خورۍ د خلكو تر منځ نورې تربګنۍ او غچ
اخيستې پيدا كړې چې دا كړكېچ اوس تر دې ځايه رسېدلى چې د پېچ په دره كې نور
هېڅ كور بې تربګنۍ پاتې نه دى. ددې تربګنيو لـه پلوه د پېچ خلكو لـه هره
كوره دوه درې ځوانان لـه لاسه وركړي او داسې كورنه شته چې تر اوو او اتو
تنو پورې غړي يې وژل شوي نه وي.
په كونړ كې ددې تربګنيو لمنه د ولايت تر ادارې او ان د ائتلافي ځواكونو تر
ليكو پورې هم پراخه شوې. ځينو كسانو د خپلو شخصي تربګينو لـه كبله په كونړ
كې مېشتو ائتلافي ځواكونو ته د خپلو دښمنانو په هكله ناسم معلومات وركړي او
هغه يې پرې ټكولي دي او يا يو كلي د ائتلافي ځواكونو د نوم نه په استفادې
سره په نورو كليو بريد كړى، هغه يې تالان كړي او سوځولي دي.
د پېچ ټول خلك وسله لري او خپلې وسلې لـه كوره بهر لـه ځانه سره ګرځوي چې
ددې وسلو ګرځول ددې لامل ګرځي چې په اندكه خبره او خوابدۍ، يو بل ته سره
ټوپكې واړوي او يو بل وولي. د بېلګې په ډول، څه وخت وړاندې د پېچ په ګل سلك
كلي كې د قوماندان معلم د يو زوى لـه خوا يو كس چې لـه نوموړي سره يې د
اوبو په سر په يوه اندكه خبره شخړه راغلې وه، ووژل شو. دا دښمني بيا پسې
پراخه شوه او دوه نور كسان هم په كې ووژل شول اويوبل ټپي شو، چې په دې توګه
د يوې اندكې خبرې په سر څلور كسه لـه منځه لاړل. همداراز د كونړ په ولايت
كې د وسلو شتون د غلا، غدۍ او د نجونو د تښتولو او تيري كولو لامل شوى هم
دى. په دې وروستيو كې د نجونو د تښتولو پېښې زياتې شوي او د پخوانيو دوديزو
قوانينو او قومي تړو درناوى په خلكو كې كم شوى دى.
په كونړ كې د تربګنيو او بد مرغيو مخنيوى او د كړكېچ كنټرول نور د سيمه
ييزو ارګانونو او جرګو لـه وس څخه وتلې خبره ده او تر دا دمه دولتي چارواكو
هم په دې برخه كې كوم وړ اقدام نه دى كړى.
كه چيرې وضع په همدې بڼه ادامه پيدا كوي، نو كېداى شي چې زور ور او
قوماندان د سيمې بېوزلي او كمزوري خلك د خپلو ملكيتونو او كورونو پرېښودو
ته اړ باسي او په سيمه كې كلي په كلي او كور په كور، يا قوم په قوم جنګ پيل
شي، چې دا به يو بل ناورين وي چې هغه وخت مخنيوى به يې بيا ممكن نه وي.
ښه چاره به دا وي چې دولت د سپين ږېرو او متنفذو كسانو په مرسته سيمه لـه
وسلې څخه پاكه او وسله په بشپړه توګه ټوله كړي، چې په دې صورت كې به په
سيمه كې د دولت او سپين ږېرو نفوذ پراختيا ومومي او سيمې ته به سوله او
ورورګلوي يو ځل بيا مخه وكړي. |